کتيون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا
و اصلی برخی ته ورشی د پلټنې ځای ته ورټوپ کړی

کتيونونه اودهغوي رول په توصيفي تجزيه کې

           په ۱۸۳۴م کال انګليسي کيمياپوه اوفزيک پوه Michael Faraday دبريښنايي تجزيې په عمليه کې هغه چارج لرونکې ذرې چې په کتود (منفي الکترود  ) کې راټولېدې دکتيون (Cation) په نوم، اوهغه ذرې چې په انود (مثبت الکترود ) کې راټولېدې دانيون (Anion) په نوم ونومولې.
         همداراز کتيون له يوناني کلمې Kata څخه دښکته په مانا هغه چارج لرونکي اتوم ته ويل کيږي چې دالکترونونو شمېر يې دپروتونونو له شمېر څخه کم وي لکهNa+.

انيون اوکتيون چې په ټوليزه توګه يې ايون(Ion) بولي کېدای شي يواتومي (Uni atomic ) لکه Ni+ اويا څواتومي (Poly atomic) وي لکه NH4+.

                                  په طبيعت کې دموادو کتيوني اوانيوني ډول دګازحالت په پرتله په مايع اوجامد حالتونوډېر پيداکيږي ، دګاز په حالت ايونونه په لمبه ، برېښنا ،برېښنايي جرقه اوپلازمايي موادو کې منځته راځي مګر ډېرژر دخپل مخالف چارج لرونکو موادوسره يوځای اوخنثی کيږي.

دکتيون اوانيون کيمياوي فرمول ليکل پدې ډول دی چې داړوند اتوم يا اتومي ګروپ په ښي پورتنۍ خواکې دهغه دچارج ډول اوله يوپرته دچارج شمېر ليکل کيږي دبېلګې په ډول Na+،Fe2+ ،ځينې وخت دانتقالي عناصرو لپاره دعدد پرځای دمثبت يامنفي نښه بيا ځل ليکل کيږي لکه Fe++همدارنګه ديواتومي کتيون داکسديشن عدد په رومي اعدادو ليکل کيږي لکه Fe(II)يا FeII . (http//:wikipedia.com/ion)

          په غيرعضوي توصيفي تجزيه کې هغه ټول مهم کتيونونه چې په ګروپونوهم ډلبندي شوي دي عبارت دي له: Hg2²⁺, Ag⁺,  Pb²⁺, Hg²⁺, Cu²⁺, Sn²⁺,Na⁺ Cd²⁺, Bi²⁺, Sn4⁺, Fe²⁺, Sb³⁺, As³⁺, NH4⁺, K⁺, Mg²⁺, Sr²⁺, Ba²⁺, Ca²⁺, Co²⁺, Fe³⁺,Al³⁺,Cr³⁺,Mn²⁺,Zn²⁺, اوNi²⁺ څخه.
دکتيونونوتوصيفي تجزيه دهغه تجزيوله ډلې څخه ده چې دکيمياوي څېړنولپاره بنسټيز رول لري پدې مانا چې دکيمياوي څېړنواړين کار دموادوپېژندل دي چې لدې وروسته پرې نورې عمليې سرته رسيږي، داډول تجزيې دنورو ساينسي علومو لکه درمل جوړونه ، کرهنه ،مايکروبيولوژي ، ځمکه پېژندنه اونورولپاره داهميت وړدي.

دمنرالونو ،خاورې ،تيږو، الياژونو ، مالګو اومعدني موادو په ترکيب کې چې ‌ډېر فلزات پکې دکتيون په ډول شتون لري دتوصيفي تجزيې له مخې ډېرارزښت لري. دموادودخالصوالي لپاره چې کله دهغوي ترکيب پېژندل کيږي مهمه ده چې دهغه اړخيز مواد هم وپېژندل شي، دبېلګې په ډول په الياژونوکې چې داوسپنې پربنسټ تجزيه ترسره کيږي ترڅنګ يې نورعناصر لکه Mn,Cr,Al,Ni,Cu...اودهغوي مرکبات دالياژ دحرارتي اوتخريبي مقاومت دمالومولو لپاره پېژندل کيږي. په هايدروسفير کې داوبوبرسېره دنوروموادوترڅنګ دNa , K , Mg ,Ca , Sr ,Ba , Al , Zn Mn , Fe اونوروفلزاتومالګې ، همدارنګه له صنعتي- فابريکوڅخه وتونکې اوبه يوشمېر عضوي اوغير عضوي مرکبات لري چې ددې مرکباتو له کبله داوبو چټلوالي انسانانو، حيواناتو او نباتاتو ته زيانمن دی، نو لازمه ده چې دنوموړو موادو لومړی ترکيب اوجوړښت وپېژندل شي اوبيا يې اندازه کنترول کړل شي.


دکتيونونوتوصيفي تجزيه توصيفي تجزيه دتحليلي کيميا يوه ارزښتناکه برخه ده چې موخه يې دموادودجوړونکوبرخو(عناصرو،ايونونو،اتومونواوماليکولونو) پېژندنه ده، داډول تجزيه ستر ساينسي او عملي ارزښت لري ځکه چې دکيمياوي څېړنوموخه هم د ډول،ډول موادو اوپه کيمياوي تعاملونو کې دهغوی دځانګړتياوو روښانه کول دي. دموادوځانګړتياوې دهغوی په ترکيب اوجوړښت پورې اړه لري چې داکار دتوصيفي تجزيې په مرسته ترسره کېدایشي. توصيفي تجزيه په فزيکي،فزيکوشيمي او کيمياوي متودونو سرته رسيږي، دتجزيې په کيمياوي متود کې دازمايښتي موادوځانګړنوته دنوروموادوسره دتعامل ورکولو په اساس تغير ورکوي ،دامتودپه تحليلي کيميا کې ډ ېرارزښت لري چې په عضوي اوغيرعضوي کيمياوي موادوترسره کيږي،دغيرعضوي موادوتوصيفي تجزيه په يومخلوط يايوه ازمايښتي ماده کې دکتيونونواوانيونونوبېلول اوپېژندنه ده چې پهDry (وچ) اوWet(لوند) متودونووېشل شوې. په وچ متود کې موادپه جامد ډول داورورکولو،ديو ځانګړي معرف سره دموښلواونورولاروپه وسيله تجزيه اوپېژندل کيږي، ددې متود بېلګې د Flame test(دلمبې ازمايښت)،‌Borax bead test(دبوراکس مرۍ ازمايښت)اوCharcoaltest (دلرګيوسکرو -ازمايښت ) دي مګرداډول ازمايښتونه ډېر لږ په کاروړل کيږي.په لوند متودکې موادد محلول په ډول کا رول کيږي په داسې ډول چې ازمايښتي موادلومړي دمحلول حالت ته بدليږي اووروسته دځانګړو معرفونو په مرسته دهغوي درنګ بدلون،رسوب اويا کمپلکس مرکب لاسته راځي اودرسوب درنګ، انحلاليت اونوروځانګړتياووله مخې کتيون يا انيون پېژندل کيږي.ددې متودبنسټ رابرت بايل (۱۶۹۱-۱۶۲۷م) کېښود. بايل هغه توصيفي تعاملونه هم سيستماتيک کړل چې ترهغه وخت پورې مالوم و. (۲) م- م م ۴،۵


دازمايښتي موادوداندازې له مخې لوندمتودپه ماکرو (Macro)،نيمه- مايکرو(Semi micro)،مايکرو (Micro)،الترامايکرو(Ultra micro)،سب مايکرو (Submicro)،سب الترامايکرو(Sub ultra micro) اونورو وېشل شوي ، لدوي څخه نيمه- مايکرو متود چې د موادواندازه پکې لږ (۰.۵-۰.۰۵ ملي ګرام) اوپه لږ وخت کې ترسره کيږي په لابراتوارونو کې ډېره کارونه لري. (۱) م- م م ۷،۶ غيرعضوي توصيفي تجزيه په کسري اوبشپړ ډول سرته رسيږي، کسري تجزيه کې دورکړل شوې نمونې څخه يويا څوايونونه جلاکيږي مګر په بشپړه تجزيه کې دورکړل شوې نمونې ټولې برخې پېژندل کيږي.اوس مهال دموادودپېژندنې لپاره نوي تخنيکي ماشينونه(لکهA.A.S) کارول کيږي.داچې په تجزيه کې ډول،ډول کتيونونه اوانيونونه دتجزيې لاندي نيول کيږي نودهرايون لپاره ځانګړي تعاملات تيارول اوهغوي تجزيه کول ګران کاردي،اوډ‌ېر وخت ته اړتيالري ،په ځانګړي توګه هغه وخت چې په ورکړل شوې نمونه کې دغوښتل شوي ټاکلي ايون برسېره نور اړخيزايونونه هم پکې شتون ولري،لدې کبله په لوند متود کې کتيونونه اوانيونونه دکارداسانتيا لپاره په ګروپونووېشل شوي چې مونږيې د کتينو -نودګروپونواوتوصيفي تجزيې څخه يادونه کوو. دکتيونونو ډلبندي د توصيفي تجزيې په بهير کې يو ايون د نورو ايونونو په شتوالي کې د مخکينيو ايونونوله جلا والي پرته د يو ځانکړي تعامل په واسطه پېژندل کيږي . دبېلګې په ډول امونيم ( NH4+ )چې دکتيونونو لومړي ګروپ پورې اړه لري، دنورو ايونونولکهK+,Na+ ،+Mg2+,Ca2 اونورو په شتوالي کې ديو قلوي په مرسته پېژندل کيږي،څرنګه چې په پورتني تعامل کې امونيا ګاز خارجيږي چې د بوي،انديکاتور(معرف) او نوروځانکړنو په واسطه پېژندل کيږي ،پدې اساس هغه تعاملونه چې دهغو په مرسته يو ايون د نورو ايونونو په شته والي کې دازمايښتي محلول په کمه اندازه کې تشخيص (پېژندل) کيږي د کسري تجزيې په نوم يا ديږي مګر له بده مرغه د ځانکړو تعاملونو امکان ‌ډېر کم دي، له دې امله د ګروپونو په تشخيص کې د سيستماتيکي تجزيې څخه کار اخستل کيږي . ديو ايون د پېژندنې لپاره د سيستماتيکې تجزيې په لړ کې لومړي بايد نور هغه ايونونه و پېژندل شي چې د نظرلاندې ايون په پېژندنه کې خنډ پيدا کوي او د محلول څخه جلا کړل شي.د ايونونو سيستماتيکي تجزيې په لړ کې کتيونونه له پيچلي مخلوط څخه په ځانګړي ډول نه بيليږي مګر د ګډو ځانګړتياوو له مخې د تعامل کوونکو د کارونې په مرسته چې د ګروپي معروفونو پنوم ياديږي په بشپړ ګروپونو جلا کيږي، د ګروپي معرفونو په ډول دريجنټونو(Reagent ) څخه کار اخستل کيږي چې بايد لاندې شرطونه ولري .

څخه زيات نه وي) په بشپړه توګه رسوب ورکړاي شي.

