کارن:Ikramuddinkamil/sandbox

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا


جنوبي اسیا پوهنتون[سمول]

جنوبي اسیاپوهنتون ( English: South Asian University) نړیوال پوهنتون دی چې د سارک (افغانستان، بنګلادیش، بوټان، پاکستان، هند، سري لنکا، مالدیف او نیپال) اتو هېوادونو لخوا په ګډه مرسته جوړ شوی دی. پوهنتون د تاسیس ډبره په ۲۰۱۰ز کال کې اېښودل شوې او په تېرو پنځو کلونو کې یې په هند او سیمه کې د لسانس پورته لوړو زده کړو کې یې وتلی نوم موندلی. پوهنتون اوسمهال اوه پوهنځي لري او د ماسترۍ، مافوق ماسترۍ او دکتوراه لپاره محصلین نیسي.

جنوبي اسیا پوهنتون د سارک ټولو غړو هېوادونو محصلین جلبوي او شهادتنامه یې هم د ټولو اتو هېوادونو لخوا منل شوې ده.

اوسمهال يې ودانۍ د نوې ډیلي په دیپلوماتیکه سیمه چنکیاپوري کې ده. اصلي ودانۍ چې په ۱۰۰ جریبه ځمکه کې به  ورغول شي، د جوړولو چارې یې د نوې ډیلي په میدان ګړۍ سیمه کې روانې دي او تمه ده چې په ۲۰۱۸ کې به پوهنتون هلته ولېږدول شي.

پروګرامونه[سمول]

جنوبي اسیا پوهنتون اوسمهال د ماسترۍ، مافوق ماسترۍ او دکتورا لپاره محصلین جلبوي.

ماسترۍ کې شمولیت[سمول]

جنوبي اسیا پوهنتون ۱۷-۲۰۱۶ تعلیمي کال لپاره په لاندې پوهنځیو کې ۳۰-۳۰  محصلین نیسي. د پوهنځي په اړه معلومات، د شمولیت لارې چارې او د کانکور امتحان پخوانۍ پرچې له لاندې لینکونه خلاصولای شئ.

۱- ریاضیاتو پوهنځی[سمول]

http://sau.int/department-of-mathematics.html

د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات

http://sau.int/admissions/admission-notice-2016/48-admissions/2016-session/435-msc-applied-maths-entrance-exam-2016.html

د کانکور تېر کال پرچه

http://sau.int/admission/2016/samplepapers/MAM.pdf

۲- بایوټیکنالوژي پوهنځی[سمول]

http://sau.int/academics/faculties/faculty-of-life-sciences-biotechnology.html

د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات

http://sau.int/admissions/admission-notice-2016/48-admissions/2016-session/436-msc-biotechnology-entrance-exam-2016.html

http://sau.int/admission/2016/samplepapers/MBT.pdf

۳- کمپیوتر ساینس پوهنځی[سمول]

http://sau.int/computer-science.html

د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات

http://sau.int/admissions/admission-notice-2016/48-admissions/2016-session/436-msc-biotechnology-entrance-exam-2016.html

د کانکور تېر کال پرچه

http://sau.int/admission/2016/samplepapers/MCS.pdf

۴- پرمختیايي اقتصاد پوهنځي[سمول]

http://sau.int/fe-home.html

د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات

http://sau.int/admissions/admission-notice-2016/48-admissions/2016-session/432-ma-development-economics-entrance-exam-2016.html

د کانکور تېر کال پرچه

http://sau.int/admission/2016/samplepapers/MEC.pdf

۵-نړیوالو اړیکو پوهنځی[سمول]

http://sau.int/international-relations.html

د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات

http://sau.int/admissions/admission-notice-2016/48-admissions/2016-session/433-ma-international-relations-entrance-exam-2016.html

د کانکور تېر کال پرچه

http://sau.int/admission/2016/samplepapers/MIR.pdf

۶- حقوقي زده کړو پوهنځی (نړیوال قانون)[سمول]

http://sau.int/academics/faculties/2012-02-17-14-11-03.html

د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات

http://sau.int/admissions/admission-notice-2016/48-admissions/2016-session/431-llm-entrance-exam-2016.html

د کانکور تېر کال پرچه

http://sau.int/admission/2016/samplepapers/MLS.pdf

۷- ټولنپوهنې پوهنځي[سمول]

http://sau.int/sociology.html

د غوره کېدو معیار، شمولیت پروسیجر او د کانکور امتحان معلومات

http://sau.int/admissions/admission-notice-2016/48-admissions/2016-session/434-ma-sociology-entrance-exam-2016.html

د کانکور تېر کال پرچه

http://sau.int/admission/2016/samplepapers/MSO.pdf

·      هغه محصلین چې د شمولیت په امتحان (کانکور) کې بریالي شول، د داخلې پر مهال له هغوی څخه بیا د لسانس او د ښوونځي سکین شوي اصلي اسناد غوښتل کیږي. د نوم ثبتونې پر مهال ترې یواځې د نومرو فیصدي غوښتل کیږي. کوښښ باید وشي چې هر څه دقیق ورکړل شي، څو په اینده کې ستونزه ورته پیدا نشي.

