Jump to content

کرل شوې غوښه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کرل شوې یا مصنوعي غوښه (انګلیسي: Cultured meat؛ چې په نورو نومونو هم پېژندل کېږي، لاندې وګورئ) هغه غوښه ده چې د حیواناتو د حجرو د اېن ویټرو (in vitro) حجروي کښت په وسیله تولیدېږي. دا د حجروي کرنې یا کښت یوه بڼه ده، چې د کرنیزو مېتودونو له لارې د پروټین مصرفوونکو د غوښتنې د زیاتوالي په صورت کې سپړل کېږي.[۱][۲]

کرل شوې غوښه د نسجونو د انجنیري تخنیکونو په کارولو سره تولیدېږي، چې په دودیز ډول په ترمیمي یا تجدیدي درملو کې کارېږي. د کرل شوې غوښې مفهوم د ۲۰۰۰مې  لسیزې په لومړیو کې د جیسن متیني له لوري وروسته له هغه عام شو، چې نوموړي د کرل شوې غوښې د تولید په اړه یوه مقاله ولیکله او نوی هارویسټ څېړنیز بنسټ یې رامنځته کړ، کوم چې د نړۍ لومړنی هغه غیر انتفاعي سازمان دی چې د اېن ویټرو غوښې څېړنو ته وقف شوی دی.[۳][۴][۵]

کرل شوې غوښه ممکن د غوښې د تولید، د څارویو د هوساینې، د خوړو د خوندیتوب او د انسان د روغتیا اړوند چاپېریالي اغېزو پام وړ نړیوالې ستونزې هوارې کړي. په ځانګړې توګه، د اقلیمي بدلونونو راکمولو په برخه کې په پام کې نیول کېدای شي.[۶][۷][۸][۹][۱۰]

په ۲۰۱۳ کال کې د ماستریچ پوهنتون پروفیسور مارک پوسټ په مستقیم ډول له حجرو څخه د تولید شوې لومړنۍ برګر غونډارۍ په جوړولو سره، د کرل شوې غوښې لپاره د ثبوت مفهوم وړاندې کړ. له هغه وخت راهیسې، د کرل شوې غوښې نورو پروټوټایپونو د رسنیو پام ځانته اړولی دی: سوپر میټ په تل ابیب کې د "چرګ" په نوم له-کښت-تر-دسترخوانه رستورانت پرانیست ترڅو د دغه "چرګ" برګر په اړه د مصرفوونکو غبرګون وازمويي، حال دا چې "په نړۍ کې له حجرو څخه د کرل شوې غوښې لومړی سوداګریز پلور" د ۲۰۲۰ کال په ډسمبر کې د سینګاپور په رستورانت "۱۸۸۰" کې ترسره شو، چېرته چې د امریکايي شرکت ایست جسټ (Eat Just) له لوري تولید شوې کرل شوې غوښه وپلورل شوه.[۱۱][۱۲][۱۳]

په داسې حال کې چې په دې برخه کې ډېری هڅې پر عامو غوښو تمرکز کوي لکه د خنځیر غوښه، د غوایي غوښه او د چرګ غوښه چې په پرمختللو هېوادونو کې د مصرف لویه برخه جوړوي، خو بیا هم ځینې نوي شرکتونه لکه اوربیلین بایو په مرغوبو یا غیرمعمولي غوښو تمرکز کړی، چې ایلک، لامب، بایسون، او د غوایي د غوښې ارزښتناکه واګیو پکې شاملېږي. اوانټ غوښو بازار ته کرل شوي ګروپر کبان وړاندې کړي، او ځینو شرکتونو د نور ډوله کبانو او نورو سمندري غذاګانو کښت پیل کړی.[۱۴][۱۵][۱۶][۱۷]

د تولید پروسه په دوامداره توګه وده کوي، چې د څو شرکتونو او څېړنیزو بنسټونو له لوري پرمخ وړل کېږي. د کرل شوې غوښې کارول د اخلاقي، روغتیايي، چاپېریال، کلتوري، او اقتصادي بحثونو لامل هم شوي دي. د بازار د پیاوړتیا په برخه کې، د "ښو خوړو انسټیټیوټ" په نوم غیردولتي سازمان له لوري خپرې شوې شمېرې ښيي، چې په ۲۰۲۱ کال کې د غوښې د کښت شرکتونو یوازې په اروپا کې ۱۴۰ ملیون ډالره جذب کړي.[۱۸][۱۹]

