کاسیان

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاسیان (/ˈkæsaɪts/) لرغوني نږدې ختیځ ته اړوند وګړي و چې د بابل د لرغونې سترواکۍ له پاشل کېدو وروسته یې له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۵۳۱ کال څخه تر ۱۱۵۵ کال پورې په بابل واکمني وکړه.

دوی له میلاد وړاندې ۱۵۳۱ زکال کې د هیتیانو له خوا د بابل له لوټ کولو وروسته د بابل واګې خپلې کړې او داسې یوه لړۍ یې رامنځته کړه چې د ټولیز باور له مخې په پیل کې په همدغه ښار کې استوګنه وه او له یوې وقفې وروسته یې خپل حکومت د دور- کوریګالزو نوي ښار ته ولېږدوه. د بابل د سقوط پر مهال کاسیان له یوې نیمې پېړۍ راهیسې د دغې سیمې برخه و چې ځینې وختونه یې د بابل په ګټه او ځینې وختونه به یې هم د هغو سره په مخالفت عمل کاوه. ورته مهال د بابلي پاچاهانو هر یو؛ سامسو- ایلونا (واکمني: له میلاد وړاندې ۱۶۸۶ کال  - ۱۶۴۸ کال) ابي اشوه او امي ډیتانا د واکمنۍ پر مهال د پوځي استخدام په برخه کې د کاسي او بابلي تعاملاتو شواهد شتون لري.[۱][۲][۳]

د کاسي ژبې ریښه او ډلبندي هم د سومري او هوري ژبو په څېر ناڅرګنده ده، د وروستیو دوه یادو شوو ژبو په څېر هغې ته هم اړوند داسې ګمانونه شتون لري چې ګویا له سانسکریت سره اړوند وه. د کاسیانو مذهب معلوم نه دی خو د یو شمېر اصلي خدایانو نومونه یې موندل شوي ځکه چې د پاچایانو خدایان یې د شوقومونا او شومالیا په نومونو یادېدل. هماغه ډول چې په دغه سیمه کې دود و، د نورو سیمو له مذاهبو سره یې هم یو لړ اړیکې لرلې. [۴][۵][۶][۷]

تاریخچه[سمول]

کاسي لړۍ ته اړوند شواهد په کلکه سره نیپور ته له اړوندو بېلابېلو لیکل شوو لوحو سره اړیکه لري، چېرې چې په زرګونو لیکل شوي قطعات او لوحې له خاورو څخه راویستل شوې دي. په دغو کې اداري او قانوني متون، لیکونه، مهر شوې کتیبې، خصوصي چارو ته اړوندې کتیبې او همدارنګه یو ادبي متن (چې په معمول ډول د یوې تاریخي حماسې په توګه ګڼل کېږي) شامل دي. په خواشینۍ سره چې د دغو لوحو ګڼ شمېر یې تر اوسه نه دي خپرې شوې، چې په سلګونو یې په استانبول کې د عثمانیانو واکمنۍ ته په اړوند موزیم کې ساتل کېږي. [۸][۹]

په دور کوریګازلو یا د کاسایانو په پلازمېنه کې شاوخوا ۱۰۰ لوحې موندل شوې دي. ورته مهال د لومړي کوریګازلو واکمنۍ ته اړوند یو شمېر ودانیز توکي هم موندل شوي. سربېره پر دې د بحرین د قلا په ډیلمون کې هم د دریم اګوم مهال ته اړوندې ګڼ شمېر لوحې موندل شوې دي. په ټولیز ډول د کاسیانو دورې ته اړوند ګڼ شمېر شواهد موندل شوي چې له دغو څخه یوازې ۱۰ سلنه یې تر اوسه خپاره شوي دي. سربېره پر دې یو شمېر داسې ساختماني کتیبې هم شتون لري چې یوازې له یوې پرته نورې ټولې یې په سومري ژبه لیکل شوې دي، هغه ژبه چې د اکدیانو پر خلاف کاسیانو په معمول ډول کاروله. د دې په خوا کې یو شمېر مهرونه (ټاپې) هم موندل شوي دي. په دغو کې کودروس ډبرینه ټاپه چې د کاسي تاریخ بله منبع جوړوي، په سومري ژبه پرې لیکنه شوې او د ځمکې او اموالو معاملاتو ته اړوند ده. دغې چارې د کاسیانو د لړۍ له پای ته رسېدو وروسته د څو پېړیو لپاره دوام درلود. ډیری له دغو څخه چې تر ډېره د ځمکې په سطح موندل شوې دي؛ د دغې لړۍ اړوند د پلټنو په لومړیو کې پیدا او د نړۍ بېلابېلو موزیمونو ته یې لار پیدا کړې ده. [۱۰][۱۱][۱۲][۱۳][۱۴][۱۵][۱۶][۱۷][۱۸][۱۹]

