Jump to content

کرېسټین دو پیزان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کرېسټین دو پیزان (په فرانسوي: [krisˈtinə də piˈzã]؛ زوکړه: د ۱۳۶۴ زکال سپټمبر میاشت – مړینه: شاوخوا ۱۴۳۰ زکال) ایټالوي الاصله فرانسوۍ شاعره او د فرانسې د پاچا شپږم چارلز او ګڼ شمېر نورو فرانسوي دوکانو لپاره درباري لیکواله وه.

کرېسټین دو پیزان د خپل مېړه له مړینې وروسته د فرانسې د منځنیو پېړیو پر مهال د درباري منشۍ یا لیکوالې په توګه خدمت وکړ. د کرېسټین په ملاتړو کې دوکان هر یو؛ د اورلئان لومړنی لویي، د بورګوندي زړور فیلېپ او د هغه زوی ناترسه جان شامل وو. د هغې په اثارو کې چې د لومړنیو فیمینېستي لیکنو په توګه هم په پام کې نیول کېږي؛ ناولونه، شعري ټولګې او ژوند لیکونه په کې شاملېږي؛ خو له دې سربېره یې ادبي، تاریخي، فلسفي، سیاسي او مذهبي نقدونه او تحلیلونه هم لیکلي دي. د هغې تر ټولو مشهور اثار د نجونو د ښار د کتاب (The Book of the City of Ladies) او د نجونو د ښار د خزانې (The Treasure of the City of Ladies) په نومونو کتابونه دي چې دواړه یې د بورګوندي جان ته د کار پر مهال لیکلي دي. دغه کتابونه یې شهزادګیو او شوالیه مېرمنو ته د لارښودونو په توګه تر ۱۶مې پېړۍ پورې چاپېدل.[۱][۲][۳]

د کرېسټین اثارو په وروستیو لسیزو کې د یو شمېر څېړونکو لکه د چاریتي کانن ویلارډ، ارل جیفري ریچارډ، سوزان سولنټه، ماتلید لاګل او ماري ژوزف پینټ د هڅو له امله یو ځل بیا شهرت موندلی دی.

شخصي ژوند

[سمول]

کرېسټین دو پیزان د ۱۳۶۴ زکال پر مهال د ایټالیا په ونیز جمهوریت کې وزیږېده. هغه د توماسو ډي بنونوتو دو پیزانو لور وه. پلار یې د توماس دو پیزان په نامه شهرت درلود ځکه په اصل کې د پیزانو له کلي څخه و (اوس مهال د مونترنزیو د ښاروالۍ برخه ده) چې د بولونیا په سویل ختیځ کې یې موقعیت درلود. پلار یې د ډاکټر، درباري ستورپوه او د ونیز د جمهوریت د سلاکار په توګه کار کاوه. توماس دو پیزان د فرانسې د پاچا پنځم چارلز په دربار کې د ستورپوه په توګه له دندې منلو وروسته پاریس ته ولاړ چې بیا په ۱۳۶۸ زکال کې کرېسټین هم هلته ولاړه. کرېسټین په ۱۳۷۹ زکال کې له سلطنتي منشي او یاور آتین دو کاسټل سره واده وکړ. [۴][۴][۵]

هغې درې ماشومان لرل. د هغه یوه لور په ۱۳۹۷ زکال کې په ډومنیکن پوسي صومعه کې راهبه او همدارنګه د پاچا د لور ماري همکاره وه. د کرېسټین مېړه په ۱۳۸۹ زکال د هغې د پلار له مړینې یو کال وروسته د وبا له امله ومړ. دغه چاره لامل وګرځېده څو کرېسټین له خپلې مور او ماشومانو سره مرسته وکړي. هغه مهال چې هڅه یې وکړه د خپل مېړه له املاکو څخه پیسې راغونډې کړي، له داسې جنجالي قضایاوو سره مخ شوه چې ښووله یې دا د یو شمېر حقونو له مخې لا د خپل مېړه پوروړې ده. د ۱۳۸۹ زکال د جون په ۴مه نېټه د سنس د لوی سقف په مشرۍ محکمې د پاچا د مشورتي شورا د غړو پر وړاندې د هغې شکایت وارزاوه او هغه یې «داموزل» او «د اسټین دو کاسټل کونډه» وبلله. [۵][۶][۷][۸][۹]

