کرسټوفر مارلو
کرسټوفر مارلو | |
---|---|
د شخص مالومات | |
پيدايښت | ۲۳ فبروري ۱۵۶۴[۱][۲][۳] |
مړینه | |
تابعیت | انګلستان پاچايي |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه | |
لاسليک | |
وېبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
کرسټوفر مارلو د کېټ مالو په نوم هم پېژندل کېږي ()، چې د اليزابيتي دورې يو امريکايي ډرامه ليکونکی، شاعر او ژباړن و. مارلو د اليزابيتي خورا نامتو ډرامه ليکونکو له ډلې څخه دی. د “Tamburlaine” په نوم د نوموړي د «زياتو پېښو يا تقليدونو» د لوبې پر بنسټ، معاصر پوهان هغه په لندن کې تر ټولو مخکښ ډرامه ليکونکی ګڼي، چې د نوموړي له رمزه ډکې مړينې څخه مخکې يې ژوند کاوه. ځيني پوهان په دې باور هم دي، چې نوموړي ويليم شېکسپير تر خپلې سترې اغېزې لاندې راوړی و، چې له مارلو سره په يو کال عيسوي شوی و او وروسته د نامتو اليزابيتي ډرامه ليکوال په توګه د نوموړي ځايناستی شو. مارلو لومړنی شخص و، چې د خپل تش پاڼي بيت د کارولو له امله يې خورا اعتبار تر لاسه کړ، چې د يادې دورې لپاره معيار شو. د نوموړي ډرامې د هغوی د پام وړ زيار وېستونکو اتلانو له مخې توپير درلود. د مارلو په ادبي اثارو کې موندل شوې نمونې د حقيقي احساساتو په درلودلو سره انساني ګڼل شوي دي، چې د ځينو پوهانو لپاره د مالو «د پوهې پلوۍ ضد» او د خورا فزيکي تاوتريخوالي، ظلم، او وينې تويولو د وړاندې کونکو نندارو لپاره د خپلو اليزابيتي ليدونکو د خوندورو ذوقونو لپاره د نوموړي له لورې د ډرامو چمتو کولو سره همغږي کېدل يا پخلاينه ستونزمنه بولي.
د مارلو په ژوند کې پېښې ځيني وختونه هغومره سختې وې، لکه د نوموړي په ډرامو کې چې موندل شوي دي. په ۱۵۹۳ز کال کې د مارلو له مړينې څخه يې وروسته بېلابېل پارونکي راپورونه خپاره شول او د لازم او غوره سند د نه شتون له امله نن ورځ د پوهانو له لورې د بحث وړ ګرځېدلي دي. د شراب خونې د ناوړه جګړې، د کليسا پر وړاندې د کفري سپکاوي، د همجنسبازۍ د چل، د بل ډرامه ليکونکې له لورې د درغلۍ يا خيانت او د لوړ پوړې کچې (د لومړۍ اليزابيت شخصي شورا “Privy Council of Elizabeth I”) له لورې د جاسوسۍ په ګډون، د نوموړي د مړينې د څرنګوالي او لامل په اړه ګڼې انګېرنې دي. د مارلو د مړينې په اړه د ناببره وژل شوي شخص په اړه د پلټونکي رسمي مامور له لورې يوه انګېرنه په ۱۹۲۵ز کال کې څرګنده شوه او د ټولې کيسې په ويلو سره يې د ټولو پوهانو د هڅولو په برخه کې لږ څه وکړل، مګر د نوموړي په ژوندليک کې شته ناڅرګندتياوې يې لرې نه کړې. [۴][۵]
د ژوند لومړي وختونه
[سمول]کرسټوفر مارلو چې د نهه ماشومانو له ډلې دويم ماشوم او په ۱۵۶۸ز کال کې د خپلې خور ماري له مړينې څخه وروسته تر ټولو مشر و، د کانټيربري “Canterbury” سيمې د بوټ جوړونکي جان مالو او د هغه د مېرمنې کترين زوی و، چې مور يې د ډوور “Dover” د ويليم ارتر لور وه. نوموړي د ۱۵۶۴ز کال د فبروري په ۲۶ (د نېټو د پخواني سبک له مخې ، چې هغه وخت کارول کېده ۱۵۶۳ز کال، چې نوی کال يې د مارچ په ۲۵ نېټه وګڼه) د کانټيربري د سينټ جورج کليسا کې د تعميد غسل تر لاسه کړ؛ يانې عيسوي شو. ويل کېږي چې مارلي له ويليم شکسپير څخه نږدې دوه مياشتې مخکې زېږېدلی دی، ځکه چې د تاريخ له مخې شکسپير ته په سټراټبورډ اپان اوون “Stratford-upon-Avon” کې د ۱۵۶۴ز کال د اپرېل په ۲۶ نېټه د تعميد غسل ورکړل شوی و. [۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]
