کترینا دو مېدیچي

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کترینا دو مېدیچي (په انګلیسي: Catherine de’ Medici؛ په ایټالیایي: Caterina de' Medici؛ په فرانسوي: Catherine de Médicis؛ پیدایښت: ۱۳-اپرېل-۱۵۱۹؛ مړینه: ۵-جنوري ۱۵۸۹) یوه فلورانسۍ اشرافۍ وه چې د مېدیچي په کورنۍ کې وزېږېدله. هغې له دوه‌یم هنري پاچا سره واده وکړ او له ۱۵۴۷ څخه تر ۱۵۵۹ز پورې د فرانسې ملکه او د فرانسوي پاچاهانو «دوه‌یم فرانسېس»، «نهم چارلس» او «درېیم هنري» مور وه. د زامنو د واکمنۍ دورې کلونه د «کترینا دو مېدیچي پېر» په نامه یادېدل، ځکه چې د فرانسې پر سیاسي ژوند باندې یې خورا اغېزه درلوده.[۱]

کترینا په فلورانس کې «د اوربینو دوک، لورنتزو دو مېدیچي» او «مدېلینا دو لا تور دې اوورني» په کورنۍ کې زېږېدلې وه. په ۱۵۳۳ز کال کې، په ۱۴ کلنۍ کې، کترینا د پاچا لومړي فرانسېس او د فرانسې کلاود ملکې له زوی «هنري» سره واده وکړ. هنري په ۱۵۳۶ز کال کې د خپل مشر ورور «درېیم فرانسېس» له مړینې وروسته د فرانسې داوفین شو. د کترینا واده د هغې د تره «اووم پاپ کلېمنټ» له‌خوا تنظیم شوی ؤ. هنري د خپلې واکمنۍ په اوږدو کې، کترینا له دولتي چارو څخه ګوښه کړه او پر ځای یې د خپلې اصلي معشوقې دیانا دو پواتییه ته، چې ډېره پرې برلاسې وه، واک او اختیار ورکړ. په ۱۵۵۹ز کال کې د هنري له مړینې وروسته، تنکی ۱۵ کلن زوی یې (دوه‌یم فرانسېس) پاچا شو او په دې سره کترینا د پاچا د مور په توګه د سیاست ډګر ته ننوتله. په ۱۵۶۰ز کال کې د دوه‌یم فرانسېس له مړینې وروسته، کترینا د خپل لس کلن زوی «پاچا نهم چارلس» په استازیتوب نایب‌السطنه شوه او په‌دې توګه ډېر اختیارات یې په خپل لاس کې ونیول. په ۱۵۷۴ز کال کې د چارلس له مړینې وروسته، د خپل درېیم زوی «درېیم هنري» په پاچاهۍ کې ستر نقش درلود. درېیم هنري یوازې د ژوند په وروستیو میاشتو کې د مور له سپارښتنو څخه سرغړونه کوله، خو د مور له مړینې وروسته یې یوازې اووه میاشتې ژوند وکړ.

د کترینا درې واړه زامنو د فرانسې د دوامدارې کورنۍ او مذهبي جګړې په دوره کې پاچاهي وکړه. د شاهي نظام پر وړاندې شته ستونزې پېچلې او وېروونکې وې. خو کترینا له‌دې سره، سره، نظام او د دولتي ادارو فعالیت لږ تر لږه په یوې ټیټه کچه کې وساتلای شوې. له هغه ځایه چې یاغي کالوین‌پال پروتستانتان (هیوګنوتان) مشهور شوي وو، کترینا د جوړجاړي له‌مخې ځیني امتیازات ورته په پام کې ونیول. سره له‌دې، هغه د نوموړې ډلې د رامنځ‌ته کېدو لاملونو پر عقیدتي اړخ باندې په بشپړ پوهېدلو کې پاتې راغله. وروسته یې په ناهیلۍ سره د غوسې له‌مخې د هغوی پر وړاندې سخت‌دریځه سیاست غوره کړ. دې ته په غبرګون کې، د خپلو زامنو د قوانینو په اجرا کولو سره د ځورونو او کړَونو او په تېره بیا په ۱۵۷۲ز کال کې د سېنت بارتیلمي په ورځ د ټولوژنې (چې په زرګونو هیوګنوتان په‌کې ووژل شول) ترشا په لاس لرلو تورنه شوه.[۲]

