کارن:Talhasalih222

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

سیرت النبی سوال او ځواب

سیرت النبی صلی الله علیه وسلم. محمد بشیر مدنی

دماشومانولپاره

په لنډ ډول دپوښتنو اوځوابونو په شکل

لیکونکی : محمدبشیر مدنی

دکتاب پیژندنه :

دکتاب نوم : سیرت النبی صلی الله علیه وسلم

لیکونکی : محمد بشیر مدنی

ډیزاین : محمد بشیر

دچاپ نوبت : اول

دچاپ کال : ۱۳۹۴

پته :

دچاپ حق دلیکونکی سره محفوظ دی

لومړی درس :

پوښتنه : دچا بنده یی ؟

ځواب : د الله جل جلاله بنده یم .

پوښتنه : دچا امتی یی ؟

ځواب : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم امتی یم .

پوښتنه : دچا په ملت یی ؟

ځواب : دحضرت ابراهیم علیه الصلاة والسلام په ملت یم .

پوښتنه : په کوم دین یی ؟

ځواب : داسلام په مبارک دین یم .

پوښتنه : ته څوک يي ؟

ځواب : زه مسلمان یم .

پوښتنه : زموږ د پیغمبر صلی الله علیه وسلم نوم څه شی دی ؟

ځواب : زموږ د مبارک پیغمبر نوم محمد صلی الله علیه وسلم دی .

پوښتنه : دمحمد صلی الله علیه وسلم دمور اوپلار نوم څه شی دی ؟

ځواب : دپلارنوم ئی عبدالله بن عبدالمطلب او دمور نوم ئی آمنه بنت وهب دی .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خپل پلار لیدلی وه او که نه ؟

ځواب : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دپیدایښت نه مخکی ئی پلار وفات شوه وه .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دکوم ځای ، په کومه ژبه ، دکوم قوم اوقبیلی وه ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمکی دښار وه ، په عربی ژبه ئی خبری کولی ، دقریشودقوم او دبنی هاشمو دقبیلی وه .

*****

دوهم درس :

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته چا شیدی ورکړی وی ؟

ځواب : لومړنی ښځه چی پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته دخپلی مورڅخه یوه اوونی وروسته شیدی ورکړی دابولهب وینځه ثویبه وه بیا حلیمی سعدیی بنت ابوذؤیب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته په شیدی ورکولومشرفه شوه .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نسبی ورور یاخور درلودل ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نسبی خور یاورور نه درلودل .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم رضاعی خوریا ورور درلودل ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم یو رضاعی ورور دعبدالله بن حارث په نوم درلود ، اودوه رضاعی خویندی ئی دانیسه بنت حارث اوخدامة یا جذامة بنت حارث درلودلی .

*****

دریم درس :

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څو کلن وه چی مور ئی وفات شوه ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم شپږکلن وه چی مور ئی وفات شوه .

پوښتنه : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمور دوفات څخه وروسته دهغه مبارک سرپرستی چا په غاړه واخسته ؟

ځواب : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دموردوفات نه وروسته دهغه مبارک سرپرستی دهغه بابا عبدالمطلب په غاړه واخسته .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه سلم څوکلن وه چی نیکه ئی مړشو ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د اتو کلو دوه میاشتو او لسو ورځو وه چی نیکه ئی وفات شو .

پوښتنه : دعبدالمطلب د وفات څخه وروسته دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم سرپرستی چا په غاړه واخسته ؟

ځواب : د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دنیکه عبدالمطلب دمرګ څخه وروسته دده مبارک سرپرستی دده کاکا ابوطالب په غاړه واخسته .

*****

څلورم درس :

پوښتنه : لومړنی ښځه چی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره ئی واده  وکړ څوک وه ؟

ځواب : خدیجة الکبری وه .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د څو کالو  وه چی خدیجة الکبری رضی الله عنها سره ئی واده وکړ ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د (۲۵) کالو وه او خدیجة الکبری رضی الله عنها د(۴۰) کالو وه چی واده ئی ورسره وکړ.

