منځپانگې ته ورتلل

کرسټوفر مارلو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
کرسټوفر مارلو
[[language|]]: Christopher Marlowe  ويکيډاټا کې (P1559) ځانګړنې بدلې کړئ
کرسټوفر مارلو
کرسټوفر مارلو

د شخص مالومات
پيدايښت ۲۳ فېبروري ۱۵۶۴[۱][۲][۳]
مړینه 30 می 1593 (29 کاله)[۴][۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۲][۳][۱۱][۱۲][۱۳]  ويکيډاټا کې (P570) ځانګړنې بدلې کړئ
تابعیت انګلستان پاچايي   ويکيډاټا کې (P27) ځانګړنې بدلې کړئ
عملي ژوند
تعلیم د کېمبرېج پوهنتون   ويکيډاټا کې (P69) ځانګړنې بدلې کړئ
کار/مسلک شاعر [۱۴]،  ژباړن/ه ،  ليکوال [۱۵]  ويکيډاټا کې (P106) ځانګړنې بدلې کړئ
کاروونکې ژبه انګليسي ژبه [۵][۱۶]  ويکيډاټا کې (P1412) ځانګړنې بدلې کړئ
لاسليک
کرسټوفر مارلو
کرسټوفر مارلو

وېبپاڼه
ربط=انٹرنیٹ مووی ڈیٹابیس مخ پر IMDB باندې  ويکيډاټا کې (P345) ځانګړنې بدلې کړئ

کرسټوفر مارلو د کېټ مالو په نوم هم پېژندل کېږي ()، چې د اليزابيتي دورې يو امريکايي ډرامه ليکونکی، شاعر او ژباړن و. مارلو د اليزابيتي خورا نامتو ډرامه ليکونکو له ډلې څخه دی. د “Tamburlaine” په نوم د نوموړي د «زياتو پېښو يا تقليدونو» د لوبې پر بنسټ، معاصر پوهان هغه په لندن کې تر ټولو مخکښ ډرامه ليکونکی ګڼي، چې د نوموړي له رمزه ډکې مړينې څخه مخکې يې ژوند کاوه. ځيني پوهان په دې باور هم دي، چې نوموړي ويليم شېکسپير تر خپلې سترې اغېزې لاندې راوړی و، چې له مارلو سره په يو کال عيسوي شوی و او وروسته د نامتو اليزابيتي ډرامه ليکوال په توګه د نوموړي ځايناستی شو. مارلو لومړنی شخص و، چې د خپل تش پاڼي بيت د کارولو له امله يې خورا اعتبار تر لاسه کړ، چې د يادې دورې لپاره معيار شو. د نوموړي ډرامې د هغوی د پام وړ زيار وېستونکو اتلانو له مخې توپير درلود. د مارلو په ادبي اثارو کې موندل شوې نمونې د حقيقي احساساتو په درلودلو سره انساني ګڼل شوي دي، چې د ځينو پوهانو لپاره د مالو «د پوهې پلوۍ ضد» او د خورا فزيکي تاوتريخوالي، ظلم، او وينې تويولو د وړاندې کونکو نندارو لپاره د خپلو اليزابيتي ليدونکو د خوندورو ذوقونو لپاره د نوموړي له لورې د ډرامو چمتو کولو سره همغږي کېدل يا پخلاينه ستونزمنه بولي.

د مارلو په ژوند کې پېښې ځيني وختونه هغومره سختې وې، لکه د نوموړي په ډرامو کې چې موندل شوي دي. په ۱۵۹۳ز کال کې د مارلو له مړينې څخه يې وروسته بېلابېل پارونکي راپورونه خپاره شول او د لازم او غوره سند د نه شتون له امله نن ورځ د پوهانو له لورې د بحث وړ ګرځېدلي دي. د شراب خونې د ناوړه جګړې، د کليسا پر وړاندې د کفري سپکاوي، د همجنسبازۍ د چل، د بل ډرامه ليکونکې له لورې د درغلۍ يا خيانت او د لوړ پوړې کچې (د لومړۍ اليزابيت شخصي شورا “Privy Council of Elizabeth I”) له لورې د جاسوسۍ په ګډون، د نوموړي د مړينې د څرنګوالي او لامل په اړه ګڼې انګېرنې دي. د مارلو د مړينې په اړه د ناببره وژل شوي شخص په اړه د پلټونکي رسمي مامور له لورې يوه انګېرنه په ۱۹۲۵ز کال کې څرګنده شوه او د ټولې کيسې په ويلو سره يې د ټولو پوهانو د هڅولو په برخه کې لږ څه وکړل، مګر د نوموړي په ژوندليک کې شته ناڅرګندتياوې يې لرې نه کړې. [۱۷][۱۸]

