کلاسیک یونان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

کلاسیک یونان په لرغوني یونان کې (له زیږون(میلاد) څخه د مخه د پنځمې او څلورمې پیړۍ) د شاوخوا ۲۰۰ کلونو دوره وه، چې د ختیځ ایجین او د یوناني کلتور شمالي سیمو (لکه ایونیا او مقدونیې) له زیاتو برخو څخه چې له فارس له سترواکۍ څخه د زیاتې خودمختاري په ترلاسه کولو کې،; د ډېموکراټیک آتن په ودې او ځلېدو کې؛ د پیلوپونیسیا لومړي او دوهمو جنګونو کې؛ د سپارتان او بیا د تیبان له واکمنۍ؛ او د فیلیپ II په مشرۍ د مقدونیې د پراختیا سره یې شهرت تر لاسه کړی. د لوېديځ تمدن زياتره لومړني تعريف شوي سياستونه، هنري فکر (معماري، مجسمه جوړونه)، ساينسي فکر، تياتُر، ادبيات او فلسفه د يوناني تاريخ له دې دورې څخه اخستل شوي، چې د روم په وروستنۍ سترواکۍ يې پياوړی نفوذ درلود. کلاسیکه دوره وروسته له هغه پای ته ورسېده چې فیلیپ II د یونان زیاتره هغه برخه چې د ۱۳ کلونو په اوږدو کې د فلیپ د زوی لوی سکندر د جګړو په ترڅ کې فتح شوې وه، د هغوی د ګډ دښمن د فارس سترواکۍ  په وړاندې سره یوځای کړه.[۱]

د لرغوني یونان د هنر، معمارۍ او کلتور په برخه کې، کلاسیکه دوره د زیږون څخه د مخه د پنځمې او څلورمې پیړۍ له زیاترو وختونو سره هممهاله وه (تر ټولو مهمې نیټې یې په ۵۱۰ م.ز کې د وروستي آتنی ظالم واکدار له سقوط او بیا په ۳۲۳ز.م کې د سکندر مړینه دي). په دې توګه، کلاسیکه دوره د یونان تورو دورو او لرغونې دورې په تعقیبولو سره په پای کې د هېلېنېسټیک دورې ځایناستې کیږي.

پنځمه ز.م پیړۍ[سمول]

دا پیړۍ په اصل کې د آتنیانو له لیدلوري مطالعه شوې، ځکه چې آتن موږ ته د نورو پخوانیو یوناني دولتونو په پرتله ډیر داستانونه، ډرامې او نور لیکلي آثار پرېښي دي. په کلاسیک یونان کې د آتنیانو د کلتور له نظره، نوموړې دوره په عمومي توګه پنځمې ز.م پیړۍ ته لږ څه شپږمې ز.م پېړۍ ته په ورغزېدو سره، ورګرځي. په دې توګه، داسې انګېرل کېدای شي چې د دې پیړۍ لومړۍ مهمه پیښه په ۵۰۸ ز.م کې د وروستي آتني ظالم له سقوط او د کلیسټېنز د اصلاحاتو سره رامنځته شوې. په هر حال، ټولې یوناني نړۍ ته پراخه کتنه کېدای شي په ۵۰۰ ز.م کې د ایونیایانو له پاڅون څخه پیل شي، هغه پیښه چې د فارس   د ۴۹۲ ز.م یرغل ته یې لمن وهلې وه. فارسیانو په ۴۹۰ ز. م کې ماتې وخوړه. په ۴۸۱-۴۷۹ ز. م کې د فارس دوهمه هڅه هم ناکامه شوه، که څه هم چې د ترموپیلای د جګړې او د ارټېمیسیوم له جګړې وروسته د جګړې په بهیر کې د اوسني یونان زیاتره برخه یې (د کورنتس د استمس شمال) د حیاتي نقطو په توګه ونیول. وروسته بیا د ډالیان اتحادیه د آتنیانو تر واکمنۍ لاندې او د آتن د وسیلې په توګه رامنځته شوه. د آتن بریالیتوبونه د متحدو ښارونو تر منځ د څو پاڅونونو لامل شول، چې ټول یې د زور له لارې وځپل شول، مګر د آتنیانو تحرک/غورځنګ په پای کې سپارتا راویښ کړ او په ۴۳۱ ز.م کې یې د پیلوپونېسیا جګړه رامنځته کړه. وروسته له هغه چې د دواړو خواوو له ځواکونو نه کار واخیستل شو، لنډه سوله وشوه. وروسته یو ځل بیا جګړه د سپارتا په ګټه پیل شوه. آتن په ۴۰۴ ز.م کې پوره ماتې وخوړه، او د آتنیانو داخلي پاڅونونه او ناکرارۍ په یونان کې د پنځمې پیړۍ د پای ته رسېدو ځرګندوی دي.[۲][۳]