له عادي غوښې سره یې توپیر[سمول]

روغتیا[سمول]

د کښت شوې غوښې پراخ تولید ممکن د ودې مصنوعي هورمونونو ته، چې د غوښې د تولید لپاره په کښت کې اضافه شي، اړتیا ولري یا یې هم ممکن اړتیا نه وي.[۲۰][۲۱]

دا چې کرل شوې غوښه په شنډ یا عقیم چاپېریال کې کرل کېږي، د انټي بیوټیکونو اړتیا نشته. په اوسني وخت کې، په دودیز زراعت کې د انټي بیوټیکونو پراخ کارول په انسانانو کې د انټي بیوټیک د مقاومت اصلي محرک دی. د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، انټي مایکروبي مقاومت "د نړیوالې عامې روغتیا لپاره د یوه مخ پر ودې جدي ګواښ ښودنه کوي چې په ټولو دولتي سکتورونو او د ټولنې په کچه اقدام ته اړتیا لري" – په دې برخه کې تر ۲۰۵۰ کال پورې هر کال د ۱۰ میلیونه مړینو اټکل شوی. کرل شوې غوښه کولی شي د انسانانو روغتیا ته د دغه ستر ګواښ د راکمولو یو اغېزناک حل وړاندې کړي.[۲۲][۲۳][۲۴][۲۵]

څېړونکو وړاندیز کړی چې د اومېګا-۳ شحمي اسیدونه (omega-3 fatty acids) د یوه روغتیايي مزیت په توګه کرل شوې غوښې ته ورزیاتېدای شي. په ورته ډول، د معمولي غوښې د اومېګا-۳ شحمي اسید منځپانګه هم د څارویو د تغذیې په بدلولو سره وده کولی شي. اوسمهال په هسپانیه کې څېړنه روانه ده ترڅو له صحي غوړو سره کرل شوې غوښه جوړه کړي، چې کولی شي کولسټرول او د کولمو د سرطان خطر، چې معمولا د سرې غوښې له مصرف سره تړاو لري، راکم کړي. د ټایمز مجلې په یوه ګڼه کې راغلي، چې د حجروي کښت پروسه ممکن له بکتیریا او ناروغیو سره د غوښې مخ کېدل هم راکم کړي.[۲۶][۲۷][۲۸][۲۹]

د جدي کنټرول شوي او وړاندوینې وړ چاپېریال له کبله د کښت شوې غوښې تولید له عمودي کرنې سره پرتله شوی دی. ځینو پلویانو یې وړاندوینه کړې چې دا به د خطرناکو کیمیاوي موادو لکه د بوټو د پارازیټونو وژونکو او فنجي وژونکو، سختو ټپونو او له ځنګلي ژوند سره د مخامختیا راکمولو په برخه کې مشابه ګټې ولري.[۳۰]

له صنعتي غوښې یا د بیولوژیکي عضوي غوښې د تولید له لارو چارو سره د کرل شوو تولیدي غوښو د روغتیايي اغېزو د پرتلنې په اړه لا هم څېړنې نه دي شوې.

مصنوعي والی[سمول]

که څه هم کرل شوې غوښه د څارویو د عضلاتو حجرې، غوړ او ملاتړې حجرې، او همدارنګه د وینې رګونه لري، چې د دودیزو یا معمولي غوښو په څېر دي، خو بیا هم ځینو مصرفوونکو ته یې ممکن د لوړ تخنیک د تولید پروسه د منلو وړ نه وي. کرل شوې غوښه د جعلي یا "فرانکین میټ" په توګه توصیف شوې ده. له بلې خوا، کرل شوې غوښه له مصنوعي هورمونونو، انټي بیوټیکونو، سټرایډونو، درملو، او GMOs پرته، چې معمولا په کارخانه‌اي فارمي غوښو او سمندري غذاګانو کې کارېږي، تولیدېدای شي؛ که څه هم د عضوي بیولوژیکي تولید لپاره نه کارېږي.[۳۱][۳۲]