پوښتنه : مخکی تردی چی خدیجة الکبری رضی الله عنها د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره واده وکړی دبل چاسره ئی واده کړی وه که نه ؟

ځواب : هو خدیجة الکبری دبل چاسره واده کړی وه  دا کونډه وه بیائی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره واده وکړ .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څو ښځی درلودی ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم (۱۳) ښځی درلودی .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دڅوسره واده کړی وه ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د( ۱۱) ښځوسره واده کړی وه .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څو ښځی پیغلې او څو ئی کونډی په نکاح کړی وی ؟

ځواب : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم ټولی ښځی کونډي یواځی حضرت عائشة رضی الله عنها پیغله وه چی نکاح ئی ورسره وکړه .

پوښتنه : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دبیبیانو نومونه واخلی ؟

ځواب : خدیجة بنت خویلد / عائشة بنت ابوبکرصدیق / حفصة بنت عمر بن الخطاب / ام حبیبة ( رملة ) بنت ابی سفیان / سودة بنت زمعة / ام سلمة ( حبیبة ) بنت سهیل / زینب بنت خزیمة / زینب بنت جحش / جویریة بنت حارث / صفیة بنت حیی / میمونة بنت حارث / .

*****

پنځم درس :

حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څو اولادوه لرل ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دری زامن او څلور لورانی لرلی .

پوښتنه : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم داولادونو نومونه واخلی ؟

ځواب : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دری زامن وه چی ابراهیم ، قاسم او عبدالله ( طیب او طاهر )  دعبدالله لقبونه وه ، اولورانی ئی : زینب ، رقیة ، ام کلثوم او فاطمة وه .

پوښتنه : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم اولادونه څه وخت وفات شول ؟

ځواب : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم ټول اولادونه دده مبارک په ژوند کی وفات شول پرته له فاطمی رضی الله عنها څخه چی شپږ میاشتی د حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د وفات څخه وروسته مړه شوه .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څوترونه لرل ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نهه ترونه لرل .

پوښتنه : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دترونو نومونه واخلی ؟

ځواب : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ترونو نومونه په لاندی ډول دی :

۱ـ حارث ۲ـ زبیر  ۳ـ ابوطالب ۴ـ حمزه ۵ـ ابولهب ۶ ـ غیداق ۷ـ مقوم  ۸ ـ فراء ۹ـ عباس  چی ددوی له جملی څخه عباس اوحمزه صحابه وه .

*****

شپږم درس :

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په څوکلنی په پیغمبری مبعوث شو ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په څلویښت کلنی په پیغمبری مبعوث شو .

پوښتنه : قرآن کریم دچا له خوا په محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی دی  ؟

ځواب : قرآن کریم د الله جل جلاله له لوری په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی نازل شوی دی .

پوښتنه : قران کریم دچا په واسطه په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی نازل شو ؟

ځواب : قرآن کریم دحضرت جبریل علیه السلام په واسطه په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی نازل شو .

پوښتنه : دقرآن کریم دلومړنیو آیاتونو نازلیدل په دقیق ډول سره بیان کړی ؟

ځواب : دقیقه نیټه ئی ددوشنبی ورځ ، درمضان دمبارکی میاشتی یویشتمه نیټه ، چی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم عمر پدی وخت کی څلویښت کاله ، شپږ میاشتی ، اودولس ورځی په قمری حساب سره وه .

پوښتنه : لومړنی آیاتونه چی په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل شول کوم دی بیان ئی کړی ؟

ځواب : د علق دسورت پنځه لومړنی آیاتونه په لاندی ډول  دی چی : { اقْرَأْ بِاسْمِ رَبِّكَ الَّذِي خَلَقَ{1} خَلَقَ الْإِنسَانَ مِنْ عَلَقٍ{2} اقْرَأْ وَرَبُّكَ الْأَكْرَمُ{3} الَّذِي عَلَّمَ بِالْقَلَمِ{4} عَلَّمَ الْإِنسَانَ مَا لَمْ يَعْلَمْ{5}}

ژباړه : ولوله (ای محمده ! قرآن ) په برکت دنامه د رب خپل ، هغه رب (پالونکی ) چی پیدا کړی ئی دی ( ټول مخلوقات ) ،  پیداکړی ئی دی انسان له ټوټودتړل شویووینوڅخه ، ولوله (ای محمده ! قرآن ) حال داچی رب ستا لوی کریم دی (پرټولو کریمانو) ، هغه (رب پالونکی ) چی ښودلی ئی دی ( خط انسان ته ) په قلم سره ، ښوونه ئی کړی ده انسان ته دهغوشیانوچه دی پری نه پوهیده ( پخوا له ښودلو) .

