کليمينس اون ميترنيخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی
کليمينس اون ميترنيخ
(الماني: Klemens Wenzel Lothar von Metternich-Winneburg-Beilstein)
(الماني: Clemens Wenceslaus Nepomuk Lothar von Metternich-Winneburg zu Beilstein د (P1559) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کليمينس اون ميترنيخ

د شخص معلومات
پيدايښت ۱۵ مې ۱۷۷۳[۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰]
مړینه 11 جون 1859 (86 کاله)[۱][۲][۳][۱۱][۴][۷][۸][۱۰]  د (P570) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
وين[۱][۵]  د (P20) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
عملي ژوند
دنده ډیپلوماټ[۱۰]
سياستوال
ليکوال[۱۲]  د (P106) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
کاروونکي ژبه(ي) آلماني ژبه[۱۳]  د (P1412) برخه د ويکيډاټا له لارې سمه کړئ
لاسلیک
کليمينس اون ميترنيخ

د ميترنيخ ويننيبرګ زو بيلسټين (Metternich-Winneburg zu Beilstein) شهزاده کليمينس وينزل ناپوموک لوتر (۱۸۵۹ ز کال د جون ۱۱ – ۱۷۷۳ ز کال د مي ۱۵) چې د کليمينس اون ميترنيخ يا شهزاده ميترنيخ په نوم پېژندل کېږي، د اتريش يو محافظه کار دولتي چارواکی او ډیپلومات و، چې د درې لسيزو لپاره د اتريش سترواکۍ د اروپايي چارو په مرکز کې و. نوموړی د يادې مودې پر مهال له ۱۸۰۹ ز کال څخه د اتریشي سترواکۍ د باندنيو چارو د وزير او له ۱۸۲۱ ز کال څخه تر ۱۸۴۸ ز کال پورې د لیبرال اوښتونونو پورې لومړی وزير و، چې يادو اوښتونونو له دندې څخه استعفاء ته اړ کړ. [۱۴]

د يوه ډیپلومات د زوی په توګه په ۱۷۷۳ ز کال کې د ميترنيخ په کورنۍ کې زېږيدلي ميترنيخ په سټراسبورګ او مينز پوهنتونونو کې غوره زده کړې تر لاسه کړې. نوموړی د سکسون پاچاهۍ (Kingdom of Saxony)، د پروسیا پاچاهۍ (Kingdom of Prussia) او په ځانګړي ډول ناپيليوني فرانسه کې د سياسي استازي (سفارتي) ونډو په ګډون، د مهمو سياسي دندو له لارې راپورته شو. د باندنيو چارو د وزير په توګه يوه دنده يې له فرانسې سره د روغې جوړې مديريت کول وو، چې له اتریشي شهزادګۍ ماري لويس (Marie Louise) سره د ناپيليون واده يې راونغاړه. لږه موده وروسته يې د متحدينو د ملاتړ په موخه د شپږم يووالي جګړې (War of the Sixth Coalition) ته د اتريش ننوت اداره کړ، د فونتبليو تړون (Treaty of Fontainebleau) يې لاسليک کړ، چې له مخې يې ناپيليون له هېواد د باندې وشړل شو. نوموړي همدارنګه د ویانا په غونډه کې کې د اتريشي استازي مشري وکړه، چې له ناپيليون څخه وروسته اروپا يې د سترو ځواکونو تر منځ ووېشله. اتریشي سترواکۍ د نوموړي د خدمت له امله ورته د  ۱۹۱۳ ز کال په اکتوبر کې د شهزاده نوم ورکړل شو. د نوموړي تر لارښوونې لاندې د نړيوالو غونډو « ميترنيخ نظام» ځکه د يوې بلې پېړۍ لپاره دوام وکړ، چې اتريش خپل ځان له روسيې او لږه اندازه له پروسیا سره يو کړ. دې چارې د اتريش د ديپلوماتيک ارزښت لوړ ټکی په نښه کړ او له دې څخه وروسته ميترنيخ په ورو ډول د نړیوالې سياسي اړيکې په چوکاټ کې راښکېل شو. د هېواد په دننه کې يې له ۱۸۲۱ ز کال څخه تر ۱۸۴۸ ز کال پورې د لومړي فرانسس (Francis I) او د هغه د زوی لومړي فرديناند (Ferdinand I) تر مشرۍ لاندې د لومړي وزير دنده درلوده. لندن، برايټون او بروکس کې له لنډ تبعيد څخه وروسته، چې تر ۱۸۵۱ ز کال پورې يې دوام وکړ؛ د ويانايي (Viennese) محکمې ته دا ځل يوازې د فرديناند ځايناستي فرنز جوزف (Franz Josef) ته د سلا ورکولو په موخه راستون شو. نوموړي چې د خپل نسل د نورو سياستپوهانو په پرتله يې اوږد ژوند وکړ، په ۱۸۵۹ ز کال د ۸۶ کالونو په عمر مړ شو.