د نیپور لرغونی ښار د کاسیانو اصلي پام وړ ځای و. په لومړیو کې د دغه ښار بېلابېلې مذهبي او اداري ودانۍ ورغول شوې چې د رغول شوو ودانیو لومړۍ یې لومړي کوریګالزو ته ورسېده. پام وړ ودانیزې چارې د کادشمان- انلیل، کودور- انلیل او شاګارتي- شوریاش د واکمنیو پر مهال ترسره شوې چې د اداد- شوما- اوشور او ملي شیپک پر مهال د دغو چارو کچه کمه وه. د کاسیانو د دورې پر مهال په نورو مهمو مراکزو کې لارسا، سیپار او شوش شامل وو. کاسیان په اور کې هم په پریمانه کچه فعال وو. په ایسین کې چې د سامسو- ایلونا له مهال راوروسته ویجاړ شوی و، د ګولا د معبد په ګډون مذهبي برخې ته اړوندې د بیارغونې لویې پروژې پلې شوې دي. په ایسین کې کار د لومړي کوریګالزو پر مهال پیل شو چې بیا د لومړي کادشمان- انلیل او له یوې وقفې وروسته د آداد- شوما- اوشور او دویم ملي شیپک له خوا یې دوام وموند. له میلاد وړاندې ۱۱۵۵ کال کې د کاسي لړۍ له راپرځېدو وروسته ایالتي مدیریتي سیستم دوام وموند او د راتلونکې لړۍ یعنې د دویمې ایسین لړۍ د واکمنۍ پر مهال هم دغه هېواد یو موټی پاتې شو. [۲۰][۲۱][۲۲][۲۳]

ریښه[سمول]

په داسې حال کې چې د کاسیانو ریښه ناڅرګنده ده، خو اړوند یې یو شمېر نظریاتو هم پراختیا موندلې. یو شمېر مشکوک کاسي نومونه د دریم اور د دورې (له میلاد وړاندې شاوخوا ۲۱۱۲ کال څخه له میلاد وړاندې ۲۰۰۴ کال پورې) په یو شمېر هغو اقتصادي اسنادو کې شتون لري چې د بابل سوېل ته اړوند و، خو د دغو ریښه هم ناڅرګنده ده. [۲۴]

د لومړي ځل لپاره له میلاد وړاندې ۱۸مې پېړۍ پر مهال په بابل په ځانګړې توګه د هغو په نږدې سیپار سیمه کې د کاسیانو د شتون خبر ورکړل شوی. د بابل د پاچا (واکمني: له میلاد وړاندې ۱۷۴۹ زکال – ۱۷۱۲ زکال) سامسو- ایلونا د واکمنۍ ۹ کال د حمورابي زوی په داسې توګه یاد کړی، («هغه کال چې پاچا سامسو- ایلونا د کاسیانو ټول پوځي ځواک/ سرتېرو ته ماته ورکړه).[۲۵]

د برونزو د دورې منځنی مهال[سمول]

