کلمبر سپانیل سپی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کلمبر سپانیل Clumber spaniel د سپورتي سپیانو نسل ده، د سپانیل په کورنۍ کې تر ټولو درانده سپیان ګڼل کیږي. وېل کیږي چې اصلي ځای یې فرانسه ده او په لمړي ځل د فرانسې له انقلاب څخه مخکې په فرانسه کې راڅرګند شوي. نوم یې د انګلستان په نوتینګهم کې د پارک له نوم څخه اخیستل شوی. یو وخت پاچایانو ډېر زیات ساتل، په پاچایانو او شهزادګانو کې د (Prince Albert, Edward VII, and George V. A low-slung) تر ټولو خوښ سپیان وو. سرونه یې مربع ته ورته شکل لري، غوږونه یې زوړند وي، د بدن خوځښت یې ډېر ورو ده خو د سپورت پر وخت بیا چټک وي، قد یې له ۴۳ تر ۵۱ سانتي متره پورې لوړیږي او وزن یې له ۲۵ تر ۳۸ کیلو ګرامه پورې رسیږي.

تړلې لیکنې[سمول]

سپیان ژوي

دا هم ولولئ[سمول]

سرچینې[سمول]