*****

اووم درس :

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څوکاله خلکو ته دعوت ورکړ ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم درویشت کاله خلکوته دعوت ورکړ.

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم څو کاله خلک په پټه دعوت کړل ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دری کاله خلک په پټه دعوت کړل .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم خلک څوکاله په مکه مکرمه او څوکاله په مدینه منوره کی دعوت کړل ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ۱۳ کاله خلک په مکه مکرمه او ۱۰ کاله ئی په مدینه منوره کی دعوت کړل .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دین په لارکی تکلیفونه او  ستونزی وګاللی که نه ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د دین په لار کی ډیر زیات تکلیفونه اوستونزی ګاللی دی .

پوښتنه : دهغو ډیرو تکلیفونو له جملی څخه چی په حضرت محمد صلی الله علیه وسلم باندی راغلی دی یو څوئی ذکر کړی ؟

ځواب : د احد په غزا کی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم مبارک غاښ شهید شو او مخ ئی په وینو لیت پیت شو ، همدارنګه په طایف کی د دین دخپرولو په خاطر مبارکی پښی ئی په وینو رنګ شوی اوټولو صحابه کرامو داسلام دمبارک دین دخپراوی په اساس ډیر زیات تکلیفونه وګالل .

خیرکم من تعلم القرآن وعلمه

*****

اتم درس :

پوښتنه : کله چی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم اوصحابه کرام دکفارو دضرر او عذاب څخه په تنګ راغلل نو الله جل جلاله څه دستورورکړ ؟

ځواب : هغوی ته  الله جل جلاله دستور ورکړ دهجرت امر ئی ورته وکړ ترڅوخپل ښار اوکورونه پریږدی .

پوښتنه : وروسته له دی چی الله جل جلاله حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ته دهجرت کولو امر وکړ په کوم طرف ئی هجرت وکړ؟

ځواب : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دالله جل جلاله په امر مدینی منوری ته هجرت وکړ او هلته لس کاله پاتی شو .

پوښتنه : حضرت محمد صلی الله علیه وسلم طائف ته دڅه لپاره لاړ او خلکو څه عکس العمل وښود ؟

ځواب : حضر ت محمد صلی الله علیه وسلم طائف ته دخلکو دین ددعوت په خاطر لاړ ، خلکو نه یواځی چی دعوت ئی قبول نه کړ بلکی نو تکلیف او ستونزی ئی ورته ورسولی ، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم پښی مبارکی په وینو لیت پیت شوی .

پوښتنه : صحابه کرام تعریف کړی ؟

ځواب : صحابه کرام هغو ته ویل کیږی چی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره ئی دایمان په حالت کی ملاقات شوی وی ، او په همغه ایمان او عقیده سره وفات شوی وی ، اګر که ددوی ملاقات اومجلس ورسره دیوی لحظی لپاره هم شوی وی صحابی بلل کیږی ، که ئی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم څخه حدیث روایت کړی وی یانه ، ښځه وی یا نر ، د پیغمبر صلی الله علیه وسلم سره ئی په غزاګانوکی ګډون کړی وی یانه ، ټولوته صحابه ویل کیږی .

پوښتنه : مهاجرین تعریف کړی ؟

ځواب :هغه صحابه کرام هغه دی چی د پیغمبر صلی الله علیه وسلم په امر او لارښوونی سره لومړی د مکی مکرمی څخه حبشی ته اوبیا مدینی منوری ته ، او ځینی بیا مستقیما د مکی مکرمی څخه مدینی منوری ته هجرت کړی وه .

