کاک

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاک د پښتني دودیزه ډوډۍ یو لرغونی ډول دی چې پر غرګیو (ګړدی کاڼی) پخېږي. پخوا کاکونه په ټولو پښتني سیمو کې دود وو خو اوس خلک کله کله دا پښتني دودیزه ډوډۍ د خوند لپاره پخه کړي.

د کاک د پختن طریقه[سمول]

لومړي اوړه لانده کړل شي بیا هغه لانده اوړه پر تاوده ګړدي کاڼي واچول شي او بیا هغه کاڼی و بلو سکرو (انګار) ته نژدې اچول کېږي دا ډول کاک د تاو په وسیله پوخ شي.

د کاک اړوند متلونه[سمول]

د کاکونو اړوند متلونه څه په دا ډول دي

۱. چې درانه بارونه وړي خوراک یې ځوز دی چې اومه کاکونه خوري چاریاک یې ګوز دی

۲. وایي بخت مې ویده دی کاک مې پښې وکړې ورک شو

۳. برېښه برېښه کاک مې خړو اوبو یووړ.