مارلو د ۱۴ کلنۍ په عمر د يو سکالرشيپ له مخې د کانټيربري د پاچا ښوونځي “The King’s School” کې او دوه کالونه وروسته د کمبرېج په کرپوس کرسټ کالج “Corpus Christ College, Cambridge” کې يو زده کونکی و، چې په دويم ښوونځي کې يې هم د سکالرشيپ له لارې زده کړې وکړې او په ۱۵۸۴ زکال يې ورڅخه د هنرونو برخه کې د لېسانس سند تر لاسه کړ. مارلو د ښوونځي د دورې، لوستلو او د اووېډ “Ovid” د کتابونو د ژباړې له لارې لاتيني ژبه کې د زياتې پوهې څښتن شو. په ۱۵۸۴ز کال کې پوهنتون نوموړي ته د هغې اوازې له امله د هنرونو برخه کې د ماسټرۍ سند په ورکولو کې زړه نازړه شوه، چې نوموړي ښايي غوښتل د شمالي فرانسې ريمس “Rheims” کې انګرېزي دارالعلوم ته لاړ شي او د اټکل له مخې غواړي د رومن کاتوليک د پادري په توګه د عيسوي ملايانو د ګومارنې دود لپاره چمتووالی ونيسي. که چېرې نوموړی اټکل رښتيا وی، نو دا ډول عمل به له هغه شاهي حکم څخه سيده يا مستقيمه سرغړونه وی، چې په ۱۵۸۵زکال کې د ملکې لومړۍ اليزابيت له لورې صادر شوی و او په رومن کاتوليک کليسا کې د ملا په توګه د هر انګرېزي وګړي د ننوتلو هڅه يې جرم ګڼه. [۱۲][۱۳][۱۴][۱۵]
د اروپا لويه وچه کې د کاتوليکانو او پروتستانتو تر منځ منځ په لويه کچه تاوتريخوالی د پوهانو له لورې د پروتستانت انګريزې ملکې د کاتوليک ضد دفاعي قوانينو د انګېزې په توګه ياد شوی دی، چې له ۱۵۸۱ز کال څخه په ۱۶۰۳ زکال کې د نوموړې د مړينې تر وخته صادر شوي وو. د مارلو لپاره د خورا ناوړه پايلو د لرلو سره سره يې سند هغه مهال د مهالوېش له مخې ورکړل شو، چې د پټې يا محرمې شورا د نوموړي په استازولۍ لاسوهنه وکړه او د ملکې پر وړاندې د نوموړي «د ژمن چلند» او «ښه خدمت» ستاينه يې وکړه. د مارلو د خدمت څرنګوالی د معاصرو پوهانو له لورې نه و مشخص شوی، مګر د کمبرېج چارواکو ته د نوموړي ليک د معاصرو پوهانو له لورې ګڼې انګېرنې راپارولي دي؛ په ځانګړي ډول هغه نظريه چې مارلو د پټې شورا د غړي ښاغلي فرانسس والسېنګام لپاره د پټ استازي يا جاسوس په توګه کار کاوه. د پټې يا محرم شورا د ليکنيزو اړيکو يوازينی شته ثبوت د هغوی د اجراتو په رسمي ثبتونو يا د ناستو په يادښتونو کې موندل کېږي، په داسې حال کې چې ليک ورک شوی دی. د اجراتو يا ناستو په يادو يادښتونو کې د جاسوسۍ په اړه هيڅ يادونه نه شته، مګر د پټې شورا د ورک شوي ليک معلومات راټولول ناڅرګند دي، چې له مخې يې ويل کېږي چې «دا د هغې د لويانو خوښي نه وه»، چې د مارلو په څېر ګومارل شوي اشخاص چې «د خپل هېواد په ګټه وو، د هغو خلکو له لورې بدنام شي چې د دې چارو په اړه پوهه نه لري». پوهان په دې اړه هوکړه لري، چې د ويوکو ناڅرګند کارول په عمومي ډول د حکومتي جاسوسانو د خوندي ساتلو په موخه وو، مګر دوی په دې اړه بحث کولو ته دوام ورکي، چې د مارلو په قضيه کې د هغه د هېواد ګټې په حقيقت کې څه وې او څه ډول يې په هغه ۲۳ کلن ليکوال باندې اغېزه وکړه، چې په ۱۵۸۷ زکال کې يې ادبي مسلک پيل کړ. [۱۶][۱۷][۱۸]