۲– ددې لپاره چې تجزيه په راتلونکو پړاونو کې ادامه ولري بايد لاسته راغلی رسوب په اسانۍ سره په تېزابونو کې حل شي. ۳– دزيات کړل شوي معيار اندازه بايد دهغه شمېر ايونود پېژندنې خنډ نشي چې په محلول کې پاتې کيږي ، دا شرطونه په ټولو معيارونو کې په کمه توګه پلي کيږي. سيستماتيکې تحزيې خپل اهميت ساتلاي، ځکه چې د کسري تجزيې سره په پرتله ايز ډول دهغه مادې دتجزيې لپاره چې ترکيب يې ټاکلی نه وي مناسبه او ارزانه ده ،مګر ددې په خلاف که دمادې ترکيب ټاکلي وي (څرنګه چې دا ډول حالت ‌هم ډېر منځته راځي )او يواځي د يو يا دوه پرديو موادو ټاکل غوښتل شوي وي، پدې حالت کې د دوی ټاکنه د کسري تحزيې په ډول وړ ده . په ‌ډېرو هېوادونو کې د کتيونونو د تجزيې په لومړي ګروپ کې هغه کتيونونه ليکي چې د HCl په واسطه رسوب کوي، په دويم ګروپ کې هغه چې د H2S په واسطه، په دريم ګروپ کې هغه کتيونونه چې د 2S( NH4)، په څلورم ګروپ کې هغه کتيونونه چې د 2CO3( NH4) په واسطه روسوب کوي او په پنځم ګروپ کې دK+,Na+،NH4+اوMg2+ کتيونونه چې ټاکلي ګروپي معرف نلري شاملوي.داشمېره ورکول ديومحلول څخه دهغوي د پرله پسې جلا کولوسره دسيستماتيکې تجزيې په لړ کې سمون لري ، له بل پلوه دکتيوني ګروپونوهغه شمېره ورکونه چې دلته ورڅخه يادونه کوو دلاندې يولړ امتيازونو لرونکې ده. ۱- که دموضوع کتنه له القلي فلزاتو څخه پيل شي او ورپسې درانده فلزات مطالعه شي ، ډېره اسانتيا رامنځته کوي. ۲- دکتيونونودا ډلبندي ددې امکانات برابروي ترڅودتوصيفي تحزيې دتيورۍ اوعملي کارترمنځ ښه اړيکه رامنځته شي. ۳- داشميره ورکول (ډلبندي ) دعناصرودپيريوديک سيستم سره ډېرسمون لري.

                                                                                                           (۳) م- م م ۲۷۰،۲۷۱ 

۱- دکتيونونوډلبندي دعناصرودوراني جدول پر بنسټ

          دهغه کتيونونومالګې اوهايدرواکسايدونه چې مخکې ورڅخه يادونه وشوه دکتيونونو دډلبندۍ بنسټ جوړوي ، همدارنګه ددوي نورې ځانګړتياوې په پيريوديک جدول کې دعناصرودځايونو سره اړيکه لري،دې اړيکې ته  په بشپړه توګه  دډېرو ارزونو له مخې وده ورکړل شوې چې په هره حجره کې دعنصر پرسر ليکل شوي داوکسديشن حالت ښيې اوعربي عددونه دمدارونو الکتروني جوړښت ښي.

هغه کتيونونه چې دتحزيې په لړکې دکاربونيتونو هايدرواکسايدونو او سلفايدونو په ډول رسوب کوي، دلږبدلون پرته په دوره اي جدول کې دقاعدې سره سم ځاي پرځاي شوي ،په ځانګړي توګه هغه کتيونونو چې لږ حل کېدونکي سلفايدونه جوړوي، دجدول ښي خوا ته ځاي نيولاي چې دشپږم ګروپ اوږدپيريود له لومړۍ نيمايي څخه پيل شوې اوپه دويمه نيمايي کې پای ته رسيدلی. هغه کتيونونه جې لږ حلېدونکي سلفايدونه جوړوي د۱-۵ ګروپونوکې دجدول کيڼې خواته ځاي لري .پدې ډول داول او دويم ګروپ کتيونونه دپيريوديک جدول په يو ډول ګروپونوکې ځای لري. ددريم ګروپ کتيونونه چې دامونيم سلفايد2S)(NH4)(په واسطه دهايدرو -اکسايدونو په ډول رسوب کوي دبشپړ بانديني مدارلرونکي دي چې ددنجيبه ګارونو په څېر په بانديني مدار کې دوه اويا اته الکترونونه لري. که چېرې دکتيونونو دالکتروني مدارنو جوړښت ترارزونې لاندې ونيسو، وبه وينو چې داول،دويم اوهمدارنګه دريم ګروپ کتيونونه چې دامونيم سلفايد په واسطه دهغوي هايدرواکسايدونه رسوب کوي ، دبشپړبانديني مدار لرونکي دي ،چې دنجيبه ګازونو په څېرپه وروستي مدارکې ۲ يا ۸ الکترونونه لري. ددوي په خلاف ددريم ،څلورم اوپنځم ګروپونو کتيونونه جې لږ منحل سلفايدونه حوړوي دبشپړ(۱۸) الکترونونو لرونکي دي وروستنۍ انرژيکي سويه اويا نيمګړې (۸-۱۸) الکترونونو لرونکي انرژيکي سويې جوړوي ،اويا هم داسې الکتروني جوړښت رامنځته کوي چې په وروستيو دوته انرژيکي سويو کې ۲+۱۸ الکترونونو لرونکي وي. هغه کتيونونه چې نيمګړی وروستی مدارلري او دوروستي څخه مخکې مدار کې اته الکترونونه لري ،په معمولي ډول داسې سلفايدونه جوړوي چې په تېزابونو (لکه HCl) کې حليږي يانې په دريم ګروپ پورې اړيکه پيداکوي.همدارنګه هغه کتيونونه چې نيمګړي وروستي مدارونه لري ،اوله وروستي څخه مخکې مدارکې اته (۸) الکترونونه لري داسې سلفايدونه جوړوي چې په تېزابوکې لږ حل کيږ ي يانې دڅلورم او پنځم ګروپونو سره تړاو پيداکوي ، مګر لدې قاعدې څخه ځينې سر غړونې هم په سترګو کيږي ، بايد په يادولروچې دځينو کتيونونو ټاکل په اړوند تحليلي ګروپونو کې شرطي حالت لري او ډېر ځله دوی درسوب دځانګړي حالت په واسطه دګروپونودبېلولوپروخت څرګنديږي.دبېلګې په ډول دMg2+کتيون په دوراني جدول کې دهغه دځاي پربنسټ بايد دکتيونونو په دويم ګروپ کې شامل کړل شي ،په حقيقت کې MgCO3هم دBaCO3، SrCO3اوCaCO3په څېر په اوبو کې لږحليږي. مګردامونيم په مالګو کې په ښه ډول حليږي ،لدې امله د(NH4)2CO3 په واسطه بشپړرسوب نکوي .نوښه داده چې د اول اودويم ګروپونو بېلول دNH4Cl په شتوالي کې ترسره شي ترڅوMg2+ په محلول کې داول ګروپ سره پاتې شي لدې کبله يې نوموړي کتيون په اول ګروپ ځاى پرځاي کړى. دZn2+ کتيون په دوراني جدول کې دخپل ځاى په بنسټ بايد په پنځم تحليلي ګروپ کې پرځاى شوى واى نه په دريم ګروپ کې، په حقيقت کې د دريم ګروپ نوروټولوکتيونونوپه خلاف جست دڅلورم اوپنځم ګروپ کتيونونوپه څېر په منځني تيزابي چاپيريال کې رسوب کوي ،که دوروستيوګروپونودهايدروجن ايونونورسوب ورکول په۰.۰۱ مولرغلظت کې ترسره شي پدې وخت کې به دZn2+ کتيون په څلورم ګروپ کې وي نه په دريم ګروپ کې، مګر رسوب په قوي تيزابي چاپيريال ([H]=0,3M) کې جوړيږي، پدي بنسټ Zn2+ د دريم ګروپ سره په محلول کې پاتې کيږي ،همدا رازنورې بېلګې هم وړاندې کولاى شو . دپورته څرګندونوڅخه لا سته راځي چې ورته سرغړونې ددې اجازه نه ورکوي چې دعناصروددوراني جدول اوکتيونونودډلبندۍ ترمنځ داړيکودنشتوالي پايله لا سته راشي داسې اړيکوته دومره پاملرنه نه کېده ،مګراوس دتحليلي کيميا پوهانودڅېړونواصلي موضوع جوړوي .تجربې ښودلې چې دکتيونونوډلبندي دايونې پوتنشيل قيمت اوانرژيکي ځانګړتياوسره (دچارج (z) اړيکه له شعاع(r) سره r(z/r) ) ډېره نژدې اړيکه لري، دايونونوپوتنشيل داکسدېشن په لوړوشمېروکې دعناصروداتومي تناوب سره اړيکه لري ،دايونونواودهغوى مرکباتودهمده ځانګړتياولکه: تيزابي اوقلوي خاصيت ،دځنې مرکبونوحلېدل ، تودوخه ، انحلا ليت اونوروسره نژدې اړيکه لري چې نوموړې ځانګړتيا وې په زياته توګه دتحليلي کتيونو دبېلولوبنسټ جوړوي، همدارنګه دا ازمايل شوې چې دپورته ځانګړتياووپه نظرکې نيولوسره يوه بله انرژيکي ځانکړ نه ډېرارزښت لري چې له چارج مربع پرشعاع (z2/r) څخه عبارت ده. دمرکباتوحل کېدل ددې ځانګړتيا له مخې په ځنو ځايونوکې په بشپړه توګه روښانه دي .دتناوب قانون دتحليلي کيميا پوهانوته ددې زمينه برابره کړې چې دعناصرودځانګړتياوله ورته والي څخه په ګټه اخستنه دهغوى دپېژندني لپاره تعاملا ت اود ايونونودټاکلولپا ره نوې لا رې په کارواچوي .دبېلګې په ډول: D,I,Mendleyv چې دجرمينيوم (Ge ) عنصردځاى وړاندوينه ددوراني جدول په څلورم ګروپ کې د SiاوSn ترمنځ کړې وه .لدې څخه کولاى شودې پايلې ته ورسيږوچې دGe4+ ايون دپېژندنې لپاره تحليلي تعامل دSi او Sn دايونوسره ورته والى ولري، ځکه چې داکسديشن ورته شمېرې لري ،په ريښتياهم Ge4+ دSn4+ په څېردH2S پواسطه په تېزابي چاپيريال کې دجرمينيوم سلفايد GeS2 په ډول رسوب کوي اوپه NaOH اونورو معرفونوکې د SnS2 په ډول تايومالګې جوړيږي چې دحل کېدو وړدي له دې کبله Ge4+ بايددارسنيک په نيم ګروپ (subgroup) کې دSn4+ په څېرشامل کړل شي ،له بلې خوا لا زمه ده داڅرګنده شي چې د GeO32- انيون چې دGe4+ پواسطه جوړشوى بايد دSiO32- انيون سره ورته والى ولري، په ريښتني ډول دادواوړه انيونونه د(NH4)MnO4 سره دتعامل پرمهال هتروپولي تيزابونه دH4(GeMo12O40) اوH4(SnMo12O40) چې دکيمياوي ځانګړتياوواوجوړښت له مخې سره ورته دي جوړوي، دادوه هتروپولي تيزابونه دعضوي معروفونو (لکه بنزين) په واسطه دارجاع په وخت کې يوه رنګه ماده جوړوي چې تيزنيلي رنګ لري اوپه تجزيه کې ددې هرايون لپاره پکار وړل کيږي، په پايله کې په دوراني جدول کې دعناصرودځاى پربنسټ دتحليلي تعاملونوپه څېر اودهغوى څخه په ګټه اخستنه دتجزي دنوو لا رو درامنځ ته کولولپاره کولای شو زياتې بېلګې ورکړو . (۳) م- م م ۲۷۳،۲۷۲ ۲- دکتيونونوډله بندي دګروپي معرفونوپربنسټ

