کریسټیان برنارډ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کریسټیان نیتلېنګ برنارډ (په انګریزي: Christiaan Neethling Barnard؛ زوکړه: د ۱۹۲۲ زکال د نومبر ۸مه – مړینه: د ۲۰۰۱ زکال د سپټمبر ۲مه) د سویلي افریقا څخه د زړه جراح و چې د لومړي ځل لپاره یې د زړه د پیوند جراحي عملیات ترسره کړل. نوموړي د ۱۹۶۷ زکال د ډسمبر په دریمه نېټه د موټر د ټکر د پېښې د قرباني دنیز داروال زړه ۵۴ کلن لوئیس واشکانسکي ته پیوند کړ. د دغه عملیاتو په پایله کې هغه په بشپړه توګه په هوښ راغی او آن وه یې شو کولای له خپلې مېرمنې سره په سمه توګه خبرې وکړي، خو اتلس ورځې وروسته د نمونیا یا د سینه بغل ناروغۍ له امله ومړ؛ د نوموړي دغې ناروغۍ تر ډېره پورې د حساسیت د درملو له زیاتې کارونې څخه سرچینه اخیسته او بالاخره یې د هغه د وجود د خوندیتابه سیسټم له منځه یووړ. برنارډ، واشکانسکي او د هغه مېرمنې ته ویلي و چې دغه عملیات د بریالیتوب ۸۰٪ چانس لري، هغه ارزونه چې د ګمراه کوونکې ارزونې په توګه له نیوکو سره مخ شوه. هغه د زړه د پیوند دویمي عملیات د ۱۹۶۸ زکال په لومړیو کې په فیلیپ بلیبرګ باندې ترسره کړ چې له روغتون څخه کور ته رخصت شو او یو نیم کال یې ژوند وکړ. [۱][۲][۳][۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

برنارډ د کېپ ایالت په لویدیځ بوفورټ کې وزیږېد، په خپل زیږون ځای سویلي افریقا کې یې طب ولوست او څو کاله یې همدلته ازمیښتي چارې ترسره کړې. برنارډ چې د یو ځوان ډاکټر په توګه یې خپلې طبي چارې په سپیانو ازمویلې، په نویو زیږېدلو ماشومانو کې یې د کلمو د بندښت ستونزې ته حل لار ومونده. د هغه دغه تخنیک په کېپ ټاون کې د ۱۰ نویو زیږېدلو ماشومانو ژوند وژغوره او په دې سره په بریتانیا او متحده ایالاتو کې د جراحانو له خوا منل شوی تخنیک وګرځېد. په ۱۹۵۵ زکال کې هغه متحده ایالاتو ته سفر وکړ چې په پیل کې نوموړي ته په مینه سوتا پوهنتون کې د اوون هارډینګ وانګنسټین له خوا د هاضمې د سیسټم اړوند چارو ترسره کولو مسئولیت ور وسپارل شو. وروسته یې د زړه او سږو سیسټمونو ته لار پیدا کړه او له امله یې نوموړي د طبي خدمتونو هغې برخې ته لار ومونده چې د جراحۍ په برخه کې د مخکښ والټ لیهلي له خوا اداره کېده. برنارډ په ۱۹۵۸ زکال کې سویلي افریقا ته له راګرځېدو وروسته په کېپ ټاون کې د ګروت شوور روغتون د تجربي جراحۍ د برخې مشر وټاکل شو. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

نوموړی د ۱۹۸۳ زکال پر مهال چې په کېپ ټاون کې د زړه د جراحۍ د برخې مشر و، په لاسو کې د مفصلي روماتېزوم د ناروغۍ له امله له خپلې دندې تقاعد شو، ځکه چې د دغې ناروغۍ له امله یې نور نشو کولای د جراحۍ چارې ترسره کړي. هغه د زړوالي څخه د مخنیوي له څېړنو سره لیوالتیا ومونده او په ۱۹۸۶ زکال کې یې ګلایسل ته په تبلیغ کولو وروسته له هغه شهرت زیان وموند، چې د پوستکي له زړوالي څخه د مخه نیونکو دغه کرېمو موثریت ډیر ژر د متحده ایالاتو د خوړو او درملو د سازمان له خوا رد شو. هغه د خپل ژوند په پاتې کلونو کې د کریسټیان برنارډ بنسټ تاسیس کړ چې په ټوله نړۍ کې د محرومو ماشومانو سره ځانګړی مرستندویه بنسټ و. نوموړی په ۲۰۰۱ زکال کې د ۷۸ کلونو په عمر د نفس تنګۍ د یوې شدیدې حملې له امله ومړ.