·      په پورته ټولو پوهنځیو کې  محصل باید پوره وخت محصل وي، یعنی د وظیفې کولو یا پارټ ټایم درس اجازه نه ورکول کیږي.

یادونه: کوم محصل چې لا تر دې دمه د لسانس دورې په وروستي سمستر کې وي، هم کولای شي چې په امتحان کې برخه واخلي او اسناد  په هغه صورت کې چې بریالی شي، پوهنتون ته د ورتګ پر مهال جمع کړي.

مافوق ماستري او دکتورا[سمول]

پوهنتون په  پورته ذکر شوو پوهنځیو کې   د دکتورا او مافوق ماسترۍ لپاره محصلین نیسي. د پوهنځیو په اړه معلومات، د شمولیت لارې چارې او د کانکور پخوانۍ پرچې د لوستلو لپاره په لاندې لینک کلیک کړئ.

http://sau.int/admissions/admission-notice-2016.html#admPhd

د دکتورا او ماسترۍ محصلین د کانکور سربېره انترویو هم لري. محصلین باید په دواړو امتحانونو کې لږ تر لږه پنځوس سلنه نومرې واخلي.

یادونه: پوهنتون هند مېشتي محصلینو ته د لارې مصارف ورکوي، خو کوم چې بهر دي او نشي کولای ورشي، هغوی سره بیا د سکایپ له لارې انترویو کوي.

داخلې فیس، تاریخ او د امتحان ځای[سمول]

جنوبي اسیا پوهنتون کې د داخلې څخه وړاندې د کانکور امتحان په شفافه توګه اخېستل کیږي،  په یوه وخت د سارک هېوادونو په ټولو پلازمېنو او ځینو لویو ښارونو کې اخېستل کیږي. پوهنتون د امتحان ټولو مرکزونو ته خپل هیئتونه لیږي، هغوی امتحان اخلي او پرچې مهرلاک هند ته راوړي چې دلته تر کتنې وروسته یې نتایج اعلانیږي.

د امتحان فیس ۱۰ ډالر یا ۶۵۰/- هندي روپۍ دي. غوښتنلیکونه ټول د انترنيت له لارې منل کیږي او فیس د کریډيټ/ډیبيټ یا انلاین بانکینګ له لارې جمع کیږی. (موږ د امتحان پر وخت فیس جمع کړ، ځکه د نيټ له لارې د پیسو جمع کولو لاره مو نه درلودله).

امتحان په لاندې ښارونو کې اخېستل کیږي:[سمول]

کابل (افغانستان)   چیټاګانک او ډاکه (بنګلادیش) تیمپو (بوتان)، مالي (مالدیف)، کټمنډو (نیپال)، کراچۍ او لاهور (پاکستان) کولمبو (سري لانکا)، بنګلور، چندي ګړ، چنايي، حیدر اباد، جيپور، کلکته، لکنو، ممبۍ، نوې ډيلي، پټنه (هند) کې امتحان اخېستل کیږي.

داخلې کارتونه او د امتحان دقیق ځای محصل ته د ایمیل له لارې لېږل کیږي. محصل باید لومړی خپل د امتحان ځای خوښ کړي، هغه کولای شي چې په پورته ټولو ذکر شوو ځایونو کې چې هر یو ور لنډ وي امتحان ورکړي.

تحصیلي ویزه[سمول]

بهرني محصلین که امتحان کې بریالي شي، هغوی ته د هند حکومت لخوا د پوهنتون په نوم ځانګړې ویزه (SAU Visa)  ورکول کیږي. هغه محصلین چې بریالي شي، د پوهنتون لخوا ورته داخلې خط ورلېږل کیږي او د دغه خط پر مټ کولای شي چې اړوند هېوادونو کې د هند له سفارته ویزه واخلي.

فیسونه[سمول]

د زده کړې فیس (بېرته  نه ورکول کیږي)

في سمستر ۴۴۰ ډالر (د کال ۸۸۰ ډالر) چې د هر کال د جولايي او جنورۍ په میاشتو کې به يې پوهنتون ته ورکوي.

داخلې فیس (بېرته نه ورکول کیږي)

۱۰۰ ډالر دي چې په لومړي ځل یو وار ورکول کیږي.

تضمين فيس (بېرته ورکول کیږي)

۱۰۰ ډالر دی چې د داخلې پر مهال ترې یو ځل اخېستل کیږي او د پوهنتون څخه د فراغت پر مهال بېرته ورکول کیږي.

لیلیه او طبي اسانتیاوې[سمول]

پوهنتون خپله لیلیه لري،  په هر اطاق کې ۴ کسان اوسیږي (پخوا درې و) او هغه محصلینو ته ورکول کیږي چې له لرې سیمو څخه راځي. هر اطاق کې المارۍ، څوکۍ، کولر او نښتی تشناب شته دی. د لیلیې فیس یواځې ۶۰ ډالر دی.

ډوډۍ[سمول]

پوهنتون خپل خوړنځای لري چې د میاشتې په کې له ۵۰ تر ۷۵ ډالرو پورې مصرف راځي.

