کرنيزه چاپېريالپوهنه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کرنيزه چاپېريالپوهنه یوه علمي څانګه ده، کومه چې په کرنيز توليداتي سيستم عملي کېدونکې چاپيريالي پروسې تر مطالعې لاندې نيسي. د چاپېريالپوهنې د اصولو په منلو سره په کرنيز چاپېريالي سيستم ک د مديريت نوي ليدلوري وړانديز کېدای شي. دا اصطلاح عموماً په بې پری ډول کارېدلې ده، لکه چې دا اصطلاح هم د يو علم، هم د يو خوځښت او هم د يو کرنيز عمل په توګه استعمالېدای شي.د کرنيزو چارو چاپېريال پوهان ډول ډول کرنيز چاپېريالي سيستمونه تر مطالعې لاندې نيسي. د کرنيزې چاپېريال پوهنې ډګر د کروندګرۍ له هېڅ ټاکلې بڼې سره نه دی تړلی، که هغه عضوي وي، که توليدي وي، يو ځای شوی يا صنعتي وي، زيات وي يا پراخه وي، خو بيا هم ځينې دا نوم د بديلې کرنې لپاره کاروي.[۱]

تعريف[سمول]

OECD د کرنيزې چاپېريالپوهنې تعريف «د کرنيزو فصلونو او چاپېريال تر منځ د اړيکې» په توګه کړی دی. « Dalgaard et al» او کرنيزه چاپېريالپوهنه په کرنيزو سيستمونو کې د بوټو، ژويو، انسانانو او چاپېريال تر منځ د تعامل د مطالعې په توګه تعريف کړې ده. فرانسيس او نورو همدا ډول تعريف کارولی دی، خو د هغوی په باور دا بايد تر کرنيزو خوراکونو پورې محدود وساتل شي.[۲][۳][۴]

کرنيزه چاپېريالپوهنه د موجوداتو د يووالي د اند پلوی ليدلوری دی چې هڅه کوي له طبيعت او د معيشيت له توکو سره د شريکې ګټې تر لاسه کولو په موخه کرنه او سيمه ييزې ټولنې له طبيعي پروسو سره يوځای کړي.

کرنيزه چاپېريالپوهنه په طبيعي ډول ګڼ څانګيز علم دی چې د کرنيزو توليداتو، چاپېريالپوهنې، چاپيريالي علومو، ټولنپوهنې، اقتصاد، تاريخ او نورو په څېر علوم پکې شامل دي. کرنيزه چاپېريالپوهنه د ځمکې د خصوصياتو او بوټو-خځنده ګانو تر منځ د تعامل په څېر د کرنيزې چاپېريالپوهنې د عناصرو د پېژندو لپاره له بېلا بېلو علمومو ځينې کار اخلي، تر څنګ يې په کليوالو ټولنو د کروندګرۍ د اغېزو، په نويو توليدي طريقو چمتو کولو کې د اقتصادي خنډونو، يا د کروندګرۍ د طريقو د ټاکونکو کلتورونو عواملو د پېژندلو لپاره ټولنيز علوم کاروي. د کرنيز چاېريالپوهنې د سيستمونو د سيستم په خصوصياتو کې دا برخې شاملېدای شي: توليد، ثبات، پايښت او برابری. کرنيزه چاپېريالپوهنه تر يوې اندازې پورې محدوده نه ده، دا له يو انفرادي «جين» څخه نيولې بيا تر ټول نفوس پورې په ځان کې رانغښتلی شي، يا په يو ټاکلي کروندځای کې د يو واحد ډګر څخه نيولې تر نړيوالو سيستمونو پکې شاملېدای شي.[۵][۶]

« Wojtkowski» د طبيعي چاپېريالپوهنې نظامونه له کرنيزې چاپېريالپوهنې څخه جلا کوي، دا ځکه چې د طبيعي چاپېريالپوهنې په سيستمونو کې د اقتصاد هېڅ ونډه نه شته، په داسې حال کې چې په کرنيزه چاپېريالپوهنه کې، د پلان شوي او منظم چاپېريال په داخل کې شته ژونديو موجوداتو ته په پاملرنې سره، انساني فعاليتونه او په همدې بنسټ اقتصاديات، دا ټول هغه بنسټيز مديريتي ځواکونه دي چې په پايله کې دا ډګر مديريت کوي. « Wojtkowski» په ۲۰۰۲ز کال کې په خپاره کړي کتاب کې په کرنه کې د کرنيزې چاپېريالپوهنې، ځنګل پالنې او کرنيزې ځنګل پالنه کې  د کرنيزې چاپېريالپوهنې په پلي کيدو بحث کړی دی. [۷][۸]

ډولونه[سمول]