لومړنی ژوند[سمول]

برنارډ د سویلي افریقا د اتحادیې د کیپ ایالت په لویدیځ بوفورټ کې را لوی شو. د هغه پلار ادم برنارډ په هالنډۍ اصلاح شوې کلیسا کې خدمت کاوه. د هغه له څلورو وروڼو څخه ابراهم وینې ته په کافي کچه د اکسیجن نه رسېدو له ستونزې سره مخ و چې په درې کلنې کې د زړه د ستونزې له امله ومړ (برنارډ بیا وروسته پخلی وکړ چې هغه په فالوټ تترالوژۍ اخته و). برنارډ په ۱۹۴۰ زکال کې د لویدیځ بوفورټ له عالي لیسې فارغ شو او بیا د کېپ ټاون پوهنتون ته ولاړ څو د طب په برخه کې زده کړې وکړي؛ نوموړي په ۱۹۴۵ زکال کې د طبابت او جراحۍ د لیسانس سند ترلاسه کړ.[۱۷][۱۸]

پلار یې د یو مذهبي مبلغ په توګه مختلطو نژادي وګړو ته خدمت کاوه. مور یې الیزابت دو سوارت خپلو زامنو ته دا باور ورکړ چې دوی هر هغه کار کولای شي چې په ذهن کې یې وي. [۱۹]

مسلک[سمول]

برنارډ د ستاژ او تخصص دورې د کېپ ټاون په ګروټ شوور روغتون کې تېرې کړې او وروسته له دې یې د کېپ ایالت په کلیوالي سیمه کېرېس کې د داخلي د ډاکټر په توګه کار وکړ. نوموړی په ۱۹۵۱ زکال کې کېپ ټاون ته راوګرځېد او په سېټي روغتون کې لوړ پوړی استوګن طبي مامور وګمارل شو، همدارنګه یې د ګروت شوور د درملنې په څانګه کې د نوم ثبتونکي په توګه هم کار کاوه. نوموړي دلته خپلې د ماسټرۍ زده کړې پای ته ورسولې او په ۱۹۵۳ زکال کې یې د کېپ ټاون له پوهنتون څخه د طبابت د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ. همدغه کال هغه د طبابت په برخه کې د دوکتورا سند «د سل ناروغۍ د مننژیټونو د درملنې» تر عنوان لاندې د پای لیک په لیکلو ترلاسه کړ. [۲۰]

نوموړي د خپلې دوکتورا د سند له تر لاسه کولو ډیر ژر وروسته په سپیانو باندې یو لړ ازمیښتي چارې ترسره کړې چې دغه ازموینې یې د کولمو د مادرزادي بندښت اړوند وې چې د ژوندانه ګواښونکې ستونزه وه. ده داسې یو طبي تصور درلود چې د دغې ستونزې لامل هم د جنین وجود ته په ناکافي بڼه د وینې جریان دی. له ۹ میاشتو او ۴۳ ورځو هڅو وروسته برنارډ وکولای شو د کولمو د بندښت دغه ستونزه د سپي د بچي کولمو ته د وینې د ناکافي جریان د پرېښودو پر بنسټ واضحه کړه، هغه دغه سپی بېرته د خپلې مور په رحم کې کېښود چې له هغو بېرته وزیږي، سپۍ دوه اونۍ وروسته وزېږېد او وه یې لیدل چې هغه د کولمو یاده ستونزه لري. ده بېرته دغه ستونزه د کولمې د یوې برخې په پرې کولو سره چې د وینې د کافي جریان مخه یې نیوله تداوي کړه. د پخوانیو جراحانو تېروتنه په دې کې وه چې د دغې ستونزې لپاره به یې د کولمو وروستۍ برخې سره ونښلولې په داسې حال کې چې هغو به کافي وینې ته لاسرسی نه رامنځته کاوه. د دغې چارې د بریا په موخه په معمول ډول اړینه وه څو له ۱۵ څخه تر ۲۰ سانتي مترو (۶ تر ۸ انچه) کولمې غوڅې شي. جاني لو د برنارډ له دغه نوښت څخه په یوه طبي چاپېریال کې ګټنه وکړه چې له امله یې په کېپ ټاون کې د ۱۰ نویو زېږېدلو ماشومانو ژوند وژغورل شو. له دغه تخنیک څخه بیا د بریتانیا او متحده ایالاتو جراحانو هم اقتباس وکړ. سربېره پر دې برنارډ د سل ناروغۍ ۲۵۹ مورده مننژیټونه تحلیل او تشرېح کړل. [۲۱]

