کرونشتات پاڅون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د کرونشتات پاڅون د شوروي بېړۍ چلونکو او ملکي وګړو هغه پاڅون و چې په ۱۹۲۱ زکال کې د روسیې د بلشویکي دولت پر ضد د کرونشتات په بندري ښار کې رامنځته شو. کرونشتات د فنلډ د خلیج په کوټلین ټاپو کې موقعیت لري چې په بالتیک کې یې د سمندریزې اډې په توګه د شوروي له پخوانۍ پلازمینې پټروګراد څخه دفاع کوله. په کرونشتات سمندري اډه کې پاڅون کوونکو د ۱۹۲۱ زکال په مارچ میاشت کې د ۱۶ ورځو لپاره د شوروي دولت سره په مخالفت پاڅون وکړ په داسې حال کې چې وړاندې یې د دغه دولت په پیاوړتیا کې ونډه لرله. دغه پاڅون چې مشري یې سټیپان ماکسیموېچ پر غاړه لرله د روسیې د کورنۍ جګړې پر مهال، د روسیې په خاوره کې د بلشویکي رژیم پر وړاندې وروستی مهم پاڅون و. [۱]

د بلشویکي رژیم له لارو چارو څخه ناخوښو پاڅون کونکو – چې خپله لئون تروتسکي له پاڅون وړاندې هغوی «د انقلاب ویاړ او ښکلا» بلل – د یو لړ اصلاحاتو غوښتنه یې لرله چې د بلشویکانو د واک کمښت، د شوروي لپاره نوې انتخابي شوراګانې چې سوسیالېستان او انارشېستان هم په کې ونډه ولري، د کارګرو او کروندګرو لپاره اقتصادي آزادي، د کورنۍ جګړې پر مهال د رامنځته شوو بروکراتیکو دولتي ادارو انحلال او کارګري طبقې ته بېرته د هغوی د مدني حقونو ورکړه په کې شامل و.[۲]

کرونشتات بېړۍ چلوونکو د دغو غوښتلو اصلاحاتو (چې د پاڅون پر مهال یې د هغو په اجرا کولو کې تر یوه بریده هڅه وکړه) په عامه مجبوبیت باور دلود، دوی د کډوالو د مرستې وړاندیز رد کړ او په بېهوده ډول په ټول هېواد کې د وګړو ملاتړ ته په تمه و. په داسې حال کې چې د افسرانو شورا یې له تهاجمي ستراتیژیو دفاع کوله، خو پاڅون کوونکي په دې تمه و چې دولت د مذاکراتو په برخه کې لومړی ګام اوچت کړي او په دې سره یې ځان په غیر فعال حالت کې وساته. د دوی د باور پر خلاف دولت د مخالفت لوری ونیو او ضرب الاجل یې ورکړ چې باید د مارچ تر ۵مې له کوم قید او شرط پرته تسلیم شي. د دغې مودې له بشپړېدو وروسته بلشویکانو څو ځله په دغه ټاپو برید وکړ او د څو زرو کسانو له وژنې وروسته یې دغه پاڅون د مارچ په ۱۸مه له منځه یووړ.

ملاتړو یې پاڅون کوونکي انقلابي شهیدان بلل په داسې حال کې چې دولتي چارواکو پاڅون کوونکي « د انتانت یا درې ګوني تړون اجنټان او د انقلاب ضد عوامل» بلل. پاڅون ته د بلشویکانو د غبرګون څرنګوالي ګڼ شمېر جنجالونه راوپارول او لامل وګرځېد چې د بلشویکي رژیم یو شمېر ملاتړي لکه اېما ګولډمن د رژیم له ملاتړ لاس واخلي. په داسې حال کې چې پاڅون وځپل شو او د هغو سیاسي غوښتنو ته هم پام ونشو؛ خو د «جګړې د کمونیزم» د ځای نیونکي نوي اقتصادي سیاست (New Economic Policy) د چټک پلي کېدو په موخه ګامونه اوچت شول. د لینین په خبره دغه کړکېچ تر ټولو کړکېچنه چاره وه چې بلشویکان ورسره مخ شوي و، «له شک پرک دا له ډنیکین، یودنیچ او کلچاک څخه ډېر خطرناک و». [۳][۴][۵][۶]

مخینه[سمول]

په ۱۹۲۰ زکال کې هغه مهال چې د روسیې کورنۍ جګړه پای ته ورسېده، بلشویکانو له نابودۍ سره د مخ هېواد مشري وکړه. د هغوی سور کمونیستي پوځ د پیټر ورانګل کمونېزم ضد سپین پوځ ته ماته ورکړه چې په دې سره دغه پوځ له پوځي پلوه د کروندګرو د هر ډول پاڅون ځپلو په موخه چمتو و، خو په عامه توګه دوی هم د ژوندانه په نه تحمل کېدونو شرایطو کې راګیر شول – قحطي، ناروغي، ساړه او ستړیا – چې د کلونو جګړو او د بلشویکانو د جنګي کمونېزم له پالیسیو یې سرچینه اخیسته. کروندګر هم د دولت له خوا د هغوی د ناچیزه محصولاتو په اخیستو چې په خوا کې یې د ډوډۍ او سون توکو په وېشل کېدونې ونډې کې هم کمښت رامنځته شوی و، د دولت د غوښتنو یا د هغوی د محصولاتو له ضبط کولو ناخوښه و. [۷]

