Jump to content

کريسټوفر رن

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سر کرسټوفر رن (1632 اکتوبر 30 - 1723) مارچ 8) یو انګلستانی معمار، ستورپېژندونکی، رياضي پوه او فيزيک پوه و، څوک چې د انګلستان په تاريخ کې يو له تر ټولو مشهورو معمارانو شمېرل کېږي. د انګلستان د معمارۍ په «باروک» سبک کې د خپل کار له امله يې شهرت درلود، هغه ته په 1666ز کال کې د لندن په ښار کې د لوی اور له لګېدو وروسته د دوه پنځوسو کليساګانو د بېرته رغولو مسئوليت سپارل شوی و، په دې کې د هغه شاهکار، په «لوډګيټ هيل» کې د سينټ پال کاتيدرل (لويه کليسا) هم شامله ده، چې ودانیزې چارې يې په 1710ز کال کې بشپړې شوې وې.[۱][۲][۳][۴][۵]

د ډېرو کليساوو اساسي تخليقي مسئوليت اوس عموماً د هغه په دفتر کې شته نورو ته منسوب کېږي، په ځانګړي ډول «نکولس هاکسمور» ته. د «رن» له خوا په نورو جوړو شويو د يادولو وړ ودانيو کې «رايل روغتون چيلسي»، د سمندري ځواک زوړ شاهي کالج، ګرينويچ، او د هيمپټن کورټ ماڼۍ سويلي څنډه شامل دي.

په اکسفرډ پوهنتون کې يې لاتيني او د ارستويي فيزيک زده کړه کړې وه، «رن» د شاهي ټولنې بنسټګر و، او له 1680 څخه تر 1682ز کال پورې يې د دې ټولنې د رئیس په توګه کار وکړ. ايزک نيوټن او «بليز پاسکال» د هغه ساينسي کارونه په لوړه کچه ستایلي دي.[۶]

ژوند او اثار

[سمول]

«رن» د «ولټشاير» په «ختيځ نويل» کې زېږېدلی و، هغه د مشر «کرسټوفر رن» (1589–1658) او «ميري کوکس» يوازينی ژوندی پاتې زوی و، مور يې د «فونتهيل بشپ» د «ولټشاير سکوير» اوسېدونکي «رابرټ کاکس» يوازينی اولاد و. پلار يې هغه مهال د «ختيځ نويل» مذهبي مشر او وروسته د «ونډسر» د مذهبي ټولنې مشر وټاکل شو. دا هغه مهال و چې دوی په «ختيځ نويل» کې اوسېدل، چېرته چې د هغوی ټول بچيان وزېږېدل؛ ميري، کاترين او سوزان تر 1628ز کال پورې زېږېدلي وو، خو له دې وروسته ډيری زېږېدلی ماشومان، له زېږون څو اونۍ وروسته مړه شول. د دوی زوی کرسټوفر په 1632ز کال کې وزېږېد، له هغه دوه کاله وروسته يې يوه لور اليزابت وزېږېده. ښايي چې د اليزابت له زېږېدو سملاسي وروسته «ميري» مړه شوې وي، په داسې حال کې چې د هغه تاريخ د کوم ژوندي ماشوم اسناد نه شته. په هر حال، د ميري کاکس په مټ، دا کورنۍ له مالي اړخه ډېره ښه شوه، ځکه چې د يوازيني وارث په توګه، هغې د خپل پلار شتمني په ميراث کې يوړه.[۷]

په ماشومتوب کې «رن» "کمزوری ناروغ ماشوم و". خو دا ناروغ ماشوم، تر پاخه عمره پیاوړی او ژوندی پاتې شو. لومړی هغه ته خپل پلار او يو خصوصي ښوونکي په کور کې روزنه ورکړه. د 1635ز کال د مارچ په مياشت کې د «ونډسر» د مذهبې ټولنې د مشر په توګه د شاهي ګومارنې څخه وروسته، د هغه کورنۍ د هر کال يوه برخه هغه سيمه کې تېروله، خو په «ونډسر» کې د «رن» د ژوند په اړه ډېر کم معلومات په لاس کې شته. هغه د خپل ژوند لومړي اته کاله په «ختيځ نويل» کې تېر کړل او د يو سیمه ييز مذهبي پادري «ريورنډ وليم شيفرډ» څخه يې زده کړې تر لاسه کړې.[۸][۹]