             لکه څرنګه چې مخکې وويل شول چې هرکله ځانګړي تعاملونه شتون ونلري، دکسري تجزيې په متود دايونونوپېژندنه امکان نلري، پداسې ځاى کې لا زمه ده ترڅويوټاکلي ترتيب دهرايون لپاره په نظر کې نيول کيږي چې دامتود دسيستماتيکي تجزې څخه عبارت دي ،دسيستماتيک تحليل بهير هغه ډول تحليل دى چې دهر اړوند کتيون  دپېژندنې لپاره هغه مهال ګام اخلي چې دخنډ جوړېدونکي ايونونه په بشپړه توګه وپېژندل شي اودمحلول څخه وايستل شي، دبېلګې په ډول دسيتماتيک تحليل دبهيرښودلولپاره يومحلول چې ښايې Br2+ او Ca2+ ولري ترمطالعې اوتجزيې لا ندې نيسو تر ټولو حساس تعامل د Ca2+ لپاره چې د CaC2O4 درسوب جوړېدوڅخه عبارت دى . چې دمالګو تعامل تر اغيزې لا ندې په H2C2O4 کې حليدونکي دي يانې
Ca2+ + C2O42-                  CaC2O4  
داتعامل د Ca2+ ايون لپاره ځانګړى ندى ځکه چې Br2+ له پورتني معرف سره ورته رسوب جوړوي، يانې پدې حالت کې دتجزيې پيل دCa2+ ايون له پېژندنې سره امکان نلري اولا زمه ده ترڅومخکې وويل شي چې ايا په محلول کې Br2+ شته اوکنه داوروستي Br2+ کولا ى شوله KCrO4 سره دتعامل په واسطه وپېژ نو پدې حالت کې ځانګړي زېړرسوب جوړيږي.  

Br2+ + C2O4 BrC2O4

له هغه ځايه چې CaCrO4 په اوبوکې منحل دى نودCa2+ شتون دBr2+ پېژندنه له خنډ سره مخ کوي .نوکولا ى شو Br2+ دمحلول په بېله برخه کې وازمايو . که د BrCrO4 رسوب جوړنشي Br2+ په محلول کې شتون نلري نو پدي اساس دمحلول په بله برخه کې کولا ى شودCa2+ پېژند نه (NH4)2C2O4 په مرسته ترسره کړو،ددې په خلا ف که Br2+ شتون ولري  بايدپه بشپړه توګه مخکې لدې چې دCa2+ په پېژندنه پيل وشي له محلول څخه بهروايستل شي اوBr2+ کولاى شو د K2CrO4 دهغه اندا زې سره دتعامل په واسطه له چاپيريال څخه وباسو چې ددې ور زياتول د BrCrO4 دبشپړ رسوب لپاره اړين وي دتر سيبي عمليې د بشپړوالي په اړه باور دتجربې دبېلا بېلو برخو دتر سره کولو په صورت کې تر لا سه کيږي، ددى کار لپاره جوړشوى رسوب د فرار المرکزعمليې ،فلترکولو ،اوبيا ځل په محلول کې د معرف لږه اندازه ورزياتوي ،که نور رسوب جوړ  شي په هغه وخت کېBr2+ په محلول کې شتون نلري اوکولا ى شوCa2+ له (NH4)2C2O4 سره دتعامل په واسطه تشخيص کړو، اوس دسپين رسوب جوړېدل د Ca2+ شتون لپاره غوڅ دليل دى. 

پدې اساس څرګنده شوه چې دسيستماتيکې تجزيې په لړکې دجلا ايونونوتشخيصي تعاملا تو سره يوځاى دا لا زمه ده چې يوله بل څخه دهغوى دبېلولولپاره ترسره شي ،دبېلوالي تعاملونوکې دټولوڅخه ‌ډېر دبېلو شويو ايونونودمرکباتو انحلا ليت له توپير څخه ګټه اخستل کيږي، لکه: دBr2+ بيلول له Ca2+ څخه دBrCrO4 اوCaCrO4 دانحلا ليت دتوپير په اساس تر سره کيږي .همدارنګه ځنې وختونه داړونده مرکباتودفرار قابليت له توپيرڅخه ګټه اخلي ،دبېلګې په ډول د NH4+ ايون بېلول له K+, Na+ اوMg2+ څخه دمحلول بړاس کولو او وروسته دوچ ر سوب له ګرمولو په اساس ترسره ګيږي. پدې حالت کې دالمونيم الوتونکې مالګې ورڅخه پورته کيږي اولږ الوتونکې مالګې د Na,K اوMg په لوښوکې درسوب په ډول پاتې کيږي . همدارنګه دبيلولو داغيزمني لا رې په ډول کولا ى شودايونونودExtraction(زبېښل) څخه دمختلفوعضوي محلولونوپه واسطه دهغوى په او بلن محلولونوکې يادونه وکړو، اوس مهال پورتنۍ طريقه په تحليلي کيميا کې ‌ډېره کارول کيږي . نودسيستماتيکې تجزيې په لړکې دازمايښتي موادو په محلول کې لومړى دڅلورم اوپنځم ،وروسته ددريم اودويم اوپه پاى کې داول ګروپ کتيونونه تجزيه اوجلا کيږي. د کاربو نيټونو، سلفايدونو، کلورايدونو او هايدرواکسايدونو دانحلاليت پر بنسټ ټول کتيونونه په پينځه (۵) ګروپونو ويشل شو (۳) م- م م ۲۷۴،۲۷۳،۲۷ ددې کتيونونو سلفايدونه په اوبو کې حليږي ددې کتيونونو سلفايدونه په اوبو کې نه حليږي او يا په اوبو کې تجزيه کيږي او نه حلېدونکي هايدرواکسايډونه جوړوي د لاندې کتيونونو کاربونيټونه په اوبو کې حليږي د لا ندې کتيونونو کاربونيټونه په اوبو کې غيرمنحل دي د لاندې کتيونونو سلفايډونه يا هايدرواکسايد -ونه په رقيق تېزابو کې منحل دي د لاندې کتيونونو سلفايډونه په رقيق تېزابو کې نه حليږي ۱ ګروپ ۲ ګروپ ۳ ګروپ ۴ ګروپ ۵ ګروپ Na+,k+ Mg+,NH4+ اونور Ba2+,Ca2+ ,Sr2+ اونور Al3+,Cr3+ Fe2+,Fe3+ Mn2+,zn2+ Co2+,Ni2+ اونور A: Ag+ , Pb2+,Hg2+ د پورته کتيونونو کلو -رايدونه په اوبوکې نه حليږي ګروپي معرف يېHCl دي. B:Cu2+,Cd2+,Bi2+ دپورته کتيونونو کلو -رايدونه په اوبو کې حليږي As3+ , As3+ Sb3+, Sb5+ Hg22+, Sn4+ د دوی سلفايدونه په NaS2حليږي ګروپي معرف نلري ګروپي معرف (NH4)2CO3 ګروپي معرف(NH4)2S ګروپي معرف H2S+ HCl ګروپي معرف Na2S

              لکه څرنګه چې ليدل کيږي دSO42-ايون د دويم تحليلي ګروپ کتيونونو ((Ca2+,Sr2+,Ba2+ لپاره ګروپي معرف نشي کيداي. ددې دوه لامله دي يو داچې د پورتنيو کتيونونو سره د  SO42- د تعامل په پايله کې په بشپړ ډول  CaSO4 ,SrSO4 , BaSO4 رسوب نه کوي مګر CaSO4په نسبتي ډول اوبو کې حليږي، په داسې حال کې چې  SrSO4 , BaSO4 په عملي توګه په تېزابو کې حليږي.
دويم داچې ټول کتيونونه د درې باي فاسفيټونو (SrHPO4, CaHPO4, BaHPo4) په شکل رسوب کوي او دوی د مالګې او سرکې په رقيقو تېزابو کې حليږي مګر د PO43- ايون زياته اندازه د Na+ پېژندنه ديو ډېر حساس معرف (يورانيل اسيتيت) پواسطه له خنډ سره مخ کوي. د ورته لاملونو پر بنسټ د اګزلات (C2O42-) ايون هم د دويم ګروپ کتيونونولپاره د ګروپي معرف په توګه نشو کارولاي نو په عملي توګه دا ثابته شوې چې د دويم ګروپ کتيونونو لپاره د کاربونيټ (CO32-) ايون ښه ګروپي معرف دي، ځکه چې پورتني ټول شرطونه مني ياني پورتني درې کتيونونه په بشپړ ډول رسوب کوي، اود هغوي کاربونيټونه د تېزابو په واسطه په اسانۍ سره له منځه ځي او د ځوښ ورکولو په مرسته د تعامل له چاپيريال څخه د CO2 په ډول ازاديږي. لدې کبله د سېستماتيکې تحزيې پرمهال له اول ګروپ څخه  د ۲ ګروپ کتيونونو د جلاکولو لپاره يواځې CO32- د ګروپي معرف په ډول کارول کيږي پدې ډول د تحليلي ګروپونو لپاره ډلبندي شتون لري.
 يو ډول مناسبه او کارېدونکي ډلبندي د سلفايد د ځانګړتياو په بنسټ شوې چې په لاندې ډول ورڅخه يادونه کيږي .

۱- په پيل کې د 2N مالګې تېزابوپه زياتولو هغه کتيونونه رسوب کوي چې نه حلېدونکي کلورايدونه (PbCl2,Hg2Cl2,AgCl) جوړوي، دا درې کتيونونه په اوبو او تېزابونو کې نه حلېدونکي سلفايدونه جوړوي مګر ښه داده چې د کلورايدونو په شکل بېل شي او رسوبونه يې بېلابېل ارزيابي شي.

د Pb2+ کلورايد به نسبي ډول اوبو کې حليږي نو يوه برخه د Pb2+ په محلول کې پاتې کيږي او وروسته د H2S  په واسطه رسوب کوي دا کتيونونه  ‌ېر وختونه د سپينو زروتحليلي ګروپ ياد HCl تحليلي ګروپ په نوم يادوي. د پاتې کتيونونو کلورايدونه په اوبو کې نه حليږي، د هغوي بېلول له رسوب څخه د 2N مالګې تېزابو په مرسته په آسانۍ سرته رسيږي.