په راتلونکو کلونو کې د بابل د سترواکۍ په کمزوري کېدو سره، کاسیان د راتلونکې واکمنۍ په لیدلوري کې ورګډ شول، آن تر دې چې په یو شمېر مواردو کې یې د بابل لپاره ځواکونه هم برابرول. هیتیانو د دوی د خدای، مردوک بت له ځانه سره وړی و، خو کاسي واکمنانو یو ځل بیا هغه خپل مالکیت وګرځاوه، مردوک یې بابل ته راووړ او هغه ته یې له کاسي خدای شوقومونا سره برابر درناوی درلود. د بابل نوم د کاسي واکمنانو د واکمنۍ پر مهال کاراندونیاش ته واوښت او یوځل بیا په بین النهرین کې د سیاسي او پوځي ځواک د مرکز په توګه راڅرګند شو. [۲۶]

د برونزو د دورې وروستی مهال[سمول]

له میلاد وړاندې ۱۴۶۰ کال کې د سیلاند د لومړنۍ لړۍ پاشل کېدو د قدرت تشه رامنځته کړه او دغه تشه هم کاسیانو ډکه کړه. له میلاد وړاندې څوارلسمې پېړۍ په لومړیو کې د هیتیانو له خوا د میتانیانو په له منځه وړو سره آشور واک ته ورسېد چې د کاسیانو، هیتیانو او آشوریانو ترمنځ یې د درې اړخیز ځواک جوړښت اعلان کړ او په دغو کې ایلام له ختیځ او مصر هم له سویل څخه نفوذ درلود. د آمارنا یو شمېر لیکونه د اړوندو حاکمانو ترمنځ مکتاباتو ته اړوند دي (له دې ډلې ۱۴ یې د فرعون او کاسي حاکم ترمنځ دي). د دغو ډلو ترمنځ یو نړیوال سیستم رامنځته شوی و چې د پراخه سوداګرۍ، هوکړو او همدارنګه د حاکمو طبقاتو ترمنځ (په ځانګړې توګه د کاسیانو او ایلامیانو ترمنځ) د ودونو پر مټ و. په معمولي هوکړو کې یې بیا د هیتي او مصر د سولې هوکړه (له میلاد وړاندې شاوخوا ۱۲۵۹ کال) او همدارنګه د کاراینداش د کاسي حاکم او د بل نشیشو په نامه د آشور د آشوري حاکم ترمنځ تړون (له میلاد وړاندې ۱۴۱۰ کال) شامل دی. [۲۷][۲۸][۲۹]

کاسیانو له میلاد وړاندې څوارلسمې پېړۍ په نیمايي کې د لومړي کوریګالزو د واکمنۍ پر مهال چې د قدرت په اوج کې وو، ایلام یې ونیو او د شوش پلازمېنه یې لوټ کړه. ورته مهال دغه واکمن په اور او د بین النهرین په نورو سویلي ښارونو کې پام وړ ودانیزې هڅې پیل کړې. له دغو هڅو څخه تر ټولو پام وړ یې د دور- کوریګالزو په نامه د نوي ښار جوړونه وه. په دغه نوي ښار کې یو شمېر ماڼۍ او همدارنګه د انلیل، نینلیل او نینورتا په ګډون د بابلي خدایانو لپاره ګڼ شمېر معبدونه جوړ شول. همدارنګه کاسیانو د خپل ځواک لمن تر فارس خلیج پورې پراخه کړه چې په دغو کې د بهرین قلا هم شامله وه. دغه مهال اشوریان او کاسیان چې له یو بل سره په خوا کې و، د راتلونکې یوې پیړۍ لپاره د یو بل پر وړاندې په سیاسي او پوځي کړکېچ کې ښکېل شول. آشوریان د یو څه مودې لپاره د توکولتي- لومړي نینورتا د واکمنۍ پر مهال لاس بري شول، تر دې چې د کیدین- دریم هوتران تر مشرۍ لاندې ایلامیانو مداخله وکړه. دغه دوره په بابل کې د یوې داسې ودانیزې وقفې پر مټ ځانګړې کېږي چې په بشپړه توګه د لومړنۍ بابلۍ لړۍ له سقوط وروسته وقفې ته ورته وه. [۳۰][۳۱][۳۲][۳۳][۳۴][۳۵][۳۶]