د ژوند لومړي وختونه

[سمول]

کرسټوفر مارلو چې د نهه ماشومانو له ډلې دويم ماشوم او په ۱۵۶۸ز کال کې د خپلې خور ماري له مړينې څخه وروسته تر ټولو مشر و، د کانټيربري “Canterbury” سيمې د بوټ جوړونکي جان مالو او د هغه د مېرمنې کترين زوی و، چې مور يې د ډوور “Dover” د ويليم ارتر لور وه. نوموړي د ۱۵۶۴ز کال د فبروري په ۲۶ (د نېټو د پخواني سبک له مخې ، چې هغه وخت کارول کېده ۱۵۶۳ز کال، چې نوی کال يې د مارچ په ۲۵ نېټه وګڼه) د کانټيربري د سينټ جورج کليسا کې د تعميد غسل تر لاسه کړ؛ يانې عيسوي شو. ويل کېږي چې مارلي له ويليم شکسپير څخه نږدې دوه مياشتې مخکې زېږېدلی دی، ځکه چې د تاريخ له مخې شکسپير ته په سټراټبورډ اپان اوون “Stratford-upon-Avon” کې د ۱۵۶۴ز کال د اپرېل په ۲۶ نېټه د تعميد غسل ورکړل شوی و. [۱۹][۲۰][۲۱][۲۲][۲۳][۲۴]

مارلو د ۱۴ کلنۍ په عمر د يو سکالرشيپ له مخې د کانټيربري د پاچا ښوونځي “The King’s School” کې او دوه کالونه وروسته د کمبرېج په کرپوس کرسټ کالج “Corpus Christ College, Cambridge” کې يو زده کونکی و، چې په دويم ښوونځي کې يې هم د سکالرشيپ له لارې زده کړې وکړې او په ۱۵۸۴ زکال يې ورڅخه د هنرونو برخه کې د لېسانس سند تر لاسه کړ. مارلو د ښوونځي د دورې، لوستلو او د اووېډ “Ovid” د کتابونو د ژباړې له لارې لاتيني ژبه کې د زياتې پوهې څښتن شو. په ۱۵۸۴ز کال کې پوهنتون نوموړي ته د هغې اوازې له امله د هنرونو برخه کې د ماسټرۍ سند په ورکولو کې زړه نازړه شوه، چې نوموړي ښايي غوښتل د شمالي فرانسې ريمس “Rheims” کې انګرېزي دارالعلوم ته لاړ شي او د اټکل له مخې غواړي د رومن کاتوليک د پادري په توګه د عيسوي ملايانو د ګومارنې دود لپاره چمتووالی ونيسي. که چېرې نوموړی اټکل رښتيا وی، نو دا ډول عمل به له هغه شاهي حکم څخه سيده يا مستقيمه سرغړونه وی، چې په ۱۵۸۵زکال کې د ملکې لومړۍ اليزابيت له لورې صادر شوی و او په رومن کاتوليک کليسا کې د ملا په توګه د هر انګرېزي وګړي د ننوتلو هڅه يې جرم ګڼه. [۲۵][۲۶][۲۷][۲۸]

