کري (قورمه)

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کري (قورمه، سالن) د آسیا سوېل ته اړوند هغه لعاب (ساس) لرونکي خواړه دي چې تر ډېره په کې له مساله جاتو کار اخیستل کېږي. همدارنګه د هند په سوېل کې د کري ونې پاڼې هم په کې کارول کیږي.[۱][۲][۳][۴][۵]

د کري خوړو بېلابېل ډولونه شتون لري چې دغه ډولونه د سیمي کلتوري دودنو او شخصي ترجېهاتو ته په پام د بېلابېلو مسالو له کارولو سره اړیکه لري. دغه ډول خواړه بېلابېل نومونه لري چې د هغو له موادو، مساله جاتو او د پخېدو له طریقې څخه سرچینه اخلي. د هند له نیمه لویې وچې څخه بهر، کري د سویل خیتځې آسیا خواړه بلل کېږي چې د کوپرې له شیدو یا هم د مساله جاتو له چکني څخه په کې کار اخیستل کېږي او په معمول ډول له وریجو سره خوړل کېږي. په دغه ډول خوړو کې کېدای شي کبان، غوښه، د چرګانو غوښه او یا صدف وکارول شي او یا هم په یوازې توګه له سبزیجاتو جوړ شي. یوازې له سبزیجاتو څخه جوړېدونکی ډول یې د سبزي خوړونکو (ویجیټرین) د خوښې وړ خواړه دي. وچ کري خواړه له ډېرې لږ مایع څخه په کار اخیستل کېدو پخېږي دغه مایع بېرته ترې تبخیر کېږي او لامل ګرځي نور مواد یې د مساله جاتو سره مخلوط شي. په وچو کري خوړو کې د هغو د غوښې د شوروا، د کوپرې د کوچو یا د کوپرې د شیدو، پنیر یا مستو، د حبوباتو د پورې، سره کړو پیازو او یا هم د رومي بانجانو له پورې سره مطابق په پام وړ کچه ساس کارول کېږي. [۶][۷]

د کري پوډر، د مساله جاتو څخه چمتو کېدونکی هغه سوداګریز جوړ شوی مخلوط چې په لویدیځو بازارونو کې هم د لاسرسي وړ دی، د لومړي ځل لپاره په ۱۸مه پېړۍ کې بریتانیا ته صادر شو هغه مهال چې هندي سوداګرو ګرمې مسالې ته ورته د مساله جاتو یو معجون د ختیځ هند په بریتانوي کمپنۍ باندې وپلوره او هغوی له ځان سره بریتانیا ته یووړ.

تاریخچه[سمول]

له میلاد څخه ۲۶۰۰ کاله وړاندې د موهنجودارو زمانې ته اړوند د لرغون پوهنې شواهد ښيي چې له آونګ څخه د بېلابېلو مساله جاتو لکه د خردل د دانو، ځېرې او د املي د دانو د میده کولو لپاره ګټه اخیستل کېده. تور مرچ چې د هند د نیمه لویې وچې او د سویل ختیځې آسیا له بومي بوټو راغونډېږي له میلاد څخه ۲۰۰۰ کاله وړاندې په هندي خوړو کې کارول کېدل. [۸][۹]

د دغو سیمو د تریخو خوړو درې اصلي مادې زنجبیل، هوږه او کورکمن جوړوي.  په ونکوور کې د واشنګټن د پوهنتون لرغون پوهانو د «نشایستې د دانې د تجزیې او تحلیل» تر نامه لاندې کړنلارې څخه په کار اخیستو وکولای شول د دغې لرغونې مسالې پاتې شوني د هندي لرغونو سایټونو څخه په ترلاسه شوو اسکلېټونو او هم د هغه مهال په خاورینو لوښو کې ومومي. له دغه ځایونو څخه په ترلاسه شوو انساني غاښونو او همدارنګه د پخلي د وسایلو په پاتې شونو کې د کورکمن او زنجبیل نښو شتون درلود. [۱۰][۱۱]

د پنځلسمې پېړۍ په لومړیو کې د مغولو د سترواکۍ رامنځته کېدو په ځانګړې توګه په شمالي برخه کې د کري خوړو په یو شمېر ډولونو اغېز درلود. په دغو خوړو بل اغېز په ۱۵۱۰ زکال کې د هند په ګوا کې د پرتګالي سوداګریز مرکز جوړېدو وکړ، وروسته له هغه چې د کلمبیايي تبادلې د جانبي محصولاتو په توګه د سرو مرچو، رومي بانجانو او کچالانو نسل د امریکا له لویې وچې څخه هند ته راوړل شو. [۱۲]

