کارن:UsmanKhan/wikihistory

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويکيپېډيا (انگريزي: Wikipedia) د انټرنټ پر مټ د وړيا مېنځپانگې يو گڼ ژبنيز پوهنغونډ دی چې د داوطلبو کارونکو لخوا او د هر هغه چا له لوري چې د انټرنټ اسانتياوې لري، ليکل کېږي. ددې پوهنغونډ د پرانيستې مېنځپانگې پروژه د ويکيمېډيا د بنسټ د بې گټې موسسې له لورې پرمخ بېول کېږي. د ويکيپېډيا نوم د دوه نومونو نه راوتلی دی چې يو يې ويکي (د ويبځايونو د جوړولو يو گډ تخنيک) او وروستۍ برخه يې د انگرېزي د وييکې اېنسايکلوپېډيا د وروستاړي پېډيا څخه اخيستل شوی او په همدې توگه د ويکيپېډيا نوم ترېنه جوړ شوی دی. ددې پوهنغونډ بنسټ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۰۱ کال د جنوري په مياشت کې د جېمي وېلز او لېري سانگر لخوا ايښودل شوی او په ډېر لنډ وخت کې د انټرنټ تر ټولو لوی، چټک پرمختلونکی او د ټولگړو مالوماتو تر ټولو نوموتې انټرنيټي سرچينې بڼه يې غوره کړې.