کاوون غږ راډیو

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاوون غږ کاوون غږ راډيو په لغمان ولایت کې يواځينۍ خپلواکه شخصي راډيو ده، چې شاوخوا ١٣ ساعته خپرونې لري. د دې راډيو د خپرونو منځپانګه تر ډېره ټولنيزه، تفريحي او انتقادي بڼه لري، ياده راډيو په لغمان او د ګاونډ ولايت نورستان په ځينو برخو کې اورېدل کېږي. د دغې راډيو د امتياز څښتن او مسوول مدير نجيب الرحمان انقلابي دی او لس تنه کارکوونکي لري. په سوداګريزو اعلاناتو تمويلېږي.