په سپارتا باندې  د هغه له پیل راهیسې ډیارشي(دوه سالاره) واکمني حاکمه وه. د دې معنا دا وه چې سپارتا د خپل ټول تاریخ په اوږدو کې دوه پاچایان درلودل چې په یو وخت کې به یې حکمراني کوله. دواړه پاچهۍ میراثي وې، چې د اګیاډ سلسلې(Agiad dynasty) او د یوریپونټېډ سلسلې(Eurypontid dynasty) سره یې تړاو درلود. د افسانې له مخې، د دې دوو سلطنتونو اړوند میراثي کرښې د یوریستینیس او پروکلس څخه چې د هرکلوس دوه بچیان وو، راوتلې دي. د دوی په اړه داسې  ویل شوي دي چې: سپارتا یې د ټروجن له جنګ څخه دوه نسلونه وروسته فتح کړی دی.

آتن د کلئیستینېس تر واکمنۍ لاندې[سمول]

په ۵۱۰ ز.م کې، سپارتایي پوځیانو د آتنیانو سره مرسته وکړه چې خپل پاچا، ظالم هیپیاس د پییسستراتوس زوی، راوپرځوي. د سپارتا پاچا کلیومېنیس I د اساګوراس په مشرۍ سپارتا پلوه الیګارشي واکمنه کړه. مګر د هغه سیال کلئیستینېس، د منځنۍ طبقې په ملاتړ او د ولسواکۍ پلوو وګړو په مرسته، واک ته ورسېد. کلیومېنیس په ۵۰۸ او ۵۰۶ ز.م کې مداخله وکړه، مګر ویې نشوی کولی د کلئیستینېس مخه چې اوس یې د آتنیانو ملاتړ تر لاسه کړی ؤ،ونیسي. د کلئیستینېس د اصلاحاتو له لارې، خلکو خپل ښار د اِسونومیک بنسټونو سره برابر کړ - د ټولو وګړو لپاره مساوي حقونه (که څه هم یوازې نارینه وګړي بلل کېدل) او د تبعید(ostracism) بنسټ یې رامنځته کړ.

د اِسونومیک (isonomic )  یا د قوانینو د مساواتو او isegoric (د بیان د مساوي آزادۍ) ډېموکراسي د لومړي ځل لپاره په ۱۳۰ فرعی برخو وېشل شوې وه، چې د بنسټیز مدني عنصر په توګه وپېژندل شوه. ۱۰،۰۰۰ وګړو به خپل واک د شورا د غړو(ἐκκλησία, ekklesia) په توګه کاراوه ، چې مشري به یې د هغو ۵۰۰ وګړو د شورا له خوا کېده چې په تصادفي(random) بڼه به ټاکل کېدل.[۴]

د ښار اداري جغرافيه د دې لپاره چې ګډې سياسي ډلې رامنځته شي، له سره جوړه شوه: له سيمه ييزو ګټو سره چې له سمندر، ښار او کرنې سره تړلي دي، چې پرېکړو یې (د بېلګې په توګه د جګړې اعلان) د دوی په جغرافيايي موقعيت پورې تړاو درلود، ناپېیلې وه. د ښار ساحه هم په دېرشوبرخو(trittyes) ویشل شوې وه:

  • په ساحلي سیمه کې لس ټرېټیز-trittyes (παρᾰλία, paralia).
  • د ښار په مرکز  کې لس ټرېټیز، ἄστυ (astu).
  • په کلیو کې د ننه لس ټرېټیز، (μεσογεία, mesogia).