بریتانویانو ساس لرونکو ټولو خوړو ته د «کري» نوم کاروه. دغه خوړو په اوولسمه پېړۍ کې له انګلیسي- هندي پخلي څخه انګلیسي پخلي ته لار ومونده او تند ساس به له هر ډول پخې شوې غوښې سره کارول کېده. د لومړي ځل لپاره دغه خوړو په ۱۸۰۹ زکال کې د بریتانیا په هوټلونو کې دود وموند او د ۱۹۴۰مې او ۱۹۷۰مې لسیزې پر مهال یې پریمانه شهرت پیدا کړ. د نوولسمې پېړۍ پر مهال دغه خوړو په کارائیب سیمه کې وروسته له هغه دود وموند چې د بریتانیا د بورې د صنعت هندي کارګران هلته ولاړل. د ۲۰مې پېړۍ را وروسته په ملي سبکونو باندې چمتو کېدونکو کري خوړو د خپل اصلي ډول څخه په ډېر توپیر محبوبیت وموند او په مخ پر زیاتېدونکي ډول د نړیوال تلفیقي پخلي برخه وګرځېدل. [۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د سیمې پر بنسټ [سمول]

سویلي اسیا[سمول]

هند د کري خوړو کور دی او په ډیری هندي خوراکونو کې له هغو ګټنه کېږي؛ همدارنګه د بېلابېلو سبزیجاتو، حبوباتو او غوښې څخه په کې کار اخیستل کېږي. په هغو کې کارول کېدونکي توکي او د پخولو ډولونه د هرې سیمې پر بنسټ له یو بل توپیر لري. په ډیری دغو خوړو کې اوبه کارول کېږي او ځینې وخت هم په کې له لبنیاتو او د کوپرې له شیدو کار اخیستل کېږي. دغه ډول خواړه په معمول ډول تریخ دي او له وریژو او وچې ډوډۍ سره خوړل کېږي. د بېلګې په توګه په کشمیري پخلي کې مشهور روغن جوش نومي خواړه هم د کري خوړو ډول دی چې د وزې غوښه د کشمیري سرو مرچو په رنګ د سور رنګی ساس یا لعاب په لرلو پخوي او د سور رنګه ماوال ګل عصاره هم په کې ګډوي. ګوشتابه (د مستو په ساس کې د وزې د غوښې کوفته) وازوان کلتور ته اړوند د کري بل ډول دی چې ځینې وختونه په لویدیځو هوټلونو کې هم پیدا کېږي. [۱۸][۱۹]

په بنګالي پخلي کې د کري په پخولو کې تر ډېره له سمندري حیواناتو او تازه کبانو ګټنه کېږي. همدارنګه د خردل دانې او د خردل غوړي د بنګ دانو سره یوځای په کې کارول کېږي. د بنګلادېش د سیلهت سیمې کډوالو په بریتانیا کې د کري د هوټلونو بنسټ کېښود په داسې حال کې چې په سیلهت سیمه کې یو شمېر هوټلونه چې د بهرنیانو له خوا اداره کېږي په بریتانیايي سبک باندې په پخېدونکو خوړو کې تخصص لري.[۲۰]

ختیځه آسیا[سمول]

کري د آسیا ډیرو برخو ته پراختیا موندلې. په داسې حال کې چې دغه ډول خواړه د چینايي پخلي نه جلا کېدونې برخه نه ګڼل کېږي، خو د کري پوډر د چین د سویلي برخې په ډېری خوړو کې کارول کېږي. د کري پوډر چې د چین په ډیری مغازو کې پلورل کېږي د مدراس کري پوډر ته ورته دي، خو په دغه پوډر کې ستوري ډوله بادیان او دارچین هم اضافه کېږي. د ماکائو پخوانۍ پرتګالي مستعمره ځانته ځانګړي د پخلي او د کري خوړو ډولونه لري چې په دغو کې ګالینا پرتګېسا او کري کرب خواړه شامل دي. په پرتګالي ساس کې له کري پوډر کار اخیستل کېږي او د کوپرې د شیدو پر مټ ټینګ (غلیظ) کېږي. [۲۱][۲۲][۲۳]

