Jump to content

کلتوري امپرياليزم (انحصارطلبي/ټولواکمني/لوړتیا غوښتنه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کلتوري امپرياليزم چې د کلتوري استعمار په نوم هم پېژندل کېږي، د امپرياليزم کلتوري اړخونه په بر کې نيسي. په دې ځای کې له «امپرياليزم» څخه موخه د زيات پياوړي تمدن په حق کې، د تمدنونو تر منځ د نابرابرو اړيکو جوړېدل او ساتل دي. په همدې بنسټ کلتوري امپرياليزم په يوې کمزورې ټولنې د يو کلتور (چې عموماً له سياسي اړخه د يو ځواکمن هېواد اړوند وي) تپل او وده ورکول دي. دا په صنعتي يا سياسي او اقتصادي توګه د اغېزناکو هېوادونو د کلتوري لوړتيا بڼه غوره کولای شي، کوم چې عمومي کلتوري ارزښتونه تر اغېز لاندې راولي او په نورو ځايونو کې مدنيتونه معياري (نړیوال کول) کوي.[۱]

د «کلتوري امپرياليزم» اصطلاح په ځانګړي ډول په تاريخ، کلتوري مطالعو او له استعمار وروسته تيورۍ کې موندل کېږي. عموماً د سپکاوي په معنا کارول کېږي او ډېر ځله ورسره د دا ډول اغېز د ردولو غږ ورسره ملګری وي. شونې ده چې کلتوري امپرياليزم ډول ډول بڼې خپلې کړي، لکه یوه رويه، يوه رسمي تګلاره يا پوځي عمل – تر دې اندازې چې دا هر يو يې کلتوري برتري بیا عملي کوي.

شالید او تعريفونه

[سمول]

که څه هم د اکسفرډ په انګليسي قاموس کې «د روسانو کلتوري امپرياليزم» ته په اشارې د ۱۹۲۱ يادونه کوي، «جان ټاملنسن» د دې موضوع په اړوند په خپل کتاب کې ليکلي چې چې دا اصطلاح په ۱۹۶۰ز لسيزه کې منځ ته راغلی دی او لږ تر لږه له ۱۹۷۰ز لسيزې راهيسې د څېړنې مرکز ګرځېدلی. د «رسنيو امپراليزم»، «جوړښتي امپرياليزم»، کلتوري اتکا او تسلط»، «کلتوري هممهالۍ»، «برېښنايي استعمار»، «نظرياتي امپرياليزم» او «اقتصادي امپرياليزم» په څېر اصطلاحات ټول د همدې کلتوري امپرياليزم د بنسټيز تصور د بیانولو لپاره کارول شوي دي.[۲][۳][۴][۵]

د «جيفري هرليهي-ميرا» د تبصرې تر مخې کلتوري امپرياليزم يوه داسې پروسه ده چې موخه يې «طبيعي کورنيو ټولنو ته د يرغلګرو ټولنو د کلتوري نښو» لېږدول دي. د کلتوري نېواک په پروسه کې ډېر ځله درې بېلا بېلې، خو يو پر بل پسې مرحلې شاملې وي:[۶]

په نوي ځای کې خلک


موخې


(1) سوداګر

د کشافینو په نوم هم پېژندل کېږ، لکه ليويس او کلارک


له سرچينو سره مخامخ کېدل

د بېلګې په ډول، کانونه، سوداګريزې لارې، مسالې، وړۍ، د ټولنو ماليه يا استخدام، ښېرازه کرنيزې سيمې، ستراتيژيکه جغرافيه او داسې نور.


(2) پوځ

يرغلګر ځواک


سرچينې په واک کې اخستل

د پوځي قانون نافذول، تر څو اشغالونکی اړخ وکولای شي له سرچينو څخه ګټه پورته کړي؛ د کلا ښارونه جوړول، د بېلګې په ډول د لاډرډيل کلا، د ورت کلا او داسې نور. کوم چې اشغالګر لوري ته د مېشتېدو اسانتيا برابره کړي.

(3) سياستوال

د يو ستر ښار په نوي ولايت کې د ځای ټولنيز کول

ټولنيزه مديریت

د نښې، افسانې او نکل د تغذيې (ډکول/اشباع) له لارې سيمه په نېواکګره سيمه کې کلتوري کول. د داسې قوانينو او اصولو جوړول چې نیواکګر (بريد کوونکي نظام) اړخ ته د غالب کلتور په توګه وده ورکړي او نور نظامونه یا منع او يا جرمي وګرځوي؛ نيول شويو خلکو ته د نیواګر لوري د کلتوري اوصولو د منلو او د اصلي يا نورو (د کډوالو په صورت کې) ټولنيزو تمايلاتو د پرېښودلو په بدل کې د تابعيت ورکولو وړانديز کول.

