کارن:Mansoor khalid/sandbox

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

دسترس Stress سره دروانی طریقی مقابله

الف:هرانسان په ژوند کی دډیرو ښواوبدو پیښواو واقعاتوسره مخ کیږي،چه دروانی فشارپه مقابل کی یوه لویه قیمتی خزانه په حیث شمیرل کیږي.الله تعالی په خپل قدرت سره بی شمیره مادی نعمتونه دربخښلی دی،چه دخفګان په وخت کي ددغومادی نعمتونو شکر ویستل ستاسی منفی روحیی ته بدلون ورکوي.اود یوشمیرخرابو پیښواغیزې له منځه وړي.په دی نږدی وختونوکي وشمیرعلماو داسې طریقه ازمایلی ده چه ډیره موثره ده.هره ورځ۳نوی شیان د(۲۱ورځو)لپاره په یاد راوړي چه تاسې خوشحاله کوي او۲۱ورځوڅخه وروسته ستاسی په روان کی په عمومی ډول بدلون راشي.اوله هغی څخه وروسته به هیڅ کله به ستاسی دروانی فشارمنفی اغیزی ستاسی دروانی اوجسمی روغتیالپاره خنډ ونه ګرځی.                            

ب:کوښښ وکړی هغه مثبت ټکی په یاد راوړی چه پیښږی اونه منونکی وي.پلټنه وکړی څرنګه وکولی شی چه مثبته نتجیه ورڅخه په لاس راوړی.په زړه کی دهغو رازونو ساتل چه په روان باندی ډیره بده اغیزه لری نودروغتیالپاره هم ضررلری.نولازمه ده چه په منځ کی دوروستۍ اړیکه موجوده وي.

دزړه راز ته په روانی طب کې Debriefingوایي اوترټولوغوره دوست د  Debriefingلپاره هغه څوک دی چه پوره دیقین اواعتمادخاوندوی .همدارنګه دالله تعالی سره رازاونیاز ساتل موثر دی ځکه هیڅ شي اوهیڅ څه هم الله تعالی   دذات څخه پټ ندی اوهغه الله تعالی دستونزواومشکلاتو حلوونکی دي .      

ت:پریشان کوونکی پروسه چه اخلال کوونکی فعالیت ولری پیل کړی،که والاړ یې کښینۍ اوکه ناست یۍ راواړلاشي.پیغمبر(ص)وینا چه قدم ووهی اویابل هر څه شی چه دنوموړی فعالیت دګډوډی لامل کیږی تره سره کړي.

ج:دروانی فشارونواغیزو دکمولولپاره متیدیشن ترټولو ښه اوازمایلی شوی لاره ده.دمتیدیشن په وخت کی دمغزامواج بدلون کوي اوبدن دښه کیدواحساس کوی،اودناڅپی پیښوپه مقایل کی دانسان روانی مقاومت لوړوي.نواوعصری طب ثابته کړیده چه دژوندناڅپی پیښو یادونه دانسان مغز دتل لپاره ستړی کوي اودانسان لپاره ستړی کوونکی تمامیږي.اودغه دوامداره ستړیا یازورونه په روح اوروان باندی منفی تغیرات منځ ته راوړی.هر کله چه وڅو دقیقو لپاره دغه ستړی کوونکی لړۍ دمتیدیشن په واسطه له ځانه لری کړو نو په بدن کې مثبت بدلون منځته راځی.مګردنارامه احساس دڅو دقیقولپاره له منځه وړل څه اسانه کارندي.نوضروری ده چه دعلمی طریقی څخه استفاده وکړو.

