کلي خدايیدادزيی پشين

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خدائیدادزئی کلي ده پشين اولسوالي ده ترين قبیلې يو ستر تاريخي کلي دی. چي د غازي امان الله ده واکمني لمخه دغه سيمه د فـرنګي په ولکه کي راغله,

دلته ځيني خلګ وس هم دا اټکل کوي چي دوي په خپل وس او توان د غازي امان الله سره په لښکر کي ده غازي فيض محمد هيکلزي په قومانداني کي له فيرنګي سره مخامخ د وطن په دفاع کي جنګيدلي او خپل د کلي ډير نفوس له لاسه ورکړي دي

دغه کلي لږ تر لږه 12000 دولس زره څخه زيات نفوس لري.

کلي خدايیدادزيی اوسېدونکي په ډيره زياته کچه مسافر دي او مسافري کوي خپل اولادو لره د حلالوو رزق په ګټلو له وطنه لري د پاکستان د سند ايالتي ښار کراچي شپي صبا کوي او ورسره ډير کم خلګ کښت کرونده هم لري.

او څه باندي يو فيصده نفوس د حکومتي چوکاټونو کي وظيفه تر سره کوي

دغه کلي کي د هلکانو يوه ښونځي هم شتون لري چي تر اتم ټولګي پوري لوستونکي لري.

او د انجونو دوه ښوونځي هم وجود لري. عصري تعليمي کچي ډيره کمه ده.

بله خواته څلور ديني مدرسې لري, دغه کلي ده ترينانو له نورو کلو سره پرته پوله لوري, لمر خاته ته څيرمه د #هيکلزي کلي وه شمال ته پراته بټی نيکه کلي او سهيل سيمه ته څيرمه د کربلا کلي دي چي په دغه کلي اوسينکي زیاتره اوسېدونکي د سيد قبیلې سره تعلق لري. او وه غرب ته بيا ټول د خدايیدادزيی خپله پراخه سيمه ده. د خدايیدادزيی پشین تاريخي بڼه څه موده وړاندې داسي اټکل سوي وه چي دلته ده تيمور شاه تيموري د زماني تاريخ ياد سوي دي.