(هرليهي-ميرا، جيفري. ۲۰۱۸.له امريکايي مطالعاتو وروسته: د نړیوالې استثناء پر ميراث بيا فکر کول. Routledge. مخ.۲۴)

په داسې حال کې چې درېيم پړاو «په پرله پسې ډول» دوام لري، کلتوري امپرياليزم خاصيت لري چې «په تدريجي ډول د کشالو ښکار وي (او په پرله پسې ډول د لانجو ښکار دی)، او په طبيعي ډول نيمګړی دی. د دې علم الموجودات جزوي او نيمګړی ترتيب د حقيقت او هڅو يو ضمني مفهوم خپلوي – او ډېر ځله ناکامېږي – تر څو وکولای شي د اجتماعي شتون نورې بڼې له منځه يوسي». د دې موخې د تر لاسه کولو لپاره، د کلتوري مديريت دا طرحې هڅې کوي چې «د نښو په جوړو شويو دايرو کې اوسېدونکي ګوښه کړی»، د دې لپاره چې هغوی (بالاخره په ځينو حالتونو کې له څو نسلونو څخه وروسته) نور کلتورونه پرېږدي او نوې نښې وپېژني. د دې مداخلو پراخه مطلوبه پايلې خپله د ځمکې د شريک ملکيت منلو په توګه بيانېدای شي (د هغو سازمانونو په استازولۍ چې انځورونه خپروي او مالي مرستې وړاندې کوي).[۷]

بېلا بېل پوهان دا اصطلاح له ځانګړې رسنۍ سره تړي. د امريکايي رسنيو نقاد «هربرټ شلر» ليکي: «اوسمهال د کلتوري امپرياليزم تصور د هغو پروسو ټولګه په ښه طريقه بيانوي، د کومو پروسو په مټ چې يوه ټولنه نوي نړيوال نظام ته راوړل کېږي، او دا چې د واکمن نظام مسلط مرکز جوړښتونو له ارزښتونو سره د مطابقت، يا آن د ودې ورکولو په موخه د ټولنيزو ادارو د جوړولو په برخه کې څه ډول د دې ټولنې واکمنه طبقه خپل لور ته متوجه کوي، تر فشار لاندې يې نيسي، اړ کوي يې او کله کله رشوت ورکوي. عامې رسنۍ د فعاليت کوونکو ماشينونو خورا ښه بېلګه ده، له کوم څخه چې د نفوذ په عمل کې کار اخستل کېږي. د پام وړ کچې نفوذ لپاره خپله رسنۍ هم بايد د مسلط/ننوتونکي ځواک په واک کې شي. دا چاره اکثراً د خپرونو د سوداګريز کولو په مټ تر سره کېږی.[۸]

«ټام ميک فيل» د «برېښنايي (اليکترونيکي) استعمار تعريف په دې ډول کړی چې دا د مواصلاتي هارډوير، بهرنی توليد شوی سافټوير، له انجنيرانو، تخنيکرانو او اړوندو معلوماتي پروتوکولونو د وارداتو په مټ جوړه شوې انحصاري اړیکه ده، کومه چې د بهرنيو اصولو، ارزښتونو او هيلو يوه مجموعه منځ ته راوړي، کوم چې په بېلا بېلو درجو کې، کورنيو کلتورونو او د ټولنيز کولو پروسو ته بدلون ورکولای شي». له بلې خوا «پال سيو-نام لي» په دې اند دی چې «د مواصلاتي امپرياليزم تعريف د هغه پروسې په توګه کېدای شي، په کومه کې چې د ډله يیزو رسنيو پر هارډوير او سافټ وير د ملکيت او واک تر څنګ، په يو هېواد کې د مواصلاتو نورې سترې بڼې په يواځې ځان يا په شریکه سره د بل هېواد د واکمنۍ تابع ګرځېدلې وي، او په اصلي ارزښتونو، اصولو او کلتور ضررناکې اغېزې پرېباسي». د «اوګن» په باور «د رسنیو امپرياليزم ډېر ځله د داسې يو عمل په توګه تشريح کېدای شي، د کوم تر مخې چې متحده ايالات او لويديځه اروپا ډيری رسنيز محصولات تولیدوي، لومړی يې له داخلي پلور څخه ګټه تر لاسه کوي او بيا د درېیمې نړۍ په هېوادونو کې د دې محصولاتو لپاره د هغې هېوادونو په پرتله، له هغه نرخ څخه په ډېر کم نرخ بازار پیدا کوي چې همدا هېوادونه په کور دننه د دا ډول محصولات د تولید لپاره بايد هغه لګښتونه وزغمي».[۹][۱۰][۱۱]