*****

نهم درس :

پوښتنه : انصار تعریف کړی ؟

ځواب : انصار دمدینی منوری اوسیدونکی دی چی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم او مهاجرینو سره ئی مرسته کړی ده او حضرت محمد صلی الله علیه وسلم ددوی قدر کاوه او په اوچت نظر ئی ورته کتل .

پوښتنه : خلفای راشدین څوک دی ؟

ځواب :خلفای راشدین : حضرت ابوبکرالصدیق  رضی الله عنه ، حضرت عمرفاروق  رضی الله عنه ، حضر عثمان ذی النورین رضی الله عنه ، اوحضرت علی رضی الله عنه وه .

پوښتنه : دعشره مبشره وو نومونه واخلی ؟

ځواب : حضرت ابوبکرالصدیق  رضی الله عنه ، حضرت عمرفاروق  رضی الله عنه ، حضر عثمان ذی النورین رضی الله عنه ، وحضرت علی رضی الله عنه ، طلحه رضی الله عنه ، زبیر رضــی الله عنه ، عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنه ، سعد بن أبی وقاص رضی الله عنه ، سعید بن زید رضـی الله عنه ، او ابوعبیده بن جراح رضی الله عنه وه .

پوښتنه : اصحاب بدر تعریف کړی ؟

ځواب : دبدر غزا پر نورو اسلامی غزواتو زیات امتیاز لری ځکه دا لومړنی جګړه ده چی مسلمانان دکفارو په مقابل کی خپل صفونه برابروی ، پدی غزا کی دمسلمانانو شمیر دکفارو په نسبت ډير لږوه ، مشرکان ټول مسلح وه او زغری ئی په تن وی ، مګر مسلمانان لږوه ،دجنګی وسایلو او سامان الاتو پرته دجګړی میدان ته ورغلل لکه څنګه چی الله جل جلاله د فتحی او کامیابی وعدی ته دعمل جامه ورواغوستله کامیابی د مسلمانانو په برخه شوه ، دمسلمانانو دمرستی په خاطر ئی پرښتی له اسمان نه راولیږلی ، مسلمانانو بندیان ونیول او ډیر زیات غنیمتونه ئی په لاس راوړل ، د مسلمانانو لوی دشمنان پدی غزا کی ووژل شول ، نو ددی جګړی ګډونوالو بدریان وویل شول چی دژوند ترپای پوری دقدر او احترام وړوبلل شوی .

پوښتنه : اصحاب قبلتین څوک وه ؟

ځواب : داچی حضرت محمد صلی الله علیه وسلم او  مسلمانانو څه کم یا زیات  شپاړس میاشتی ئی دالله جل جلاله په امرسره بیت المقدس ته لمونځ وکړاوبیا وروسته دالله جل جلاله په امر سره چی : فَوَلوا وُجُوْهَکُمْ ...  بیرته دکعبی شریفی لوری ته مخونه وګرځول نو هغه صحابه کرام چی په مدینه منوره کی دمهاجرینو او انصارو څخه وه داصحاب قبلتین په نوم یاد شول .

*****

لسم درس :

پوښتنه : اصحاب بیعت الرضوان تعریف کړی ؟

ځواب : اصحاب بیعت الرضوان هغو مبارکودیارلس سوه  صحابه کرامو ته ویل کیږی چی دحدیبی په صلح کی ئی د سمره ( مغیلان ) ترونی لاندی دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم سره بیعت وکړ.

پوښتنه : د اصحاب صفه په اړه معلومات ورکړی ؟

ځواب : اصحاب صفه دهغو عزتمنو مهاجرینو څخه عبارت دی چی مستقیما ئی دمکی مکرمی څخه مدینی منوری ته هجرت کړی وه اویا هم حبشی ته دهجرت نه وروسته مدینی منوری ته را مهاجرشوی وه دوی دژوند ټول وسایل پریښی وه دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم په حرم کی دصفی په سر باندی دالله جل جلاله دعبادت په خاطر او دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمجلس څخه دګټی پورته کولو په لحاظ دغلته وه .

