Jump to content

کشر وليام پيټ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ولیام پیټ (28 مۍ 1759 – 23 جنوري 1806) یو برتانوي سیاستوال، له 1783ز کال څخه د 1800ز کال د اتحاد تر مصوبو پورې، د برتانيې تر ټولو ځوان او وروستی لومړی وزير و، او د 1801ز کال له جنورۍ څخه د انګلستان اول لومړی وزیر و. هغه په 1801ز کال کې خپله دنده  پریښوده، خو له 1804 څخه تر 1806ز کال پورې يې تر مړینې يوځل بیا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. د لومړي وزير په ټول وخت کې هغه د خزاندارۍ مسئول هم و. نوموړی د "ځوان پيټ" په نوم هم پیژندل کیږي، چې له پلار څخه توپير ورکړل شي، چې «مشر ویلیام پیټ» و، چا چې پخوا د لومړي وزير په توګه دنده تر سره کړې وه.

د «پیټ» د لومړي وزارت په دوره کې، کومه چې د پاچا جورج درېيم له واکمنۍ سره سمون خوري، ، د فرانسوي انقلاب او ناپیلیوني جګړې په ګډون، په اروپا کې لويې سياسي پېښې منځ ته راغلې. «پیټ»، که څه هم ډیری وختونه د «ټوري» یا "نيو ټوري" د ګوند د غړي په توګه بلل کېږي، خو هغه خپل ځان خپلواک «ويګ» بولي، او عموماً د سخت ګوندي سیاسي سیسټم د پراختیا مخالف و.

«پیټ» یو غوره مدیر ګڼل کیدو، چا چې د اصلاحاتو او مؤثریت لپاره کار کړی، چې د لايقو مدیرانو یو نوی نسل یې منځ ته راوړ. هغه ماليات زیات کړل، تر څو د فرانسې په وړاندې د لويې جګړې لګښتونه تاديه کړي او سخت دريځي له منځه یوسي. له فرانسې څخه د ايرلينډ د ملاتړ د ګواښ سره د مقابلې لپاره، هغه د 1800ز کال د اتحاد مصوبې جوړې کړې، او هڅه يې وکړه چې کاتولیکه ازادي د اتحادیې د برخې په توګه تضمين کړي (خو ناکام شو). هغه "نيو ټوريزم" ګوند جوړ کړ، کوم چې د «ټوري» ګوند ته ژوند ورکړ، او دا ګوند يې د راتلونکې پېړۍ تر يوې ربعې پورې په واک کې د پاتې کېدو وړ وګرځاوه.

تاريخپوه «ايسابریګز» استدلال کوي چې د «پیټ» شخصیت د انګریزانو په ذهنونو کې محبوبيت نه درلود، ځکه چې «پیټ» ډیر ګوښه او ډیر بې رنګه و، او اکثره به يې د برترۍ او ځان لوړتيا رويه ښودله. د هغه عظمت له فرانسې سره په جګړه کې و. «پيټ» داسې غبرګون وښود، تر څو په هغه څه بدل شي، چې «لارډ مينټو» هغې ته "زموږ د څرخېدونکې نړۍ اطلس" نوم ورکړی و. «وليام ولبرفورس» وويل، "د شخصي سپېڅلتيا، نه ليوالتيا او له دې هېواد سره مينه، د هغه برابر ما هيڅکله نه دي ليدلي". [۱][۲][۳][۴]

تاریخپوه «چارلیس پیټري» وایی چې هغه د سترو لومړيو وزيرانو څخه يو و، "که د بل څه لپاره نه وي؛ نو په دې اساس هم چې هغه د تاوتریخوالي له ګډوډۍ څخه پرته، هېواد له زاړه نظم څخه نوي نظم ته ولېږدولو...هغه نوی انګلستان پېژندلی و". له همدې امله په ګڼو سروی ګانو کې هغه ته د برتانيې د ټولو لومړيو وزيرانو په منځ کې لوړه درجه ورکړل شوې ده.

«پیټ» د لومړي وزیر په توګه د اتو کلونو او 343 ورځو لپاره خدمت وکړ، په دې ډول نوموړي له «رابرټ والپول» وروسته، د برتانيې په ټولو لومړيو وزيرانو کې دويم تر ټولو زياته موده په دې دنده کار کړی دی.