له دې وروسته د «رن» د ښوونځي د زده کړې په اړه معلومات ډېر کم دي، د هغو خطرناکو وختونو پر مهال، کله چې د هغه د پلار شاهي ټولنو له دې کورنۍ وغوښتل چې د واکمنو پارلماني چارواکو په پرتله ډېره ټيټه پېژندګلو خپله کړي. دا د هغه په ژوند کې سخت حالت و، خو هغه حالت و چې د نوموړي په وروسته کارونو يې څرګند اغېز درلود.د دې کيسې تايید چې ګوندې نوموړی د 1641 او 1646ز کلونو تر منځ د «ويسټمنسټر» په ښوونځي کې و، يوازې د Parentalia څخه کېدای شي، دا د نوموړي د زوی له خوا بشپړ شوی ژوندليک و، چې څلورم کرسټوفر نومېدو، په کوم کې چې يادونه شوی چې نوموړی اکسفرډ ته تر تګ مخکې (په 1650کال کې) د لنډ وخت لپاره دې ښوونځي کې و؛ په هر حال، دا د سرښوونکي «ډاکټر بسبي» له دې ښې مستندې کړنې سره بشپړ سمون لري، چې هغه شته سياستونو يا خپل موقف ته له کتنې پرته، د بې وزله شاهي پلوه زامنو او «پوريټيانو» ته يو ډول روزنه ورکوله.[۱۰]

د «رن» د ځوانۍ يو شمېر کړنې ساتل شوې يا ثبت شوي دي (خو د کمو تاريخ يې د پېژندلو وړ دی)، کوم چې ښيي چې هغه په لاتيني ژبه کې ښه پوهه تر لاسه کړه او انځورګري يې زده کړه. د Parentalia د وينا تر مخې، نوموړي د رياضياتي اصولو زده کړه د «وليام هولډر» سره پيل کړه، چا چې په 1643ز کال کې د «رن» د مشرې خور «سوزان» سره واده وکړ. د نوموړي انځورګري، د «Cerebri Anatome» (1664) په نوم د دماغو د اناتومۍ د درسي کتاب لپاره د ډېرو بدني اناتوميکي انځورونو په چمتو کولو سره په علمي استعمال کې راوستل شوه، کوم کتاب چې د «تاماس وليس» له خوا خپور شوی و، چا چې د نيورولوژي (د عصبي ناروغیو طب) اصطلاح وضعه کړې وه. په دې موده کې، «رن» د ميخانيکي وسايلو په طرحه کولو او جوړولو کې لېوالتيا پيدا کړه. ښايي چې د «هولډر» په واسطه «رن» له «سر چارلس سکاربرګ» سره کتلي وي، له چا سره چې «رن» د هغه د اناتومۍ په زده کړو کې مرسته کړې وي. د «اين برنسل» په نوم يوې بلې خور يې له يو مذهبي سړي سره واده وکړ، او په «سټريتم» کې خښه شوې.[۱۱][۱۲]

د 1650ز کال د جون په پنځه وېشته نېټه، «رن» د اکسفرډ په «ودهم» کالج کې داخل کړای شو، چېرته چې هغه لاتيني او د ارستو اثار ولوستل. دا اټکل له تاريخ سره سمون نه لري چې هغه په عصري بڼه ساينسي روزنه تر لاسه کړې وه. په هر حال، «رن» د «ودهم» له سمبالګر «جان ولکنز» سره نږدې اړيکې جوړې کړې. د «ولکنز» کړۍ يوه داسې ډله وه چې کړنې يې د شاهي ټولنې د جوړېدو لامل وګرځېدې، دا ډله له يو شمېر نومياليو رياضي پوهانو، نوښتي کارکونکو او تجربوي فلسفيانو څخه جوړه وه. ښايي چې دې اړيکې په اکسفرډ کې د «رن» د ساينس او ریاضي په زده کړه اغېز کړی وي. نوموړی په 1651ز کال کې له لسانس دورې فارع شو، او دوه کاله وروسته يې ماستري تر لاسه کړه. [۱۳]

1653 – 1664

[سمول]

په 1653ز کال کې د ماسترۍ سند له تر لاسه کولو وروسته، «رن» په همدې کال کې د «ال سولز کالج» د همکار ښوونکي په توګه وټاکل شو، او په اکسفرډ کې يې د څېړنې او تجربې فعال پړاو پيل کړ. له دې تجربو څخه په سپيو يو لړ بدني تجربې هم وې، د يوې هغې تجربې په ګډون چې اوس په لابراتوار کې په لومړي ځل د ژوندي ژوي په وينه کې د مايعاتو د زرق کولو په توګه پېژندل کېږي. په اکسفرډ کې نوموړی د «جان ولکنز» د اړوند ډلې برخه وګرځېده، نوموړی د مکاتباتو د شبکې کيلي وه چې د پټ کالج په نوم پېژندل کېده، د «ال سولز» د وياړونو په نښانونو کې، د «رن» د ملګري «رابرټ بويل» د وياړ نښانونه د لويې څلور کونجه ودانۍ د ستنو په کتار کې ښکاري، چې د «شروپشر» د «هيل» کورنۍ د وياړ نښانونو په برابر کې موقعیت لري، د «بويل» د ملګري «رن» له خوا د يو لمريز ساعت سره نږدې جوړ شوي دي.[۱۴][۱۵][۱۶]