ځینې مورخان کترینا د سلطنت په ځینو ناوړو پرېکړو کې ښکېله نه‌ګڼي، خو د بې‌رحمۍ شواهد یې په ځینو لیکونو کې موندل کېږي. د عمل په ډګر کې، د هغې اقتدار او واک د کورنیو جګړو د اغېزو په واسطه تحدید شوی ؤ. له‌دې امله، سیاستونه یې کېدای شي د هغو ناهیلو هڅو زېږنده وګڼل شي چې په هر قیمت کېده د والوا کورنۍ د واکمنۍ پر ولکه وساتي او له هنرونو څخه یې ملاتړ ښیي چې هغې د داسې یوه واکمن نظام د ستاینې او نمانځنې هڅه کوي چې حیثیت او پرتم یې په کلکه د لوېدا په حال کې دی. له کترینا پرته، په واک کې د زامنو پاتې کېدل یې ناشوني وو. کترینا په ۱۶مې پېړۍ کې «د اروپا تر ټولو مهمه څېره» ګڼل کېږي.[۳][۴][۵][۶]

پیدایښت او روزنه[سمول]

کترینا دو مېدیچي (بشپړ نوم: کترینا ماریا رومولا دو مېدیچي) د ۱۵۱۹ز کال د اپرېل پر ۱۳مه نېټه د فلورانس جمهوریت په فلورانس کې زېږېدلې وه. پلار یې «د اوربینو دوک، لورنتزو دو مېدیچي» او مور یې «د بولونې کونتس، مدېلینا دو لا تور دې اوورني» وه. پلار او مور یې یو کال مخکې (۱۵۱۸ز) په امبواز کې سره واده وکړ؛ د هغوی واده، د مقدس رومي ټولواکمن لومړي ماکسي‌میلیان پر وړاندې د فرانسې پاچا «لومړي فرانسېس» او د لورېنځو تره «لسم پاپ لیو» ترمنځ د پیوستون څرګندولو په پار ترسره شو. د یوه نومهاله پېښلیکونکي په باور، کله چې کترینا وزېږېدله، مور او پلار یې «د یوه زوی د زېږېدلو په اندازه خوشحاله وو».[۷]

د کترینا له پیدایښت څخه یوه میاشت وروسته، مور او پلار یې دواړه مړه شول؛ مدېلینا د اپرېل پر ۲۸مه د نفاسي تبې له‌امله او لورنتزو د مې پر ۴مه مړ شو. پاچا فرانسېس غوښتل چې کترینا د فرانسې په شاهي ماڼۍ کې لویه شي، خو پاپ لیو ونه‌منله او ویل یې چې غواړي هغه ایپولیتو دو مېدیچي ته واده کړي. کترینا د لیو له‌خوا د اوربینو دوکس وګرځېدله، خو د اوربینو دوکي زیاترې سیمې یې له پاپي ایالتونو سره ضمیمه کړې، او فلورانس ته یې یوازې د سان لیو کلا د ساتنې اجازه ورکړه. په ۱۵۲۱ز کال کې د لیو له مړینې وروسته، ځایناستي یې «شپږم ادریان» د «دوک» حق د هغه واقعي خاوند «لومړۍ فرانسېسکو ماریا دېلا رووېر» ته ورکړ.[۸][۹][۱۰]