یوه قبيله له دریو ټرېټیو څخه په داسې بڼه جوړه شوې وه، چې له پورتنیو درۍ واړو ډلو څخه  په تصادفي بڼه یوه غوره کېده. له همدې امله هرې قبیلې تل د دریو واړو سکتورونو په ګټه عمل کاوه.

د اصلاحاتو دغې مجموعې په ۴۶۰مو او ۴۵۰مو ز.م لسیزو  کې د پراخې ولسواکۍ رامنځته کیدو ته لاره هواره کړه.

د فارس جنګونه[سمول]

په آیونیا (د ترکیې د اوسني ایجین ساحل) کې، د یونان ښارونه چې لوی مرکزونه، لکه: میلیټوس او هیلکارناسس په کې شامل وو، د خپلې خپلواکۍ په ساتلو کې پاتې راغلل او د شپږمې ز.م پیړۍ په نیمایي کې د فارس امپراتورۍ تر واکمنۍ لاندې راغلل. په ۴۹۹ ز.م کې د ایونیا په پاڅون کې یونانیان راپورته شول، او آتن او یو شمېر نورو یوناني ښارونو مرستې ور واستولې، اما په ۴۹۴ ز.م کې د لاد په جګړه کې له ماتې وروسته ډېر ژر شا تګ ته اړ شول. په دې توګه کوچینۍ آسیا بیا د فارس تر واکمنۍ لاندې راغله.

په ۴۹۲ ز.م کې  فارسي جنرال ماردونیوس د ترېس او مقدونیې له لارې د جګړې مشري وکړه. هغه برلاسی شو او لومړنی یې بېرته مطیع او وروستی یې فتح کړ، اما نوموړی ټپي او اړ شو چې بېرته کوچینۍ آسیا ته په شاتګ وکړي. سربېره پردې، د شاوخوا ۱۲۰۰ بېړیو سمندري ځواک څخه یوه برخه چې د ماردونیوس سره په سفر کې وه د آتوس غرونو په ساحل کې د طوفان له امله ویجاړه شوه. وروسته، دوو جنرالانو ارټافرنس او ​​ډاټېس د ایجین ټاپوګانو په وړاندې د بریاليو سمندري عملیاتو مشري وکړه.[۵]

په ۴۹۰ ز.م کې، لوی داريوش د ایونیا  ښارونه وځپل، یونانیانو ته د سزا ورکولو لپاره یې د فارس سمندري لښکر واستاوه. (تاریخ پوهان د دوی د شمېر په اړه نا مطمئن دي؛ شمېرې یې له ۱۸۰۰۰۰څخه تر ۱۰۰۰۰۰ پورې توپیر لري.) دوی په اټیکا کې ښکته شول او د آتن د نیولو پلان یې درلود، اما د ماراتون په جګړه کې د یوناني پوځ د ۹۰۰۰ پلیو آتنیانو یا هوپلېټس  او ۱۰۰۰ پلاتایانو اتلانو له خوا چې آتني جنرال مېلتادېس یې مشري کوله، مات شول. د فارس بېړیو آتن ته ننوتلو ته دوام ورکړ، مګر، د دې په لیدلو سره چې ښار دفاعي بڼه خپله کړې، پرېکړه یې وکړه چې د برید هڅه ونه کړي.

سرچينې[سمول]

  1. The "Classical Age" is "the modern designation of the period from about 500 B.C. to the death of Alexander the Great in 323 B.C." (Thomas R. Martin, Ancient Greece, Yale University Press, 1996, p. 94).
  2. Brian Todd Carey, Joshua Allfree, John Cairns. Warfare in the Ancient World Pen and Sword, 19 January 2006 کينډۍ:ISBN
  3. Aeschylus; Peter Burian; Alan Shapiro (17 February 2009). The Complete Aeschylus: Volume II: Persians and Other Plays. Oxford University Press. د کتاب پاڼې 18. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-19-045183-7. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. isegoria: equal freedom of speech
  5. Joseph Roisman,Ian Worthington. "A companion to Ancient Macedonia" John Wiley & Sons, 2011. کينډۍ:ISBN pp. 135–138