سرچينې[سمول]

  1. Brinkman, J. A.. "1. Babylonia under the Kassites: Some Aspects for Consideration". Volume 1 Karduniaš. Babylonia under the Kassites 1, edited by Alexa Bartelmus and Katja Sternitzke, Berlin, Boston: De Gruyter, 2017, pp. 1-44
  2. van Koppen, Frans. “THE OLD TO MIDDLE BABYLONIAN TRANSITION: HISTORY AND CHRONOLOGY OF THE MESOPOTAMIAN DARK AGE.” Ägypten Und Levante / Egypt and the Levant, vol. 20, 2010, pp. 453–63
  3. Koppen, Frans van. "2. The Early Kassite Period". Volume 1 Karduniaš. Babylonia under the Kassites 1, edited by Alexa Bartelmus and Katja Sternitzke, Berlin, Boston: De Gruyter, 2017, pp. 45-92
  4. Pinches, T. G. “The Question of the Kassite Language.” Journal of the Royal Asiatic Society of Great Britain and Ireland, 1907, pp. 685–685
  5. Malko, Helen. "The Kassites of Babylonia: A Re-examination of an Ethnic Identity". Babylonia under the Sealand and Kassite Dynasties, edited by Susanne Paulus and Tim Clayden, Berlin, Boston: De Gruyter, 2020, pp. 177-189
  6. Krebernik, M., and Seidl, U. (2012). "Šuqamuna und Šu/imalija." [in:] Reallexikon der Assyriologie und vorderasiatischen Archäologie vol 13, p. 323-325
  7. Tenney, J. S. (2016). The elevation of Marduk revisited: Festivals and sacrifices at Nippur during the High Kassite period. Journal of Cuneiform Studies, 68(1), 153-180. Pg 154 note 4.
  8. [۱] Archived 2022-01-22 at the Wayback Machine. Veldhuis, Niek. "Kassite Exercises: Literary and Lexical Extracts." Journal of Cuneiform Studies, vol. 52, 2000, pp. 67–94
  9. Biggs, Robert D. “A Letter from Kassite Nippur.” Journal of Cuneiform Studies, vol. 19, no. 4, 1965, pp. 95–102
  10. O. R. Gurney, Texts from Dur-Kurigalzu, Iraq, vol. 11, no. 1, pp. 131–149, 1949
  11. O. R. Gurney, Further Texts from Dur-Kurigalzu, Sumer, vol. 9, pp. 21–34, 1953
  12. T. Clayden. “Kish in the Kassite Period (c. 1650-1150 B.C.).” Iraq, vol. 54, 1992, pp. 141–55
  13. Højlund, Flemming. Qala'at al-Bahrain/2 The central monumental buildings. Aarhus Univ. Press, 1997
  14. [۲] Brinkman, J.A. 1976. Materials and Studies for Kassite History. Vol. 1, pt. A, Catalogue of Cuneiform Sources Pertaining to Specific Monarchs of the Kassite Dynasty. Chicago: Chicago University Press.
  15. [۳] Donalds M Matthews, The Kassite Glyptic of Nippur, Freiburg, Switzerland / Göttingen,Germany: Universitätsverlag / Vandenhoeck Ruprecht, 1992
  16. Kjaerum, F. “SEALS OF ‘DILMUN-TYPE’ FROM FAILAKA, KUWAIT.” Proceedings of the Seminar for Arabian Studies, vol. 10, 1980, pp. 45–53
  17. Paulus, Susanne. "10. The Babylonian Kudurru Inscriptions and their Legal and Sociohistorical Implications". Volume 1 Karduniaš. Babylonia under the Kassites 1, edited by Alexa Bartelmus and Katja Sternitzke, Berlin, Boston: De Gruyter, 2017, pp. 229-244
  18. Brinkman, J. A. “Babylonian Royal Land Grants, Memorials of Financial Interest, and Invocation of the Divine.” Journal of the Economic and Social History of the Orient, vol. 49, no. 1, 2006, pp. 1–47
  19. Lambert, W. G. “The Warwick Kudurru.” Syria, vol. 58, no. 1/2, 1981, pp. 173–85