د لیکوالۍ ژوند

[سمول]

کرېسټین د دې لپاره چې د خپل ځان او کورنۍ خرڅ پیدا کړي، درباري لیکواله شوه. تر ۱۳۹۳ زکال پورې هغې عاشقانه اثار لیکل چې له امله یې د دربار د بډایه غړو ملاتړ خپل کړ. له دې وروسته کرېسټین یوه پیاوړې لیکواله شوه. د کتابونو په خپراوي کې یې ونډه او د دغه کړکېچن سیاسي حالت پر مهال په ماهرانه ډول له خپل ملاتړو څخه ګټنې یې لار برابره کړه چې په اروپا کې د لومړنۍ مسلکي لیکوالې مېرمنې لقب ځانته خپل کړي. په داسې حال کې چې کرېسټین په ونیز کې زیږېدلې وه، خو له ولولو ډکه فرانسوي ملت پالنه یې له ځانه ښووله. هغه له عاطفي او مالي پلوه د فرانسې سلطنتي کورنۍ ته اړونده شوې وه، همدا و چې خپلې لومړنۍ لیکنې یې د باواریا ایزابو، د اورلئان دوک لومړني لویي او د بري د ماري په ګډون د سلطنتي کورنۍ غړو ته ډالۍ او یا هم تقدیم کړې. په ۱۴۰۲ زکال کې نوموړې ملکه ایزابو د «والاحضرتې، د فرانسې د غوره ملکې، باور وړ مېرمنې، پیاوړې مېرمنې او غوره طالع لرونکې مېرمنې» په توګه توصیف کړه. [۵][۴][۱۰]

دغه مهال پاچا شپږم چارلز د فرانسې پاچاهي کوله چې یو لړ مغزي ستونزې یې تجربه کړې وې او له امله یې د فرانسې د سلطنت په رهبرۍ کې کړکېچ رامنځته شوی و. هغه به ډېری مهال په دربار کې نه و او بالاخره یې یوازې د سلطنتي شورا د تصویب پر مټ کولای شو پرېکړه وکړي. هغه مهال به چې پاچا په دربار کې نه و، ملکې ایزابو یوازې تش په نامه د حکومتي چارو مسئولیت پر غاړه درلود او وه یې نشو کولای د سلطنتي کورنۍ د غړو ترمنځ کړکېچ له منځه یوسي. له دې وړاندې بلانش کاسټیل د سلطنتي دربار د ټیکاو ساتلو په برخه کې اساسي ونډه لرله او د فرانسې د نایب السلطنت په توګه یې چارې مخته وړې. دغه مهال کرېسټین د ښځو د فضیلت اړوند یو لړ خپل اثار ملکې بلانچ ته په نغوتې کولو سره ملکې ایزابو ته په ډالۍ کولو خپاره کړل. [۵][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]

کورنۍ جګړه

[سمول]

د ۱۴۰۵ زکال په لومړیو کې فرانسه یوې بشپړې کورنۍ جګړې ته نږدې شوې وه. په ۱۴۰۷ زکال کې د بورګوندي لومړي جان چې د بې باکه جان په نامه مشهور و؛ د اورلئان د لویي د وژنې د امر په صادرولو سره یې فرانسه په لوی کړکېچ کې ښکېله کړه. د بورګوندي دوک وروسته له هغه له پاریس څخه وتښتېد چې مالومه شوه هغه هم د ترور په دغه قضیه کې لاس لري، خو د شپږم چارلز له اړخه په ۱۴۰۸ زکال کې د اوته جګړې له ګټلو وروسته د فرانسې د نایب السلطنت په توګه وګمارل شو. [۱۱][۱۵]