د مارلو د ځوانۍ
[سمول]د مارلو د ځوانۍ ژوند په اړه لږ معلومات دي. ټول شته شواهد له هغو څخه پرته، چې د نوموړي له ادبي کارونو څخه تر لاسه کېدلی شي؛ په قانوني ثبتونو او نورو رسمي سندونو کې موندل کېږي. د افسانوي او غير افسانوي کيسو ليکوالانو د نوموړي د مسلکي فعاليتونو، شخصي ژوند او ځانګړتيا په اړه اټکلونه کړي دي. مارلو د يو جاسوس، جنګيالي او کفري او همدا راز جادوګر، د دوه اشخاصو تر منځ د جنګ پلوي، د تمباکو کارونکي، جعل کار او ناوړه شخص په توګه ياد شوی دی. په داسې حال کې چې جی ای ډوني “J. A. Downie” او کانسټېنس کيورياما د يو څه زياتو پيکه او بې خونده اټکلونو پر وړاندې استدلال کړی دی، مګر په عمومي محتاط يا پام لرونکی جی بي سټين هغه څوک و، چې يادونه يې وکړه چې د مارلو د افسانې په توګه دا ټولې اليزابېتي اوازې او تورونه نه منل، بې بنسټه ښکاري. ډېری پوهانو د مارلو د ځوانۍ يا بلوغت د لنډ ژوند (۱۵۸۷ – ۱۵۹۳ز کال)، د ملحد په توګه د نوموړي د ژبني اعلان، د نوموړي د (ښايي ورته جنس) جنسيتي لېوالتياوو او د نوموړي د مړينې په اړه ناڅرګندو حالتونو يا پېښو په اړه ليکل کړي دي. [۱۹]
جاسوسي
[سمول]مارلو په حکومتي جاسوسۍ تورن دی. پارک هونان او چارلس نېکول فکر کوي، چې اصلي حالت او وړانديز دا و، چې مارلو هغه وخت په دنده وګومارل شو، چې نوموړی کمبرېج کې و. په ۱۵۸۷ز کال کې هغه وخت، چې پټې يا محرم شورا د کمبرېج پوهنتون ته امر وکړ چې مارلو ته د هنرونو د ماسټر په توګه د هغه سند ورکړي، ټولې هغه اوازې يې رد کړې چې نوموړی د هېواد د ګټو په اړه په ناڅرګندو چارو کې ښکېل و. د يادې دورې د پوهنځي شته سندونه هم په ګوته کوي، چې مارلو په (۱۵۸۴ – ۱۵۸۵ز) پوهنيز کال کې له پوهنتون څخه د معمول خلاف اوږدمهاله ناسوبتياوې درلودې، چې د پوهنتون له مقرراتو څخه يې تېری کاوه. د پوهنتون د خواړو او توکو د ساتنځای [تحويلخانې] شته دلايل، چې د شخصي بسياينو لپاره د زده کونکي پېرودنې ثبتوي، ښيي چې مارلو په پوهنتون کې د شتون په مودو کې په خوراک او څښاک باندې پرېمانه لګښت پيل کړ، چې کچه يې د سکالرشيپ له معلوم عايد څخه زياته وه. [۲۰]
سرچينې
[سمول]- ↑ پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm0549265/ — د نشر نېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۹
- ↑ Internet Speculative Fiction Database author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?82613 — subject named as: Christopher Marlowe — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ subject named as: Christopher MARLOWE — NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=-46730 — د نشر نېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
- ↑ Erne, Lukas, (2005) "Biography, Mythography, and Criticism: The Life and Works of Christopher Marlowe," Modern Philology, Vol. 103, No. 1, University of Chicago Press (August 2005), pp. 28-50.
