کتاب او کتابتون

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کتاب او کتابتون دپوهې او معلوماتو دترلاسه کولو او د زهنې ودي لپاره کتاب ترټولو غوره او اغیزناکه وسیله ده. دکتابونو دترلاسه کولو او مطالعي لپاره بیا تر ټولو ښه ځاي فزیکي کتابتون او پرلیکه کتابتونونه دي، فزیکي کتابتونه نن سبا ډېر زیات دي، خو پرلیکه کتابتونه ډېر کم دی، بیا هم له متعبرو کتابتنونو څخه یې کتابونه ډیجټل خیریه کتابتونه دی چي نومړي کتابتون اغیزناک ثاب شوی دی. موږ په داسي زمانه کي ژوند کوو چي کتابونه ډیر او ترلاسه کول یي ډیر اسانه دي. اوس هم ډیر خلگ ډير انسانان دکتاب په قدر او ارزښت نه پوهیږي، له گټو یي نا خبره دي، دوي په دي نه پوهیږي چي کتاب هغه استاد دي چي موږ ته وړیا او پرته له بدیل څخه معلومات او زده کړه راکوي، هیڅکله نه ستړي کیږي، تل موږ ته سترگې پر لاره وي، هرڅه چي ورڅخه وپوښتو په مهربانې سره یی ځواب راکوي. که په غور سره وگورو له کتاب څخه غوره شی او له کتابتون څخه غوره ځای په نړي کي نه شته. که څوک غواړي چي د سوکاله او نیکمرغه ژوند خاوند شي نو هغه ‌دې له کتاب سره ملگرتوب وکړي. کتاب دانسان لپاره ډیر ښه دوست او ملگرې دی. له کتاب سره ملتیا او ملگرتیا موږ دعادي خلکو له چاپیریال څخه د ډیر لوړو افکارو او تصوراتو نړي ته بیا یي، د لوړو او سترو انسانانو سره مو ملگري کوي او دهغو دفکر او نظر څخه مو خبروي. یو نومیالي ایټالوي پوه (پرارک) دخپلو کتابونو او کتابتون په ستاینه کي له پند او خوند څخه ډکې خبرې لري. نوموړي وايي: (زه یوه ډله ملگري او دوستان لرم چي شپې او ورځې له هغو سره تیروم زما ټول دوستان دنړۍ نومیالي دي چي پیړي او زمان په کښي خوندي دي دغو دوستانو ډیر لیري واټنونه وهلي او زما تر کوره رارسیدلي دي. دوي زما په زړه او سترگو کي ځاي نیولي دي. هر وخت چي غواړم دهغو لیدو ته ورځم او چي هر چیري ځم له ځانه سره یي بیایم. دومره خوږ ژبي دي چي څوک یي په خبرو نه مړیږي دژوند پټ رازونه څرگندوي دتیري زماني دپند او خوند کیسي راته کوي او دانسانانو برخلیکونه راښي په دي مي پوهوي چي ژوند څنگه وکړم داچي زه دا ملگرې او دوستان ماته څومره گټې رارسوي زما ژبه یي دستایلو وړ او شمیرلو وس او توان لري) کتاب هغه خوا خوږي او مهربان ملگرې دي چي خیانت نه کوي دوه مخي توب او کینه نه پیژني او په زړه کي یي رښتینوالی، وفا او لورینه په څپو ده. له خپل ملگرې او مینوالو سره هیڅ کله خیانت نه دي کړي او نه یي کوي مټ مټ دیوي هنداري په څیر ښه او او بد په کښي بي له تیر وتني په خپل رنگ بریښي او خپل هر څه زموږ مخي ته ږدي. رښتیا رښتیا وايي تاریخ یي له کلو کلو څخه راپاتی دي، تجربې یي تر لاسه کړې له هر باغ څخه یي رنگا رنگ گلونه راټول کړي او ښکلي غونچي یي ورڅخه جوړي کړي دي او زموږ مخ ته یي دیوي تحفي په ډول ایښي دي.په یوازي توب کي هیڅکله زموږ څخه نه غافله کیږي او موږ نه پریږي دي چي یوه شیبه بي ځايه وخت تیر کړو. خو خو انسان دی چي هیڅ دکتاب په ساتنه نه پوهیږي. سره له دي چي اوس مهال کتابونه او کتابتونونه ډیر دي او لاسرسی هم ورته اسانه دی خو بیاهم ډیر داسي خلک شته چي دکتابتون په ګټه او ارزښت نه پوهیږي حال دا چي له کتاب څخه غوره او وفادار ملگرې نه شته. کتاب هر وخت ستاسو د خدمت او استفادي لپاره چمتو دی. کتاب او مطالعه ډیرې گټې لرې خو باید چي د مطالعې لپاره غوره او گټور کتابونه انتخاب کړو او هم په مطالعه کي ډير افراط ونه کړو چي جسم او زهن ته مو زیان ونه رسیږي. په ښه زوق او شوق سره خپلې مطالعې ته ادامه ورکړئ چي د پرمختگ اود ښه استعداد خاوندان شۍ. لیکوال : احسان الله عابد

احسان الله عابد