کرسمس

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کرسمس د دوو لفظونو مجموعه ده کرائسټ Christ او ماس Mass، کرائسټ عیسی علیه السلام ته وایي او ماس Mass اجتماع یا غونډي ته وایي،  يعني د عیسی علیه السلام په خاطر راغونډېدل. کرسمس ته بعضي خلک عید میلادالمسیح هم وایي، دې ورځي ته يول ډې ( د پيدا کيدو کال) يا نوائل (د پيدا کيدو ورځ) هم وایي.

کيتوليک مسيحيان دغه ورځ په ۲۵ ډسمبر، ارتوډوکس مسیحیان یې د جنوري په شپږمه نیټه او ارمني کلیسا یې په ۱۹ نولسم جنوري لمانځي.

د کرسمس توري په پنځمه مسیحي سلیزه (پیړۍ) کښي تر غوږ سو، د دې څخه وړاندي د دې هیڅ ثبوت نه تر سترګو کیږي. د مسیحیانو په کتابونو کښي د مسیح د زیږېدو د نیټې په اړه څه کره او واضح ذکر نسته، یوازي یو څو اشارې ورته سوي دي او د عیسویانو تر منځ د حضرت عیسی علیه السلام د زیږېدو د نیټې په اړه له یو بل سره سخت اختلافات دي.

د (AD) اینو ډومیني یعني عیسی علیه السلام د پیدا کېدو د کال په اړه د عیسویانو په مشهور کتاب قاموس الکتاب کښي لیکل سوي چي: عیسی علیه السلام د عیسوي کال څخه څلور کاله مخکي زیږیدلی وو، دغه شان مائیکل هارټ The Hundred کښي لیکلي چي: عیسی علیه السلام د دغه وخت څخه شپږ کاله پخوا پیدا سوی وو.

د بایبل نوره او انجیل لوقا په اول باب کښي د ۲۶ څخه تر ۳۱ نمبر ایتونو کښي داسی لیکل سوي دي چي : ” په شپږمه میاشت کښي جبرائیل د خدای له خوا څخه د ګُلیل په یوه ښار ناصِره کښي د یوې پیغلي (باکرې) په لوري ولیږدول سو او فرښتې ورته وویل چي مریم! ته مه وېرېږه د خدای له طرفه پر تا فضل وسي او وګوره ته به حامله سې او ستا زوی به پیدا سي او ته د هغه نوم یسوع کښیږده.”

که د دې ایتونو په شروع کښي تاسي لږ غور وکړئ نو دلته د شپږمي میاشتي ذکر دی او په هغه وخت کښي چي کومه جنتري یا حساب استعمالېده هغه یهودی وو او د یهودي جنتري مطابق شپږمه میاشت (دالول) ده کومه چي د یهودي جنترۍ تر مخه په اګست کښي راځي. که د اګست څه موږ او تاسي نهه میاشتي شاته ولاړ سو نو اپریل یا می کیږي نو د بایبل څخه هم دا معلومیږي چي بایبل د کومي میاشتي ذکر کوي هغه اپریل یا می ده.

د اسلامي مفسرینو او محققینو هم په دې خبره اتفاق دی چي د عیسی علیه السلام ولادت په بیت اللحم ښار کښي سوی دی او د قران کریم په سورت مریم کښي د ۲۲ نمبر ایت څخه تر ۲۵ پوري راځي چي:

فَحَمَلَتْهُ فَانتَبَذَتْ بِهِۦ مَكَانًا قَصِيًّا

مريم ددغه ماشوم اميد واره (حامله) سوه او هغه له دې اميد وارۍ سره يو لیري ځاى ته ولاړه.

فَأَجَآءَهَا الْمَخَاضُ إِلٰى جِذْعِ النَّخْلَةِ قَالَتْ يٰلَيْتَنِى مِتُّ قَبْلَ هٰذَا وَكُنتُ نَسْيًا مَّنسِيًّا

بيا د لنګېدو کړاو (د ماشوم د زېږېدو په وخت کي درد) د خُرما د يوې وني لاندي ورباندي راغى. هغې وويل: “كاشكي، زه له دې څخه مخکي مړه واى او نوم نښان مي نه واى پاته سوى!.”

فَنَادٰهَا مِن تَحْتِهَآ أَلَّا تَحْزَنِى قَدْ جَعَلَ رَبُّكِ تَحْتَكِ سَرِيًّا

فرښتې د لاندي خوا څخه هغې ته ږغ وکړ، ویې ويل: “مه خپه کېږه، ستا پروردګار تر تا لاندي يوه چينه بهېولې ده؛

وَهُزِّىٓ إِلَيْكِ بِجِذْعِ النَّخْلَةِ تُسٰقِطْ عَلَيْكِ رُطَبًا جَنِيًّا

او ته لږ غوندي ددغي وني تنه وښوروه. پر تا به خوږې ښېرازه خُرماوي را توی سي؛

نو په قران کریم کښي هم په واضحه توګه د عیسی علیه السلام د پیدا کېدو په وخت کښي د پخو سوو خُرماوو ذکر سوی دی او په بیت اللحم کښي د خُرماوو د پخېدو موسم هم جولای یا اګست کښي وي.

نو ښکاره معلومه سوه چي د عیسی علیه السلام ولادت د خُرما یا کجورو د پخېدو په موسم کښي سوی یعني د دوبي یا ګرمۍ په موسم کښي سوی او د ډسمبر او جنوري د میاشتو په سړو یا ژمي کښي نه دي سوی.

په اسلام کښي دکرسمس لمانځل حرام دي:

په قرآن کریم کي راځي: يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آَمَنُوا لَا تَتَّخِذُوا الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاءَ بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاءُ بَعْضٍ وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ. (سورت المآیده: ۵۱)

ژباړه: اې مؤمنانو! یهود او نصار په دوستۍ مه نیسئ، دوی یو دبله سره دوستان دي، او که یو څوک ستاسو څخه د دوی سره دوستي وکړل هغه له هغوی څخه دی. او الله و ظالمانو ته هدایت نه کوي.

د کفارو او مشرکینو په مراسمو کي ګډون کول خپله له دوی سره د خواخوږۍ په معنا سره دي، د کفارو او مشرکینو په داسي مراسمو کۍي ټول د اسلام خلاف کړني صورت نیسي  نو ځکه دا حرام کار دی.

په کرسمس کي څه کیږي؟!

تثلیث ته احترام، شراب څیښل، زنا کول، د غیرالله لپاره نذارنې کول، غیرالله خدای ګڼل او داسي نور …. که یو څوک قصداُ دا کار وکړي هغه مرتد دی. او که یې په ناخبرۍ سره ګډون پکښي کړی وي هغه دي د الله څخه معافي  وغواړي او توبه دي وباسي.

په حدیث شریف کي راځي: قال النبي صلى الله عليه وسلم (من تشبه بقوم فهو منهم) رواه أبوداود

دا د نصاراوو شعاردی دا لمانځل ددې مطلب دی چی ددوی سره تشبیه کېدل دي چي نبي کریم صلی الله علیه وسلم وایي چي که چا د یوه قوم سره مشابهت وکړ هغه له هغوی څخه دی.