کلونېنګ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کلونېنګ یا کاپي کول، ورته کول یا هم په غیر جنسي طریقه د ژویو تکثیر هغه پروسه ده چې له طبیعي یا مصنوعي لارې د کټ مټ یا کابو کټ مټ ډي.اېن.اې لرونکي منفرد ارګانېزمونه په کې تولیدېږي. په طبیعت کې ځینې موجودات یا ارګانېزمونه د غیر جنسي تکثیر له لارې کلونونه تولیدوي. په بایوټکنالوژۍ کې کلونېنګ د ډي.اېن.اې له حجرو او قطعاتو څخه د کلون شویو (کاپي) ارګانېزمونو د رامنځته کولو پروسه ده.

مالیکولي کلونېنګ[سمول]

مالیکولي کلونېنګ د ګڼو مالیکولونو د جوړولو پروسې ته ویل کېږي. کلونېنګ معمولاً د ډي.اېن.اې د هغو قطعاتو د تکثیر لپاره کارول کېږي چې بشپړ جینونه ولري، خو د پروموټرونو په څېر د ډي.اېن.اې د هر تسلسل، غیر کود کوونکو تسلسلونو او ټوټه ټوټه شوې ډي.اېن.اې د تکثیر لپاره هم کارېدای شي. کلونېنګ په پراخو بیولوژيکي ازمېښتونو او عملي استفادو کې له جینیټيکي فېنګرپرېنټېنګ څخه نیولې په لوړه کچه د پروتین تر تولید پورې کارول کېږي. کله ناکله د کلونېنګ اصطلاح په ناسم ډول د یوه ځانګړي فینوټيپ د اړوند جین کروموزومي مکان پېژندنې ته د اشارې لپاره کارول کېږي چې یوه بېلګه یې موقعیتي کلونېنګ دی. په عملي ډول په یوه کروموزوم یا جینومي ساحه کې د جین محلي کول خامخا فرد ته د اړوند جینومي تسلسل د جلا کولو یا تکثیر وړتیا نه ورکوي. په یوه ژوندي موجود یا ارګانېزم کې د ډي.اېن.اې د هر تسلسل د تکثیر لپاره باید تسلسل د کاپي کولو یا ریپلیکېشن له هغې سرچینې سره لېنک وي چې د ډي.اېن.اې داسې تسلسل دی چې د خپل ځان د انتشار او هر بل لېنک یا اړوند تسلسل د چلولو وړتیا لري. له دې سره سره، یو شمېرو نورو ځانګړنو ته هم اړتیا ده او یو لړ ځانګړي کلونېنګ وېکتورونه (د ډي.اېن.اې کوچنۍ قطعه چې د ډي.اېن.اې خارجي قطعه په کې دننه کېدای شي) موجود دي چې د پروتین د تولید، د یو رشته‌يي ار.اېن.اې یا ډي.اېن.اې د تولید او د مالیکولي بیولوژۍ د نورو وسایلو امکان برابروي.

د ډي.اېن.اې د هرې قطعې کلونېنګ څلور پړاوونه لري:[۱]

  1. ټوټې ټوټې کېدل – د ډي.اېن.اې د یوې رشتې ماتېدنه
  2. نښلون – په یوه تسلسل کې د ډي.اېن.اې د قطعاتو چسپول یا نښلول
  3. ټرانسفېکشن – حجرو ته د ډي.اېن.اې د نویو جوړو شویو قطعاتو دننه کول
  4. سکرینېنګ یا انتخاب – د هغو حجرو انتخاب چې له نوې ډي.اېن.اې سره په بریالي ډول ټرانسفېکټ شوې دي.

د حجرې کلونېنګ[سمول]

د یو حجروي موجوداتو کلونېنګ[سمول]

د یوې حجرې کلونېنګ له یوې حجرې څخه د حجرو د یوه جمعیت مشتق کولو ته ویل کېږي. دا پروسه د باکتریاوو او مخمرونو په څېر د یو حجروي موجوداتو په مورد کې ډېره اسانه ده او یوازې د مناسب چاپېریال تلقیح ته اړتیا لري. له دې سره سره، د ګڼ حجروي موجوداتو یا ارګانېزمونو د حجروي کرنې په مورد کې حجروي کلونېنګ یو ستونزمن کار دی، ځکه چې دا حجرې په سټنډرډ چاپېریالونو کې په اسانۍ سره وده نه کوي.