«بټل» د ۲۰۰۳ز کال د کانفرانس په ليکنه کې د کرنيزې چاپېريالپوهنې څلور ډولونه په ګوته کړي دي. هغه مهم ډولونه چې نوموړی يې د چاپېريالپوهنې د سيستم کرنيزه چاپېريالپوهنه بولي، د هغه په ادعا دا د «هاورډ ټي اوډم» د چاپېريالپوهنې د سيستمونو له چاپېريالپوهنې څخه اخيستل شوي دي او په کلیوالې ټولنپوهنې او کرنيزې چاپېريالپوهنې يې توجه کمه ده، کوم چې د پوهې د پرمختګ او هغو فعاليونو پر لور زيات مرکوز بولي چې کرنه ډېره پايدلې وګرځوي. «بټل» يې درېيم لرغونی ډول چاپېريالي سياسي اقتصادي بولي، کوم چې هغه په کرنيز سياست او اقتصاد نيوکه کوي او بنسټپال سياست ته ميلان پيدا کوي. تر ټولو نوې او کوچنۍ بڼه يې چې «بټل» جوړه کړې هغه کرنيز-نفوس چاپېريالپوهنه ده، کومه چې د هغه په وينا له لومړي ډول سره ډېر ورته والی لري، خو په بنسټيز ډول دا د نفوس د چاپېريالپوهنې د نويو اندونو پر بنسټ ولاړه ده، لکه د انواعو په جوړلو کې د نفوس محرکات او له اقليم او بايوجيوکيميا سره د هغې اړيکې او د جينيټيک ونډه. [۹]

« Dalgaard et al» جلا ليدلوري په ګوته کړي دي: کوم ته چې دوی ابتدايي يو ځای شوې کرنيزه چاپېريالپوهنه وايي، لکه د «هينري ګليسن» او «فريډريک کليمينس» څېړنې. په دويم ډول کې هغوی د هيچټ (۱۹۹۵) يادونه کوي چې د ستونزمنې کرنيزې چاپېريالپوهنې بنسټ يې ايښی، کوم چې دوی د چاپېريال سياست لپاره د ډېر غبرګون ښودونکي په توګه معرفي کوي، خو د هغې رېښې د اندازه کېدو وړ واحدونو او ټيکنالوژيو کې دي. دوی په خپله دې ته د نرمې کرنيزې چاپېريالپوهنې نوم ورکوي، کوم چې دوی په دې ډول تعريف کوي چې هڅه کوي کرنيزه چاپېريالپوهنه د نرمې پانګې په توګه تعريف کړي، لکه کلتور يا تجربه.[۱۰]

خلک کولای شي چې د کرنېزې چاپېريالپوهنې اصطلاح د علم، خوځښت يا کوم عمل لپاره وکاروي. د يو خوځښت په توګه د دې اصطلاح کارول په ۱۹۹۰ز لسيزه کې ډېر عام شول، په ځآنګړي ډول په امريکاګانو کې. «ميګويل الټيري» په دې برخه کې له سياسي اړخه خپرونې کړي دي، څوک چې «بتيل» د کرنيزې چاپېريالپوهنې له سياستوالو سره يوځای کړی. نوموړي کرنيزه چاپېريالپوهنه په پاېدونکې کرنې، بدلې کرنې او دوديز علم عملې کړې.  [۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

تاريخ[سمول]

لنډه ارزونه[سمول]

د کرنيزې چاپېريالپوهنې تاريخ په دې پورې اړه لري چې ايا ته د هغې يادونه د اندونو د يوې ټولګې په توګه کوې، يا د کار د يوې طريقې په توګه، ځکه چې په نړۍ کې ډېرو پخوانيو کلتورونو دا ټکی له تاريخي اړخه کارولی دی او اوسمهال هغه طريقې کاروي، کومې به چې موږ اوس د کرنيزې چاپېريالپوهنې د ګټور علم په توګه په نظر کې نيسو. په بېلګو کې يې ماوري، ناهوټ او ډېر نور سيمه ييز اصلي اوسېدونکي خلک شامل دي. د مکسيکا خلکو، څوک چې د امريکاګانو له استعمار مخکې په «ټينوکټيټلان» کې اوسېدل، له داسې يو عمل څخه يې کار اخيست چې د «چيناپاس» په نوم پېژندل کېدو، کوم چې اوس له ډېرو اړخونو څخه په پايدلې کرنه کې د سرې څخ کار اخيستلو ښودنه کوي. د کرنيزې چاپېريالپوهنې د طريقو کارول، لکه غذاييت اړند بيا تازه کول او په يو پټي کې د ګڼو بوټو کرل له سلګونو کلونو راهيسې او په بېلا بېلو کلتورونو کې کېږي. اصلي اوسېدونکي خلک هم اوسمهال د هغو خلکو ستره برخه ده چې کرنيزې چاپېريالپوهنې کارونه استعمالوي او هغه خلک، څوک چې د د ډېرې کرنې په يو کرنيز چاپېريال کې د لېږدولو تحريک کې شامل دي.[۱۸][۱۹][۲۰][۲۱]