یادونه: پوهنتون دننه اشپزخانې نشته دی خو خوراک يې د نورو پوهنتونونو په پرتله ډیر بد نه دی.

طبي اسانتیاوې[سمول]

هر محصل چې په پوهنتون کې بریالی شي، طبي بیمه (۱۵۰زره هندي روپیو پورې) ورکول کیږي. همدا راز پوهنتون خپل کلینک لري، د ډاکتر لخوا ورکول شوې نسخې ټول مصارف بېرته محصل ته ورکول کیږي.

یو پوهنځي ته څو افغانان نیسي؟[سمول]

عموما  پوهنتون د ټولو محصلینو له جملې ۴٪ افغانان نیسي. تېرو محصلینو ته په کتلو په هر صنف کې لږ تر لږه ۳ افغان محصلین نیول کیږي، خو که د نورو هېوادونو محصلین رانشي او ډیرو افغان محصلینو امتحان ورکړی وي، د هغوی پر ځای بیا دوی نیول کیږي.

بورسونه[سمول]

پوهنتون محصلینو ته بورسونه هم ورکوي. تر دې مهاله دوی څلور - پنځه ډوله بورسونه لري.

لومړی يې پریزیډنټ سکالرشيپ دی چې تکړه او اوله درجه محصلینو ته ورکول کیږي. دغه بورس کې محصل ټول د زده کړې او لیلیې فیس معافیږي، همدا راز ۷۰۰۰ هندي روپۍ میاشتینۍ ورکوي. سربېره پر دې ۱۰-۱۰ زره روپۍ د لومړي کال په پیل کې او د دوهم کال په اخر کې  ورکول کیږي. د دکتورا محصل ته بیا  د میاشتې ۱۲۰۰۰ هندي روپۍ جیب خرڅ ورکول کیږي.

سېلور جوبلي[سمول]

دا یواځې د افغانستان، بوتان، نیپال، بنګلادیش او مالدیف هېوادونو محصلینو ته ورکول کیږي. دغه بورس کې محصل ټول د زده کړې او لیلیې فیس معافیږي، همدا راز ۷۰۰۰ هندي روپۍ میاشتینۍ ورکوي. سربېره پر دې ۱۰-۱۰ زره روپۍ د لومړي کال په پیل کې او د دوهم کال په اخر کې  ورکول کیږي. . د دکتورا محصل ته بیا  د میاشتې ۱۲۰۰۰ هندي روپۍ جیب خرڅ ورکول کیږي.  محصل باید د سکالرشيپ ترلاسه کولو لپاره د پوهنتون لخوا غوښتل شوي اسناد برابر کړي.

پخوا یې ډيری محصلینو ته دغه سکالرشيپ ورکاوه، خو اوس پوهنتون نوي اصول جوړ کړي چې له مخې یې یواځې د صنف لومړني پنځه تکړه کسان چې د نمرو فیصدي یې تر ۶۰ پورته وي ورکوي.

اقتصادي مرسته/ مفته زده کړې[سمول]

پوهنتون ځینو محصلینو سره د  مفته زده کړو په خاطر مرستې کوي.  د محصل اقتصادي وضعیت ته په کتلو سره له هغه څخه د زده کړې او لیلیې فیس نه اخلي خو د جیب خرڅ په دغو مرستو کې نه ورکوي.

یادونه: بورس ته حتما غوښتنلیک جمع کړئ او کوښښ وکړئ چې خپل عاید مو تر ۲زره ډالر پورې یا تر دې ښکته ولیکئ. همدا راز له یوې مالي ادارې څخه یو سند تر لاسه کړئ چې کلنی عاید مو په کې تر ۲زره ډالر یا تر دې ښکته لیکل شوی وي.

څنګه غوښتنلیک جمع کړو:[سمول]

لاندې لینک باندې کلیک کړئ، ټول اړوند معلومات مو ورکړئ، نور درسره پوهنتون ټول هر څه د ایمیل له لارې شریکوي.

ځنډ مه کوئ، همدا اوس غوښتنلیکونه جمع کړئ:

http://sau.int/admissions/admission-notice-2016/48-admissions/2016-session/428-session-2016-guidelines-for-applicants.html

د پوهنتون په اړه فلم[سمول]

د پوهنتون په اړه لنډ فلم لاندې لینک له لارې کتلای شئ:

https://www.youtube.com/watch?v=eCszkglFJUw

اړیکه[سمول]

د نورو معلوماتو لپاره له موږ یا د پوهنتون له ادارې سره اړیکه ونیسئ:

اکرام الدین کامل

ایمیل: Ikramuddin129@gmail.com

فیسبوک: https://www.facebook.com/ikramudd

نصرالله ناصح

ایمیل: nasihnasrullah@gmail.com

https://www.facebook.com/nasrullah.nasih

د پوهنتون اداره

Deputy Registrar (Admissions)

South Asian University

Akbar Bhavan, Chanakyapuri

New Delhi 110 021 India

Phones:  +91-11-24122512 — 14

Email: admissions@sau.int