کارن:Duraniafghan/تمرین مخ
کندهار کې د مینا تاریخي برج د بیارغونې چارې پيل شوې
کندهار (پژواک، ۱۶ سلواغه ۹۷): د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا په کندهار ښار کې د مینا تاریخي برج د بیارغونې چارې نن د سلواغې په ۱۶مه پيل شوې.
په دغو مراسمو کې د کندهار ولایت سرپرست عبدالحنان منیب، د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست احمد شاه قادري او نورو چارواکو ګډون کړی وو.
منیب پژواک خبري اژانس ته وویل، مینا برج چې د کندهار ښار په لسمه ناحیه کې موقعیت لري د دریو میاشتو په موده کې د ۵۰۰ زره افغانیو په لګښت جوړېږي.
هغه زیاته کړه، د دغه تاریخي ځای د جوړولو لګښت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له خوا ورکول کېږي.
د ده په خبره، دغه تاریخي برج د له منځه تلو له ګواښ سره مخ و چې بالاخره اړوند وزارت یې د جوړولو لپاره اقدام وکړ.
نوموړي وویل، ولایتي اداره د تاریخي ځایونو او فرهنګي میراثونو د ساتلو او بیارغولو په برخه کې پوره هڅه کوي، څو زموږ د پلرونو او نېکونو څخه راپاتې ارزښتناک میراثونه په پوره درناوي سره خوندي وساتل شي.
د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست سرپرست رییس احمدشاه قادري وايي، په کندهار کې د ۳ تاریخي منارونو په ګډون ۵۲ تاریخي ځایونه شته چې د دولت سرپرستۍ او خوندي ساتلو ته اړتیا لري.
ده وویل، اړوند ریاست د ولایتي او مرکزي ادارې په مرسته هڅه کوي ټول تاریخي ابدات خوندي وساتل شي او د بیارغونې کارونه یې تر سره شي.
د مینا برج چې د امیر حبیب الله خان په دوره کې جوړ شوی او له سلو کلونو څخه زیاته تاریخي مخینه لري چې په دې وروستیو کې په بد حالت کې و او د نړېدو له ګواښ سره مخ و.