که د کرل شوې غوښې محصول د ظاهري بڼې، خوند، بوی، جوړښت، یا نورو فکټورونو له پلوه توپیر ولري، بیا نو ممکن له دودیزې تولید شوې غوښې سره سوداګریزه سیالي ونه شي کړای. د هډوکو او د زړه د عروقي سیسټم نشتوالی، د هغو غذاګانو لپاره چې دا برخې پکې د پخلنځي اړوند پام وړ مرسته کوي، یو منفي ټکی دی. که څه هم، د هډوکو او/یا وینې د نشتوالي له کبله کېدای شي ډېری دودیزې چمتو شوې غوښې، لکه د غوښې وزرونه، د ځینو خلکو لپاره ډېرې خوندورې وي. پردې سربېره، وینه او هډوکي هم ممکن په راتلونکي کې کښت شي.[۳۳][۳۴][۳۵]

چاپېریالي اغېزې[سمول]

د خوړو لپاره د څارویو تولید د هوا/اوبو د ککړتیا او کاربن د اخراج یا انتشار ستر لاملونه دي. په دې اړه پام وړ پوښتنې شته دي، چې ایا دودیز صنعت کولی شي د غوښې لپاره ګړندۍ غوښتنې پوره کړي. کرل شوې غوښه کېدای شي د دودیزې غوښې د تولید یو اګاهانه چاپېریالي بدیل وي.[۳۶][۳۷][۳۸]

تمه دا ده چې د کرل شوې غوښې چاپېریالي اغېزې د څارویو د پالنې په پرتله د پام وړ کمې وي. په هر هکتار ځمکه کې، چې د عمودي کرنې او/یا د کرل شوې غوښې د تولید لپاره کارېږي، ممکن له ۱۰ څخه تر ۲۰ هکتارو پورې ځمکه بېرته خپل طبیعي حالت ته راستنه شي. عمودي فارمونه (د کرل شوې غوښې پر اسانتیاوو سربېره) کولی شي د میتان له هضموونکو څخه ګټه پورته کړي ترڅو یې د برېښنا د اړتیاوو یوه برخه تولید کړي. د میتان هضموونکي د جوړېدو په ځای کې رامنځته کېدای شي ترڅو په تاسیساتو کې رامنځته شوي عضوي کثافات پر بایوګاز تبدیل کړي چې عموما له ۶۵ سلنه میتان څخه جوړ شوي دي. دا بایوګاز بیا د شنو خونو یا یو لړ بایوریکټرونو لپاره د برېښنا د تولید په موخه سوځېدلی شي.[۳۹][۴۰][۴۱]

سرچينې[سمول]

