کرونده

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


کرونده (چې د کرنیزې شتمنۍ په نامه هم یادېږي) د ځمکې یوه ټوټه ده چې په اصل کې د خوراکي توکو او نورو محصولاتو د تولید په موخه کرنیزو فعالیتونو ته ځانګړې شوې وي؛ کرونده د خوراکي توکو په تولید کې بنسټیزه اسانتیا ګڼل کېږي. دغه نوم د ځانګړو برخو لپاره، لکه د کرنې وړ کروندې، د سابو کروندې، د مېوو کروندې، د لبنیاتو، خنځیرو او چرګانو فارم او هغه ځمکې چې د طبیعي الیافو، بیوسون او نورو جنسونو د تولید لپاره کارول کېږي. د څارویو څرځای، پټي، باغونه، کرکیلې او املاک، د کوچنیو ملکیتونو او تفریحي فارمونه، د کروندګرو کورونه او کرنیزې ودانۍ او همدا راز کرنیزې ځمکې واړه د کروندې (فارم) په کتار کې راځي. اوس‌مهال د دغې ګړنې د کارولو محدوده هومره پراخه شوې ده چې په اوبو یا وچو کې ګڼ‌شمېر صنعتي فعالیتونه، لکه بادي فارمونه، د کبانو فارمونه او داسې نور هم په‌کې شاملېدلای شي.[۱]

په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۵۷۰ میلیونه کروندې شتون لري، چې ډېري یې کوچني او د کورنیو له‌خوا ساتل کېږي. کوچنۍ کروندې، چې مساحت یې له ۲ هکتارو څخه کم دی، د ځمکې د سطحې د کرنیزو سیمو کابو ۱ سلنه نیسي، او کورنۍ کروندې د نړۍ د کرنیزو سیمو کابو ۷۵ سلنه جوړوي. [۲]

په پرمختللو هېوادونو کې نومهالې کروندې په لوړه کچه میکانیزمي شوې دي. په متحده ایالاتو کې څاروي په څرځایونو، ځمکو وروزل شي او یا په آخورځي کې وساتل شي او د کرنیزو محصولاتو د میکانیزمي کېدنې له امله د اړینو کرنیزو کارګرانو په شمېر کې د پام‌وړ کمښت راغلی دی. په اروپا کې، دودیزې کورنۍ کروندې لا پراختیا مومي او خپل ځای لا لویو تولیدي برخو ته ورکوي. په اسټرالیا کې، ځینې کروندې خورا پراخې دي، ځکه چې ځمکې د اقلیمي شرایطو له‌امله د زیاتو څارویو د مړولو وړتیا نه‌لري. په لږ پرمختللو هېوادونو کې، د کوچنیو کروندو شتون عادي مسأله ده او په کلیو کې ډېري استوګنې کورنۍ هغه کروندګر دي چې د کرنې له‌لارې د خپلو کورنیو نفقه ترلاسه کوي او هر اضافي محصول په سیمه‌ییزو بازارونو کې پلوري.

کروندې د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې[سمول]

امریکا[سمول]

په امریکا د یوې کروندې او اړوندو ودانیو ته «farmstead» ویل کېږي. هغو سیمو ته چې په هغو کې څاروي په ځنګلي سیمو کې روزل کېږي، «ranch» یا د څارویو څرځای ویل کېږي. او هغه سیمې چې په‌کې څاروي د تولید شویو خوراکي توکو سره ساتل کېږي، د «feedlot» په نامه یادېږي. [۳]

په متحده ایالاتو کې، په ۱۹۱۰ز کې د کروندو شمېر ۶،۴۰۶،۰۰۰ او د کارګرو کورنیو شمېر ۱۰،۱۷۴،۰۰۰ ته رسېده؛ په ۲۰۰۰ز کې دغه شمېر ۲،۱۷۲،۰۰۰ کروندو او ۲،۰۶۲،۳۰۰ کارګرو کورنیو ته راټیټ شو. په وروستیو لسیزو کې د متحده ایالاتو د کروندو په اړوند فعالیتونو کې د ښځو ونډه له ۱۹۷۸ز څخه تر ۲۰۰۷ز پورې له ۵ سلنې څخه ۱۴ سلنې ته پورته شوې ده.[۴][۵]

