کارن:Zahidjalaly

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زاهد جلالي د 1989 كال د دولسمي مياشتي په دوه ويشتمه نيټه په مكه مكرمه كي زيږيدلی دی.

مخينه[سمول]

پلار يې، دوكتور محمد جلال د مكي د ام القری له پوهنتون څخه په اصول فقه كې خپله دوكتورا لاسته راوړې. په 1993 كال كې د پلار د مړيني له امله پاكستان ته راستون شوی او د جلوزي په كيمپ كې ميشت شوی چې تر دې مهاله يې كورنۍ په پيښور كي اوسيږي.

اصلي استوګنځي[سمول]

د افغانستان د پروان ولايت د غوربند ولسوالي د کفشان کلي.

زدكړي[سمول]

د زاهد د زدكړو د پيل ورځي د 1995 په لمړيو كي پيليړي, لمړي په وړكتون كي بيا د النور په عالي ليسي كي له لمړي ټولګي څخه تر يوولسم پوري لوستي چي په 2008 كي د جلوزي كيمپ د ورا نيدو له كبله يي دولسم ټولګي د پيښور د يمل خان بابا په ليسي كي پاي ته رسولي.

د مكتب پر مهال يي له عربي او انګليسي ژبو سره هم د كورسونو له لاري اشنايي پيدا كړي او ځني ديني زدكړي يي هم له كليوالو علماو څخه لاسته راوړي.

د دولسم ټولګي له فراغت څخه وروسته په كال 2009 كي د اسلام اباد د نړيوال پوهنتون د شرعياتوِا او قانون په پوهنځي ته بريالي شو او د ۲۰۱۴م کال په جنورۍ کې تر فارغ شوی دی.

فرهنګي فعاليتونه[سمول]

د ليسي د زكړو سره سره يې د مكتب جريده هم چلوله. په كال 2007 او 2008 كي د النور دعالي ليسي د فرهنګي كميټي مسوليت ورپغاړه و.

دوه ژباړې، او څلور ليکلي کتابونه يې خپاره شوي. دغه راز په مخلتفو افغاني ورځپاڼو او وېب پاڼو کې يې ګڼ شمېر مقالې هم خپرې شوي دي.

بلاګونه[سمول]

او اوس مهال د awakening.bloguna.tolafghan.com بلاګ چلوونكي دي.