کرنیزه ککړتیا
کرنیزه ککړتیا د کرنیزو فعالیتونو هغو بیوټیک او ابیوټیک فرعي تولیداتو ته ویل کېږي چې د چاپیریال او شاوخوا ایکوسیستمونو د ککړتیا یا تخریب لامل کېږي او یا انسانانو او د دوی اقتصادي ګټو ته زیان رسوي. ککړتیا ښايي له بېلابېلو سرچینو څخه رامنځته شي چې د اوبو د مشخصې سرچینې له ککړتیا څخه نیولې د ځمکې پر سطحه نور هغه بېلابېل لاملونه په کې شاملېږي چې د نامشخصو سرچینو ککړتیا او د هوا ککړتیا هم بلل کېږي. کله چې په چاپېریال کې دا ککړوونکي عوامل رامنځته شي، پر شاوخوا ایکوسیستمونو مستقیې اغېزې لرلی شي، یعنې ځايي وحشي ژوي وژني یا د څښاک اوبه ککړوي. همدا راز د اوبو پر لاندېني جریان اغېز کوي چې د کرنیزو جریانونو له امله رامنځته شوي مړه زونونه په لویو اوبو کې متمرکزوي.
مدیریتي لارې چارې یا د مدیریتي لارو چارو په اړه ناپوهي د دغو ککړتیاوو په اندازه او اغېزو کې مهم رول لوبوي. د څارویو او استوګنځي له مدیریت نیولې بیا د افت وژونکو او کیمیاوي سرې تر شیندلو پورې د مدیریت تخنیکونه په نړیوالو کرنیزو لارو چارو کې شامل دي. د ناسم مدیریت په طریقو یا لارو چارو کې د څارویو د تغذیې کمزوری مدیریت، ډېر څړځایونه، یوې کول، کیمیاوې سرې او د افت وژونکو ناسمه، ډېره یا بې وخته استفاده شامل دي.
د کرنیزې ککړتیا عوامل د اوبو پر کیفیت کلکه اغېزه کوي او په جهيلونو، سیندونو، لندبل لرونکو ځمکو، رودونو او ځمکلاندې اوبو کې موندل کېږي. د کرنیزې ککړتیا په عواملو کې رسوبات، غذایي مواد، میکروبونه، افت وژونکي، فلزات او مالګې شاملې دي. د څارویو ساتنه او روزنه چاپېریال ته د ککړوونکو موادو پر داخېلېدو ډېر اغېز لري. که چېرې څړځایونه، په کوچنیو ډنډونو یا جهیلونو کې د سرې زېرمې او په کروندو کې سرې په سم ډول اداره نهشي، په دې کې باکتریاوې او میکروبونه کولی شي سیندونو او د ځمکې لاندې اوبو ته لاره پیدا کړي. د کرنې له امله د هوا ککړتیا د ځمکې په کارولو کې د بدلونونو او د څارویو ساتنې د طریقو له لارې د اقلیم پر بدلون پراخ اغېز لري او د دغو ستونزو حل کول د ځمکې او اقلیم په اړه د اقلیمي بدلونونو د حکومتمنځي پلاوي د ځانګړي راپور یوه مهمه برخه وه.[۱][۲][۳]
ابیوټیک سرچینې
[سمول]افت وژونکي
[سمول]په کرنیزو ځمکو کې افت وژونکي او واښه وژونکي د هغو افاتو د کنترول لپاره کارول کېږي چې د حاصلاتو تولید ګډوډوي. د خاورې ککړتیا ښايي هغه وخت رامنځته شي چې کله افت وژونکي په خاوره کې پاتې او جمع شي. دغه چاره ښايي میکروبي پروسې بدلې کړي، په نباتاتو کې د کیمیاوي موادو جذب زیات کړي او د خاورې ژوندیو موجوداتو ته زهرجن ثابت شي. د افت وژونکو او بوټو وژونکو د دوام کچه د مرکباتو په ځانګړي کیمیا پورې اړه لري چې د جذب پر ډینامیک او په پایله کې د خاورې په چاپیریال کې پر سرنوشت او لېږد اغېز کوي. افت وژونکي په هغو حیواناتو کې راټولېدای شي چې ککړ شوي افتونه او د خاورې ژوندي موجودات خوري. پر دې سربېره افت وژونکي ښايي د هدفي افتونو په پرتله د ګټورو حشراتو او د افتونو د طبیعي دښمنانو (یعنې هغو حشراتو لپاره چې افتونه ښکار کوي) ډېر مضر وي.[۴][۵]
د افت وژونکو وینځل
[سمول]افت وژونکي هغه مهال وینځل کېږي چې کله افت وژونکي له اوبو سره ګډ شي، په خاوره کې حرکت وکړي او په پایله کې ځمکلاندې اوبه ککړې کړي. د وینځلو یا پاکولو اندازه د خاورې او افت وژونکو له ځانګړتیاوو او د باران او اوبو لګولو له کچې سره تړاو لري. افت وژونکي هغه مهال په ډېر احتمال سره وینځل کېږي یا پاکېږي چې که په اوبو کې محلول افت وژونکي وکارول شي او خاوره شګلنه وي؛ یا د افت وژونکو له کارولو وروسته سملاسي ډېرې اوبه ورکړل شي؛ یا هم که په خاوره کې د افت وژونکو د جذب وړتیا ټیټه وي. پاکول ښايي نه یوازې له تصفیه شوې ساحې څخه رامنځته شي، بلکې د افت وژونکو د ګډولو له ساحو، د افت وژونکو موادو د کارولو د ماشینونو د وینځلو له ساحو یا د تخریب له سیمو څخه هم رامنځته کېږي.[۶]
سرې
[سمول]سرې د دې لپاره کارول کېږي چې نبات ته د نایتروجن، فاسفورس او پوتاشیم په څېر د غذايي موادو هغه اضافي سرچینې چمتو کړي چې د نبات د ودې لامل کېږي او حاصلات زیاتوي. په داسې حال کې چې سره د نبات د ودې لپاره ګټوره ده، خو د دې تر څنګ کولی شي د طبیعي غذايي او کاني مواد بایو جیو کیمیکل دوره ګډه وډه کړي او د انسان او ژواک چاپېریال روغتیا ته خطرونه پېښ کړي.