د ژوند لومړي کلونه

[سمول]

کورنۍ

[سمول]

«ویلیام پیټ»، د «چاټم» د لومړي ايرل «ویلیام پیټ» دويم زوی و، د 1759ز کال د مۍ په اته ويشتمه نېټه د «کینټ» د «هايس» کلي په «هايس ماڼۍ» کې زېږېدلی و. هغه له دواړو خواو څخه له سیاسي کورنۍ سره تړاو درلود، ځکه چې مور يې «هيسټر ګرينويل» د پخواني لومړي وزیر «جورج ګرینویل» خور وه.

د ژوندلیکونکي «جان ایرمن» په وينا، «پیټ» د خپل پلار له اړخه د ځيرکتيا او تحرک، او د «ګرينويلز» له اړخه د عزم، او عملي طبيعيت ښودنه وکړه. [۵][۶][۷]

زده کړه

[سمول]

نوموړی په ماشومتوب کې له خرابه روغتيا رنځېدو، له «ریورنډ ایډورډ ویلسن» څخه يې په کور کې زدکړې کړې وې. د یو هوښیار ماشوم په توګه، «پیټ» په لاتیني او یوناني ژبو کې په چټکۍ سره پوهه تر لاسه کړه. له څلوارلس کلنۍ څخه یوه میاشت مخکې د 1773ز کال د اپریل په شپږويشتمه نیټه هغه په «پیمبروک کالج، کامبریج کې داخل شو. [۸]

هغه سیاسي فلسفه، کلاسیک، ریاضیات، مثلثات، کیميا او تاریخ ولوستل. په کامبریج کې د «پیټ» استاد «جورج پریټیمن» و، څوک چې د «پیټ» نیږدې شخصي ملګری شو. «پیټ» وروسته د «لنکن» او بيا د «ونچسټر» «پریټیمني» اسقف وټاکل شو، او په خپل ټول سياسي ژوند کې يې د هغه په مشورو عمل کاوه. [۹][۱۰][۱۱]

کله چې په کامبریج کې و، هغه د ځوان «ویلیام ویلبورس» سره ملګرتيا پیدا کړه؛ د ژوند تر پايه يې هغه سره ملګرتيا درلوده، او په پارلمان کې د هغه سیاسي ملاتړ و. «پیټ» یوازې د ملګرو زده کونکو او نورو هغو سره ټولنيزو اړیکو ته زړه ښه کاوه چې له مخکې يې وسره پېژندګلو درلوده، او د پوهنتون له انګړ څخه دباندې به ډېر کم وتلو.

بیا هم هغه د یو په زړه پورې او ملګرتیا کونکی په توګه تشريح شوی دی. د «ویلبورس» په اند، «پیټ» د مزاحيه مزاج تر څنګ يو استثنايي ذهانت هم درلود، "هيڅوک...هيڅکله هم په ازادانه ډول يا په خوښۍ سره په هغه خوش طبعه خندني مزاج کې نه دې ښکېل شوی، چې ټول خلک د کوم چا له مجروح کولو پرته خوشاله کړي".[۱۲]

په 1776ز کال کې، «پیټ» چې روغتيايي ښه نه وه، له هغو کمو امتيازاتو څخه ګټه واخيسته چې يوازې د خواصو زامنو ته ورکول کېدل، او د ازموينو له ورکولو پرته يې فراغت غوره کړ. ويل کېږي چې د «پيټ» پلار ټينګار کړی و چې زوی يې د کلاسيکي ادب د اقتباساتو په شفاهي ډول انګليسي ژباړه وکړي، او د ويناوالۍ په برخه کې د خپلو وړتياوو د زياتولو په هڅه کې د نا اشنا موضوعاتو په اړه في البداهة خپل نظر څرګند کړي.[۱۳]

د «پیټ» پلار، څوک چې تر هغه وخته د «چټم» د «ارل» رتبې ته رسېدلی و، په 1778ز کال کې مړ شو. د کشر زوی په توګه «پیټ» ډېر کم میراث تر لاسه کړ. هغه خپلې حقوقي زده کړې د «لنکن» په «این» کې ترلاسه کړې او د 1780ز په  دوبي کې د حقوقپوهانو ټولنې ته وبلل شو.[۱۴]