د بنسټیزو حجرو کلونېنګ[سمول]

د سوماټیک حجرو هستوي انتقال یا ټرانسفر چې عموماً د اېس.سي.اېن.ټي په توګه پېژندل کېږي، د څېړنیزو او درملنیزو موخو لپاره د جنین د جوړولو لپاره هم کارول کېدای شي. د دغه کار تر ټولو معموله موخه د بنسټیزو حجرو په څېړنو کې د استفادې لپاره د جنین تولید دی. دغې پروسې ته «څېړنیز کلونېنګ» یا «درملنیز کلونېنګ» هم ویل کېږي. دلته موخه د کلون شويو یا کاپي شویو انسانانو جوړول نه دي (چې تکثیري کلونېنګ هم بلل کېږي)، بلکې د هغو بنسټیزو حجرو اخیستل یا ترلاسه کول دي چې د انسان د ودې د څېړنې او د ناروغۍ د احتمالي درملنې لپاره کارول کېدای شي. که څه هم چې یو کلونل انساني بلاسټوسیسټ جوړ شوی دی، خو د بنسټیزو حجرو کرښې یا ردې لا هم له یوې کلونل سرچینې څخه جلا شوې نه دي.[۲]

درملنیز کلونېنګ د شکر او عصبي ناروغیو د درملنې په هیله د بنسټیزو جنیني حجرو په رامنځته کولو سره ترلاسه کېږي. دا پروسه له تخمک څخه (د ډي.اېن.اې لرونکې) هستې په حذفولو او د کلونېنګ لپاره له بالغې حجرې څخه د هستې په ور وړلو یا ور دننه کولو سره پیلېږي. په عصبي ناروغۍ د اخته ناروغ په مورد کې د ناروغ د پوست د حجرې هسته په یوه خالي تخمک کې اېښودل کېږي. بیاځلي پروګرام شوې حجره جنین ته پر وده پیل کوي، ځکه چې تخمک ور لېږدول شوې هستې ته غبرګون ښيي. په دې توګه به جنین له جینیټيکي پلوه له ناروغ سره برابر یا یو ډول شي. وروسته جنین یو داسې بلاسټوسیسټ جوړوي چې په بدن کې پر هره حجره د بدلېدو یا د هرې حجرې د جوړولو وړتیا لري.[۳][۴]

د کلونېنګ لپاره د سوماټیک حجرو د هستوي انقتال د کارولو دلیل دا دی چې سوماټیک حجرې په لابراتور کې په اسانۍ سره کرلی او ترلاسه کولی شو. دغه پروسه کولی شي د فارم حیواناتو یو ځانګړی جینوم له منځه یوسي یا یې ور اضافه کړي. یوه مهمه خبره چې باید په یاد ولرو دا ده چې کلونېنګ هغه مهال ترلاسه کېږي چې تخمک خپل طبیعي چلند یا فعالیت وساتي او د تکثیر لپاره د تخمک د سپرم او جینوم د کارولو پر ځای د ورکوونکې سوماټیک حجرې هسته تخمک ته دننه شي. تخمک د سوماټیک حجرې هستې ته غبرګون ښيي، کټ مټ هغسې لکه څرنګه چې د سپرم د حجرې هستې ته غبرګون ښيي.[۵]

د سوماټیک حجرو په هستوي انتقال کې د ورکوونکې حجرې ټول جینیټيکي معلومات نه انتقالېږي، ځکه د ورکوونکو حجرو هغه مایتوکاندریاوې باقي پاتې کېږي چې خپله مایتورکاندریايي ډي.اېن.اې لري. ترلاسه شوې هیبریډ حجرې هغه مایتوکاندریايي جوړښتونه ساتي چې اصلاً یې له تخمک سره تړاو درلود. په پایله کې هغه کلونونه چې د سوماټیک حجرو له هستوي انتقال څخه زیږېږي، د هستې د ورکوونکي بشپړه کاپي نه ده. [۶]

سرچينې[سمول]

  1. Peter J. Russel (2005). iGenetics: A Molecular Approach. San Francisco, California, United States of America: Pearson Education. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8053-4665-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. (په 17 January 2008 باندې). California biotech says it cloned a human embryo, but no stem cells produced.
  3. Halim, N. (September 2002). "Extensive new study shows abnormalities in cloned animals". Massachusetts Institute of Technology. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Plus, M. (2011). "Fetal development". Nlm.nih.gov. د لاسرسي‌نېټه ۳۱ اکتوبر ۲۰۱۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Latham, K. E. (2005). "Early and delayed aspects of nuclear reprogramming during cloning" (PDF). Biology of the Cell. د کتاب پاڼي 97, 119–132. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Latham, K. E. (2005). "Early and delayed aspects of nuclear reprogramming during cloning" (PDF). Biology of the Cell. د کتاب پاڼي 97, 119–132. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۲ اگسټ ۲۰۱۴ باندې. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)