  1. Datar, I (January 2010). "Possibilities for an in vitro meat production system". Innovative Food Science & Emerging Technologies. 11 (1): 13–22. doi:10.1016/j.ifset.2009.10.007. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  2. (په 17 March 2022 باندې). Dutch Parliament Approves Cultured Meat Tasting In The Netherlands. Forbes.com.
  3. Schonwald, Josh (May 2009). "Future Fillet". The University of Chicago Magazine. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  4. Edelman, PD (3 May 2005). "Commentary: In Vitro-Cultured Meat Productionsystem". Tissue Engineering. 11 (5–6): 659–662. CiteSeerX = 10.1.1.179.588 10.1.1.179.588. doi:10.1089/ten.2005.11.659. PMID 15998207. لاسرسي‌نېټه ۰۸ اپرېل ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  5. Post, Mark (4 December 2013). "Medical technology to Produce Food". Journal of the Science of Food and Agriculture. 94 (6): 1039–1041. doi:10.1002/jsfa.6474. PMID 24214798. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  6. Bryant, Christopher J (3 August 2020). "Culture, meat, and cultured meat". Journal of Animal Science. 98 (8): skaa172. doi:10.1093/jas/skaa172. ISSN 0021-8812. PMC 7398566. PMID 32745186. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  7. Hong, Tae Kyung; Shin, Dong-Min; Choi, Joonhyuk; Do, Jeong Tae; Han, Sung Gu (May 2021). "Current Issues and Technical Advances in Cultured Meat Production: AReview". Food Science of Animal Resources. 41 (3): 355–372. doi:10.5851/kosfa.2021.e14. ISSN 2636-0772. PMC 8112310 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 34017947 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  8. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  9. Bryant, Christopher J (1 August 2020). "Culture, meat, and cultured meat". Journal of Animal Science. 98 (8): skaa172. doi:10.1093/jas/skaa172. PMC 7398566. PMID 32745186. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  10. Treich, Nicolas (May 2021). "Cultured Meat: Promises and Challenges". Environmental and Resource Economics. 79 (1): 33–61. doi:10.1007/s10640-021-00551-3. PMC 7977488 تأكد من صحة قيمة |pmc= (لارښود). PMID 33758465 تأكد من صحة قيمة |pmid= (لارښود). منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  11. Kolyohin, Nick (2 July 2021). "Feature: Israeli cultured meat company aims to redefine industry". Xinhua News Agency. لاسرسي‌نېټه ۰۲ جولای ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  12. Peters, Adele (5 November 2020). "At the first lab-grown meat restaurant, you can eat a 'cultured chicken' sandwich". Fast Company. لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  13. Scully, Matthew (17 January 2021). "Hello Cultured Meat, Goodbye to the Cruelty of Industrial Animal Farming". National Review. لاسرسي‌نېټه ۱۸ جنوري ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  14. "What is the most consumed meat in the world?". لاسرسي‌نېټه ۱۴ اکتوبر ۲۰۲۱. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  15. (په 26 April 2021 باندې). Investors eat up Orbillion Bio's plans for lab-grown Wagyu beef, elk and bison.
  16. (په 29 January 2021 باندې). Lab-grown fish makes a debut in Hong Kong.
  17. (په 5 May 2019 باندې). Seafood Without The Sea: Will Lab-Grown Fish Hook Consumers?.
  18. "Future Food - In Vitro Meat". futurefood.org. November 2018. لاسرسي‌نېټه ۲۶ نومبر ۲۰۱۸. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  19. (په June 2016 باندې). Cultured Meat. Sentience Politics.
  20. Edelman, P. D; McFarland, D. C.; Mironov, V. A.; Matheny, J. G. (2005). "In vitro-cultured meat production". Tissue Engineering. 11 (5–6): 659–662. doi:10.1089/ten.2005.11.659. PMID 15998207. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  21. Marta Zaraska (19 August 2013). "Is Lab-Grown Meat Good for Us?". The Atlantic. لاسرسي‌نېټه ۰۲ فبروري ۲۰۱۶. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  22. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  23. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  24. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  25. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  26. (په 20 January 2007 باندې). Test-tube meat science's next leap.
  27. Azcona, J.O.; Schang, M.J.; Garcia, P.T.; Gallinger, C.; Ayerza, R. (2008). "Omega-3 enriched broiler meat: The influence of dietary alpha-linolenic omega-3 fatty acid sources on growth, performance and meat fatty acid composition". Canadian Journal of Animal Science, Ottawa, Ontario, Canada. 88 (2): 257–269. doi:10.4141/cjas07081. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  28. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  29. Siegelbaum, D.J. (23 April 2008). "In Search of a Test-Tube Hamburger". Time. د اصلي آرشيف څخه پر ۲۲ جنوري ۲۰۱۰ باندې. لاسرسي‌نېټه ۳۰ اپرېل ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  30. Despommier, D. (2008). "Vertical Farm Essay I". Vertical Farm. د اصلي آرشيف څخه پر ۰۱ جولای ۲۰۰۹ باندې. لاسرسي‌نېټه ۲۶ جون ۲۰۰۹. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  31. "World's first lab-grown steak is made from beef but slaughter-free". 18 December 2018. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  32. (په February 19, 2016 باندې). Lab-grown food: It's what's for dinner!. CNET.
  33. "Lab-Grown Blood To Be Trialled in the U.K." IFLScience. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  34. Bradley, Sian (12 September 2017). "How do you grow bone in a lab? Good vibrations". Wired UK. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  35. Pigott, George M.; Tucker, Barbee W. (1990). Seafood. CRC Press. مخونه 236. د کتاب نړيواله کره شمېره 978-0-8247-7922-1. منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  36. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  37. (په 15 October 2018 باندې). Would you eat slaughter-free meat?.
  38. Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
  39. Tuomisto, Hannah (17 June 2011), "Environmental Impacts of Cultured Meat Production", Environmental Science & Technology, 45 (14): 6117–6123, Bibcode:2011EnST...45.6117T, doi:10.1021/es200130u, PMID 21682287 منځګړی |CitationClass= له پامه غورځول شوی (لارښود)
  40. A Farm on Every Floor, The New York Times, 23 August 2009
  41. Case Study – Landfill Power Generation Archived 3 December 2008 at the Wayback Machine., H. Scott Matthews, Green Design Initiative, Carnegie Mellon University. Retrieved 07.02.09