۲- که لدې وروسته چې په محلول کې د کلورايدونو رسوب بېل شي او محلول تېزابي شوي وي، H2S دتعامل چاپيريال ته راوړل شي ټول هغه کتيونونه چې سلفايدونه يې په رقيق تېزابو کې نه حليږي،د سلفايډ په ډول رسوب کوي پدې ګروپ کې ,Sn4+,Sb5+,Sb3+,As5+,As3+,Pb2+,Bi2+ ,Hg2+,Cd2+ Ca2+کتيونونه شامل دي چې د څلورم تحليلي ګروپ پنوم ياديږي. ۳- د محلول څخه د سلفايدونو د رسوب له لرې کولو وروسته محلول ته د (NH4)2S سره تعامل ورکوي او لاندې کتيونونه ورڅخه بېلوي، ددې عمليې په پايله کې هغه کتيونونه رسوب کوي چې سلفايدونه يې په تېزابو کې حليږي مګر په اوبو کې نه حليږي، دا کتيونونه عبارت دي له: Co2+,Ni2+,Mn2+,Zn2+,Fe3+,Fe2+څخه. بايد په ياد ولرو پدې وخت کې د ځنې کتيونونولکه (Ti4+,Al3+,co3+) هايدرواکسايدونه او نورهم رسوب کوي، داګروپ د دريم تحليلي ګروپ يا د امونيم سلفايد ګروپ پنوم ياديږي. ۴- دسلفايدونو اودهايدرواکسايدونو درسوبونو له جلا کولو څخه وروسته ځمکني القلي فلزاتوته د(NH4)2CO3په وسطه په امونياي چـا پيـريال کې رسوب ورکوي دا رسوب عبارت دي له: BaCO3, SrCO3, CaCO3 څخه ،داګروپد دويم تحليلي ګروپ يا (NH4)2CO3 ګروپ پنـوم ياديږي دويم ګروپ ګاربنيټونوله جلا کولو وروسته هغه کتيونونه په محلـول کې پاتـي کـيږي چې په دې شرايطوکي په اوبوکې دکاربونيټونو نه حلېدونکي رسوب جوړوي ،پدې کتيونونو کېNa+,K+,NH4+ اوMg2+شامل دي. داګروپ د اول تحليلي ګروپ پنوم يا ديـږي هغه کتيونونه چې پدې ګروپ کې شامل دي دهيڅ عمومي معرف سره رسوب نه کوي يا په بله وينا داګروپ د کتيونونو ګروپي معرف نلري. همدارنګ په ځنې ځايونو کې د داسې ګروپي تعامل کوونکي (ګروپي معرف )څخه کاراخستل کيږي چې دارسوب جوړونکې يوه برخه په خپل ځان کې حلوي مګرپه همدې وخت کې درسوب نورې برخې نه حلوي ، دبېلګې په ډول دهغه سلفايدونو له رسوب څخه چې په تېزابي محلول کې دH2S ګاز له تيرولو څخه لاسته راځي .دسيستماتيکې تحزيې په لړکې هغه ايونونه (As3+,As4+,Sb3+,Sn2+ Sn4+) چې سلفايدونه چې په (NH4)2Sn (امونيم پولي سلفايد)کې دځانګړو نه حلېدونکو مرکبونو(تايو مالګو) په جوړولو سره جلا کوي لکه :(NH4)3 AsS3 (NH4)3 As S4 او نور اساس دامونيم پولي سلفايدونه ددې ګروپ لپاره دګروپې معرف په ډول دي اودا ګروب دارسنيک يا امونيم پولي سلفايد دفرعي ګروپ په نوم يا ديږي. پدې ځاي کې لازمه ده په يا دولرو چې دCu2+ سلفايد په کمه توګه په امونيم سلفايد کې دCuS42-په جوړولوسره حليږي ،که دامونيم سلفايد پرځاي له سوديم سلفايد کې ( Na2S)وکارول شي پدې حالت کې Hg2+،HgSايون په شکل ښکاره کيږي. په پايله کې: ايونونه دډلبندۍ بنسټ په تحليلي کيمياکې دمرکباتو دانحلاليت توپير دي چې دهغوپه واسطه رامنځته کيږي اوله يو ګروپ څخه دبل ګروپ دبېلولوامکان برابروې نودکتيونونو ډلبندي به پنځه ګروپونو کې مخکې وړاندې شوه،همدارنګه دګروپي معروفونو څخه ګټه اخستل ‌ېرې اساني رامنځته کيږي ،ځکه چې پيچلي تحليلي شکلونه دهغوي په ساده شکل بدليږي ،که دتحليل کوم ګروپ په بشپړ ډول محلول کې نه وي ګروپي معرف له محلول سره هيڅ رسوب نه جوړوي .پداسې حالت کې ازمايښت لاندې ګروپ دايونونودجلا کولو لپاره اړتيا نه ليدل کيږي او لکه څرنګه چې ليدل کيږي پداسې حالتونو کې په کار ،وخت او دکيمياوي موادو له کارولو څخه سپمونه کيږي تردي چې دسيستماتيکې تحزيې دټولو ايونود ځانګړو تعاملونوپروخت هم خپل اهميت ساتي ،مونږ هم دکتيونوله وروستۍ ډلبندۍ څخه کټه اخلو.

                                    (۳) م- م م۷۴،۷۳

د کتيونونو د پېژندنې لپاره لومړني ازمايښتونه

  دکتيونونو دتشخيص او جلا کولو لپاره ځنې لومړني ازمايښتونه مخکې له wet(لوند)متودڅخه ترسره کيږي  چې عبارت دي له:

۱- دکتيون د مالګې رنګ. ۲- بوي اوفزيکي حالت . ۳- دNaOH سره يوځاي تودوخه ورکول. ۴- Flame testيادلمبې ازمايښت. ۵- Charcoal cavity test يا دسکرودخاليگا ازمايښت. ۶- Borax bead test يا دبوراکس مرۍ ازمايښت. ۷- Filter ash test يا دفلتر دايرې ازمايښت . ۱- دمالګو رنګونه هغه کتيونونه چې مالګې يې رنګه دي په لاندې جدول ورکړل شوي. ګڼه دمالګې کتيون رنګ ۱۱ Ag+ Hg22+ Bi3+ cd2+ Sn2+At3+ Zn2+ Ba2+ Ca2+ Mg2+ Na+ NH4+ بې رنګه ۲۲ Fe2+(فيرس) روښانه شين ۳۳ Fe3+ (فيريک) زېړ نسواري ۴۴ Mn2+ روښانه ګلابي ۵۵ Ni2+ ګلابي ۶۶ Co2+ خالص شين ۷۷ Cr3+ تېز شين ۸۸ اوبه لرونکي Cu2+ مالګه آبي ۲- بوي او فزيکي حالت کتنې مرکبات ګڼه کرستلي اودرانده دPb او Mgمالګې ۱ امورف اوروښانه کاربو نيټونه او باي کاربونيټونه ۲

دسرکې په ډول بوي	ددرندو فلزاتو استيت 	۳

امونيا يي بوي امونيمي مالګې ۴۴ دځينومالګو لپاره فزيکي حالتونه يا بوي په لاندې جدول کې ورکړل شوي. ۳- د NaOH سره يو ځاي تودوخه ورکول

دا ازمايښت د NH4+ دپيژندلو لپاره ترسره کيږي، پدې ډول چې دجامدې مالکې لږ اندازه دغليظ NaOH سره په ازمايښتي نل کې اچوي او حرارت ورکوي، که چېرې يو بې رنګه ګاز له امونياي بوي سره ازاد شي د  NH4+دشتون ښودنه کوي. 
NH4+ + NaoH  → NH3(g)↑
                                                                NH4Cl  +  NaoH →    NaCl +NH3 +H2o

۴- Flame testيادلمبې ازمايښت دا ازمايښت دهغه کتيونونو لپاره ترسره کيږي، چې په لمبه کې ځانکړي رنګ ورکوي. کړنلاره : د Pt يو سيم را اخلو او يوه وړه کړۍ ترې جوړوو (که Pt نه وي لهNi څخه ګټه اخلو ) په غليظو HCl تېزابوکې يې غوټه کوو، بيا دبونزن څراغ په اکسايدي کوونکې لمبه کې ترهغه تودوخه ورکوو ترڅويې رنګ له منځه لاړشي .دمالګې لږاندازه په ساعت ښيښه (Watch glass) کې اچوو او څوڅاڅکي غليظ HCl ورزياتوو،لږمالګه دPtسيم په واسطه را اخلو اوپه لمبه کې ي نيسو چې رنګونه يې په لاندې ډول دي: ۱- Na+ ← روښانه يا طلاي زېړ. ۲- K+ ← بنفش. ۳- Ca2+ ← دخښتې په ډول سور. ۴- Ba2+ ← دګيا په څير شين. ۵- ← Cu2+ آبي شين. ۶- Sr2+ ← تېز سور. ۷- Sr2+ Ba2+ Ca2+ K+ Na+ او Na+ که مالګه نه وي ← بې رنګه. دبېلګې په ډول دسوديم ،پوتاشيم اوکلسيم مالګورنګونه په لاندې شکل کې ورکړل شوي


په اورکې دمالګې سوځولو پروخت الکترونونه لوړې انرژيکي سويې ته ځي،کله چې الکترونونه بېرته دکمې انرژۍ سويې ته راځي، يوه اندازه انرژي درڼا په څير ازادوي. که دتوليد شوې رڼا دڅپې اوږدوالي په څرګنديدونکي ساحه کې وي ځانکړي رڼا به دمالګې اړوند ډول په اساس توليد شي. د(Pt)سيم لدې امله کارول کيږي چې په لمبه کې کوم رنګ نه ورکوي . ۵- Charcoal cavity test(دسکرو خاليګا ازمايښت) Charcoal هغه سوري لرونکي جامد جسم دي چې دامورف کاربن لرونکي وي داکاربن دموادو دسوځيدوڅخه لاسته راځي (سکاره) کړنلاره : دورکړل شوي مرکب يوه اندازه دهغه ددوه برابره (N2CO3 +K2CO3 ) سره ګډوو. په Charcoal بلاک کې يوه خاليګاه جوړوو او دپورتني مخلوط په واسطه يې ډکوو،د هوادنل له لارې ديوڅاڅکي اوبو په واسطه يې لمدوو پداسې ډول چې نل دتودوخې پرمنبع ايښي وي او منبع ساحې ته زياته تودوخه ورشي، لاندې رنګونه به دمختلفو موادو لپاره وليدل شي.

ګڼه مرکبات کتنې ۱ Ag+ سپينه ځلېدونکې مرۍ ۲ Pb2+ خړرنګه سپينه مرۍ ۳ Cu2+ سرې کرښې ۴ Bi3+ زېړپوښ ۵ Sb3+ سپين پوښ ۶ Cd2+ نسواري پوښ








۶- Borax bead test (دبوراکس مرۍ ازمايښت) دا ازمايښت د کتيونونو دهغه مالګو لپاره ترسره کيږي چې رنګه وي. کړنلاره: د پلاتينيم (Pt) يو پاک سيم را اخلو اوپه يو سر کې يې يوه کړۍ جوړوو سيم ته تودوخه ورکوو او په بوراکس (Na2B4O7) کې يې غوټه کوو چې لږ اندازه د بوراکس ځان سره واخلي کړۍ ته په روښانه لمبه کې ښه تودوخه ورکوو دا بوراکس به لومړي کلک اوبيا کوچني روښانه ښيښه ي مرۍ په کړۍ کې جوړوي. د مالګې يوه اندازه په ساعت ښيښه (watch glass) اچوو او کړۍ پکې ښکته کوو، کله چې ګرم شي ترڅو يو يا دوه واړه کرستلونه ورسره ونښلي بيا يې لمبې ته نيسواو رنګ يې ياداشت کوو.