- ↑ For a full transcript, see Peter Farey's Marlowe page Archived 22 June 2015 at the Wayback Machine. (Retrieved 30 April 2015).
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ Hopkins, L. (2005-11-29). A Christopher Marlowe Chronology (په انګليسي). Springer. p. 27. ISBN 978-0-230-50304-5. Archived from the original on 4 September 2022. نه اخيستل شوی 14 July 2021.
- ↑ Rackham, Oliver (2014). "The Pseudo-Marlowe Portrait: a wish fulfilled?" (PDF). Corpus Letter. Corpus Christi College, Cambridge (93): 32. Archived (PDF) from the original on 23 October 2021. نه اخيستل شوی 7 June 2021.
- ↑ Hilton, Della (1977). Who was Kit Marlowe? : The story of the poet and playwright. New York : Taplinger Pub. Co. p. 1. ISBN 978-0-8008-8291-4.
- ↑ Cowper, Joseph Meadows, ed. (1891). The register booke of the parish of St. George the Martyr, within the citie of Canterburie, of christenings, marriages and burials. 1538-1800. Canterbury: Cross & Jackman. p. 10. Archived from the original on 28 July 2020. نه اخيستل شوی 16 June 2020.
- ↑ Holland, Peter (2004). "Shakespeare, William". Oxford Dictionary of National Biography (January 2013 ed.). Oxford University Press. Archived from the original on 24 October 2016. نه اخيستل شوی 27 May 2020.
- ↑ کينډۍ:Acad
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ "Act Against Jesuits and Seminarists (1585), 27 Elizabeth, Cap. 2, Documents Illustrative of English Church History". Macmillan (1896). Archived from the original on 20 September 2020. نه اخيستل شوی 27 May 2020.
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ For a full transcript, see Peter Farey's Marlowe page Archived 23 December 2016 at the Wayback Machine. (Retrieved 30 April 2015).
- ↑ کينډۍ:Cite ODNB
- ↑ Hutchinson, Robert (2006). Elizabeth's Spy Master: Francis Walsingham and the Secret War that Saved England. London: Weidenfeld & Nicolson. p. 111. ISBN 978-0-297-84613-0.
- ↑ Steane, J. B. (1969). Introduction to Christopher Marlowe: The Complete Plays. Aylesbury, UK: Penguin. ISBN 978-0-14-043037-0.
- ↑ This is from a document dated 29 June 1587, from the National Archives – Acts of Privy Council.
- Pages with script errors
- د ويکيډېټا په کينډيو کې تېروتنې
- خطأ في قوالب ويكي بيانات
- ويکيډاټا سرچينې لرونکي مخونه
- په ويکيډاټا کي خرابي
- د ويکيډاټا توکو کاروونکي مخونه
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P27
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P69
- ځانګړتياوو لرونکي مخونه P345
- د وېبپاڼيزې کينډۍ لارښوونيز لینکونه
- ژبه لرونکي سرچينې انګليسي