دمتیدیشن دساده لاروڅخه یوهم داده چه په حاضر وخت کی هغه څه چه دنپڅه ګونو حواسوڅخه حس کوونوبایدهغه ته پاملرنه وکړو.دبیلګی په ډول:که زمونږ دسترګونظرپه یوی شنی ونی اویایوښکلی ګل باندی ولګیږی نوحتمی ده چه دهغه رنګ،بوی،ښایسته والی،قداونورواړخونوته یی توجه وشي.چه ددپه مرسته کولای شودڅو دقیقو لپاره خپل ذهن دهغو موضاعاتوچه دروجه تخریب ګرځی دارامی احساس وکړو.چه روانی اوجسمی روغتیاته هم مفیده ده.په لمانحه کې قرانی ایاتونومعنی ته درسته توجه کول اوداسی احساس کول چه الله تعالی ته ضرورت لری اوله هغه څخه مرسته غواړی چه فوق العاده ارامونکی اغیزی په روح اوروان باندی لری.همداسبب وچه حضرت محمد(ص)حضرت(رض)ته عرض وکړ اوویی فرمایل:،،ارحنابها یابلال،،ای بلاله اذان وکړه چه دلمونځ په اداکولوسره راحته شو.اودقرانکریم قرایت اودالله تعالی نومونوذکر کول زړونوته ډاډاواطمینان حاصیلیږی ،،الابذکرالله تطمیتن القلوب،،

دمتیدیشن دعلم موضوعات ډیرپراخه دی اوډیری لارې اوطریقی دهغوی داجراکولو لپاره په کتابونواورسالوکی یادونه شوی ده اونوموړی مضمون دنړی په اکثره پوهنتونونوکی تدریس کیږی.هغه لوستونکی چه دمتیدیشن مضمون سره علاقه لری نوکولی شی چه انترنیت ته مراجعه وکړي.

دښی روغتیالپاره دمنفی احساس اودروانی فشارونو مقابله

مننه دهغه احساس څخه عبارت دی چه دیوچادمهربانۍ له کبله چه مااوزما خپلوانو ته اهمیت ورکوی منځ ته راځی.

مننه دزړه اومغز دهمعږی کولولپاره یوه ډیره اړینه اوموثره لاره ده.دمننی احساس دالله تعالی وهغونعمتونوپه مقابل کی چه مونږ ته یی اعطا کړی مثبتی اغیزی لري اود زړه وسکون اودښه صحت لپاره ډیرمهم دی.همدارنکه دمننی احساس داړیکودټینکښت سبب کیږی چه دنوروسره دغه داړیکو سرچینه چه مننه تکرارکوو په هماغه اندازه دزړه سکون اوخوشحالی زیاتیږی .دسیکالوژی دعلم دمتخصصینو څخه یوتن دMartin Seligmenپه نوم یو تجربه په ۴۱۱اوافرادواجراکړه اوثابته یی کړه چه ملګروته دمننی مکتوب لیکلی په افرادو کی دزیاتی خوشحالیۍ احساس زیاتیږی.دپنځه وخت لمونځونو په هر رکعت کی سوره فاتحه دالحمدالله په جملی سره پیهلیږی.چه په دغه حالت کی دالله تعالی دهغونعمتونو به مقابل کی مننه ،رضایت اوشکر اداکول دی چه په مونږیی پیرزوکړی دی.دمننی په هکله قرانکریم ډیر واضح هدایت اولارښوونی بیان کړیدی چه <ولنن شکرتم لازیدنکم<که تاسی شکراداکړ نوزیادبه کړم تاسی ته نعمتونه.په ټول عمر کی دداسی حالاتو څخه مننه دروغتیا لپاره فوق العاده ګټوردی ،چه له هغی جملی څخه دزیاتو اغیزوڅخه دبدن معافیت وامراضو په مقابل کی دی .همدارنګه دشکراداکولو په وخت کی دمثبتو احساساتو روحیه پیاوړی کوی.اودزیاتی انرژی باعث کیږی اود جسمی اوروانی روغتیاتر منځ انډول ساتی او دروانی فشارونو داغیزوپه مقابل کی یی پیاوړی کوی.