«ډاوننګ» او «سربرني محمدي» وايي چې «امپرياليزم پر يو هېواد د زیات پياوړي هېواد نېواک او واکمني ده. کلتوري امپرياليزم د هغه پروسې د ابعادو ښودنه کوي، کومه چې له اقتصادي ګټې اخستنې او پوځي ځواک څخه هاخوا اوړي. د نېواک په تاريخ کې (دا معنا چې د امپرياليزم هغه بڼه په کومه کې چې د مستعمرې حکومت نېغ په نېغه د بهرنيانو له خوا پر مخ وړل کېږي)، د درېیمې نړۍ د ډېرو هېوادونو تعليمي او رسنيز نظام د برتانيې، فرانسې يا امريکا د نقل په توګه جوړ شوي دي او د همدوی ارزښتونه له ځانه سره لري. لوېديځو اعلاناتو لا زيات نفوذ کړی، لکه د معمارۍ طرز او طريقه او د سينګار ډولونه. په ډېر مهارت، خو په ځواکمنتيا سره، دا پیغام ورکړل شوی چې لوېديځ کلتورونه د درېیمې نړۍ له کلتورونو څخه لوړ دي. د دې وينا اړتيا نه شته چې دا ټول ليکوالان په دې خبره يوه خوله دي چې کلتوري امپرياليزم د امپريالستي قوتونو په داخل کې د ځينو خاصو کړيو ګټې پالي، ډېر ځله د هغو ټولنو په زيان وي چې موخه ګرځېدلې وي.[۱۲]

د کلتوري امپرياليزم موضوع په پراخه کچه د مواصلاتو له مطالعې څخه سر راپورته کړی دی. په هر حال، کلتوري امپرياليزم په نړيوالو اړيکو، انسان پېژندنې، زده کړې، تاريخ، ادب او لوبو په ډګرونو کې د ښکارندې د تشريح لپاره د پوهانو له خوا د يو چوکاټ په توګه کارول شوی دی.[۱۳][۱۴]

سرچينې

[سمول]
  1. Compare: Kraidy, Marwan M. (2005). Hybridity, or the Cultural Logic of Globalization. Delhi: Pearson Education India (خپور شوی 2007). p. vi. ISBN 9788131711002. نه اخيستل شوی 12 December 2020. After dissecting the deficiencies of the cultural imperialism thesis and its would-be substitute 'cultural globalization,' I propound critical transculturalism as a new international communication framework with issues of hybridity at its core.
  2. Oxford English Dictionary, within "cultural"
  3. Tomlinson (1991), p. 2
  4. Hamm, (2005), p. 4
  5. White, Livingston A. "Reconsidering Cultural Imperialism Theory" Transnational Broadcasting Studies no.6 Spring/Summer 2001.
  6. Herlihy-Mera, Jeffrey (2018). "After American Studies: Rethinking the Legacies of Transnational Exceptionalism |". Routledge. p. 23. نه اخيستل شوی 2019-08-21.
  7. Herlihy-Mera, Jeffrey (2018). "After American Studies: Rethinking the Legacies of Transnational Exceptionalism |". Routledge. p. 24. نه اخيستل شوی 2020-08-02.
  8. Schiller, Herbert I. (1976). Communication and cultural domination. International Arts and Sciences Press, 901 North Broadway, White Plains, New York 10603. pp. 9–10. ISBN 978-0-87332-079-5.
  9. McPhail, Thomas L. (1987). Electronic colonialism: the future of international broadcasting and communication. Volume 126 of Sage library of social research. Sage Publications. p. 18. ISBN 978-0-8039-2730-8.
  10. Lee, P. S. (1988). "Communication imperialism and dependency: A conceptual clarification". International Communication Gazette. 41 (2): 69–83. doi:10.1177/001654928804100201. PMID 12283101. Quoting page 74.
  11. Ogan, Christine (Spring 1988). "Media Imperialism and the Videocassette Recorder: The Case of Turkey". Journal of Communication. 38 (2): 94. doi:10.1111/j.1460-2466.1988.tb02049.x.
  12. Downing, John; Ali Mohammadi; Annabelle Sreberny-Mohammadi (1995). Questioning the media: a critical introduction (2, illustrated ed.). SAGE. p. 482. ISBN 978-0-8039-7197-4.
  13. White, Livingston A. "Reconsidering Cultural Imperialism Theory" Transnational Broadcasting Studies no.6 Spring/Summer 2001.
  14. Salwen, Michael B. (March 1991). "Cultural imperialism: A media effects approach". Critical Studies in Media Communication. 8 (1): 29–38. doi:10.1080/15295039109366778.