کافرستان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کافرستان یوه تاریخي سیمه ده چې په معاصر افغانستان کې د نورستان ولایت او شاوخوا سیمې تر پوښښ لاندې راولي. دا تاریخي سیمه د الینګار سیند، د پیچ سیند (کامه)، د لندۍ سین سیند او کنړ سیند حوزې او د پرتو غرونو له لړۍ څخه را منځ ته شوې ده. په شمال کې د هندوکش د مرکزي لړۍ، په ختیځ کې د پاکستان د چترال ولسوالۍ، په سویل کې د کونړ درې او په لوېدیځ کې د الیشنګ سیند له خوا چاپېر شوی دی.

د کافرستان نوم د پاتې شوو کفار (غیر مسلمان) نورستاني اوسیدونکو څخه اخیستل شوی چې یو وخت یې د لرغوني هندویزم د یو ځانګړی مذهب پیروي کوله او د سیمه ییزو ډلو سره ګډ شوي وو، په دې توګه برلاسو د شاوخوا سني مسلمانانو د کافر په توګه پېژندل. دوی له کالاش وګړو سره نږدې تړاو لري، چې سخت خپلواک خلک دي او ځانګړی کلتور، ژبه او مذهب لري.[۱]

له اوسني نورستان څخه تر کشمیر پورې غځېدلي سیمه د "پیرستان" په نوم یادېده، چې یوه پراخه سیمه چې د "کافر" کلتورونو او هندي-اروپایي ژبو کوربه وه او د اوږدې مودې په ترڅ کې په اسلام مشرفه شوه، چې بالاخره د امیر عبدالرحمن خان په امر، چې په په ۱۸۹۵ – ۱۸۹۶ کلونو کې ېې دا سيمه فتحه کړه، مسلمان شول. دا سیمه پخوا د بودایانو له خوا چاپېره شوې وه په لنډمهاله توګه یې سواد او دولتي حاکمیت غرونو ته راوړ خو د بودیزم زوال دا سیمه سخته منزوي کړه. په ۱۶مه پېړۍ کې د اسلامي دولتونو له خوا چاپېره شوې وه. [۲]

ریښه پوهنه[سمول]

کافرستان په فارسي ژبه کې معمولا د "کافرانو خاورې یا سیمې [-ستان]" ته ویل کېږي. د کافر کلمه د عربي "کافر" څخه اخیستل شوې. په لفظي معنی هغه چا ته ویل کېږي چې هر ډول اصل رد کړي، اصطلاحاً هغه چا ته ویل کېږي چې د خپل ایمان په توګه د اسلام له منلو انکار وکړي؛ چې په عام ډول په انګلیسي کې "غیر مومن" ژباړل کېږي. خو د کافرستان د کټوار یا کټور د ولسوالۍ د نومونه او د کټي قومي نوم هم وړاندیز شوی دی. په ۱۸۹۵ – ۱۸۹۶ کې د اسلام منلو نه مخکې، کافرستان وګړو د کفري دین د یوې بڼې پیروي کوله.  [۳][۴]

د کافرستان تاریخ[سمول]

لرغونی تاریخ[سمول]

د لرغونې کاپیسا جانپادا چې د هندوکش په سوېل ختیځ کې یې موقعیت درلود، کافرستان تر خپل پوښښ لاندې درلود او په هغه پورې یې اړه درلوده. چينايي زيارت کوونکي شوان ژانګ چې په ٦٤٤ کال کې یې له کاپيسا څخه ليدنه وکړه، دې ته د کاي پي شي (迦畢試؛ معياري چينايي:Jiābìshì  منځنۍ چينايي kɨɑ-piɪt̚-ɕɨH ) اصطلاح و کاروله. ژوانزانګ کای پی شی د یوې رزغونېدونکي سلطنت په توګه توصیف کړ چې د بودا مذهبه کشتریه پاچا له خوا اداره کېده او په لسو ګاونډیو حکومتو لکه لامپاکا، ناګارهارا، ګندهارا او بنو یې تسلط درلود. کاپيسي تر نهمې پېړۍ پورې د کابل شاهانو د لرۍ دويمه پلازمېنه پاتې شوه. کاپیسا په وزو او د هغوی په پوستکي کې شهرت درلود. شوان ژانګ د کاپيسا (کای پي شي) د اسونو د غوره نسل په اړه خبرې کوي. داسې انګېرنه هم شته چې په ۶۳۷ کال کې د چین سترواک تایژونګ ته د چی پن (کاپیسا) د یوه سفیر له خوا د آسونو غوره نسل وړاندې شوی و. د شوان ژانګ څخه نور شواهد ښیې چې کای پی شی ډول ډول حبوبات، ډول ډول مېوې او یو ډول بوی لرونکی ریښی چې د یو کین په نامه یادېږی، تولیدول. دا ریښه ښایي د خس خس وښو څخه لاس ته راشي. خلکو د وړیو او پت جامې؛ همدارنګه د سرو زرو، د سپینو زرو او مسو سکې کارولې. دلته د ټوبو ځایو سوداګریز توکي موندل کېدل. [۵][۶][۷][۸][۹][۱۰][۱۱]

د منځنیو پېړیو تاریخ[سمول]