دوديز محافظه کار ميترنيخ د واک د توازن ساتلو په برخه کې، په ځانګړي ډول د عثماني سترواکۍ اړوند سيمو او مرکزي اروپا کې د روسيې د ځمکنۍ پراختيا د مخنيوي له لارې ځيرک و. ليبراليزم يې نه خوښېده او د اتريش سترواکي د ماتېدنې د مخنيوي په موخه يې (لکه په اتریشي شمالي ايټاليا کې د ملتپالو پاڅونونو د ټکولو په واسطه) هڅه وکړه. د هېواد دننه يې د ګډوډۍ د ځپلو په موخه د سانسور او پراخه استخباراتي شبکې په کارونې سره ورته سياست پلی کړ. ميترنيخ د خپلو سياستونو له امله هم ستايل شوی دی او هم پرې سختې نيوکې شوي دي. د نوموړي ملاتړ کوونکي څرګندوي چې نوموړي هغه مهال د « ميترنيخ پر دورې» باندې مشري وکړه، چې نړيوالې سياسي اړيکې (ديپلوماسي) په اروپا کې د سترو جګړو په مخنيوي کې مرسته وکړه. د یوه سیاستوال په توګه ځانګړتياوې يې وستايل شوې، چې ځيني د نوموړي د لاسته راوړنو په اړه يادونه کوي، چې د نوموړي د خبرو اترو دريځ د کمزورۍ په رڼا کې د پام وړ وي. په ورته وخت کې د نوموړي مخالفين استدلال کوي، چې هغه د اتريش د راتلونکي لپاره ډېر څه کولی شول او په اتریش کې د سمونونو په برخه کې يوه ګډه وډه سټه (مانع) وګڼل شو.

د ژوند لومړي وختونه[سمول]

کليمينس ميترنيخ د ۱۷۷۳ ز کال د مې پر ۱۵ په ميترنيخ کورنۍ کې وزېږېد. پلار يې ډيپلومات (Franz Georg Karl Count Metternich-Winneburg zu Beilstein) نومېږي، چې د Trier له ستر پادريتوب (Archbishopric of Trier) څخه د سترواکۍ تر محکمې پورې یې دندې يې وکړې او مور يې ماينه ماريا بيټريکس اون کاګينيک وه. نوموړی د سکسون د شهزاده “Clemens Wenceslaus” په وياړ نومول شوی دی، چې د “Trier” د ستر پادري غوره کوونکی او د هغه د پلار پخوانی مامور و. ميترنيخ تر ټولو مشر زوی و او د پاولين (Pauline; 1772-1855) په نوم يوه مشره خور يې درلوده، چې د “Wurttemberg” د ديوک فرديناند مېرمن وه. د نوموړي د زېږون پر مهال يې کورنۍ په “Beilstein” کې يو ويجاړ کور درلود. په “Winneberg” کې يوه کلا، يو ملکيت يې د “Koblenz” په لويديځ او بل په “Konigswart” او “Bohemial” کې د ۱۷ پېړۍ پر مهال وګټل، درلودل. په دې وخت کې د ميترنيخ پلار چې د معاصرو سياستوالو له لورې د «يو ستړي کوونکي اسرار ويونکي او تاريخي دروغجن» په توګه بيان شو؛ د درې رايني (Rhenish) ټاکونکو محکمو (Trier, Cologne او Mainz) لپاره د اتريش سياسي استازی يا سفير و. ميترنيخ خپلې مور له لورې وروزل شو، چې فرانسې سره له خپل نژدېوالې يا خپلوۍ څخه سخته اغېزمنه وه او ښايي د همدې له امله يې زوی (ميترنيخ) د الماني په پرتله په فرانسوي ژبه په ښه ډول خبرې کولی شوې. نوموړی د يو کوچني په توګه له خپل پلار سره رسمي ليدنو ته لاړ او د پروتستانت روزونکي جان فريدريک (John Frederick Simon) تر لارښوونې لاندې په پوهنيزو مضامينو، لامبو وهلو او اس چلونه کې وروزل شو. [۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۸]