د اروپا لويه وچه کې د کاتوليکانو او پروتستانتو تر منځ منځ په لويه کچه تاوتريخوالی د پوهانو له لورې د پروتستانت انګريزې ملکې د کاتوليک ضد دفاعي قوانينو د انګېزې په توګه ياد شوی دی، چې له ۱۵۸۱ز کال څخه په ۱۶۰۳ زکال کې د نوموړې د مړينې تر وخته صادر شوي وو. د مارلو لپاره د خورا ناوړه پايلو د لرلو سره سره يې سند هغه مهال د مهالوېش له مخې ورکړل شو، چې د پټې يا محرمې شورا د نوموړي په استازولۍ لاسوهنه وکړه او د ملکې پر وړاندې د نوموړي «د ژمن چلند» او «ښه خدمت» ستاينه يې وکړه. د مارلو د خدمت څرنګوالی د معاصرو پوهانو له لورې نه و مشخص شوی، مګر د کمبرېج چارواکو ته د نوموړي ليک د معاصرو پوهانو له لورې ګڼې انګېرنې راپارولي دي؛ په ځانګړي ډول هغه نظريه چې مارلو د پټې شورا د غړي ښاغلي فرانسس والسېنګام لپاره د پټ استازي يا جاسوس په توګه کار کاوه. د پټې يا محرم شورا د ليکنيزو اړيکو يوازينی شته ثبوت د هغوی د اجراتو په رسمي ثبتونو يا د ناستو په يادښتونو کې موندل کېږي، په داسې حال کې چې ليک ورک شوی دی. د اجراتو يا ناستو په يادو يادښتونو کې د جاسوسۍ په اړه هيڅ يادونه نه شته، مګر د پټې شورا د ورک شوي ليک معلومات راټولول ناڅرګند دي، چې له مخې يې ويل کېږي چې «دا د هغې د لويانو خوښي نه وه»، چې د مارلو په څېر ګومارل شوي اشخاص چې «د خپل هېواد په ګټه وو، د هغو خلکو له لورې بدنام شي چې د دې چارو په اړه پوهه نه لري». پوهان په دې اړه هوکړه لري، چې د ويوکو ناڅرګند کارول په عمومي ډول د حکومتي جاسوسانو د خوندي ساتلو په موخه وو، مګر دوی په دې اړه بحث کولو ته دوام ورکي، چې د مارلو په قضيه کې د هغه د هېواد ګټې په حقيقت کې څه وې او څه ډول يې په هغه ۲۳ کلن ليکوال باندې اغېزه وکړه، چې په ۱۵۸۷ زکال کې يې ادبي مسلک پيل کړ. [۲۹][۳۰][۳۱]

د مارلو د ځوانۍ

[سمول]

د مارلو د ځوانۍ ژوند په اړه لږ معلومات دي. ټول شته شواهد له هغو څخه پرته، چې د نوموړي له ادبي کارونو څخه تر لاسه کېدلی شي؛ په قانوني ثبتونو او نورو رسمي سندونو کې موندل کېږي. د افسانوي او غير افسانوي کيسو ليکوالانو د نوموړي د مسلکي فعاليتونو، شخصي ژوند او ځانګړتيا په اړه اټکلونه کړي دي. مارلو د يو جاسوس، جنګيالي او کفري او همدا راز جادوګر، د دوه اشخاصو تر منځ د جنګ پلوي، د تمباکو کارونکي، جعل کار او ناوړه شخص په توګه ياد شوی دی. په داسې حال کې چې جی ای ډوني “J. A. Downie” او کانسټېنس کيورياما د يو څه زياتو پيکه او بې خونده اټکلونو پر وړاندې استدلال کړی دی، مګر په عمومي محتاط يا پام لرونکی جی بي سټين هغه څوک و، چې يادونه يې وکړه چې د مارلو د افسانې په توګه دا ټولې اليزابېتي اوازې او تورونه نه منل، بې بنسټه ښکاري. ډېری پوهانو د مارلو د ځوانۍ يا بلوغت د لنډ ژوند (۱۵۸۷ – ۱۵۹۳ز کال)، د ملحد په توګه د نوموړي د ژبني اعلان، د نوموړي د (ښايي ورته جنس) جنسيتي لېوالتياوو او د نوموړي د مړينې په اړه ناڅرګندو حالتونو يا پېښو په اړه ليکل کړي دي. [۳۲]

جاسوسي

[سمول]