د پوځي بریا له ترلاسه کولو او د بهرنیو اړیکو له جوړولو سربېره روسیه له جدي ټولنیز او اقتصادي کړکېچ سره مخ وه. هماغه ډول چې بهرنیو ځواکونو شاته تګ ته مخه کړه، بلشویکي رهبرانو د جنګي کمونېزم څخه په کار اخیستو په شدیده بڼه د اقتصاد کنټرول ته دوام ورکړ. د روسي وګړو په ځانګړې توګه د بزګرانو ناخوښي د دولت له خوا د غلاتو په ضبط کولو (prodrazvyorstka، د بزګرانو له خوا د ترلاسه کېدونو غلاتو اجباري تصرف چې د ښاري وګړو د تغذیې په موخه ترې ګټنه کېدله) سره زیاتوالی وموند. د دغو سیاستونو سره د مقاومت په موخه بزګرانو په خپلو کروندو کې له کرنې ډډه وکړه. د ۱۹۲۱ زکال په فبروري میاشت کې چکا یا د انقلاب ضد چارو سره د مبارزې فوق العاده کمیسیون راپور وکړ چې په ټوله روسیه کې ۱۵۵ بزګرانو پاڅون کړی. ورته مهال په پتروګراد کې کارګرانو په یو لړ اعتصابونو لاس پورې کړ چې په یوه لس ورځنۍ دوره کې د ډوډۍ په سهمیه کې یې د یو په دریمې برخې کمښت څخه سرچینه اخیسته. د دغو اطلاعاتو او همدارنګه له وړاندې څخه را ولاړو شوو ناخوښیو له مخې په کرونشتات سمندریزه اډه کې د هېواد د ناوړه حالت اړوند اعتراض پیل شو. کرنیز او صنعتي تولیدات په پام وړ کچه کم شوي و او د ټرانسپورټ سیسټم هم ګډوډ شوی و. [۸][۹][۱۰][۱۱]

د ژمي رارسېدل، د «جنګي کمونېزم» د پالیسیو دوام او د بلشویکي چارواکو له خوا په خلکو باندې د ګڼ شمېر محرومیتونو لګول لامل وګرځېدل د ۱۹۲۱ زکال په لومړیو کې په لرې پرتو سیمو (لکه د تامبوف پاڅون) او همدارنګه په ښارونو په ځانګړې توګه په مسکو او پتروګراد کې یو شمېر اعتصابونه او لاریونونه رامنځته شي. د کورنۍ جګړې له پای ته رسېدو وروسته د «جنګي کمونېزم» دپالیسیو پیاوړتوب او په هغو باندې دوام د ژوندانه شرایط ورځ تر بلې خراب کړل. [۸][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]

پیلنۍ چارې[سمول]

د ۱۹۲۱زکال د جنوري میاشتې په اعلامیې سره دولت د ټولو ښارونو په اوسېدونکو باندې د ډوډۍ د ټاکل شوې کچې په ورکړه کې یو په دریمه برخه کمښت اعلان کړ. په داسې حال کې چې دغه پرېکړه جبري وه ځکه چې له سایبریا او قفقاز څخه د درنې واورې او د سون توکو د کمښت له امله د خوراکي توکو راوړل ستونزمن شوي و؛ همدا وه چې دغې چارې د خلکو ناخوښي په زیاته کچه را وه نه پاروله. د فبروري میاشتې په نیمايي کې کارګرانو په مسکو کې په غونډو جوړولو پیل وکړ، په داسې حال کې چې وړاندې به یې لاریونونه یا غونډې په خپلو کارخونو یا کار ځایونو کې ترسره کوې. کارګرانو د «جنګي کمونېزم» د پای ته رسېدو او بېرته خپلو آزادو چارو ته د ګرځېدو غوښتنه کوله. دولتي استازو وه نشو کولای اوضاع کنټرول شي. همدا و چې ډېر ژر د پاڅون په ځپلو کې له وسله والو ځواکونو کار واخیستل شو. [۱۶][۱۷][۱۸]