سویل ختیځه آسیا[سمول]

هندو اندونیزیايي پخلی د اصیلو هندي خوړو او همدارنګه د اندونیزیايي بېلابېلو خوړو له دود څخه په الهام اخیستو رامنځته شوی. کري ته په اندونیزیایی ژبه کاري او په جاوايي ژبه کارې ویل کېږي. په اندونیزیايي پخلي په ځانګړې توګه په باندونګ کې د لانتونګ کاري په نامه خواړه شتون لري چې د لانتونګ او د غویي د غوښې څخه د جوړ ژېړ رنګه کري سوپ ترکیب دی. په جاوايي پخلي کې د راجونګان کري په نامه خواړه د آبي رنګه خرچنګ له غوښې پخېږي چې د جاوا په ختیځ کې د توبان ریجنسي سیمې تر ټولو مشهور خواړه دي. د اندونیزیا ملي خواړه، رندانګ چې له مینانګ څخه سرچینه اخلي تر ډېره وچ ډول لري او د مالیزیايي معمولي کري په نسبت زیاته غوښه او د کوپرې شیدې لري؛ چې د حکایت امیر حمزه په نامه ۱۵۵۰مې لسیزې ته په اړوند مالایي اثر کې یې یادونه شوې. [۲۴][۲۵][۲۶]

په برمایي پخلي کې کري ته تر ډېره هېن ویل کېږي. برمايي کري په معمول ډول له پروتین لرونکو شیانو پخېږي او د کورکمن، پاپریکا، او ګرمې مسالې سربېره په کې شالوټ (موسیر)، پیاز، زنجبیل او هوږه کارول کېږي. برمايي کري په معمول ډول د سویل ختیځې آسیا له کري خوړو سره توپیر لري ځکه چې له مساله جاتو څخه په نورو خوړو کې هم ګټنه کوي او د کوپرې له شیدو څخه یوازې په انتخابي خوړو کې په ډېره لږ کچه ګټنه کوي.

افریقا[سمول]

د استعمار پر مهال سویلي افریقا ته د هند د نیمه لویې وچې د وګړو په کډوالۍ سره کري دغې لویې وچې ته هم لار ومونده. په افریقايي، کیپ مالايي او ناتال کري خوړو کې د ناتال سنتي کري، دروبان کري، باني چو او روټي رول شاملېږي. [۲۷][۲۸]

اروپا[سمول]

کري په بریتانیا کې ډیر محبوبیت لري او نږدې په ټولو ښارونو کې د کري پخونکي ځانګړي هوټلونه شتون لري. په بریتانیا کې دغه خواړه دومره شهرت لري چې آن د منل شوو ملي خوړو په توګه بلل کېږي. د یو اټکل له مخې د ۲۰۱۶ زکال پر مهال په بریتانیا کې کري پخوونکو ۱۲۰۰۰ هوټلونو شتون درلود چې ۱۰۰ زره تنو په کې کار کاوه او د پلور کلنۍ کچه یې شاوخوا ۲.۴ میلیارده پونډه ته رسېدله. [۲۹][۳۰][۳۱][۳۲]

سرچينې[سمول]