Na2B4O7.10H2O Na2B4O7 + 10H2O Na2B4O7 تودوخه 2NaBO2 + B2O3

                                                                                       Sodium Mehta borate and boric anhydride

B2O3 + CuSO2 SO3 + Cu(BO2)2 copper meta borate د Ni2+ مالګې لپاره هم ورته تعامل سرته رسيږي B2O3 + NiSO4 Ni(BO2)2 + SO3

                                     Nickle Meta borateنسواري رنګ 

د Borax bead ازمايښت دپايلې جدول ګڼه مرکب اوکسديشني لمبه ارجاعي لمبه ګرم يخ ګرم يخ ۱ Cu2+ شين آبي شين سور بې رنګه ۲ Fe3+ زېړ نسواري روښانه زېړ زېړ شين ۳ Co2+ تېز آبي تېز آبي تېز آبي تېز آبي ۴ Cr3+ تېز شين تېز شين تېز شين تېز شين ۵ Ni2+ سور نسواري نسواري خړ خړ ۶ Mn2+ ګلابي ګلابي بې رنګه بې رنګه

۷ـ Filter ash test يا دفلتر دايرې ازمايښت دا ډول ازمايښت يواځې دبې رنګه مالګو لپاره ترسره کيږي. کړنلاره: دازمايښت لپاره دورکړل شوي مرکب يوه اندازه د Co(NO3)2 سره په يو ازمايښتي نل کې اچوو او سره ېې ګډوو، بيا يوفلتر کاغذ پکې غوټه کوو او سوځوو يې دسوځېدلي فلترکاغذ پاتې شوي مادې(ايرې) رنګ ګورو چې په لاندې جدول کې ورکړل شوي. پاتې شوي ايره پايله Zn2+ مالګه شين Al3+ مالګه يا د PO32- مالګه آبي Mg2+ مالګه ګلابي Sn2+ مالگه آبي رنګه شين






مالګو اوکسايدونه      جوړيږي لکه:


کله چې ZnO اوCoOيوځاي شي شين رنګ ورکوي.

دتجزيې لپاره دازمايښتي موادو محلول جوړول ددې موخې لپاره دلاندې حلوکونکو موادو څخه په ترتيب سره ګټه اخلو ترڅو يو روڼ محلول لاسته راشي. ۱ـ مقطرې اوبه ۲ـ رقيقHCl(مالګې تېزاب) ۳ـ غليظ HCl(مالګې تېزاب) ۴ـ رقيق HNO3(ښوري تېزاب) ۵ـ غليظ HNO3(ښوري تېزاب) ۶ـ سلطاني تېزاب ( غليظ HNO3 + غليظ HCl په۱:۳نسبت) ۱ـ که چېرې محلول په اوبو کې جوړشي اصلي محلول (Original solution =O.S) ورته وايې. ۲ـ که چېرې ورکړل شوې ماده او بو کې حل نه شي رقيق HCl ورسره ګډوو او تودوخه ورکوو. ۳ـ که په رقيق HCl کې مواد حل نشي هغه لرې کوو او نوې برخه يې دغليظ HClسره يوځاي کوو، که مواد حل شو مقطرې اوبه ور زياتوو، که رسوب جوړ شو داول ګروپ کتيونونو ښودنه کوي. ۴ـ د Bi, Sn او Sb په شتون کې غير منحل يا تياره رسوب جوړيږي چې لامل يې داوکسي کلورايد جوړېدل دي، دې محلول ته لږ رقيق HCl په ور زياتولو به رسوب حل شي. ۵ـ که مواد په غليظ HCl کې حل نشوه بله برخه يې را اخلو رقيق HNO3 او بيا غليظ HNO3 ور زياتوو. ۶ـ په پاي کې دسلطاني تېزابو ګټه اخلو . (۴)م – م۲۴ ګروپي تجزيه څرنګه چې مو مخکې يادونه وکړه کتيونونه دتجزيې داسانتيا لپاره په ګروپونووېشل شوي نودهغوی تجزيه هم دګروپي تجزيې په نوم ياديږي ،اوددوی لپاره چې کوم معرفونه ټاکل شوي دګروپي ريجنټونوپه نوم ياديږي دامعرفونه ياريجنټونه د HCl, H2S, (NH4)2Sاو(NH4)CO3څخه عبارت دي.دګروپي تجزيې لپاره کتيونونه يا قلوي راډيکالونه په ترتيب سره په شپږ ګروپونو وېشل شوي چې هر ګروپ ځانګړي معرف لري، په لنډه توګه په لاندې جدول کې ځاي پرځاي شوي. (۶)م- م ۱۹۱ ګڼه کتيونونه اصول ګروپي معرف ۱ Ag+, Hg22+ ,Pb2+ کلورايدونه په اوبو کې نه حليږي اصلي محلول+رقيقHCl ۲ A:Hg2+, Pb2+, Bi3+ , Cu2+ B: As3+ , Sb3+ , Sn2+ , Sn4+ سلفايدونه يې په لږ تېزابي چاپيريال کې نه حليږي رقيقH2S+HCl ۳ Al3+ Cr3+, Fe2+ Fe3+ هايدرو اکسايدونه يې په قلوي چاپيريال د ډېرNH4Clپه شتون کې نه حليږي NH4OH+NH4Cl ۴ Co2+, Ni2+ , Mn2+ , Zn2+ سلفايدونه يې په القلي چاپيريال کې نه حل کيږي NH4OH+NH4Cl +H2O ۵ Ba2+ , Sr2+ , Ca2+ کاربونيټونه يې په القلي چاپيريال کې نه حليږي NH4OH+NH4Cl+ (NH4)2 CO3 ۶ Na+ , K+ , NH4 +, Mg2+ دلومړنيو ګروپونو نشتو الي ددوی ښودنه کوي ګروپې معرف نلري هر کتيون بېل پيژندل کيږي دا چې دکتيونو نوډلبندي دهغوی دمرکباتو درسوب پربنسټ تر سره شوې ده، که مونږ دمختلفو فلزاتو دکلورايدونو په اړه فکر وکړو ،دابه ومومو چې او انحلاليت دپاتي نورو فلزاتو دکلوريدنو په پرتله ‌ډېر کم دى. لدي کبله که دايونونو محلول ته رقيق محلول ور زيات کړو يواځي,Ag+ Pb2+ او Hg22+کلورايدونه به رسوب وکړي او دفلتر کولو په وسيله به جلاشي او داچې دنورو ايونونو دکلورايدونو انحلاليت ‌ډېر زيات دی نو درقيقHCl په ور زياتولو سره دامرکبات خپل انحلاليت نشي کم کولاي دوی رسوب نه کوي ا وله فلتر څخه تيريږي . که فرض کړو چې يومحلول دټولوګروپونوکتيونونه لري درقيق HClپه ورزياتولو به يوسپين رسوب د او وليدل شي ،رسوب فلترشي اونورازمايښتونه پري ترسره شي داول ګروپ په فلتراتو( دفلترڅخه پاتې محلول)کې به نورټول کتيونونه پاتي وي چې اوس دهغوي لپاره ازمايښت ترسره کوو،دفلتراتو انحلاليت که وګورو د او مالګوانحلاليت به دنوروپه پرتله ‌ډېرکم وي لدي کبله که H2Sګاز دفلزاتو څخه تېر کړو همدغه سلفايدونه به جوړشي اورسوب به وکړي ،داچې د سلفا يدونو انحلاليت هم ‌ډېر لوړندی دوی هم رسوب کوي او دپورتنيو کتيونونو په پېژندنه کې ستونزه پيداکوي ، پدي وخت کې دګډايون له اغيزي ګټه اخلويعني لکه فلزات د په واسطه تيزابي کړود انفکاک به کم کړي او دسلفايد ايون غلظت([S2-])به په محلول کې کم شي ،دسلفرايون کم قيمت ددي لپاره مناسب کيږي چې د او ته رسوب وکړي دارسوب کولاي شو دفلزات څخه جلاکړوددي وروسته يواځي د۱۵کتيونونوپېژندنې ته اړتيا لروچې دويم ګروپ په فلترات کې شتون لري. يادونه : کتيون هم په اول اوهم په دويم ګروپ کې شتون لري لامل يې دادی چې داول ګروپ کتيونونودجلاکولوپرمهال د Pb2+کلورايد په يخواوبوکې لږ حليږي او دفلتراتو سره پاتې کيږي، ددي لپاره چې هغه هم فلزات څخه بيل شي د په ډول دويم ګروپ کتيونونو سره يوځای رسوب ورکوي لکه څرنګه چې په دويم ګروپ کې د‌ډېرو کتيونونو سلفايدونه رسوب کوي داکار دځانګړو کتيونونو په پېژندنه کې ستونزه پيداکوي داسانتيالپاره داګروپ دوه برخو ويشل شوی دی . داچې دا او مرکبونه NaOH محلول کې نه حليږي او او په کې حليږي نو ددويم ګروپ رسوب ته دNaOHسره لږه تودوخه ورکوواو فلتر کوويې، په رسوب کې به داول ګروپ برخې کتيونونه شتون ولري چې عبارت دي له: او څخه. په فلتراتو کې به ددويم ګروپ د برخې کتيونونه يعنې او پاتې شي. اوس که ددويم ګروپ کتيونونو له جلاکولو وروسته دپاتې فلتراتو هايدرواکسايدونو انحلاليت وګورو د او لپاره به ‌ډېرکم قيمت ولري پدې مانا چې دوی ډېرلږ حليږي، که د فلترات محلول ته NH4OH ور زيات کړو( دمحلول څخهH2S دځوښ ورکولو دهايدرو اکسايدونو انحلاليت ډېرلوړ ندی دوی به هم رسوب وکړي، ددې کار دمخنيوي لپاره بياهم دګډ ايون له اغېزې څخه ګټه اخلو، ددويم ګروپ څخه پاتې فلترات ته تودوخه ورکوو تر څو هغهH2S چې په هغې کې حل شوی ازاد شي،محلول سړوو، لږ HNO3 پکې اچوو او بيا تودوخه بدل شي بيا فلترات سړوو، لومړی NH4Clاو بيا NH4 OH ورزياتوو د ګډ ايون داغېزې له امله د NH4OH تجزيه کېدل کميږي او دOH- غلظت په محلول کې لږ پاتې کيږي، چې دا مقدار يواځې د Al(OH)3، Cr(OH)3 او Fe(OH)3 لپاره بسنه کوي نه د Zn(OH)2 او Mn(OH)2 لپاره.

دهايدرو اکسايدونو رسوب فلتر کيږي او دځانګړو کتيونونو دپېژندنې لپاره کارول کيږي.