دغه وروستی کشفیات چه دانسان دزړه په اړه صورت نیولی چه دطب پخوانیو نظریاتوو ته یی کلی ډول بدلون ورکړی دی .چه ۴۰سلنه دزړه حجری،عصبی حجری یعنی دمغز دحجراتوپه څیر دی.زړه خپله یو مغز لری چه دټول بدن دارګانونو دپوهیدنی درک لری.دغه خبرتیاچه داعصابو والکترومقناطسی امواجوپه واسطه صورت نیسی ډیر چټک وی .دزړه الکترومقناطسی امواج د۵۰۰ځلی ړمغزدامواجوپه نسبت قوی دی.او۳متره لری دبدن څخه دموجوده ماشین يه واسطه داندازه کیدوقابیلت لری.

له لرغونوزمانوڅخه تر اوسه انسانانو دزیاتواحساساتودرک دزړه سره پیوست کړیدی.ننی طب پابته کړه چه پنځه ګونی حواس خپل معلومات مغز ته انتقالوی.چه وهغی مطابق پلان جوړول ،محاسبه دغه ټول مسایل په مغز کی صورت نیسی اوپه مغز کی داحساساتودرک کولوساحه دامیکدولای په نو یادیږی .مګرپه دی وروستیوکی دطب علم ثابته  کړی چه زړه ځینی هدایت اولارښوونی مغزته انتقالوی او دغولارښوونو سره سم مغزپه تصسمیم نیونی ،فکرکول اواحساساتوکی بدلون رامنځ ته کوی.پس هر څومره چه دانسان زړه سالم اودهغی همغږی دمغز سره وی نوپه هماغه اندازه انسان کولی شی چه ښه او بهترقضاوت وکړی اودخوښی احساس وکړی.

اخلاقی فضایل لکه ایمان،مننه،محبت،رښتینولی،صله رحمی،صبر اوداسی نوردزړه دجسمی اوروانی سلامتیالپاره اړین اوضروری غذایی مواد دی.یوسالم زړه کولی شی چه دخپلواوامروپه واسطه دمغز دناشایسته فعالیتونو خنډوګرځی.په همدی ترتیب ۷۰۰کاله مخکی هم دغه نظریه امام غزالی وړاندی کړی وه چه وایی>زړه دانسان دبدن پاچا دی< انسان هغه وخت کولی شی چه هغه معلومات چه زړه ورته لاسرسی لری اومغز ته یی لارښوونه کړی وي استفاده کړي.چه دغه افهام اوتفهیم هغه وخت صورت نیسی چه زړه سالم وي اودمغز سره همغږی وی.

اخلاقی فضایل لکه مننه،صبر،صله رحمی ،بخښنه ،رښتینولی ،محبت دزړه اومغز همغږی کولوته پیاوړتیاوربخښی اوبرعکس منفی احساسات لکه کرکه،کینه ،بخل چه دادرړه اومغز همغږی له منځه وړی.

یومثبت احساس اغیزی لکه مننه درړه امواج تلی اوزړه ته خوشحالی اوسکون راولی چه دغه خوشحالی دمغز په شمول دبدن ټولوحجراتوته انتقالیږی اوفایده مند بیوشیمیکی بدلونونه په بدن کی رامنځ ته کوی .اوعصبی سیستم اراموي.مثبت احساسات په بدن کې انرژی تولیدوي په داسی حال کی چه منفی احساسات زمونږبدنی اوروانی انرژی له منځه وړی.

انسان دخپل ژوند ددوام لپاره منطقی فکراودمستقیموحقایقودرک ته اړتیالری.چه لومړی په مغز اودوهم یی يه زړه پوری اړه لری.اوهغه وخت مونږورته لاسرسی پیداکولی شوچه زړه اومغز همغږی وی.پاتی دی نه وی چه ډاډګیرنه دزړه اومغز دهمغږۍ کولوپایله ده.اودرښتیولی څخه پرته ډاډګیرنه غیرممکن دی.فشار