هغه مهال چې ښکارېدله په مسکو کې وضعیت آرام شوی، په پتروګراد کې لاریونونه را پیل شول، چېرې چې نږدې ۶۰ سلنه لویې کارخونې د سون توکو د کمښت له امله وتړل شوې او د خوراکي توکو زېرمې هم په عملي توګه نادرکه شوې. د مسکو په څېر دلته هم لاریونونه او اعتراضات په کارخونو کې له ناستو وروسته څخه بیرون ته راوتلل. کارګرانو د دولت له خوا د غذايي توکو په ورکړه کې دکمښت او د سوداګرۍ د ممنوعیت له امله نږدې کلیوالي سیمو ته د اړتیا وړ توکو د موندلو په موخه تګ راتګ ته ځانونه چمتو کړل. هغه مهال چې چارواکو هڅه وکړه دغه ډول چارې ودروي؛ ناخوښیو زور واخیست. د فبروري په وروستیو کې د تروبوچني په کوچنۍ کارخونه کې د یوې غونډې پر مهال پرېکړه وشوه چې د خوړو په ویش کې زیاتوالی راشي او په چټک ډول د ژمنیو جامو او بوټانو ویش پیل شي چې د راپورونو له مخې دغه چارې د بلشویکانو لپاره په پام کې نیول شوې وې. راتلونکې ورځ کارګرانو په اعتراضونو پیل کړ. د بلشویکانو تر کنټرول لاندې سیمه ئیزې شورا د پوهنتونونو زده کوونکي د معترضینو د تیت کولو په موخه ولېږل. ګریګوري زینوویف د ځانګړو واکونو لرونکې «دفاعي کمېټه» د دغو اعتراضاتو د پای ته رسولو په موخه جوړه کړه؛ په نورو ښارو کې هم د ترویکا په ډول ورته جوړښتونه رامنځته شول. ورته مهال سیمه ئیز بلشویکان د دغه کړکېچونو د له منځه وړو په موخه چمتو کړای شول. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۱۹][۲۳][۲۴][۲۵]

نوي اعتراضات د تروبوچني کارګرانو له خوا ترسره شول او دا ځل یې د پخوانیو لاریونونو د ځپلو اړوند ورته د رسېدلو مالوماتو له امله ټول ښار ته پراختیا ومونده. د مخ پر زیاتوالي اعتراضاتو له امله د بلشویکانو تر کنټرول لاندې شوروي سیمه ئیزو چارواکو په معترضینو باندې د لا زیات فشار راوړو په موخه ټولې کارخونې وتړلې، خو له امله یې دغه خوځښت زور واخیست. ډېر ژر اقتصادي غوښتنو د هغسې سیاسي چارو رنګ واخیست چې تر ډېر ورباندې بلشویکانو پام درلود. د اعتراضاتو د بشپړ پای ته رسولو په موخه چارواکو ښار په سره پوځ ډک کړ او هڅه یې وکړه چې ډېری هغه کارخونې چې یاغیانو ته اړوندې وې وتړي؛ همدا و چې د پوځي حالت (بېړني حالت) اعلان یې وکړ. [۲۶][۲۷][۲۸][۲۹][۳۰][۳۱]

سرچينې[سمول]

  1. Guttridge, Leonard F. (2006). Mutiny: A History of Naval Insurrection. Naval Institute Press. د کتاب پاڼې 174. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-1-59114-348-2. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Kronstadt Rebellion, Kronstädter Aufstand In: Dictionary of Marxism, http://www.inkrit.de/e_inkritpedia/e_maincode/doku.php?id=k:kronstaedter_aufstand
  3. Hosking, Geoffrey (2006). Rulers and Victims: The Russians in the Soviet Union. Harvard University Press. د کتاب پاڼې 91. د کتاب نړيواله کره شمېره 9780674021785. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. Chamberlin 1987، ص. 445.
  5. Steve Phillips (2000). Lenin and the Russian Revolution. Heinemann. د کتاب پاڼې 56. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-435-32719-4. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  6. The New Cambridge Modern History. xii. CUP Archive. د کتاب پاڼې 448. GGKEY:Q5W2KNWHCQB. مؤرشف من الأصل في ۳۰ اپرېل ۲۰۲۰. د لاسرسي‌نېټه ۱۸ مارچ ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. Chamberlin 1987، صص. 430–432.
  8. ۸٫۰ ۸٫۱ Daniels 1951، ص. 241.
  9. Avrich 1970، ص. 8.
  10. Chamberlin 1987، ص. 430.
  11. Avrich 1970، ص. 5.
  12. Chamberlin 1987، ص. 431.
  13. Avrich 1970، ص. 25.
  14. Avrich 1970، صص. 35-37.
  15. Chamberlin 1987، ص. 432.
  16. Avrich 1970، ص. 36.
  17. Avrich 1970، صص. 35-36.
  18. Avrich 1970، ص. 35.
  19. ۱۹٫۰ ۱۹٫۱ Schapiro 1965، ص. 297.
  20. Avrich 1970، ص. 39.
  21. Avrich 1970، ص. 38.
  22. Avrich 1970، صص. 37-38.
  23. Avrich 1970، ص. 37.
  24. Avrich 1970، صص. 36-37.
  25. Schapiro 1965، ص. 296.
  26. Schapiro 1965، ص. 298.
  27. Avrich 1970، صص. 47-48.
  28. Figes 1997، ص. 763.
  29. Avrich 1970، صص. 42-44.
  30. Avrich 1970، ص. 41.
  31. Avrich 1970، صص. 38-39.