له دويمې نړیوالې جګړې مخکې علمي فکر[سمول]

د ګليسمين او فرانسيس او داسې نورو په وينا، په لومړيو کې کرنه او چاپېريالپوهنه د ټولو تر مخې په ۱۹۲۸ز کال کې د «کلاګيس» په واسطه د فصلونو د چاپېريالپوهنې له مطالعې سره تړلي وو. دا کار د دې مطالعه کول دي چې فصلونه چېرته ښه وده کولای شي.[۲۲][۲۳][۲۴]

«ويزيل» او داسې نور وايي چې د کرنيزې چاپېريالپوهنې اصطلاح په لومړي ځل په ۱۹۲۸ز کال کې ياده شوې وه، کله چې دا اصطلاح د «باسيل بينسين» له خوا خپره شوه. «ډالګارډ» او داسې نور ادعا کوي چې المانی ژوپوه «فريډريک» لومړی هغه څوک و چې دا نوم يې په ۱۹۳۰ز کال کې په خپل کتاب کې چې د کرنې ا و ځنګل پالنې د ژوپوهنې په اړه یې ليکلی و، وکارولو، له هغه وروسته په ۱۹۳۹ز کال کې امريکايي فصل پېژندونکي «هانسين» د دې نوم استعمال وکړ، دواړو دا ټکی په کرنه کې د چاپېريالپوهنې د پلې کولو په برخه کې کارولی و. [۲۵][۲۶]

له دويمې نړيوالې جګړې وروسته علمي فکر[سمول]

شونې ده چې د « Agrarökologie » په نوم د «ټيچلير» کتاب لومړی هغه کتاب وي چې د کرنيزې چاپېريالپوهنې نوم ورکړل شوی دی. هغه بېلا بېل اجزاء (بوټي، ژوي، ځمکې او اقليم) او کرنيزې چاپېريالپوهنې له سيستم سره د هغې د تعاملاتو شننه وکړه، تر څنګ يې په دې اجزاوو د بشري کرنې د مديريت اغېزې تر تحليل لاندې ونيولې.[۲۷]

«ګليسمين» روښانه کړې چې له دويمې نړيوالې جګړې وروسته چاپېريال پوهانو په طبيعي چاپېريال کې په تجربو خپل تمرکز زيات کړ، په داسې حال کې چې کرنپوهانو خپله پاملرنه په کرنه کې کرل شويو سيستمونو ته وقف کړه، خو د ۱۹۷۰ز لسيزې کرنپوهانو د چاپېريالپوهنې ارزښت وليد او چاپېريال پوهانو د کرنې سيستمونه د مطالعې د ډګرونو په توګه په کارولو پیل وکړ او په دې ډول په کرنيزه چاپېريالپوهنه کې په چټکۍ سره وده وشوه. ډيری هغه کتابونه او ليکنې چې د کرنيزې چاپېريالپوهنې د سيستمونو د مفکورې او د کرنيزې چاپېريالپوهنې ټکي يې کارول په ۱۹۷۰ز لسيزه کې زيات راڅرګند شول. د ډالګارډ او داسې نورو په وينا، شونې ده چې دا د «عملي چاپېريالپوهنې» تصور و، لکه چې «ارتهر ټينسلي» په ۱۹۳۰ز لسيزه کې تر مطالعې لاندې نيولې وه او د «هارپر» د ۱۹۷۴ز کال د کرنيز نظام په تصور يې اغېز ښيندلی و، کوم چې دوی د نوي کرنيزې چاپېريالپوهنې بنسټ بولي. ډالګار او داسې نور ادعا کوي چې د ټولنيزو علومو، د ټولنې چاپېريالپوهنې او د ځمکې طبيعې منظرو ليدلوري په کارولو سره د چاپېريالپوهنې په اړه د فريډريک کليمينټس څېړنه کرنيزه چاپېريالپوهنه ده، په ورته توګه د هنري ګليسن د بېلا بېلو ساينسي مضامينو په کارولو سره د بوټو د نفوس په اړوند د چاپېريالپوهنې څېړنې. د ۱۹۷۰ز لسيزه کې په مکسيکو کې د دوديزې پوهې په اړوند د اصلي بوټې پېژندونکي « Efraim Hernandez X» کار په کرنيزې چاپېريالپوهنې کې نوي تعليمي پروګرامونه پیدا کړل.[۲۸]

سرچينې[سمول]

