کارن:Karakatana

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کره کتنه زما مستعار نوم دی. زه د افغانستان د ننګرهار ولایت یم او اوس په بهر کې اوسېږم. په پښتو ګرامر او کره لیکنه کې مهارت لرم او له ۲۰۰۵ کال راهیسې د ویکيپیډیا د پښتو څانګې سره کار کوم. مخکې مې په نورو نومونو سره پښتو ویکیپیډیا کې لیکنې کولې، خو د ۲۰۱۳ کال د اګست د میاشتې نه را په دې خوا مې دا نوم ځان ته غوره کړ. هیله مند یم چې د پښتو د پراختیا او پرمختیا د نورو لارویانو سره یو ځای د پښتو ویکیپیډیا بډایه کړم.

په درنښت،

کره کتنه