کارن:Riaz Muqamzai

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

ويليام شکسپير (William Shakespeare)، هغه څېره چې تقريباً د ادب ټول مينه وال يې له نامه سره بلد دي. ويل کېږي په انګلستان کې به داسې کورونه ډېر کم وي، چې دده به په کې يو يا څو کتابونه نه وي. خو د تعجب خبره دا ده، چې د دې نامتو شخصيت په هکله داسې خبرې هم شوي، چې آن ځينې يې د خندا وړ دي. يو وخت د ليبيا ولسمشر (معمر قذافي) ويلي وو، چې ويليام شکسپيراصلاً عرب دی او په وړوکتوب کې چې انګرېزان د هغه په نبوغ پوهېدلي، نو له ځانه سره يې انګلستان ته وړی دی او اوس د هغه هېواد وياړ بلل کېږي. د داسې څرګندونو تر څنګ بيا هم ادبي مؤرخين په دې خبره سره سلا دي، چې ويليام شکسپير د انګلستان و، او د لومړنۍ ملکې (اليزابيت) په زمانه کې يې ژوند کاوه.

نوموړی د (۱۵۶۴ م) کال د اپرېل پر شپږ ويشتمه نېټه په انګلستان کې زېږېدلی دی. پلار يې جان شکسپير او مور يې ماري شکسپير نومېده. د نوموړې مېرمنه ان هتوی نومېده، چې له هغې يې درې زامن وو، ويل کېږي د شکسپير درې واړه زامن نالوستي وو.


شکسپير د نړۍ تر ټولو ستر ډرامه ليکونکی بلل کېږي. د ډرامو ښکلا يې په دې کې ده، چې هره ډرامه يې ځانګړی شاعرانه او فيلسوفانه رنګ لري او د بشر دوستۍ، تواضع، عبرت او نصيحت مسائيل په خپل لمن کې رانغاړي؛ همدا لامل دی، چې دده له اکثرو آثارو اوس فلمونه جوړ شوي دي. د ډرامو مجموعه يې دده له مړينې اووه کاله وروسته چاپ شوه، چې په هغه وخت کې يې يو پونډ قيمت درلود، او اوسمهال ۲۵۰ نسخې د همغې مجموعې پاتې دي، چې هره يوه يې دوه ميليونه ډالره قيمت لري.

ځينې مشهور اثار يې عبارت دې له: (دولمسه شپه)، (طوفان)، (همليت)، (مکبيت)، (کينګ جان)، (د هېڅ لپاره شورماشور) او …

له ډرامه ليکلو سره سره، شکسپير يو ستر شاعر هم و. دی خپله د شاعر په اړه داسې وايي: ((شاعر هغه دی، چې بې نومه څېز ته نوم او بې شکله څېزونو ته شکل وربښي.))

دغه ستر ليکوال، شاعر او ډرامه ليکونکی د (۱۶۱۶ م) کال د اپرېل پر ۲۳ نېټه د ۵۲ کلونو په عمر ومړ.