نایتروجن
[سمول]نایتروجن لرونکې کیمیاوي سرې د نباتاتو لپاره د نایټرېټ او امونیم په څېر د نایتروجن داسې ډولونه برابروي چې په بیولوژیکي ډول د نبات په وده کې ګټور وي. د نایتروجن دا ډولونه د کرنې حاصلات او کرنیز تولید ډېروي خو پر ځمکلاندې او ځمکباندې اوبو منفي اغېز کولای شي او د اتوموسفیر د ککړتیا او د خاورې د روغتیا د کمزورۍ لامل کېږي. ټول هغه مغذي مواد چې د کیمیاوي سرې له لارې کارول کېږي، کرنیز محصولات یې نه جذبوي، بلکې پاتې برخه یې په خاوره کې را ټولېږي او یا د اوبو د جریان په ډول له منځه ځي. نایټرېټ لرونکې کیمیاوي سرې د حل د ډېر قابلیت او د مالیکولونو تر منځ د ورته چارجونو او د خاورې د منفي چارج لرونکو ذراتو له امله ښايي په خاوره کې د اوبو د جریان له لارې له منځه لاړې شي. د لوړې درجې نایتروجن لرونکې کیمیاوي سرې او په اوبو کې د نایټرېټ ډېر انحلال په ځمکلاندې او ځمکباندې اوبو کې د نفوذ او په پایله کې د ځمکلاندې اوبو د ککړتیا لامل کېږي. کله چې د ځمکلاندې اوبو په یوه لېتر کې د نایټرېټ اندازه له لسو ملي ګرامو څخه ډېرېږي نو په ماشومانو کې د اکسیجن د شدید کمښت، د تایرایډ غدې د ناروغیو او سرطان ناروغۍ د بېلابېلو ډولونو لامل کېږي. د نایتروجن تثبیت چې اتوموسفیري نایتروجن د نورو د لاسرسي وړ بیولوژیکي شکلونو لپاره پوښي او نایتروجن کمول چې په بیولوژیکي بڼه ناتیروجن پر نایتروجن او نایتروجن ډای اکسایډ بدلوي، هغه دوې مهمې میتابولیکي پروسې دي چې د نایتروجن په دوراني سیستم کې ښکېلې دي او ایکوسیستمونو ته د نایتروجن د ننوتلو او راوتلو لویې برخې دي. دا پروسې له نایتروجن سره مرسته کوي چې د اتوموسفیر تر منځ چې هلته ۷۸ سلنه نایتروجن موجود دی، جریان پیدا کړي. د نایتروجن په دوراني سیستم کې نورې مهمې پروسې نایټریټیکي کېدل او امونیایی کېدل دي چې امونیم په نایټرېټ یا تېزابو کې پټوي او یا عضوي مواد پر امونیمي موادو بدلوي. [۷][۸][۹][۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴]
بیوټیک سرچینې
[سمول]د کوچنیو ژوندیو موجوداتو افت وژونکي
[سمول]دا د افت او حشرو وژونکو هغه ډولونه دي چې له ځینو طبیعي موادو (حیواناتو، نباتاتو، کوچنیو ژوندیو موجوداتو اوځینو منرالونو) څخه لاس ته راغلي دي. د دودیزو او پخوانیو افت وژونکو پر ځای د بدیل په توګه، دا افت او حشره وژونکي ښايي په عمومي ډول کرنیزه ککړتیا کمه کړي، ځکه د دغو افت وژونکو کنترول اسانه او خوندي دی او معمولاً پر ګټورو فقاریه اوغیر فقاریه حیواناتو اغېز نه کوي او د پاتې کېدو وخت یې لنډ وي، که څه هم داسې اندېښنې شته چې د کوچنیو ژوندیو موجوداتو افت وژونکي او حشره وژونکي ښايي پر نورو کوچنیو ژوندیو موجوداتو منفي اغېزې وکړای شي.[۱۵][۱۶]
سرچينې
[سمول]- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ "Investigating the Environmental Effects of Agriculture Practices on Natural Resources". USGS. January 2007, pubs.usgs.gov/fs/2007/3001/pdf/508FS2007_3001.pdf. Accessed 2 April 2018.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil). https://www.ipcc.ch/report/srccl/.
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Gullan, P.J. and Cranston, P.S. (2010) The Insects: An Outline of Entomology, 4th Edition. Blackwell Publishing UK: 584 pp.کينډۍ:Page needed
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ Lua error in Module:Citation/CS1/Utilities at line 38: bad argument #1 to 'ipairs' (table expected, got nil).
- ↑ L. P. Pedigo, and M. Rice. 2009. Entomology and Pest Management, 6th Edition. Prentice Hall: 816 pp.کينډۍ:Page needed