د «ال سولز» د همکار په توګه د هغه وخت هغه مهال پای ته ورسېد، کله چې «رن» په 1657ز کال کې د لندن په «ګريشم» کالج کې د ستورپوهنې د پروفيسر په توګه وګومارل شو. نوموړي ته دلته څو خونې ورکړل شوې او معاش ورته وټاکل شو، او بايد په اونيز ډول يې په لاتيني او انګليسي کې درسونه ورکړي وای. «رن» دا نوی کار په لېوالتيا سره پل کړ، نوموړي له هغو خلکو سره ليدل له چا سره به چې اکثره هغه په اکسفرډ کې بحثونه کول. هغوی په 1660ز کال کې د هغه د لندن په درس کې ګډون وکړ، او په رسمي ډول يې ناستې پيل کړې. له همدې ناستو څخه د انګلستان تر ټولو ستره ساينسي هسته، شاهي ټولنه جوړه شوه. له شک پرته نوموړي د هغې بهير ابتدايي پړاونو کې مهمه ونډه درلوده، کوم څه چې وروسته شاهي ټولنه شوه؛ په ډېرو مختلفو مضامينو کې د هغه د پوهې پراخه تجربې د ساينسپوهانو تر منځ د نظرياتو په تبادله کې مرسته وکړه. [۱۷][۱۸]

سرچينې

[سمول]
  1. Wells, John C. (2008), Longman Pronunciation Dictionary (3rd ed.), Longman, p. 908, ISBN 9781405881180
  2. Here both Old Style and New Style dates are given, with "Old Style" meaning: according to the Julian calendar but with the year starting on 1 January. Dates elsewhere in this article are Old Style in the same way, except where both styles are given. Using New Style dates for Wren's birth and death, even though he lived in England in the Old Style era, avoids confusion about his age at death.
  3. "Sir Christopher Wren | English architect". Encyclopedia Britannica. 
  4. "6. The western towers, c.1685–1710 – St Paul's Cathedral". Stpauls.co.uk. نه اخيستل شوی 23 January 2024.
  5. "Sir Christopher Wren (1632–1723)" (په انګليسي). نه اخيستل شوی 31 August 2018.
  6. "Sir Christopher Wren | English architect". Encyclopedia Britannica. 
  7. "Question: Wren's connection with Wiltshire". Wiltshire and Swindon History Centre. Wiltshire Council. 17 May 2003. نه اخيستل شوی 14 May 2023.
  8. Wren, Ames & Wren 1750
  9. "Question: Wren's connection with Wiltshire". Wiltshire and Swindon History Centre. Wiltshire Council. 17 May 2003. نه اخيستل شوی 14 May 2023.
  10. "Sir Christopher Wren". www.encyclopedia.com. نه اخيستل شوی 31 August 2018.
  11. Pevsner, Nikolaus (1970). The buildings of England: Cambridgeshire (2nd ed.). Penguin Books. p. 462. ISBN 0-14-071010-8.
  12. "Five depictions of the brain – The Psychologist". bps.org.uk. نه اخيستل شوی 31 March 2017.
  13. Downes, Kerry (2007). Christopher Wren. New York: Oxford University Press. ISBN 9780199215249. OCLC 83977472.
  14. History of Science Museum Oxford University. "The Virtual Oxford Science Walk".
  15. Higgitt, Rebekah (2014-10-20). "Google Doodle forgets to celebrate Christopher Wren the man of science". The Guardian (په انګليسي). ISSN 0261-3077. نه اخيستل شوی 2023-02-21.
  16. Bolton, Glorney (1956). Sir Christopher Wren (په انګليسي). Hutchinson. p. 37.
  17. Tinniswood, Adrian (2002). His Invention So Fertile: A Life of Christopher Wren (په انګليسي). Pimlico. pp. 115–129. ISBN 978-0-7126-7364-8.
  18. Rabbitts, Paul (2019). Sir Christopher Wren (په انګليسي). Bloomsbury Publishing. p. 13. ISBN 978-1-78442-323-0.