ددريم ګروپ په فلترات کې ۱۱ کتيونونه پاتې کيږي په هغه کې لږ NH4OH محلول ورزياتوو او H2S ورڅخه تېروو، دا چې H2Sاو NH4OH دواړه کمزوري الکتروليتونه دي چې په کمه اندازه تجزبه کيږي لکه په لاندې ډول:




2NH4OH 2OH- + 2NH4+

     اوبه                                               
سره اوبه جوړوي، ددې لپاره چې تعادل وساتل شي بايد ډېر H2S تجزيه شي، د H2S تجزيه د ] ددې لپاره بسنه کوي تر څو CoS او MnS ته رسوب ورکړي چې په دويم ګروپ کې يې رسوب نه و کړي( په دويم ګروپ کې H2S له تېزابي چاپيريال څخه تېر شوي وو، دګډ ايون  نه حلېدونکي کاربونيټونه جوړوي. فلترات ته تودوخه ورکوو ترڅو منحل H2S ورڅخه ازاد شي بيا يې سړوو او NH4OH او NH4COH ورزياتوو دا کار ددې لامل کيږي چې SrCO3, BaCO3 او CaCO3 جوړشي او رسوب وکړي.
ولري، ددوي لپاره ګروپي معرف نشته دوی هريو په ځانګړي ډول تجزيه کيږي او دشپږم ګروپ په نوم ياديږي.

دلومړي ګروپ کتيونونو تجزيه دلومړي ګروپ اړوند کتيونونه: Hg22+, Pb2+, Ag+ ګروپي معرف: رقيق HCl دلومړي ګروپ کتيونونو او په HCl کې د Cl- ايونونو ترمنځ تعاملونه په لاندې ډول ترسره کيږي.


                 سپين رسوب                                                       .   

دبېلګې په ډول که دنوموړو فلزاتو نايتريتونه ولرو، دتعامل ماليکولي ډول يې داسې دي:


کړنلاره: دکتيونونو ګډ محلول ته رقيق HCl ور زياتوو، که کوم رسوب ونه ليدل شي داول ګروپ کتيونونو په نشتوالي دلالت کوي او که سپين رسوب جوړشي نو دلومړي ګروپ له کتيونونو څخه به يو دوه يا درې واړه کتيونونه شتون ولري، رسوب ته داوبو سره يوځاي تر ځوښ کېدو تودوخه ورکوو او بيا يې فلتر کوو، دسربو کلورايد(PbCl2) په ګرمو اوبو کې حليږي مګر Hg2Cl2 اوAgCl نه دثبوت لپاره پرې درې ازمايښتونه ترسره کوو. ۱- لومړۍ برخه يې سړووترڅو دPbCl2 سپين کرستلونه وليدل شي. ۲- دويمه برخه دپوتاشيم کروميت(K2CrO4)محلول سره يوځاي کوو، که زېړ رسوب يې توليد کړ نو PbCrO4 به جوړشوي وي. ۳- دريمه برخه دپوتاشيم ايودايد(KI) محلول سره يوځاي کوو که زېړ رسوب جوړ شو د PbCI2 ښودنه کوي.


ه رسوب څخه پاتې فلترات د NH4OH سره يوځاي کوو او بيايې فلترو، که ټول رسوب حل شو د ښودنه کوي. د AgCl رسوب په NH4OH کې ځکه حليږي چې Ag+ دامونيا سره کمپلکس مرکب جوړوي.

پاتې تورنګه رسوب په سلطاني تېزابوکې حليږي.

(مرکيورس کلورايد(HgCl) د NH4OH دزياتولو له امله تور رسوب جوړوي او هغه په سلطاني تېزابوکې حليږي)


محلول دوه برخې کوو. ۱ـ لومړۍ برخه د SnCl2 سره يوځاي کوو سپين رسوب جوړوي.

۲ـ دويمه برخه کې دمسو يوه ټوټه اچوو له څه وخت وروسته دسيمابو ځلېدونکې ساحه دمسو پرمخ ليدل کيږي.

د دويم ګروپ کتيونونو تجزيه د دويم ګروپ کتيونونه :A : Cd2+ ,Cu2+ ,Bi2+,Pb2+ ,Hg2+ Sn4+ , Sn2+, As3+, Sb3+ : B ګروپي معرف: د رقيق HCl او سلفايد په شتون کې H2S ګاز. هغه تعاملونه چې د دويم ګروپ کتيونونو او سلفايد ايونونو ترمنځ ترسره کيږي په لاندې ډول دي . (تور رسوبHg2+ + S2- HgS (Mercuric sulphide (تور رسوب Pb2+ + S2- PbS (Lead Sulphide (تور نسواري رسوب 2Bi3+ + 3S2- Bi2S3(Bismuth Sulphide (تور رسوب Cu2+ + S2- CuS (Copper Sulphide (زېړ رسوب Cd2+ + S2- CdS (Cadmium Sulphide (نارنجي رسوب 2Sb3++3S2- Sb2S3( Antimony Sulphide (زېړ رسوب 2As3+ + 3S3- As2S3 (Arsenic Sulphide (نسواري رسوب Sn2+ + S2- SnS (Stannous Sulphide (زېړ رنګه نسواري رسوب Sn4+ + 2S2- SnS2(Stannic Sulphide کړنلاره : د لومري ګروپ کتيونونه څخه د پاتې فلترات يوه برخه را اخلو او د رقيق HCl په واسطه يې تيزابي کوو، ګرمووي او د H2S ګاز ورڅخه تيروو،که چېرې رسوب جوړ نشو، د ا ښودنه کوي چې د دويم ګروپ کتيونونه په فلترات کې نشته، مونږ کولاي شو د دريم ګروپ کتيونونو د تثبيت لپاره ورڅخه ګټه واخلو او که چېرې رسوب جوړ شو نو د دويم ګروپ کتيونونو څخه په يو يا څو او يا ټول په محلول کې وي ، د ګرم محلول څخه د H2S ګاز تېرولوسره به د فلزاتو د سلفايدونو غټې ټوټې وليدل شي چې له فلتر کاغذ څخه نه تيريږي ( او که H2S له يخ محلول څخه تېرکړو، د رسوب وړې ذرې په توليد شي چې له فلتر کاغذ څخه تيريږي او په فلترات کې د راتلونکو کتيونونو دپيژندنې پر مهال خنډ پيدا کوي ). د دويم ګروپ سلفايدونو د رسوب په فلتر کولو سره به دپاتې ګروپونو کتيونونه په فلترات کې پاتې شي فلترات رقيق کوو، ګرموو او H2S بيا ورڅخه تېروو، که رسوب وليدل شو هغه فلتر کوو او بيا له فلترات څخه H2S تېروو دا عمليه تر هغه تکراروو تر څو رسوب جوړ نشي(1Aپړاو) ، ددې کار موخه د ګروپ ټولو کتيونونو ته بشپړ رسوب ورکول دي، که رسوب بشپړ نه وي ددې ګروپ کتيونونه به فلترات کې پاتې شي او د نورو ګروپونو د تجزيې لپاره به ستونزه رامنځته کړي. بايد وويل شي چې H2S ګاز له رقيق فلترات څخه ځکه تېروي چې که د HCl غلظت زيات شي د ګډ ايون د اغيزې له امله به د H2S تجزيه کمه شي او د [S2-] اندازه به ونشي کولاي ځينو کتيونونو لکه Cd2+ ته د سلفايد په ډول رسوب ورکړي نو بايد ‌ېر غلظت HCl ونه کارول شي. د دويم A ګروپ کتيونونو تجزيه کله چې د رقيق HCl په شتوالي کې H2S ګاز له فلترات څخه تېر شو او رسوب جوړ شو نو موړي رسوب د زېړ امونيم سلفايد (NH4)2S (يا ګرم محلول د NaOH) سره ګدوو او بيا يې فلتر کوو په رسوب کې به ددويم (A) ګروپ کتيونونه او په فلترات کې به د ددويم (B) ګروپ کتيونونه راټول شي(1Bپړاو)، رسوب په ګرمو اوبو وينځو او د 33% ښوري تيزاب (HNO3) سره يې يوځاي ته ځوښ کېدو تودوخه ورکوو او فلتر کوويې(1Cپړاو) پړاو په رسوب کې به HgS او فلترات کې به Bi3+, Cu2+ ,Pb2+ او Cd2+ ايونونه پاتې شي د HgS تور رسوب په سلطاني تيزابو کې حلوو او محلول يې دوه برخې کوو. ۱- له لومړۍ برخې سره SnCl2 محلول يوځاي کوو، سپين رسوب به جوړشي. ۲- له دويمې برخې سره د مسو يوه ټوټه اچوو، د مسو پر سطح به د سيمابو ځلېدونکې طبقه جوړه شي. د پنځمA پړاو له فلترات سره رقيق H2SO4 او الکول يوځاي کوو، که سپين رسوب جوړنشو Pb2+ کتيون به پکې نه وي او که رسوب جوړشو نو رقيق H2SO4 او الکول ور زياتوو ترڅو Pb2+د PbSO4 په ډول رسوب وکړي( 1D پړاو) PbSO4 په غليظ امونيم اسيتيت کې حليږي که ددې محلول سره استيک اسيد او پوتاشيم کروميت محلول يو ځاي کړو د PbCrO4 زېړ رسوب به جوړشي ) د 1D پړاو په فلتر کولوسره په رسوب کې PbSO4 او فلترات کې Cu2+ , Bi2+ او Cd2+ ايونونه پاتې کيږي ،فلترات ته ځوښ ورکوو تر څو الکول ورڅخه ازاد شي بيا NH4OH ور زياتوو(NH4OH لږ لږ ور اچول کيږي ، د هر ځل زياتولو وروسته محلول خوځول کيږي او بوي کيږي ، که NH3 څرګند بوي حس شي نو ويل کيږي چې محلول قلوي دي ).که Bi3+ پکې وي د Bi(OH)3 په ډول رسوب کوي چې د فلتر په واسطه يې جلا کوو(1E پړاو) او د Bi(OH)3 رسوب په لږ اندازه د HCl کې حلوو . Bi(OH)3 +3HCl BiCl3 + 3H2O ددې محلول څو څاڅکي له ډېرو اوبو سره يو ځاي کوو رنګ به يې د شېدو په څير شي چې عامل يې بسموت اکسي کلورايد BiOCl دي . BiCl3 + H2O BiOCl + 2HCl که د 1E پړاو فلترات بې رنګه وي Cu2+ به پکې نه وي مګر که ابي رنګ واخلي Cu2+ يا Cd2+ او دواړه به پکې شتون ولري دا محلول دوه برخې کوو، يو برخه له سرکې تيزابو سره په تدريجي ډول يو ځاي کوو آبي رنګ به ختم شي بيا پوتاشيم فېروسيانايد محلول ور زياتوو نسواري رسوب د Cu2+ ښودنه کوي. دويمه برخه د ‌ډېر غليظ HCl سره يوځاي کوو او H2S ورڅخه تيروو د CuS تور رسوب به جوړشي هغه فلتر کوو فلترات رقيق کوو د H2S ګاز له تېرولو وروسته به د CdS زېړ رسوب جوړ شي . يادونه: د غليظو او ډېرو HCl تيزابو په زياتولو سره ګډ ايون اغيزه کوي او[S-2] کميږي، يواځې Cu2+ سلفايد جوړوي. کله چې محلول رقيق کړو [S2-] زياتيږي او Cd2+ سره CdS جوړوي. د دويم B گروپ کتيونونو تجزيه د1Bپړاو څخه پاتې فلترات چې As3+، Sb3+ ، Sn2+ او Sn4+ لري. رقيق HCl په واسطه يې تيزابي کوو او فلتر کوو يې کوم رسوب چې جوړيږي، د غليظ HCl سره يو ځاى ځوښ ورکوو او بيا يې فلتر کوو (F1 پړاو) AS2S3 په فلتر کاغذ پاتې کيږي، او Sb3+ او قلعي کتيونونه فلترات ته ځي ، د As2S3 زېړ رسوب ته د غليظ HNO3 سره يو ځاى تودوخه ورکوو او امونيم مولبدات محلول ورزياتوو ، زېړ رسوب د As3+ کتيون ښودنه کوي .