  1. "Curry". Encyclopædia Britannica. 
  2. "Definition of Curry". Merriam-Webster. مؤرشف من الأصل في ۱۰ اگسټ ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اگسټ ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. (په 28 September 2011 باندې). Fresh Curry Leaves Add a Touch of India. NPR
  4. "Curry definition and synonyms". Macmillan Dictionary. د اصلي آرشيف څخه پر ۱۲ جون ۲۰۱۸ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۳ ډيسمبر ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Raghavan, S. (2007). Handbook of Spices, Seasonings and Flavourings. CRC Press. د کتاب پاڼې 302. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8493-2842-8. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. Collingham, Lizzie (2006). Curry: A Tale of Cooks and Conquerors. New York, NY: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 115. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۰. No Indian, however, would have referred to his or her food as a curry. The idea of curry as a particular dish does not exist in India. Indians referred to their different dishes by specific names. But the British lumped all these together under the heading of curry الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Van Esterik, Penny (2008). Food Culture in Southeast Asia. ABC-CLIO. د کتاب پاڼي 58–59. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780313344206. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. Davidson & Saberi 178
  9. Iyer, Raghavan (2008). 660 Curries. New York: Workman Publishing. pp. 2–3.
  10. "People Have Been Eating Curry for 4,500 Years". Smithsonian Magazine. مؤرشف من الأصل في ۱۷ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. Lawler, Andrew (29 January 2013). "Where Did Curry Come From?". Slate. مؤرشف من الأصل في ۱۵ نومبر ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Batsha, Nishant (25 June 2020). "Curry Before Columbus". Contingent. مؤرشف من الأصل في ۱۷ مې ۲۰۲۱. د لاسرسي‌نېټه ۱۵ ډيسمبر ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Collingham, Lizzie (2006). Curry: A Tale of Cooks and Conquerors. New York, NY: Oxford University Press. د کتاب پاڼې 115. مؤرشف من الأصل في ۱۶ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۰. No Indian, however, would have referred to his or her food as a curry. The idea of curry as a particular dish does not exist in India. Indians referred to their different dishes by specific names. But the British lumped all these together under the heading of curry الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  14. (په 20 April 2019 باندې). The Word Curry Came From a Colonial Misunderstanding. The Atlantic.
  15. "How Britain got the hots for curry". BBC. 26 November 2009. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۱۶. د لاسرسي‌نېټه ۲۹ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  16. Collingham, Lizzie (2005). Curry: A Biography. London. د کتاب پاڼې 115. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  17. (په 2017-11-10 باندې). Asian-American Cuisine's Rise, and Triumph. The New York Times.
  18. "Rogan Josh". In Khan Mohammed Sharief Waza, Khan Mohammed Shafi Waza, and Khan Mohammed Rafiq Waza (2007). Wazwaan: Traditional Kashmiri Cuisine. New Delhi: Roli & Janssen. p. 34.
  19. "Ghushtaba". In Khan Mohammed Sharief Waza, Khan Mohammed Shafi Waza, and Khan Mohammed Rafiq Waza (2007). Wazwaan: Traditional Kashmiri Cuisine. New Delhi: Roli & Janssen. p. 37.
  20. (په 20 June 2002 باندې). From Bangladesh to Brick Lane. The Guardian.
  21. Colleen Taylor Sen (15 November 2009). Curry: A Global History. Reaktion Books. د کتاب پاڼې 105. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-86189-704-6. مؤرشف من الأصل في ۲۶ ډيسمبر ۲۰۱۹. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  22. (په 28 December 2016 باندې). Our Latest Obsession: Portuguese Chicken at Wing Kee Restaurant. Houstonia.
  23. S&B Company. "History of Japanese curry". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۱ اپرېل ۲۰۱۳ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۸ فبروري ۲۰۱۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  24. "5 Rekomendasi Lontong Kari Enak di Bandung, Cocok Pisan buat Sarapan!". idntimes.com (په الإندونيسية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  25. "Kare Rajungan Khas Tuban yang Gurih dan 'Nendang'". genpi.id (په الإندونيسية ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۲۵ اپرېل ۲۰۲۳. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: لغة غير مدعومة (link)
  26. Hikayat Amir Hamzah 1 (Menentang Jin di Bukit Qaf). PTS Fortuna. 2008. د کتاب پاڼې 10. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-983-192-116-6. مؤرشف من الأصل في ۱۹ فبروري ۲۰۲۳. د لاسرسي‌نېټه ۰۵ جنوري ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  27. (په 19 October 2017 باندې). Curry is the story of South Africa on a plate.
  28. Govender-Ypma, Ishay (11 November 2017). "The Brutal History of South Africa's Most Famous Curry". Munchies. مؤرشف من الأصل في ۲۸ جنوري ۲۰۱۸. د لاسرسي‌نېټه ۲۷ جنوري ۲۰۱۸. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  29. (په 8 July 2005 باندې). Curry on cooking: how long will the UK's adopted national dish survive?. The Guardian.
  30. (په 26 November 2009 باندې). How Britain got the hots for curry. BBC News.
  31. "National Curry Week: Why Britain loves curry". Fleet Street Communications. 13 October 2017. مؤرشف من الأصل في ۱۰ جنوري ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۶ جولای ۲۰۲۰. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  32. (په 8 January 2016 باندې). The great British curry crisis. Financial Times.