*****

یولسم درس :

دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمبارکی کورنی اړوند معلومات :

الف : امهات المؤمنین ( دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم بیبیانی)

خدیجة بنت خویلد / عائشة بنت ابوبکرصدیق / حفصة بنت عمر بن الخطاب / ام حبیبة ( رملة ) بنت ابی سفیان / سودة بنت زمعة / ام سلمة ( حبیبة ) بنت سهیل / زینب بنت خزیمة / زینب بنت جحش / جویریة بنت حارث / صفیة بنت حیی / میمونة بنت حارث / .

ب : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم دری زامن وه : ابراهیم ، قاسم او عبدالله ( طیب او طاهردعبدالله لقبونه دی  ) .

ج : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم څلورلورانی : زینب ، رقیة ، ام کلثوم او فاطمة وی .

د: دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم نارینه لمسیان : علی بن ابوالعاص ، عبدالله بن عثمان ذو النورین ، حسن وحسین ابنا علی رضی الله عنهم .

هـ : دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم ښځینه لمسیانی : امامة بنت ابوالعاص ، کلثوم بنت علی ، زینب بنت علی ، رقیة بنت علی رضی الله عنهن .

و: دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم څلور خلیفه ګان رضی الله عنهم :

لومړی : ابوبکر الصدیق رضی الله عنه چی نوم ئی عبدالله دابوقحافة زوی چی دوه کاله دری میاشتی او نهه ورځی ئی خلافت وکړ .

دوهم : عمررضی الله عنه دخطاب زوی او دفاروق لقب ئی درلود  چی لس کاله یوولس میاشتی او څلورورځی ئی خلافت وکړ.

دریم : عثمان رضی الله عنه د عفان زوی چی د ذوالنورین لقب ئی وه یوولس کاله یوولس میاشتی اودولس ورځی خلافت وکړ .

څلورم : علی رضی الله عنه  دابوطالب زوی څلورکاله نهه میاشتی او دری ویشت ورځی خلافت وکړ .  

دکتاب پای

دماسپښین 23/ 3 بجی دسنبلی میاشت ۱۳۹۵ هـ ش کال

دحضرت أسماء بنت أبی بکر الصدیق رضی الله عنها دارالحفاظ

دغه دارالحفاظ په ۱۳۸۷هـ ش کال په یو ډیرستونزمن چاپیریال کی جورکړل شو چی دیوی خوا نوی هیواد ته راستانه شوی وه اودبلی خوا بیلابیلی ستونزی وی چی دالله جل جلاله په فضل سره حل شوی چی په نتیجه کی دغه دارالحفاظ د جمعیت خیریه تحفیظ قرآن کریم سره وتړل شو چی اوس مهال تقریبا ۳۰۰ کسان زده کوونکی لری  چی تراوسه ئی دری دوری فارغان ټولنی ته وړاندی کړی  ، چی داټول د قدرمنی استاذی حافظی .... په سختیو او زحمتونوګاللو سره چی هره ورځ پرته له کوم تأخیر او یارخصتی څخه دسهار له لمانځه پیل او دمازدیګرترلمانځه پوری په دوامدارډول سره ئی ترسره کوی دغه حد ته سیدلی دی الله جل جلاله دورته په دارینوکی اجرعظیم ورکړی اوالله جل جلاله دورته صدقه جاریه وګرځوی ،  او سندونه د حج او اوقافو وزارت لخوا ورکول کیږی دیادونی وړده چی دغه دارالحفاظ مکمل دنجونی دی ، د قرآن کریم دحفظ ترڅنګ لاندی کتابونه هم تدریس کیږی چی : دقرآن کریم ترجمه او تفسیر، توحید ، حدیث شریف ، فقه ، تجوید ، اسانه لمونځ ، نورانی قاعده . داپه لنډ ډول ددغه دارالحفاظ پیژندپاڼه وه                                                                

ددارالحفاظ پته : کابل ښار ، پنځمه ناحیه ، نیازبیک ته نارسیده دمکتب استګاه ، دحاجی یعقوب جومات ختیځ لورته .

دلیکوال : چاپ شوی کتابونه

۱ـ مختصر مکاشفة القلوب ژباړه دری ژبی ته .

۲ـ ساز اوسرود داسلام له نظره په پښتوژبه  .

۳ـ سیرت النبی صلی الله علیه وسلم دغه کتاب .