  1. Wezel, A., Bellon, S., Doré, T., Francis, C., Vallod, D., David, C. (2009). Agroecology as a science, a movement or a practice Archived 2019-10-30 at the Wayback Machine.. A review. Agronomy for Sustainable Development
  2. "Agro-ecology". Glossary of Statistical Terms. OECD. February 22, 2003. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Dalgaard, Tommy, and Nicholas Hutchings, John Porter. "Agroecology, Scaling and Interdisciplinarity." Agriculture Ecosystems and Environment 100(2003): 39-51.
  4. Francis; et al. (2003). "Agroecology: the ecology of food systems". Journal of Sustainable Agriculture. 22 (3): 99–118. doi:10.1300/J064v22n03_10. S2CID 4138242. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Dalgaard, Tommy, and Nicholas Hutchings, John Porter. "Agroecology, Scaling and Interdisciplinarity." Agriculture Ecosystems and Environment 100(2003): 39-51.
  6. Conway, Gordon R. 1985. Agroecosystem analysis. Agricultural Administration, 20, 31-55.
  7. Wojtkowski, Paul A. (2002) Agroecological Perspectives in Agronomy, Forestry and Agroforestry. Science Publishers Inc., Enfield, New Hampshire, 356p.
  8. Wojtkowski, Paul A. (2006) Introduction to Agroecology: Principles and Practices. Haworth Press, Binghamton, NY, 404p.
  9. کينډۍ:Cite conference
  10. Dalgaard, Tommy, and Nicholas Hutchings, John Porter. "Agroecology, Scaling and Interdisciplinarity." Agriculture Ecosystems and Environment 100(2003): 39-51.
  11. Wezel, A., Soldat, V. (2009). A quantitative and qualitative historical analysis of the scientific discipline agroecology. International Journal of Agricultural Sustainability 7 (1): 3-18. |doi=10.3763/ijas.2009.040
  12. Wibblemann et al. (2013) Mainstreaming Agroecology: Implications for Global Food and Farming Systems. "Archived copy" (PDF). د اصلي (PDF) آرشيف څخه پر ۲۲ مې ۲۰۱۶ باندې. د لاسرسي‌نېټه ۱۹ مې ۲۰۱۵. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)صيانة CS1: الأرشيف كعنوان (link)
  13. Vandermeer, J. 1995. The ecological basis of alternative agriculture. Annu. Rev. Ecol. Syst. 26: 201-224
  14. Agroecology.org Archived 2006-04-22 at the Wayback Machine.
  15. Altieri, M.A. 1987. Agroecology: the scientific basis of alternative agriculture. Boulder: Westview Press
  16. Altieri, M.A. 1992. Agroecological foundations of alternative agriculture in California. Agriculture, Ecosystems and Environment 39: 23-53
  17. Miguel Altieri Applying Agroecology to Enhance the Productivity of Peasant Farming Systems in Latin America
  18. "Indigenous Agroecology". Maramatanga. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  19. "Chinampa Agricultural System of Mexico City" (PDF). FAO.org. July 7, 2017. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  20. Garí, Josep (2001). "Biodiversity and Indigenous Agroecology in Amazonia: The Indigenous Peoples of Pastaza". Etnoecologica. 5: 21–37. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  21. Suárez-Torres, J., Suárez-López, J. R., López-Paredes, D., Morocho, H., Cachiguango-Cachiguango, L. E., & Dellai, W. (2017, June 1). Agroecology and Health: Lessons from Indigenous Populations. Current Environmental Health Reports. https://doi.org/10.1007/s40572-017-0146-z
  22. Francis; et al. (2003). "Agroecology: the ecology of food systems". Journal of Sustainable Agriculture. 22 (3): 99–118. doi:10.1300/J064v22n03_10. S2CID 4138242. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  23. Gliessman, Stephen. R Agroecology: Ecological Processes in Sustainable Agriculture. Ann Arbor: Sleeping Bear Press, 1998.
  24. Klages, K.H.W. 1928. Crop ecology and ecological crop geography in the agronomic curriculum. J. Amer. Soc. Agron. 20:336-353.
  25. Dalgaard, Tommy, and Nicholas Hutchings, John Porter. "Agroecology, Scaling and Interdisciplinarity." Agriculture Ecosystems and Environment 100(2003): 39-51.
  26. Friederichs, K. (1930) Die Grundfragen und Gesetzmäßigkeiten der land- und forstwirtschaftlichen Zoologie. Vol. 1: Ökologischer Teil, Vol. 2: Wirtschaftlicher Teil. Verlagsbuchhandlung Paul Parey, Berlin, Germany, 417 and 443 pp.
  27. Tischler, W. (1965). Agrarökologie. Gustav Fischer Verlag, Jena, Germany, 499 pp.
  28. Gliessman, Stephen. R Agroecology: Ecological Processes in Sustainable Agriculture. Ann Arbor: Sleeping Bear Press, 1998.