  20. Schneider, Bernhard. "Studies Concerning the Kassite Period Ekur of Nippur: Construction History and Finds". Babylonia under the Sealand and Kassite Dynasties, edited by Susanne Paulus and Tim Clayden, Berlin, Boston: De Gruyter, 2020, pp. 146-164
  21. Brinkman, John Anthony. "Ur:" The Kassite Period and the Period of the Assyrian Kings"." (1969): 310-348
  22. Kaniuth, Kai. "18. Isin in the Kassite Period". Volume 2 Karduniaš. Babylonia under the Kassites 2, edited by Alexa Bartelmus and Katja Sternitzke, Berlin, Boston: De Gruyter, 2017, pp. 492-507
  23. Brinkman, J. A. “Provincial Administration in Babylonia under the Second Dynasty of Isin.” Journal of the Economic and Social History of the Orient, vol. 6, no. 3, 1963, pp. 233–42
  24. J. A. Brinkman, “Kassiten (Kassû),” RLA, vol. 5 (1976–80
  25. Year Names at CDLI
  26. [۴] Claudia Glatz, et al., Babylonian Encounters in the Upper Diyala River Valley: Contextualizing the Results of Regional Survey and the 2016–2017 Excavations at Khani Masi, American Journal of Archaeology, Vol. 123, No. 3 (July 2019), pp. 439-471
  27. Miller, Jared L.. "3. Political Interactions between Kassite Babylonia and Assyria, Egypt and Ḫatti during the Amarna Age". Volume 1 Karduniaš. Babylonia under the Kassites 1, edited by Alexa Bartelmus and Katja Sternitzke, Berlin, Boston: De Gruyter, 2017, pp. 93-111
  28. Schulman, Alan R. “Diplomatic Marriage in the Egyptian New Kingdom.” Journal of Near Eastern Studies, vol. 38, no. 3, 1979, pp. 177–93
  29. Roaf, Michael. "6. Kassite and Elamite Kings". Volume 1 Karduniaš. Babylonia under the Kassites 1, edited by Alexa Bartelmus and Katja Sternitzke, Berlin, Boston: De Gruyter, 2017, pp. 166-195
  30. Frans van Koppen (2006). "Inscription of Kurigalzu I". In Mark William Chavalas (ed.). The ancient Near East: historical sources in translation. Blackwell Publishing Ltd
  31. Clayden, Tim. "Ur in the Kassite Period". Babylonia under the Sealand and Kassite Dynasties, edited by Susanne Paulus and Tim Clayden, Berlin, Boston: De Gruyter, 2020, pp. 88-124
  32. Clayden, Tim. "16. Dūr-Kurigalzu: New Perspectives". Volume 2 Karduniaš. Babylonia under the Kassites 2, edited by Alexa Bartelmus and Katja Sternitzke, Berlin, Boston: De Gruyter, 2017, pp. 437-478
  33. Malko, Helen. "17. Dūr-Kurigalzu: Insights from Unpublished Iraqi Excavation Reports". Volume 2 Karduniaš. Babylonia under the Kassites 2, edited by Alexa Bartelmus and Katja Sternitzke, Berlin, Boston: De Gruyter, 2017, pp. 479-491
  34. Potts, D. T. “Elamites and Kassites in the Persian Gulf.” Journal of Near Eastern Studies, vol. 65, no. 2, 2006, pp. 111–19
  35. Pedersén, Olof. 2005. "Archive und Bibliotheken in Babylon. Die Tontafeln der Grabung Robert Koldeweys 1899–1917." Saarbrücken: Saarländische Druckerei und Verlag
  36. Sternitzke, Katja. "Babylon in the Second Millennium BCE: New Insights on the Transitions from Old Babylonian to Kassite and Isin II Periods". Babylonia under the Sealand and Kassite Dynasties, edited by Susanne Paulus and Tim Clayden, Berlin, Boston: De Gruyter, 2020, pp. 125-145