له اوسني نورستان څخه تر کشمیر پورې غځېدلي سیمه د "پیرستان" په نوم یادېده، چې یوه پراخه سیمه چې د "کافر" کلتورونو او هندي-اروپایي ژبو کوربه وه او د اوږدې مودې په ترڅ کې په اسلام مشرفه شوه. دا سیمه پخوا د بودایانو له خوا چاپېره شوې وه په لنډمهاله توګه یې سواد او دولتي حاکمیت غرونو ته راوړ. د فاکسیان او سونګ یون په د چینایي زیارت کوونکو د راپورونو له مخې سیمې ته سفر خطرناک و. د بودیزم زوال دا سیمه سخته منزوي کړه. په اسلام د بدخشان مشرف کېدل په اتمه پېړۍ کې پیل شول او په ۱۶مه پېړۍ کې پیرستان د اسلامي حکمتونو له خوا چاپېر شو. کوز چترال کالاش وګړي د سیمې وروستی پاتې شوي وارثان ګڼل کېږي.[۱۲]

د غزنویانو دوره[سمول]

لکه څنګه چې فرشته وایي، د بت پرستۍ پر وړاندې بله مقدسه جګړه په اوږده موده کې حل شوه؛ او محمود ناردین په وړاندې د اوومې جګړې مشري وکړه، د هغه وخت د هند پوله، یا د هندوکش ختیځه برخه؛ د هندوستان او ترکستان د هیوادونو جلا کوي او د غوره میوو په درلودلو سره شهرت لري. هغه هېواد چې د غزني پوځ په کې تېر شو، انګېر کېږي چې اوس د کافرستان په نوم يادېږي، چې اوسېدونکي يې تر اوسه بت پرستان وو او د وروسته وختونو مسلمانانو د سياه پوش يا تور کالیو نوم پرې کېښود. په نردین کې یو معبد و، چې د غزني لښکرو ویجاړ کړ. یوه ډبره یې له هغه ځایه راوړه چې په ځینو ځانګړو لیکنو پوښل شوې وه چې د هندوانو له قوله، خورا لرغوني وه. [۱۳]

سرچينې[سمول]

  1. Richard F. Strand (31 December 2005). "Richard Strand's Nuristân Site: Peoples and Languages of Nuristan". nuristan.info. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  2. Alberto M. Cacopardo (2016). "Fence of Peristan – The Islamization of the "Kafirs" and Their Domestication". Archivio per l'Antropologia e la Etnologia. Società Italiana di Antropologia e Etnologia: 69, 77. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  3. Richard F. Strand (31 December 2005). "Richard Strand's Nuristân Site: Peoples and Languages of Nuristan". nuristan.info. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  4. C. E. Bosworth; E. Van Donzel; Bernard Lewis; Charles Pellat (المحررون). The Encyclopaedia of Islam, Volume IV. Brill. د کتاب پاڼې 409. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  5. Ethnology of Ancient Bhārata, 1970, p. 112, Dr R. C. Jain; Ethnic Settlements in Ancient India: (a Study on the Puranic Lists of the Peoples of Bharatavarsa, 1955, p. 133, Dr S. B. Chaudhuri; The Cultural Heritage of India, 1936, p. 151, Sri Ramakrishna Centenary Committee; Geography of the Mahabharata, 1986, p 198, Bhagwan Singh Suryavanshi.
  6. Su-kao-seng-chaun, Chapter 2, (no. 1493); Kai-yuan-lu, chapter 7; Publications, 1904, p 122-123, published by Oriental Translation Fund (Editors Dr T. W. Rhys Davis, S. W. Bushel, London, Royal Asiatic Society).
  7. Geography of the Mahabharata, 1986, p. 183, B. S.Suryavanshi.
  8. See:: T'se-fu-yuan-kuei, p 5024; Wen hisen t'ung-k'ao, 337: 45a; Diplomacy and Trade in the Chinese World, 589–1276, 2005, p. 345, Hans Bielenstein
  9. Corpus II. 1, xxiv; Cambridge History of India, Vol i\I, p 587.
  10. Ancient references like Mahabharata, Ramayana, etc profusely attest that the Kambojas produced and made use of woollen, fur and skin clothes and shawls, all embroidered with gold. Ancient Kambojas were noted for their horses, gold, woollen blankets, furry clothing, etc (Foundations of Indian Culture, 1990, p. 20, Dr Govind Chandra Pande – Spiritualism (Philosophy); Hindu World, Volume I, 1968, p. 520, Benjamin Walker etc.
  11. Si-yu-ki: Buddhist Records of the Western World, 1906, p. 54 & fn, By Samuel Beal.
  12. Alberto M. Cacopardo (2016). "Fence of Peristan - The Islamization of the "Kafirs" and Their Domestication". Archivio per l'Antropologia e la Etnologia. Società Italiana di Antropologia e Etnologia: 69, 77. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة)
  13. Pieter Vander Aa. "De Land-Reyse, door Benedictus Goes, van Lahor gedaan, door Tartaryen na China". Barry Lawrence Ruderman Antique Maps. الوسيط |CitationClass= تم تجاهله (مساعدة); Cite journal requires |journal= (مساعدة)