د متحده ایالاتو په مینه سوتا پوهنتون کې اوون وانګنسټین په مینه سوتا کې د کارکوونکي ځوان ډاکټر الن ټال تر اغېز لاندې راغی. وانګنسټین د ګروټ شوور روغتون د درملنې د څانګې له مشر جان براک څخه وپوښتل چې کېدای شي دی په سویلي افریقا کې د مشابه استعداد لرونکو ډاکټرانو څخه یو وړاندیز کړي او براک ورته د برنارډ وړاندیز وکړ. برنارډ د ۱۹۵۵ زکال په ډسمبر میاشت کې د مینه سوتا، میناپولیس ته وروسته له هغه کډه وکړه چې د جراحۍ د برخې د مشر وانګنسټین تر څارنې لاندې یې د زده کړو یو دوه کلن بورس ترلاسه کړ او هغه ته یې د کولمو په برخه کې د لا زیاتو چارو د ترسره کولو مسئولیت ور وسپاره، په داسې حال کې چې برنارډ غوښتل په یوې نوې چارې لاس پورې کړي. ورته مهال، هر کله به چې برنارډ تفرېح ته اړتیا لرله ده به د روغتون په سالون کې قدم واهه او په ډېرې سادګۍ سره یې کولای شو له وینس ګاټ سره خبرې وکړي چې د زړه د جراحۍ د مخکښ ډاکټر والټ لیهلي ازموینځای یې اداره کاوه. ګاټ د شا لوري ته د زړه د رګونو پر مټ د وینې د هدایت د داسې تخنیک پراختیا ته مخه کړې وه څو لیهلي وکولای شي په اسانۍ سره آئورت بطن جراحي کړي (مک رې لیکي: «دا یو الهام بخښونکی تفکر و چې برنارډ یې مجذوب کړی و»). د ۱۹۵۶ زکال په مارچ میاشت کې ګاټ له برنارد څخه وغوښتل څو له هغه سره د زړه او سږو د جراحۍ په عملیاتو کې ونډه واخلي. له دې لږ وروسته وانګنسټین برنارډ ته اجازه ورکړه څو د لیهلي خدمت ته ورشي. همدغه مهال و چې برنارډ د زړونو د پیوند کولو د راتلونکي جراح نومن شوموې سره ملګری شو. برنارډ همدارنګه له ګیل کمپبل سره ملګری شو چې ښوولې یې وه کولای شو د سپي له سږو څخه د زړه د پرانیستي عملیات پر مهال د ناروغ بدن ته د وینې رسونې په برخه کې کار واخلو. برنارډ او کمپبل په مرتب ډول د سهارنۍ د خوړولو پر مهال له یو بل سره لیدل. نوموړي په ۱۹۵۸ زکال کې د «ارئورت بطن – د مصنوعي بطن په جوړولو کې د ستونزو او ازموینو» تر عنوان لاندې تیزس په لیکلو د جراحۍ برخې د ماسټرۍ سند واخیست او همدغه کال یې د جراحۍ د دوکتورا سند هم ترلاسه کړ. [۲۲][۲۳][۲۴][۲۵][۲۶]

سرچينې[سمول]