مارلو په حکومتي جاسوسۍ تورن دی. پارک هونان او چارلس نېکول فکر کوي، چې اصلي حالت او وړانديز دا و، چې مارلو هغه وخت په دنده وګومارل شو، چې نوموړی کمبرېج کې و. په ۱۵۸۷ز کال کې هغه وخت، چې پټې يا محرم شورا د کمبرېج پوهنتون ته امر وکړ چې مارلو ته د هنرونو د ماسټر په توګه د هغه سند ورکړي، ټولې هغه اوازې يې رد کړې چې نوموړی د هېواد د ګټو په اړه په ناڅرګندو چارو کې ښکېل و. د يادې دورې د پوهنځي شته سندونه هم په ګوته کوي، چې مارلو په (۱۵۸۴ – ۱۵۸۵ز) پوهنيز کال کې له پوهنتون څخه د معمول خلاف اوږدمهاله ناسوبتياوې درلودې، چې د پوهنتون له مقرراتو څخه يې تېری کاوه. د پوهنتون د خواړو او توکو د ساتنځای [تحويلخانې] شته دلايل، چې د شخصي بسياينو لپاره د زده کونکي پېرودنې ثبتوي، ښيي چې مارلو په پوهنتون کې د شتون په مودو کې په خوراک او څښاک باندې پرېمانه لګښت پيل کړ، چې کچه يې د سکالرشيپ له معلوم عايد څخه زياته وه. [۳۳]