ابتدايي سياسي مسلک (1780-1783)

[سمول]

د پارلمان غړيتوب

[سمول]

د  1780ز کال د سیپتمبر د ټاکنو پر مهال، په يو ويشت کلنۍ کې، «پيټ» د کمبريج پوهنتون د څوکۍ په سياليو کې ګډون وکړ، خو بریالی نه شو. لا يې هم پارلمان ته د داخلېدو هوډ درلود، «پيټ» د خپل پوهنتون د ملګري د «روتلينډ» د څلورم «ډيوک» په مرسته، د «جيمز لوتر» ملاتړ تر لاسه کړ، څوک چې وروسته د «لوتر» لومړی ايرل شو. [۱۵][۱۶][۱۷]

«لوتر» په اغېزناک ډول د «ايپلبی» ښارګوټي کنترول کړل؛ چې د دې انتخاباتي حوزې منځنيو دوره يي ټاکنو «پيټ» د 178ز کال د جنورۍ په مياشت کې د برتانيې د پارلمان د عوامو مجلس ته واستاوه. پارلمان ته د «پيټ» تګ يو ډول پېغور شو، ځکه چې وروسته هغه د همدې ځای او خرابه شويو ښارګوټو پر ضد غږ پورته کړ، کومو چې نوموړي ته دا څوکۍ ورکړې وه.[۱۸]

کله چې په پارلمان کې و، «پيټ» په خپلې لومړۍ وينا سره د يو پام وړ بحث کونکي په توګه راڅرګند شو، او په ولس کې د بيا راڅرګندو تمايل يې له پامه وغورځاوه.

«پیټ» په اصل کې خپل ځان د «چارلس جيمز فاکس» په څېر د نومياليو «ويګز» سره برابر کړ. «پيټ» له «ويګز» سره يوځای، د امریکا د خپلواکۍ د جګړې د دوام غندنه وکړه، کوم څه چې د هغه پلار په سختۍ سره کول.

د دې پر ځای، هغه وړانديز وکړ چې لومړی وزير «لارډ نارت» دې د باغي امريکايي مستعمرو سره سوله وکړي. «پيټ» د پارلماني اصلاحاتو د اقداماتو ملاتړ هم وکړ، د هغه وړانديز په ګډون، په کوم کې چې د ټاکنيز فساد مخه نيول کېده. نوموړي له «وليام ولبرفورس» سره خپله ملګرتيا تازه کړه، چې دا مهال له «هل» څخه د پارلمان غړی و، له چا سره چې هغه د عوامو د مجلس په سالون کې تکراري ليدنې کولې. [۱۹]

سرچينې

[سمول]
  1. Strangio، Hart او Walter 2013، م. 225.
  2. Charles Petrie, "The Bicentenary of the Younger Pitt", Quarterly Review, 1959, Vol. 297 Issue 621, pp 254–265
  3. Wise، Hansen او Egan 2005، م. 298.
  4. Briggs 1959، مم. 148–149.
  5. Ehrman 1969، م. 4، Vol. 1.
  6. Hague 2005، م. 19.
  7. Hague 2005، م. 14.
  8. کينډۍ:Acad
  9. William Pitt the Younger (1759–1806) HistoryHome.co.uk
  10. "Spartacus Educational – William Pitt". Spartacus-Educational.com. Archived from the original on 12 اپرېل 2010. نه اخيستل شوی 27 فبروري 2019.
  11. "History – William Wilberforce (1759–1833)". BBC. نه اخيستل شوی 11 October 2010.
  12. Hague 2005، م. 30.
  13. Halcombe 1859، م. 110.
  14. Hague 2005، م. 46.
  15. "William Pitt, the Younger: Historical importance". Britannica Online Encyclopedia. 
  16. "William Pitt 'The Younger' 1783–1801 and 1804-6 Tory". 10 Downing Street – PMs in history. Archived from the original on 7 August 2008. نه اخيستل شوی 23 April 2010.
  17. Hague 2005، م. 89.
  18. Hague 2005، مم. 62-65.
  19. Hague 2005، م. 71.