  1. Organ Donation, GlobalViewpoints, Margaret Haerens editor, Detroit, New York, San Francisco, New Haven, Conn., Waterville, Maine, U.S.; London, England, UK: Greenhaven Press, 2013.
  2. The operation that took medicine into the media age, BBC, Ayesha Nathoo (Centre for Medical History, University of Exeter), 3 December 2017. The photo caption incorrectly states Louis Washkansky was the first heart transplant recipient, when in actuality he was second. Boyd Rush with physician James D. Hardy was the first person to receive a heart transplant in 1964.
  3. S Afr Med J, "A human cardiac transplant: an interim report of a successful operation performed at Groote Schuur Hospital, Cape Town", Barnard CN, 30 December 1967; 41(48): 1271–74.
  4. Every Second Counts: The Race to Transplant the First Human Heart, Donald McRae, New York: Penguin (Berkley/Putnam), 2006. See esp. Ch. 10 "The Wait" and Ch. 11 "Fame and Heartbreak", pages 173–214.
  5. (په 3 September 2001 باندې). Christiaan Barnard, 78, Surgeon For First Heart Transplant, Dies. The New York Times.
  6. Louis Washkansky (1913–1967) Archived 4 April 2017 at the Wayback Machine., Science Museum. Louis was born in Lithuania in 1913 and moved to South Africa in 1922.
  7. Calculated Risks: How to Know When Numbers Deceive You Archived 2023-11-16 at the Wayback Machine., Gerd Gigerenzer, Simon & Schuster, 2002.
  8. A Companion to Bioethics, Second Edition, Helga Kuhse, Peter Singer, Wiley-Blackwell, 2012.
  9. Every Second Counts, McRae, pages 176, 190.
  10. (په 3 September 2001 باندې). Christiaan Barnard, 78, Surgeon For First Heart Transplant, Dies. The New York Times.
  11. Philip Blaiberg was dying—this time for certain, Chicago Tribune, Mrs. Philip Blaiberg, 12 October 1969, page 68.
  12. (په 3 September 2001 باندې). Christiaan Barnard, 78, Surgeon For First Heart Transplant, Dies. The New York Times.
  13. Every Second Counts, McRae, pages 48–49.
  14. Every Second Counts, McRae, page 51.
  15. Every Second Counts, McRae, page 53.
  16. Hoffenberg R (2001). "Christiaan Barnard: his first transplants and their impact on concepts of death". BMJ. 323 (7327): 1478–80. doi:10.1136/bmj.323.7327.1478. PMC 1121917. PMID 11751363. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. Every Second Counts: The Race to Transplant the First Human Heart, Donald McRae, New York: Penguin (Berkley/Putnam), 2006. See esp. Ch. 10 "The Wait" and Ch. 11 "Fame and Heartbreak", pages 173–214.
  18. Every Second Counts, McRae page 46.
  19. (په 3 September 2001 باندې). Christiaan Barnard, 78, Surgeon For First Heart Transplant, Dies. The New York Times.
  20. Every Second Counts: The Race to Transplant the First Human Heart, Donald McRae, New York: Penguin (Berkley/Putnam), 2006. See esp. Ch. 10 "The Wait" and Ch. 11 "Fame and Heartbreak", pages 173–214.
  21. Every Second Counts, McRae, pages 48–49.
  22. Every Second Counts, McRae, page 51.
  23. Every Second Counts, McRae, page 53.
  24. Toledo-Pereyra LH (2010). "Christiaan Barnard". J Invest Surg. 23 (2): 72–78. doi:10.3109/08941939.2010.484321. PMID 20497008. S2CID 44625805. under pioneer surgeons C. Walton Lillehei and Richard L. Varco. Many future distinguished cardiac surgeons, such as Shumway, Cabrol, and many others, were his contemporaries at Minnesota. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  25. Every Second Counts, McRae, page 54.
  26. Every Second Counts: The Race to Transplant the First Human Heart, Donald McRae, New York: Penguin (Berkley/Putnam), 2006. See esp. Ch. 10 "The Wait" and Ch. 11 "Fame and Heartbreak", pages 173–214.