په ۱۵۲۷ز کال کې د مېدیچي کورنۍ په فلورانس کې د کلېمنټ استازي، کاردینال سیلویو پاسریني، د رژیم یوې مخالفې ټلوالي له لوري نسکوره او کترینا برمته شوه او په یوشمېر سومعو کې وساتل شوه. وروستۍ یوه یې «Santissima Annuziata delle Murate» نومېدله چې کترینا په کې درې کاله ژوند تېر کړ. مارک سترېج دغه درې کلونو «د خپل د ژوند تر ټولو خوشحاله کلونه» وګڼل. کلېمنټ پرته له‌دې بله هېڅ لاره نه‌درلوده چې د ښار د بېرته نیولو لپاره د مرستې په بدل کې د مقدسې رومي ټولواکمنۍ تاج «د هابسبورګ چارلس» پر سر کښېږدي. د ۱۵۲۹ز کال په اکټوبر کې فلورانس د چارلس ځواکونو له لوري کلابند شو. د کلابندۍ په اوږدېدو سره، غږونه راپورته شول چې کترینا دې ووژل شي او لوڅ لغړ جسد یې د ښار پر دېوالونو وځړول شي. ان ځینو وغوښتل چې هغه دې د پوځ سرتېرو ته وسپارل شي ترڅو د جنسي ارضا په موخه ورڅخه کار واخلي. په پای کې، د ۱۵۳۰ کال د اګوسټ پر ۱۲ ښار د چارلس ځواکونو ته تسلیم شو. کلېمنټ کترینا له صومعې څخه راوبلله ترڅو په روم کې له هغه سره یوځای شي او هلته یې په خلاصه غېږه او په اوښکو ډکو سترګو د کترینا هرکلی وکړ. وروسته یې پښې لوڅې کړې ترڅو یې د یوه ښه خاوند خاونده وګرځوي.[۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶]

د هنرونو ساتندویه[سمول]

کترینا د رنسانس شاهزاده د بشرپالنې ارمان په عقیده وه چې واک او اقتدار یې هم په قلم او هم په وسله پورې اړوند ؤ. هغې د خپل خسر، چې په شاهي ماڼۍ کې تل د اروپا د مخکښو هنرمندانو کوربه ؤ، او د خپل مېدیچي نیکه‌ګانو له خوی او بوی څخه الهام اخېستی ؤ. د کورنیو جګړو پر مهال، چې د شاهي نظام پرتم او واک د عام وګړو په نظر کې خوار شوی ؤ، کترینا د پرتمینو فرهنګي نندارو له‌لارې غوښتل سلطنتي اعتبار او پرستیج بېرته غښتلی کړي. د سلطنتي بیت‌المال د اختیار ترلاسه کولو وروسته، هغې د هنر د ملاتړ لپاره یو پروګرام په لاره واچوه چې د درېیو لسیزو لپاره یې دوام درلود. د دغې مودې په اوږدو کې، هغې د هنرونو په ټولو څانګو کې د فرانسې وروستي رنسانس د اوڅار فرهنګ مشري کوله.[۱۷][۱۸]

سرچينې[سمول]

  1. Thomson, 98; Sutherland, Ancien Régime, 3; Neale, The Age of Catherine de Medici.
  2. Knecht, Catherine de' Medici, 272.
  3. Knecht, 272. For a summary of the fluctuations in Catherine's historical reputation, see the preface to R. J. Knecht's Catherine de' Medici, 1998: xi–xiv.
  4. Sutherland, Ancien Régime, 20.
  5. Sutherland, Ancien Régime, 26.
  6. Strage, Mark (1976). Women of Power: The Life and Times of Catherine de' Medici. London and New York: Harcourt, Brace & Jovanovich. Prologue, p. xi.
  7. Frieda, Leonie, Catherine de Medici: Renaissance Queen of France, p. 14 ("the baby received the names Caterina, a Medici family name, Maria, since it was the day of the Holy Virgin, and Romula, after the founder of Fiesole").
  8. Knecht 1998, p. 8 (dates of death); Héritier 1963, p. 15 (cause of Madeleine's death).
  9. Knecht, Catherine de' Medici, 8.
  10. Frieda 2003, p. 22 (New York edition).
  11. Young, The Medici: Volume II, 15.
  12. Knecht, Catherine de' Medici, p. 11.
  13. Strage, p.15
  14. Knecht, Catherine de' Medici, 12.
  15. Knecht, Catherine de' Medici, 10–11.
  16. Strage, pp. 13, 15
  17. Hoogvliet, 109.
  18. Knecht, 220.