د ۱۷۸۸ ز کال په اوړي کې يې په ستراسبورګ پوهنتون کې د قانون لوستل پيل کړل، چې لوړې زده کړې يې د نومبر پر ۱۲ پيل کړې. هغه وخت چې لا زده کوونکی و، د باوريا “Bavaria” د راتلونکي ولسمشر د “Zweibrucken” د شهزاده مکسيميلين (Prince Mazimilian) له لورې د يو څه وخت لپاره ورته د استوګنې ځای ورکړل شو. په دې وخت کې د خپل روزونکي “Simon” له لورې د «خوښ، ښکلي او مينه ناک» شخص په توګه څرګند شو، که څه هم معاصر پوهان به وروسته دليل ووايي چې هغه څنګه يو دروغجن او باټو (لاپو يا غورې کوونکی) و. ميترنيخ د ۱۷۹۰ ز کال په سپټمبر کې د دويم ليوپولډ (Leopold II) د تاج په سرولو دود کې د ګډون په موخه له سټراسبورګ څخه فرانکفورت ته لاړ. په فرانکفورت کې يې د ويسټفاليا د مخورو د پوهنځي کاتوليک مسند (Catholic Bench of e College th of the Counts of Westphalia) لپاره د دوديز لوړ رتبه شخص پراخه وياړلې ونډه تر سره کړه. هلته يې د خپل پلار تر سيوري لاندې د راتلونکي دويم فرانسس (Francis II) سره وکتل.[۱۹]

ميترنيخ د ۱۷۹۰ ز کال د پای او د ۱۷۹۲ ز کال د اوړي تر منځ په مينز پوهنتون کې قانون ولوست او د سټراسبورګ په پرتله يې خورا محافظه کاره زده کړې تر لاسه کړې. سټراسبورګ ښار ته بېرته ستنېدل يې د اوس لپاره خوندي نه وو. په اوړي کې يې له خپل پلار سره کار وکړ، چې د اتریشي نيدرلينډز (Austrian Netherlands) مختار وزير او اغېزناک واکمن ټاکل شوی و. د ۱۷۹۲ کال په مارچ کې فرانسس د روم د مقدس سترواک په توګه بريالی شو او په جولای کې يې د تاج په سر کولو دود تر سره شو، چې ميترنيخ په کې يو ځل بيا د نمانځنې د لوړ رتبه مامور د پخوانۍ دندې وياړ تر لاسه کړ. په ورته وخت کې فرانسې پر اتريش باندې د جګړې اعلان وکړ، چې (۷-۱۷۹۲) کې د لومړي يووالي جګړه پيل شوه او په مينز پوهنتون کې د ميترنيخ نورې زده کړې يې ناشونې کړې. اوس يې د پلار په خوښه يا ګورمانه باندې پر ځانګړي ماموريت باندې محاذ ته واستول شو. دې ځای کې يې د فرانسې د جګړې وزير “Marquis de Beurnonville” او د ملي جرګې يا تړون د بېلابېلو مامورينو د پوښتلو مشري وکړه. نوموړي د “Valenciennes” کلابندي او ړنګېدل وکتل او وروسته يې د جګړې په اړه د بنسټيزو پندونو په توګه ورته وکتل. ميترنيخ د ۱۷۹۴ ز کال په لومړيو کې په ښکاره ډول له “Viscount Desandrouin” سره د مرستې لپاره د اتريشي نيدرلېنډ د خزانې وزير له لورې د رسمي سوداګرۍ په اړه انګليستان ته واستول شو، چې د يون اصلي موخه يې د پور په اړه خبرې کول وو. [۲۰][۲۱][۲۲]