په متحده ایالاتو کې له درېیو میلیونو زیات کډوال او فصلي د کروندو کارګران شتون لري. ۷۲ سلنه یې په بهر کې زېږېدلي، ۷۸ سلنه یې نارینه او په منځنۍ توګه ۳۶ کلن او ۸ کاله یې زده‌کړې کړې دي. د کروندو کارګران په منځنۍ توګه په ساعت کې ۹ تر ۱۰ امریکایي ډالرو پورې عاید لري، په داسې حال کې چې د هغو کارګرانو عاید چې په غیرکرنیزو برخو کې بوخت دي، په ساعت کې ۱۸ امریکاي ډالرو ته رسېږي. د هغو د کورنیو منځنی عاید له ۲۰،۰۰۰ ډالرو لږ دی او ۲۳ سلنه یې په داسې کورنیو کې ژوند کوي چې د عایدو کچه یې د فدرال د بېوزلۍ له کچې څخه ټیټه ده. د کروندو نیمایي کارګرانو کورنیو عاید په کال کې له ۱۰،۰۰۰ ډالرو ښکته دی، چې دغه کچه له ۱۹،۸۷۴ ډالرو څخه (چې په ۲۰۰۵ کال کې په متحده ایالاتو کې د یوې څلور کسیزې کورنۍ د بېوزلۍ کچه بلل کېده) خورا ټیټه ده. [۶][۷][۸]

په ۲۰۰۷ز کې، د متحده ایالاتو په دننه او بهر کې د اېتانول د زیاتې غوښتنې له‌امله تمه کېده چې د جوارو د کروندو پراخوالی ۱۵ سلنه زیات شي. تولیدوونکي تمه لري ترڅو 90.5 میلیون هکتار (336,000km2) ځمکه جوار وکري، چې دا به له ۱۹۴۴ز څخه را په‌دې خوا د جوارو د محصول لپاره تر ټولو ستر اقدام وګڼل شي.[۹]

اروپا[سمول]

په انګلستان کې، «farm» یوه کرنیزه ټوټه ځمکه ده، او تل څرځای او نورو کروندو، د کروندو اړوند کورونو، په کروندې کې شته انګړونو او بهرنیو ودانیو ته یې ویل کېږي. لویې کروندې یا د کروندو یوې ډلې ته چې مالک یې یو کس وي، جایداد هم ویل کېږي. برعکس، کوچنۍ کرونده چې د یوه کور په چاپېره جوړه شوې وي، کوچنی جایداد ګڼل کېږي او محصول یې د کورنۍ له‌خوا مصرفېږي، یوازې اضافي برخه یې پلورل کېږي.

په اروپا کې، دودیزې کورنۍ کروندې لا پراختیا مومي او خپل ځای لا لویو تولیدي برخو ته ورکوي چې په هغو کې صنعتي کرنه او میکانیزمي کېدنه د کرنیزو محصولاتو کچه لا لوړوي. [۱۰]

«ګډه کرنیزه پالیسي (CAP)» د اروپایي ټولنې یوه خورا مهمه پالیسي ده او په مرسته یې کوچنۍ کورنۍ دودیزې کروندې لا پراخو او لویو تولیدي برخو ته بدلېږي. د دغې پالیسي سترې موخې د کرنیزو محصولاتو د کچې لوړول، د خوارکي توکو له تامین څخه ډاډمن کېدل، بزګرانو او کروندګرو ته د هوسا ژوند اسانتیاوې برابرول، د بازارونو د بیو تثبیتول او د مصرف کوونکو لپاره د مناسبو بیو وړاندې کول دي. نوموړې پالیسي تر څو کلو پخوا هم د سرپوراینې او د بازار مداخلې یوه سیسټم پر مټ چلېده. تر ۱۹۹۰ز لسیزې پورې، نوموړې پالیسي د اروپایي ټولنۍ کلنۍ بودجې ۶۰ سلنه او په ۲۰۱۳ز کې شاوخوا ۳۴ سلنه جوړوله.[۱۱][۱۲]

اسټرالیا[سمول]

په اسټرالیا کې، کرنه یو مهم اقتصادي سکټور ګڼل کېږي. یوه کرونده د ځمکې یوه ټوټه ده چې د لومړنیو محصولاتو د تولید لپاره ورڅخه ګټه اخېستل کېږي او کېدای شي د کروندې اړوند ودانۍ هم په‌کې شاملې وي.

د ملګرو ملتونو په وینا، «شنه کرکیله د مجموعي کرنیزې لومړني لګښتونو یوه ستره برخه، د سیمه‌ییزو زېرمه شویو لومړنیو لګښتونو پېرودنې په لور بیایي (د بېلګې په توګه: د کار ځواک او عضوي سره) او تمه کېږي چې یوه سیمه‌ییزه څوبرابره کوونکې اغیزه پیل شي. په ټولیز ډول، د شنې کرنې او کرکیلې په فعالیت کې هڅه پر دې ده چې د معمولي کرنې په پرتله لا زیات کاري ځواک ته اړتیا ولېدل شي (د بېلګې په توګه: د پرتلې وړ له کچو څخه تر هغو چې د کاري ځواک کچه ۳۰ سلنه زیاته شي) (FAO، ۲۰۰۷ او اروپایي کمیسیون، ۲۰۱۰)، په کلیو او بانډو کې د کاري فرصتونو رامنځ‌ته کول او له کاري ځواک څخه د لا زیاتې ګټې ترلاسه کول.[۱۳]