د1F د پړاو فلترات ته تودوخه ورکوو تر څو H2S ورڅخه ازاد شي، بيا يې سړوو او د NH4OH په واسطه يې قلوي کوو، لدې محلول څخه د 5gr اکزاليک اسيد له زياتولو او ځوښ ورکولو وروسته د H2S گاز  تېروو . په فلتر کولو سره به Sb2S3 د نارنجي رنگ په ډول رسوب وکړي، قلعي کتيونونه به فلترات ته لاړ شي ، فلترات به لومړی د NH4OH په واسطه قلوي او د سرکې تېزابو په واسطه تېزابي کړو ، محلول ځوښوو او H2S ور څخه تېروو، زېړ نسواري رنگ د قلعي ښودنه کوي او د اگزاليک اسيد سره کمپليکس مرکب جوړوي. لدې امله د H2S په تېرولوSb3+هم د Sb2S3 نارنجي رسوب جوړوي، مگر دا چې د قلعي کتيونونه د کمپليکس سره اړيکه لري، دوی د SnS رسوب نشي جوړولاى، د Sb2S3 رسوب د فلتر کولو په وسيله جلا کيږي، او د قلعي منحل کمپليکس د NH4OH په زياتولو سره تجزيه کيږي، د قلعي کتيونونه ازاديږي او د H2S په ورزياتولو زېړ رنگه نسواري رسوب جوړوي. 

د دريم گروپ کتيونونو تجزيه

کتيونونه : Cr3+ , Al3+ , Fe3+ دگروپ معرف : NH4OH د NH4Cl په شتون کې د دريم گروپ کتيونونو او OH- انيونونو ترمنځ تعاملات په لاندې ډول ترسره کيږي. (قرمزي نسواري رسوب) Fe3+ + 3OH-→ Fe(OH)3 ( سرېښناک سپين رسوب ) Al3+ + 3OH-→ Al(OH)3 ( شين رسوب ) Cr3+ + 3OH-→ Cr(OH)3 د دويم گروپ څخه پاتې فلترات (پړاو) ته ځوښ ورکوو ترڅو ټول منحل H2S ورڅخه ازاد شي، بيا شاو خوا 1ml غليظ HNO3 ورزياتولو وروسته تر ځوښ کېدو تودوخه ورکوو، د HNO3 د زياتولو موخه د Fe2+ بدلول دي په Fe3+،ځکه چې پدې گروپ کې Fe(OH)3 رسوب کوي نه Fe(OH)2 . Fe(OH)3 رسوب د HNO3 سره تر ځوښ کېدو تودوو بيا يې سړوو لومړي NH4Cl او بيا NH4OH ورزياتوو فلتر کوو( 2Aپړاو )، په رسوب کې به د Fe ، Al او Cr هايدرواکسايدونه وي. د گډايون (NH4+) د اغېزې له کبله د NH4OH تجزيه کميږي،په پايله کې [OH-] هم کميږي، دا چې د Fe ، Al او Cr د هايدرواکسايدونو انحلاليت کم دي نو د [OH-] لږه اندازه ددوي د بشپړ رسوب ورکولو لپاره بسنه کوي،مگر د Fe(OH)2 په گډون د نورو گروپونو د هايدرواکسايدونو انحلاليت لوړ دي، د OH- لږه اندازه د دوی ته رسوب نشي ورکولاى ځکه نو په فلترات کې پاتې کيږي، لدې کبله Fe3+ ، Al3+ او Cr3+ له نورو ايونونو څخه جلا کولاى شو. د 1A پړاوڅخه پاتې رسوب مينځو او د NaOH او برومين اوبو سره ځوښ ورکوو، فلتر کوو يې (B 2پړاو)، رسوب به د Fe(OH)3 وي چې په HCl کې حليږي او فلترات دوه برخې کوو.

١- لومړۍ برخه د K4Fe(N)6 محلول سره يوځاي کووچې تېزابي رنگ ورکوي. 4FeCl3 + 3K4Fe(N)6→ Fe4[Fe(N)6]3(ferric ferrocyanide) + 12KCl ٢- دويمه برخه د KCNS محلول سره يوځاي کووپه پايله کې سور رنگ ورکوي. FeCl3 + 3KCNS → [Fe(NS)]2+ سور رنگه کمپليکس + 2CNS- + 3KCl که پورتني ازمايښتونه مثبت وو د Fe3+ ښودنه کوي. د 2B پړاو څخه پاتې فلترات منحل کروميت او الو مينيت لري،فلترات ته ځوښ ورکوو تر څو برومين ورڅخه ووځي او بيا يې دوه برخې کوو. ١- لومړۍ برخه د سرکې تيزابو او سربو اسيتيت سره يوځاى کوو زېړ رسوب د Cr3+ ښودنه کوي. Na2CrO4 + Pb(CH3COO)2→ PbCrO4↓ + 2CH3COONa ٢- دويمه برخه د NH4Cl سره يوځاى کوو او ځوښ ورکوو د Al(OH)3 زېړ رسوب به جوړ شي د المونيم شتوالي د Charcoal cavity ازمايښت په واسطه ثابيتيږي. د څلورم ګروپ کتيونونو تجزيه د گروپ کتيونونه : Ni2+ ، Co2+، Mn2+ او Zn2+ دگروپ معرف: H2S د NH4OH په شتوالي کې. ددې گروپ کتيونونو او S2- ايونونو تر منځ تعاملونه په لاندي ډول دي. تور رسوب Ni2+ + S2-→NiS تور رسوب Co2+ + S2-→CoS روښانه نسواري رسوب Mn2+ + S2-→MnS کثيف سپين رنگ Zn2+ + S2-→ZnS

د 2A پړاو څخه پاتې فلترات ته NaOH ور زياتوو او د H2S له تېرولو وروسته يې ] کې ددويم ګروپ کتيونونو سره رسوب نشي کولای، اوس د NH4OH په شتون کې د H2S تجزيه زياتيږي او د S2- لوړ غلظت دZnS ، NiS، CoS او MnS رسوب ورکولو لپاره بسنه کوي. په فلترات کې K+ , Na+ , Sr+ , Ba+ , Ca+ او NH4+ کتيونونه شته د3A پړاو رسوب رقيق HCl سره ګډوو او فلتر کوويې (3B پړاو) د NiS او CoS رسوب نه حليږي، په فلتر کاغذ پاتې کيږي مګر Mn او Zn فلترات ته ځي. د Co او Ni بېلول پدې اساس ترسره کيږي، کو بالت د NaHCO3 سره کمپلکس جوړوي چې په سلطاني تېزابو کې حليږي ددې لپاره يخ او قوي NaOH ور زياتيږي مګر Ni کمپلکس نه جوړوي ،اوس د برومين اوبه ور زياتوو، که محلول شين رنګ غوره کړد Co دکتيون ښودنه کوي، شين محلول ته ځوښ ورکوو که تور رسوب جوړ شو نو کوبالت او نکل به دواړه شتون ولري( تور رسوب نکل لري چې دفلتر په واسطه يې بېلولاي شو، او که شين محلول جوړ نشو يواځې کوبالت به پکې وي ، که چېرې په يخ کې شين رنګ نه وي او تور رسوب وي نو يواځې نکل به شتون ولري. دنکل او کوبالت له بېلولو وروسته کولاي شو د Borax bead په واسطه واز مايو چې کوبالت شنه ساحه او نکل نسواري ساحه جوړوي همداراز نکل په ډېره کمه اندازه د ډای متايل ګلي او کسيم (DMG) سره سور رسوب جوړوي. د 3B پړاو هغه فلترات چې Zn او Mn ايونونه لري ځوښ ورکوو ترڅو H2S ورڅخه ازاد شي او د NaOH محلول ور زياتوو، نه حلېدونکي Mn(OH)2 او حلېدونکي سوديم زنکيت به جوړ شي.


د Mn(OH)2 رسوب دفلترکولو په مرسته جلا کوو(3Aپړاو) او د KNO3 ، Na2CO3 سره يې يوځاي کوو يوه شنه کتله جوړوي چې د Mn ښودنه کوي او له فلترات څخه H2S تيروو، د ZnS سپين رسوب به جوړ شي چې داد Zn ښودنه کوي او رسوب Co(NO3)2 سره يو ځاي د Charcoal cavity ازمايښت په مرسته شنه ساحه جوړوي. دپنځم ګروپ کتيونونو تجزيه کتيونونه: Ba2+,Sr2+,Ca2+ دګروپ معرف: (NH4)2CO3 د NH4OH په شتون کې هغه تعاملونه چې دپنځم ګروپ کتيونونو او CO32- ايونونوترمنځ ترسره کيږي په لاندې ډول دي

Ba2+ + CO32- BaCO3 سپين رسوب Sr2+ + CO32- SrCO3 سپين رسوب Ca2+ + CO32- CaCO3 سپين رسوب هغه فلترات ته چې دپنځم ګروپ د 3A پړاو څخه پاتې دي ځوښ ورکووترڅو ورڅخه ازادشي اوحجم يې کم شي (داول ګروپ څخه تر پنځم ګروپ پورې ډول ډول معرفونه محلول ته ورزيات شوي او محلول ډېررقيق شوي له دې سره د Ba2+ ، Sr2+ ، Ca2+ اوMg2+ غلظت هم کميږي کله چې ددې ګروپ معرف ورزيات کړوډېر لږ رسوب جوړوي چې دراتلونکو ازمايښتونو لپاره به مناسب نه وي همدالامل دي چې محلول ته ډېره تودوخه ورکووترڅويې حجم نژدې ۲۵-۳۰ملي لېتره ته ورسيږي )دمحلول له سړولو وروسته NH4OH اوکمه اندازه (NH4)2CO3 ورزياتوو اوفلترکوويې (4Aپړاو) له Mg کاربونيټ څخه د Ba ، Sr او Ca دکاربونيټونو انحلاليت لږدي نو BaCO3، CaCO3او SrCO3 رسوب کوي اوMg فلترات ته ځي (چاپيريال به القلي وي ،که تېزابي شي د Ba,Ca او Sr کاربونيټونه به حل شي لدې امله د NH4OH په شتون کې رسوب ورکول کيږي ) د 4A پړاو څخه پاتې فلترات په رقيقCH3COOH کې حلوواومحلول ته د پوتاشيم کروميت ( K2CrO4) محلول ورزياتوو.کله چې ټول Ba2+ د BaCO3په ډو ل رسوب وکړي بيا يې فلترکوو4B) پړاو) Ba2+ + CrO42- BaCrO4↓ د 1A پړاو پاتې فلترات د Sr2+ ، Ca2+ او Ba2+ ايونونه لري ، دې محلول ته لږ امونيم سلفيت محلول ورزياتوواوله رسوب جوړېدو وروسته يې فلتر کوو(C4پړاو) Ca2+ +C2O42- CaC2O4 په فلتراتو کې به Ca2+ ، Sr2+ او Ba2+ايونونه پاتې وي ، دامونيم اګزلات محلول ورزياتووترڅو دکلسيم اګزلات سپين رسوب جوړشي. Ba2+ +SO42- BaSO4 پورتني پاراګراف د Ba2+ ، Sr2+اوCa2+ دبېلولو شيما څرګندوي په هغه وخت کې چې درې واړه په مخلوط کې شتون ولري اودلاندې پاملرنو پر بنسټ جوړه شوې. لومړی ټکی چې بايد په ياد وساتل شي دادی چې دBa،Ca اوSrکاربونيټونه په رقيق سرکې تېزابوکې حليږي ، په رقيق HClکې نه حليږي ،که چېرې ددوی دحل کولو لپاره وکارول شي د Ba2+او Ca2+ کتيونو په ازمايښت کې به ستونزه پيداشي ځکه چې BaCrO4اوCaCrO4 په HClکې حليږي نورسوب به ونه کړي دهمدې کبله دپنځم ګروپ کتيونونودکاربونيتونوحلولو لپاره داستيک اسيد څخه ګټه اخستل کيږ ي . بل مهم ټکی چې بايد په ياد و ساتل شي دBa2+.،Ca2+اوSr2+دازمايښتونوترتيب دی ، که يو مخلوط کې دوه يازيات ايونونه وي اوغواړوبيل يې کړ و داسې معرف ورسره يوځاي کوو چې ديو ايون سره نه حلېدونکي رسوب جوړکړي اونورايونونه فلترات ته لاړشي ،درسوب فلترکولوپه واسطه يوله بل څخه بيل شي .