سرچينې

[سمول]
  1. پیوستون : https://www.imdb.com/name/nm0549265/ — خپرېدونېټه: ۲۵ جون ۲۰۱۹
  2. ۲٫۰ ۲٫۱ ISFDB author ID: https://www.isfdb.org/cgi-bin/ea.cgi?82613 — سکالو پېژند: Christopher Marlowe — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  3. ۳٫۰ ۳٫۱ سکالو پېژند: Christopher MARLOWE — NooSFere author ID: https://www.noosfere.org/livres/auteur.asp?NumAuteur=-46730 — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ Invalid <ref> tag; name "a40fc6390758d3a6fdd71bf7ee0c6bba414a3b89" defined multiple times with different content
  4. د ټولټال کار کتنه په: http://feb-web.ru/feb/kle/ — سرليک: Краткая литературная энциклопедия — خپروونکی: The Great Russian Encyclopedia
  5. ۵٫۰ ۵٫۱ د پرانسې ملي کتابتون پېژند: https://catalogue.bnf.fr/ark:/12148/cb119146460 — خپرېدونېټه: ۱۰ اکتوبر ۲۰۱۵ — ليکوال: Bibliothèque nationale de France — سرليک: اوپن ڈیٹا پلیٹ فارم، платформа відкритих даних، платформа открытых данных، plateforme de données ouvertes، piattaforma di dati aperti، Opendata-Plattform، otevřená data platforma، åben-data-platform، տվյալների բաց շտեմարան، platforma za odprte podatke، plataforma de datos abierta، plataforma de dados aberta، платформа адкрытых даных، платформа на отворените данни، platforma otwartych danych، [ашық деректер платформасы] تېروتنه: [ناپېژانده] تېروتنه: {{Lang}}: ناسم ليک (لارښود): سکريپټ: cyrl ژبکوډ ملاتړ نه کوونکی: kk (لارښود)، ачык маалыматтарды платформа، açıq məlumat platforması، ochiq ma'lumotlar platforma، açık verilerin platformu، платформа отвореног података، platforma otvorenih podataka، platforma otvorenog podataka، platforma otvorených údajov، πλατφόρμα ανοικτών δεδομένων، platformu atklātā datu، platforma atvira duomenų، platvormi avatud andmete، avoimen datan foorumi، nyílt adatok platformja، პლატფორმა ღია მონაცემები، платформа за отворени податоци، нээлттэй мэдээллийн тавцан، platformă de date deschise، platformo de malferma datumoj، open data platform، плятформа адкрытых зьвестак، Усьтэм даннойёслэн платформазы، асыҡ мәғлүмәт платформаһы، açıq malümat platforması، açıq malümat platforması، ачык малюмат платформасы، öppen dataplattform، платформаи додаҳои боз، ачык кӧргӱзӱлердиҥ платформазы، гом бæрæггæнæнты платформæ او ashıq maǵlıwmatlar platforması — منښتلیک: Licence Ouverte
  6. SNAC ARK ID: https://snaccooperative.org/ark:/99166/w6dv1k85 — سکالو پېژند: Christopher Marlowe — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  7. Internet Broadway Database person ID: https://www.ibdb.com/broadway-cast-staff/4837 — سکالو پېژند: Christopher Marlowe — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  8. Itaú Cultural ID: https://enciclopedia.itaucultural.org.br/pessoa360232/christopher-marlowe — سکالو پېژند: Christopher Marlowe — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — ليکوال: Itaú Cultural — خپروونکی: Itaú Cultural — ISBN 978-85-7979-060-7
  9. Find a Grave memorial ID: https://www.findagrave.com/memorial/87196656 — سکالو پېژند: Christopher Marlowe — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  10. سکالو پېژند: Christopher Marlowe — IMSLP ID: https://imslp.org/wiki/Category:Marlowe,_Christopher — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷ — منښتلیک: Creative Commons Attribution-ShareAlike 4.0 International
  11. سکالو پېژند: Christopher Marlowe — Filmportal ID: https://www.filmportal.de/514fa06e05e041178f309da657fe9f9e — خپرېدونېټه: ۹ اکتوبر ۲۰۱۷
  12. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0040450.xml — سکالو پېژند: Christopher Marlowe — سرليک: Gran Enciclopèdia Catalana — خپروونکی: Grup Enciclopèdia
  13. Gran Enciclopèdia Catalana ID (former scheme): https://www.enciclopedia.cat/ec-gec-0040450.xml — سکالو پېژند: Christopher Marlowe — سمونګر: Colin Matthew — سرليک: Oxford Dictionary of National Biography — خپروونکی: Oxford University Press
  14. Poets.org poet ID: https://www.poets.org/poetsorg/poet/christopher-marlowe — خپرېدونېټه: ۱۸ می ۲۰۲۲
  15. د ټولټال کار کتنه په: https://www.bartleby.com/lit-hub/library — سمونګر: Charles Dudley Warner — سرليک: Library of the World's Best Literature
  16. CONOR.SI ID: https://plus-legacy.cobiss.net/cobiss/si/sl/conor/12863075
  17. Erne, Lukas, (2005) "Biography, Mythography, and Criticism: The Life and Works of Christopher Marlowe," Modern Philology, Vol. 103, No. 1, University of Chicago Press (August 2005), pp. 28-50.
  18. For a full transcript, see Peter Farey's Marlowe page Archived 22 June 2015 at the Wayback Machine. (Retrieved 30 April 2015).
  19. کينډۍ:Cite ODNB
  20. Hopkins, L. (2005-11-29). A Christopher Marlowe Chronology (in انګليسي). Springer. p. 27. ISBN 978-0-230-50304-5. خوندي شوی له اصلي څخه په 4 September 2022. بياځلي په 14 July 2021.
  21. Rackham, Oliver (2014). "The Pseudo-Marlowe Portrait: a wish fulfilled?" (PDF). Corpus Letter (93). Corpus Christi College, Cambridge: 32. خوندي شوی (PDF) له اصلي څخه په 23 October 2021. بياځلي په 7 June 2021.
  22. Hilton, Della (1977). Who was Kit Marlowe? : The story of the poet and playwright. New York : Taplinger Pub. Co. p. 1. ISBN 978-0-8008-8291-4.
  23. Cowper, Joseph Meadows, ed. (1891). The register booke of the parish of St. George the Martyr, within the citie of Canterburie, of christenings, marriages and burials. 1538-1800. Canterbury: Cross & Jackman. p. 10. خوندي شوی له اصلي څخه په 28 July 2020. بياځلي په 16 June 2020.
  24. Holland, Peter (2004). "Shakespeare, William". Oxford Dictionary of National Biography (January 2013 ed.). Oxford University Press. خوندي شوی له اصلي څخه په 24 October 2016. بياځلي په 27 May 2020.
  25. کينډۍ:Acad
  26. کينډۍ:Cite ODNB
  27. "Act Against Jesuits and Seminarists (1585), 27 Elizabeth, Cap. 2, Documents Illustrative of English Church History". Macmillan (1896). خوندي شوی له اصلي څخه په 20 September 2020. بياځلي په 27 May 2020.
  28. کينډۍ:Cite ODNB
  29. For a full transcript, see Peter Farey's Marlowe page Archived 23 December 2016 at the Wayback Machine. (Retrieved 30 April 2015).
  30. کينډۍ:Cite ODNB
  31. Hutchinson, Robert (2006). Elizabeth's Spy Master: Francis Walsingham and the Secret War that Saved England. London: Weidenfeld & Nicolson. p. 111. ISBN 978-0-297-84613-0.
  32. Steane, J. B. (1969). Introduction to Christopher Marlowe: The Complete Plays. Aylesbury, UK: Penguin. ISBN 978-0-14-043037-0.
  33. This is from a document dated 29 June 1587, from the National Archives – Acts of Privy Council.