په داسې حال کې چې د عایداتو یوه لویه برخه له نورو شغلونو څخه ده او کرونده په واقعیت سره یو پراخ استوګنځی دی، د «تفریحي کروندې» ګړنه ډېره متداوله ده. د تفریحي ګټې‌اخېستنې لپاره دغه کروندې ډېرې ښې دي، خو ډېره ناشونې برېښي چې ورڅخه عاید او ګټه ترلاسه شي. د تفریحي کروندو پراخوالی په ټولیز ډول، شاوخوا ۲ هکتاره دی، خو د ځمکې قیمتونو ته په کتو سره (چې په هره سیمه کې توپیر لري) کېدای شي تر ۲ هکتارو زیات هم وي.

ډېري وخت کوچنۍ کروندې، چې ځانګړي لومړني محصولاتو د ترلاسه کولو لپاره کارول کېږي، په هغو ځانګړتیاوو نومول کېږي چې په هغو کې ورڅخه ګټه اخېستل کېږي؛ لکه: د لبنیاتو یو فارم، د خنځیرو فارم، یو بازار باغ او داسې نور. دغه موضوع د څارویو روزنې هغو سیمو لپاره هم صدق کوي چې په ځانګړې توګه د یوې واحدې موخې لپاره پراخې شوې دي او ډېري وخت نه‌شي کېدای چې د عمومي موخو لرونکو کرنیزو فعالیتونو لپاره وکارول شي.

په لېرې پرتو سیمو کې، کېدای شي کروندې خورا پراخې وي. په انګلستان کې د «جایدادونو» په څېر، هېڅ کومه اندازه یا عملیاتي مېتود شتون نه‌لري چې د هغه له‌مخې یوه پراخه کرونده د څارویو د روزنې مرکز ته واوړي.

افریقا[سمول]

په افریقا کې کروندې بېلابېل جوړښتونه لري. د هوا حالاتو ته اړوند سیمو ته په کتو سره، په اصل کې کرهڼه او مالداري د څرېدونکو څارویو (لکه: غواګانو، پسونو، اوښمرغانو، آسونو او وزو) روزنه او ساتنه ده. کورني څاروي تر هرڅه زیات د غوښې، شیدو، څرمن یا الیافو (وړیو) ترلاسه کولو په موخه روزل کېږي. افریقا کې ان کېدای شي د ورېښمو فارمونه او کروندې هم شتون ولري.[۱۴]

سرچينې[سمول]

  1. Gregor, 209; Adams, 454.
  2. Lowder, Sarah K.; Skoet, Jakob; Raney, Terri (2016). "The Number, Size, and Distribution of Farms, Smallholder Farms, and Family Farms Worldwide". World Development. 87: 16–29. doi:10.1016/j.worlddev.2015.10.041. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. "Definition of FARMSTEAD". www.merriam-webster.com (په انګلیسي ژبه کي). د لاسرسي‌نېټه ۱۵ جون ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. "National Agricultural Statistics Service". د اصلي آرشيف څخه پر ۱۵ جولای ۲۰۰۷ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۰ اپرېل ۲۰۰۷. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Hoppe, Robert A. and Penni Korb. (2013). Characteristics of Women Farm Operators and Their Farms. Washington, D.C.: U.S. Department of Agriculture, Economic Research Service.
  6. "Facts about Farmworkers" (PDF). National Center for Farmworker Health. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر May 16, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 29, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  7. "Facts on Farmworkers in the United States" (PDF). Cornell University. 2001. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر December 7, 2006 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 17, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  8. "Changing Characteristics of U.S. Farm Workers" (PDF). U.S. Department of Labor. د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر February 6, 2013 باندې. د لاسرسي‌نېټه March 29, 2013. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  9. "Corn Acres Expected to Soar in 2007, USDA Says". Newsroom. Washington: U.S. Department of Agriculture - National Agricultural Statistics Service. March 30, 2007. د اصلي آرشيف څخه پر February 17, 2012 باندې. د لاسرسي‌نېټه February 18, 2012. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  10. "A History of Farming". www.localhistories.org. د لاسرسي‌نېټه ۰۴ اپرېل ۲۰۱۶. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  11. "Agriculture". European Union (په انګلیسي ژبه کي). 16 June 2016. د لاسرسي‌نېټه ۳۰ اکتوبر ۲۰۲۱. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  12. Stead, David (22 June 2007). "Common Agricultural Policy". EH.Net Encyclopedia. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۰۴ جون ۲۰۱۴ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۲۶ اکتوبر ۲۰۱۴. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  14. Namibia SME Portal Site Kalahari Wild Silk Archived 2018-09-19 at the Wayback Machine. Retrieved Sept. 19, 2018