دBa،Ca اوSrکاربونيټونه په استيک اسيد کې حليږي  هغې ته لومړي پوتاشيم کروميت محلول ورزياتووچې د Ba2+سره نه حلېدونکي BaCrO4 جوړوي ځکه چې ددې انحلاليت کم دي اوپه فلترات کې Sr2+ Ba2+.، پاتې کيږي ، بيافلترات د(NH4)2SO4سره يوځاي کووددې لپاره چې SrSO4غيرمنحل رسوب جوړ کړي اود Ca2+دلوړانحلاليت له امله فلترات ته لاړشي . ددريم ځل لپاره فلترات ته (NH4)2SO4محلول ورزياتوو کوم چې د Ca2+سره CaC2O4سپين رسوب جوړوي ، دااړينه ده چې لومړي دباريم بيا سترانشيم اوبيا دکلسيم ازمايښت ترسره شي اوکه داترتيب ونه ساتل شي دابه امکان ونه لري چې دوی يوله بل څخه بيل کړل شي، دبېلګې په ډول که محلول ته لومړي (NH4)2SO4ورزيات شي نوباريم اوسترانشيم به دواړه رسوب وکړي اوبېلول به يې ګران شي      (۵)=م م۱۰۳-۹۱

دشپږم ګروپ کتيونونوتجزيه کتيونونه : K+، Na+ ، NH4+، Mg2+ کړنلاره : دپنځم ګروپ 4Aپړاو فلترات ته NH4Cl،NH4OHاوNa3PO4محلولونه ورزياتوودمګنيزيم امونيم فاسفيت سپين رسوب به جوړشي . MgCl2+Na2HPO4+NH4OH Mg(NH4)PO4+2NaCl+H2O د Mg2+دتثبيت لپاره لاندې ازمايښتونه ترسره کوو ۱- محلول د(NH4)2CO3سره يوځاي کوو سپين رسوب دMgCO3جوړوي. ۲- محلول له رقيق HCl،Magnisonمعرف اوNaOHسره ابي رسوب جوړوي. ۳- په Flame testکې يې رنګ ګلابي دي. داچې K+، Na+ ، NH4+هم په شپږم ګروپ کې ځاي لري ددوي تجزيه په فلترات کې نه بلکه په اصلي محلول(O.S)کې ترسره کيږي ځکه چې دمخکې ګروپونو دتجزيې پرمهال محلول ته NH4Cl،NH4OHاوNaOH…ورزيات شوي په هغوي کې هم سوديم اوامونيم شامل دي د K+ پېژندنه په خنثي ياداستيک اسيد (CH3COOH)په محلول کې پوتاشيم کتيون دسوديم ، کوبالت نايترايت (Na3Co(NO2)6سره زېړ کرستلي رسوب جوړوي ،معرف په قوي قلوي ياقوي تېزابي چاپيريال کې نه کارول کيږي ځکه چې جوړېدونکي کمپلکس يې تجزيه کيږي لدې سره د NH4+ايونونه هم مداخله کوي اوورته کمپلکس جوړوي ،پوتاشيم دFlame testپه وسيله هم پېژندلاي شو چې بنفش رنګ ورکوي ،که سوديم هم ورسره وي نوبنفش رنګ دزېړ رنګ په واسطه پوښل کيږي .د K+ تثبيت لپاره لاندې ازمايښتونه ترسره کوو ۱- دمحلول سره غليظ تارتاريک اسيد (C4H6O6)يوځاي کوو سپين کرستلي رسوب حوړوي ۲- محلول سره پيکريک اسيد (2,4,6-Trinitro phenol)يوځاي کوو،رېړ رسوب جوړوي.

دNa+ پېژندنه ازمايښتي محلول د KOH او پوتاشيم پايران ټايمونيټ (K2H2Sb2O7) محلول سره يوځاي کوو، سپين رسوب جوړوي تراشي د تسبيت لپاره يې لاندې ازمايښتونه تر سره کوو. ۱- ازمايښتي محلول سره درې څاڅکي زينک يورانيل اسيتيت (Zn(UO2)3(CH3COO)9) يوځاي کوو زېړ رسوب د سوديم زينک يورانيل اسيتيت (NaZn(UO2)3(CH3COO)9) جوړوي . ۲- د Flame test ترسره کول روښانه زيړه لمبه ورکوي چې د کوبالت له ښيښې څخه نه ښکاري . د NH4+ پېژندنه اصلي محلول (O.S) د NaOH سره ځوښ کوو، د NH3 بوي د NH4+ ښودنه کوي. د تثبيت لپاره يې لاندې ازمايښتونه تر سره کوو. ۱- محلول د نسلر ريجنټ (کله چې KI او HgCl2سره يوځاي او يوبې رنګه محلول دK2[HgI4]جوړشي) سره يوځاي کوو ،زېړرنګه نسواري رنګ د NH4+ ښودنه کوي. ۲- د NH4+لرونکې جامده مالګه دجامد Na2CO3سره ځوښوو،دNH3بوي د NH4+ښودنه کوي. (۴)م=م م۴۳،۴۱ هغه ايونونه چې په ګروپي تجزيه کې ستونزې پيداکوي ځنې ايونونه لکه فاسفيت (PO42- ، او ګزلات (C2O42- )،فلورايد(F- ) او بوريټ (B4O72- ) د ګروپونو په سيستماتيکه تجزيه کې خنډ جوړيږي ، دا ايونونه تردويم ګروپ پورې چې چاپيريال تيزابي وي مداخله نه کوي ځکه چې په هغه کې منحل دي رسوب نشي جوړلاي، مګر کله چې په دريم ګروپ کې چاپيريال قلوي شي دوی ستونزه جوړوي. د اړخيزو ايونونو پېژندنه : ۱- اګزلات (Oxalate ) : د ازمايښتي موادو مخلوط يوه برخه د غليظ H2SO4 سره ګرموو د CO (کاربن مونو اکسايد) ازادېدل چې په ابي لمبه سوځي د اګرلات ښودنه کوي . 2– بوريت (Borate ): لږ ازمايښتي محلول د غليظ H2SO4 او لړ انداوي C2H5OH سره ګرموو ، د ايتال بوريت سپين رسوب چې په شنه لمبه سوځي د بوريت ښودنه کوي 3– فلورايد (Fluoride ): لږ محلول ته دSiO2 او څو څاڅکو H2SO4 سره تودوخه ورکوو ،يو څاڅکی اوبه په Wire loop (سيمي کړ‎ۍ) کې اخلو او محلول ته يې داخلوو، که اوبه د سالسيليک اسيد له امله تياره رنګه شوې د فلورايد ښودنه کوي 4– فاسفيت (Phosphate ): لږ محلول نه د HNO3 او امونيم مولبدات سره تودوخه ورکوو، زيړرسوب به جوړکړي . د فلورايد او بوريت لرې کول: د دريم ګروپ رسوب په پورسيليني لوښي کې اچوو او 2ml غليظ HCl وزياتوو محلول تر وچېدو پورې بړاس کوو ا و۳ يا ۴ ځلې دا عمليه تکراروو، بيا محلول په رقيق HCl او NH4Cl کې حلوو او لږ مقدارNH4OH ورزياتوو که رسوب جوړشو Cr ،Al او ، Fe ښودنه کوې ،فلترات د دويم ګروپ اصلي فلترات سره يو ځای کوو. اوګزلات لرې کول: د دريم ګروپ رسوب په پورسيلني لوښي کې تر 20 دقيقو سوځوو تر څو اګزلات تجزيه او ووځي ، سوځيدلې ماده په رقيق HCl کې حلوو NH40H او NH4Cl ورزياتوو په رسوب باندې د دريم ګروپ ازمايښت ترسره او فلزات د دريم ګروپ له فلترات سره يو ځای کوو. فاسفيت لرې کول :

د دريم ګروپ فلزات له ځوښولو او HNO3 زياتولووروسته بيا ځوښ ورکوو محلول سړوو او لږ پوتاشيم فيروسانايد ورزياتوو که اوسپنه Fe پکې وي تېزابي رسوب جوړيږي ،پاتې محلول سره NH4Cl  اوNH4OH  محلولونه اچوو که رسوب جوړشوددريم ګروپ دکتيونونوهايدرواکسايدونه اوفاسفيتونه اونوروکتيونونوفاسفيتونه به پکې وي، دې رسوب ته سوديم اسيتيت اواستيک اسيد محلولونه ورزياتوو،که ټول رسوب حل شوددريم ګروپ کتيونونه به په محلول کې نه وي،اوکه ټول حل نسو رسول فلتر کوو او د Al,Fe, او Cr کتيونونولپاره پرې ازمايښت کوو،دفلترات څخه فلترات پدې ډول لرې کووچې سوديم اسيتيت اوفريک کلورايد(FeCl3)لږ لږ ورزياتوو ،رنګ به يې سور نسواري شي بيايې پنځه دقيقې ځوښوواوفلترکوو،رسوب لرې کوواوفلترات ته NH4OH ور زياتوو ترڅوFe3+ دFePO4په ډول رسوب وکړي اوفلترشي نوفلترات به دفاسفيت  (PO42-)ايونونوڅخه پاک شي.                                                                        (۵)م=م م۱۰۶-۱۰۴




په لنډډول دکتيونونوګروپي تجزيې لپاره له لاندې جدول څخه ګټه اخستلای شو.

پايله













اخځليکونه