کارن:Wahidullah
نــــوم می واحدالله او وحدت صافی تخلص کوم او د پلار نوم می انجنیر سعدالله دی. كابو 21 كاله وړاندې مې چکدره نومې سيمه كې دې نړۍ ته سترګې رڼې كړې دی،چکدره هغه سيمه ده ،چې دپاکستان په ضلع دیر کی د ښکته دیر په غرو رغوكې راتاوه شوې ده اولوى الله ورته يوه ځانګړې ښكلاوربښلې ده . لومړنۍ زده كړې مې د حضرت سلمان فارسی لیسی په لومړنی ښوونځۍ كې ترسره كړې ،اوبلاخره مې له نوموړې لېسې څخه په دوهمه درجه دبري پاڼه خپله كړه . په همدغه كال مې سمدلاسه دكانكورپه آزموينه كې هم ونډه واخيستله دنوموړې آزموينې پايلې خوست پوهنتون دانجنیرۍ پوهنځۍ ته بريالى ښودلى وم ،په نوموړي پوهنتون كې د خپلو دوو کالو زده کړو وروسته د تګ راتګ د مشکلاتو له وجی نه می د ننګرهار پوهنتون ته تبدیلی وکړه چی اوس مهال د څلورم صنف د لمړی سمتر لنډی ورځی او اوږدی شپی تیروم .دنوموړي پوهنتون د انجینری پوهنځۍ د ساختمانی په څانگه كې په زده كړوبوخت يم . د رسمی زده کړو سربیره د کمپیوټر په برخه کی د بیلابیلو مسلکی او نامسلکی پروگرامونو او سافت ویرونو سره بلدتیا او لاس رسی لرم. مورنی ژبه می پښتو او په دری او انگلیسی ژبو هم خبری کوم. دغه مې د ۲۱ كلنې دورې بېلابېل پړاونه وه ،چې ځينې مې درته په ګوته كړل، او له تاسو څخه هیله کوم چی دروان ژوند د بریاوو په اړه راته ډيرې دعاوې وكړئ . په گران هیواد افغانستان او ټوله نړی کی د اسلامی نظام د حاکمیت او اسلامی قانون د پلی کیدو په هیله !
تل دی وی اسلام !
واحدالله وحدت صافی ، کنړ افغانستان
www.facebook.com/wahidullah4