سرچينې[سمول]

  1. ۱٫۰ ۱٫۱ ۱٫۲ پیوستون : 118581465  — د نشر نېټه: ۲۲ سپټمبر ۲۰۱۵ — منښتلیک: CC0
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12122157r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w60v8rfd — subject named as: Klemens von Metternich — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/metternich-klemens-wenzel — subject named as: Klemens Wenzel Metternich — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سمونګر: Bibliographisches Institut & F. A. Brockhaus او Wissen Media Verlag
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ Brockhaus Enzyklopädie online ID: https://brockhaus.de/ecs/enzy/article/metternich-klemens-wenzel — subject named as: Klemens Wenzel Metternich — سرليک: Metternich-Winneburg, Clemens Lothar Wenzel Fürst — ورځپاڼه: 18 — پاڼه: 23 — نشرونه لخوا د: Biographisches Lexikon des Kaiserthums Oesterreich
  6. AKL Online artist ID: https://www.degruyter.com/document/database/AKL/entry/_00097380/html — subject named as: Clemens Lothar Wenzel (Fürst) Metternich-Winneburg — سمونګر: Andreas Beyer او Bénédicte Savoy — سرليک: Artists of the World Online، Allgemeines Künstlerlexikon Online او AKL Online — خپرونکی: K. G. Saur Verlag او Walter de Gruyter — https://dx.doi.org/10.1515/AKL
  7. ۷٫۰ ۷٫۱ Gran Enciclopèdia Catalana ID: https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0042279.xml — subject named as: Klemens Wenzel Lothar von Metternich — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپرونکی: Grup Enciclopèdia Catalana
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ GeneaStar person ID: https://www.geneastar.org/genealogie/?refcelebrite=vonmetternichwinnebc — subject named as: Klemens Von Metternich
  9. Hrvatska enciklopedija ID: https://www.enciklopedija.hr/Natuknica.aspx?ID=40468 — subject named as: Clemens Wenzel Lothar Metternich — دوتنه: Dalibor Brozović او Tomislav Ladan — سرليک: Hrvatska enciklopedija — خپرونکی: Miroslav Krleža Lexicographical Institute — ISBN 978-953-6036-31-8
  10. ۱۰٫۰ ۱۰٫۱ ۱۰٫۲ https://cs.isabart.org/person/168504 — د نشر نېټه: ۱ اپرېل ۲۰۲۱
  11. Benezit ID: https://doi.org/10.1093/benz/9780199773787.article.B00121566 — subject named as: Clemens Wenzel of Metternich-Winneburg — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — سرليک: Benezit Dictionary of ArtistsISBN 978-0-19-977378-7
  12. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/library/bios/ — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  13. http://data.bnf.fr/ark:/12148/cb12122157r — د نشر نېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — دوتنه: Bibliothèque nationale de France — منښتلیک: Open License
  14. Palmer 1972, pp. 5–6, 339
  15. Cecil 1947, pp. 72–73
  16. Palmer 1972, pp. 5–8
  17. Palmer 1972, pp. 10–12
  18. ۱۸٫۰ ۱۸٫۱ Nadeau 2016، ص. کينډۍ:Page needed.
  19. Palmer 1972, pp. 12–16
  20. Bertier 1962, pp. xiii–xvii
  21. Palmer 1972, pp. 22–25
  22. Palmer 1972, pp. 16–22