دا څرګنده نه ده چې چا کرېسټین ته دنده سپارلې وه چې د دغې پوځي شخړې اړوند رساله ولیکي؛ هغې په ۱۴۱۰ زکال کې د ځوانمردۍ د لارښود په توګه د وسلې او ځوانمردۍ د شاهکار (Livre des fais d'armes et de chevalerie) تر عنوان لاندې کتاب خپور کړ. د ۱۴۱۱ زکال په لومړیو کې کرېسټین ته د دغه کتاب د لیکلو له امله د سلطنتي خزانې څخه ۲۰۰ لیور ورکړل شول. د دغه اثر په پیلامه کې کرېسټین څرګنده کړې چې دغه لارښود یې په فرانسوي ژبه ځکه لیکلی څو هغه جنګیالي یې هم ولوستلی شي چې په لاتیني ژبه سم نه پوهېږي. دغه اثر د اونوریه بونټ د عادلانه جګړې د تیوري له مخې لیکل شوی. ورته مهال یې د نظامي شخړو اړوند نورو کلاسیکو لیکوالانو لکه ویجیتیوس، فرونټینوس او مکسیموس ته هم په کې نغوته کړې. کرېسټین په خپل دغه اثر کې معاصرو مسائلو ته نغوته کړې چې هغه یې د جګړې قوانین بللي؛ د بېلګې په توګه هغې د اعدام د جزا، د سرتېرو د امتیاز او همدارنګه یې له بې وسلو کسانو او اسیرانو سره د چلن اړوند بحث کړی. کرېسټین د جګړې پر مټ له محکمې سره مخالفت کړی، خو د منځنیو پېړیو دغه باور یې بیان کړی چې خدای د جګړې حاکم دی او جګړه د عدالت د پلي کېدو غوره لار ده. له دې سره په خوا کې یې څرګنده کړې چې په یوه جګړه کې «لویې تېروتنې، چور او تالان، ناوړه جنسي تاوتریخوالي، وژنې، جبري اعدامونه او پریمانه اور اچونې» ترسره کېږي. کرېسټین د جګړې حق یوازې خپلواکو پاچاهانو ته اړوند بللی ځکه چې هغوی د دولت مشرانو په توګه د خپلو تر لاس لاندې وګړو د هوساینې مسولیت پر غاړه لري. همدا و چې په ۱۴۱۱ زکال کې سلطنتي دربار یو فرمان صادر کړ او پر مټ یې اشراف د پوځونو له جوړولو منع کړل. [۱۶][۱۷][۱۸][۱۹][۲۰]

په فرانسه کې د کورنۍ جګړې له پیل کېدو وروسته کرېسټین په ۱۴۱۳ زکال د فرانسې د سلطنت ځوانې وارثې ته د غوره حکومتولۍ اړوند یو لارښود وسپاره او هغه یې د سولې د کتاب (Livre de la paix) تر عنوان لاندې خپور کړ. د سولې کتاب د کرېسټین وروستی مهم اثر و چې د غوره حکومتولۍ اړوند یې خپل افکار په کې په مفصل ډول تشرېح کړي وو. دې استدلال کړی و چې «هره پاچاهي چې په خپل منځ کې ووېشل شي، پاشل کېږي؛ همدارنګه هر ښار او هر کور چې د یو بل پر ضد سره جلا شي، بیا دوام نه راوړي». [۱۱][۲۱][۲۲][۲۳]

سرچينې

[سمول]
  1. "Christine de Pizan". departments.kings.edu. بياځلي په 2021-06-17.
  2. Kelly, F. Douglas. "Reflections on the Role of Christine De Pisan as a Feminist Writer." SubStance, vol. 1, no. 2, 1971, pp. 63–71. JSTOR, www.jstor.org/stable/3684605. Accessed 17 June 2021.
  3. Adams, Tracy (1 June 2017). "Christine de Pizan". French Studies. 71 (3): 388–400. doi:10.1093/fs/knx129. ISSN 0016-1128.
  4. ۴٫۰ ۴٫۱ ۴٫۲ Redfern 1995، م. 77.
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ ۵٫۲ ۵٫۳ Schaus 2006، م. 133.
  6. Willard 1984، م. 39.
  7. Brown-Grant 1999.
  8. Willard 1984، م. 35.
  9. Famiglietti 2015، م. 261.
  10. Langdon Forhan 2017، م. 68.
  11. ۱۱٫۰ ۱۱٫۱ ۱۱٫۲ Green 2010، م. 6.
  12. Adams 2014، مم. 115–116.
  13. Green 2010، م. 14.
  14. Green 2010، م. 5.
  15. Willard او Willard 2010، م. 3.
  16. Willard او Willard 2010، م. 7.
  17. Willard او Willard 2010، م. 6.
  18. Whetham 2009، مم. 62–63.
  19. Goodman 1998، م. 147.
  20. Green 2010، م. 13.
  21. Green 2010، م. 7.
  22. Green 2010، م. 4.
  23. Allen 2005، م. 654.