کارن:Dr.yasenzai

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د اوسني عصر جاهلي غوښتنې اود هغو ځینې ډولونه

ژباړه : محمد شفیق صادق دا هغه موضوع ده چې څه موده وړاندې د الجزیرې تلویزیوني چینل د دوکتور یوسف القرضاوي سره پرې بحث کړی، او د همدې تلویزیون څخه په مستقیمه توګه خپره شوي، موږ دا موضوع له الجزیره.نټ څخه را اخیستي او د موضوع د اهمیت له امله مې پښتو ته ژباړلي، هیله لرم چې د لوستونکو د توجه وړ وګرځي :په دې بحث کې په لاندې موضوعاتو بحث شوی دی : ۱-د معاصر تعصبي جاهلیت ځینې ډولونه ۲-د جاهلیت د کلمې مفهوم او د عصبیت ډولونه ۳-د تعصبي لانجولاملونه او د علاج لارې عثمان عثمان :محترم دوکتور صاحب!هغه څه چې په دې وروستیو کې د فوټ بال د لوبې په سر د مصر او الجزایر تر منځ پېښ شول، آیا دا هم د جاهلیت د غوښتنو او نارو په مصطلح کې راځي؟ یوسف القرضاوي : بسم الله الرحمن الرحیم الحمد لله رب العالمین والصلاة والسلام علی سیدنا ومولانا واسوتنا و حبیبنا و معلمنا رسول الله وعلی آله و صحبه ومن اتبع هداه أما بعد ،په هغه څه چې د مصر او الجزایر ترمنځ د فوتبال له لوبې وروسته پیښ شول، په هغو تعصبي مسایلو او لانجو، نو انسان شک نه کوي چې دا د جاهلي تعصب کارونه ؤ، که د تعصب خبره په منځ کې نه وای نو هغه څه به نه ؤ پیښ شوي کوم چې پیښ شول . هغه مهال چې رسول اکرم (ص) وفرمایل:(أبدعوی الجاهلیة وأنا بین اظهرکم)؟ آیا تاسو په داسي حال کې جاهلي ناري وهئ چې زه هم ستاسو ترمنځ موجود یم؟. جاهلي غوښتني او ناري دا چې هرڅوک په حق او باطل کې د خپل قوم سره ولاړ وي، د جاهلیت د مهال خلک هم همداډول ؤ، دوی نه د فکر تابع ؤ نه د عقیدې او نه د اساس او تګلارې، بلکه هغوی د ډلې پیرو ؤ، عرب له عربو سره، عجم له عجمو سره، عرب په شمال اوجنوب ویشلي ؤ، ًحطانیین عرب او عدنانیین ..په عدنان کې بیا نورې قبیلې وي، په قریشو کې بنو عبد المناف او بنو مخزوم ؤ، په داخل کې په بنې امیه او بنې هاشم ویشلي ؤ یعني جاهلیت پکې ویشلی ؤ، انسان خپل قوم ته متعصب ؤ. عثمان عثمان :انصر اخاک ظالماً او مظلوماً یوسف القرضاوي : ظالم په ظاهري معنی سره لکه چې په جاهلیت کې ؤ …. یوه مشر ته ویل شوي ؤ : دا سړی چې په غصه شي نو، نو یو لک تورې ورسره په غصه شي، دا پوښتنه نه وي چې ولی په غصه شوې؟ د هغه مهال د انسانانو حالت دا ډول ؤ، خو کله چې اسلام راغی، نو رسول الله (ص) وویل:انصر اخاک ظالماً او مظلوماً په دې سره صحابه حیران شول، ځکه دوی داسلام دین پاک کړی ؤ، دوی ته یې نوی اخلاق او قیم ښودلي ؤ، نو رسول الله (ص) ته یې وویل: د مظلوم خو به مرسته وکړو، د ظالم څه ډول مرسته وکړو؟ هغه (ص) ورته وفرمایل: د هغه لاس ونیسئ او له ظلم کولو یې منع کړئ، ځکه دا دهغه د هوس غوښتنې او شیطان په مقابل کې د هغه مرسته ده، نو مفهوم ورته واضح شو . هغوی لوړ مثالونه وټاکل، او نوی اخلاق یې غوره کړل، مسلمان داسي جوړ شو چې تر هرڅه د مخه یې په اسلام تعصب کاوه، ددوی یوه تن به ویل: زما پلار اسلام دی زه بل پلار نه لرم کله چی څوک په قیس او بنې تمیم فخر کوي. همدا شان ما هم په دې اړوند په یوه قصیده کې ویلي چې نوم یې دی مسلمون مسلمون مسلمون حیث کان الحق والعدل نکون چی په هغې کې دي : ای وروره په هند که په مغرب کې یې زه ستا یم ته زمایې او دواړه یو یو زما د عنصر اونسب پوښتنه مه کوه همدا اسلام زما مور او پلار دي نو اسلام راغی او موږ یې سره راټول کړو، کله چې موږ یې سره وتړلو بیا د عصبیت خبره را منځ ته نه شوه لکه چې الله تعالی فرمایې ( هو الذی ایدک بنصره وبالمؤمنین والف بین قلوبهم، لو انفقت ما فی الارض جمیعاً ما الفت بین قلوبهم ولکن الله الف بینهم ….. ) د جاهلیت په مهال داوس او خزرج تر منځ وږدې جګړې روانې وې خو کله چې اسلام راغی نو الله تعالی په دې لوی نعمت سره ددښمنۍ په ځای سره وروڼه کړل. یوه ورځ یو یهودي په داسې حال کې دمسلمانانو د یوه ټولي تر څنګ تیریده، چې دوی په ډیره مینه، محبت او اخلاص سره په خبرو او مجلس لګیا ؤ. ددې حالت په لیدلو د یهودي د کینې غصه راوپاریده او هوډ یې وکړ چې ددوی تر منځ دا مینه او ورورولي به په دښمنۍ بدلوي نو یې یوه تن ته دنده وروسپارله تر څو ورشي اود مسلمانانو تر منځ د اختلاف اور ته لمن ووهي، دوی ته د جاهلیت د مهال جګړې ورپه یاد کړي . هغه همداسې وکړل، داوس او خزرج د جاهلیت د زمانې خبرې یې هر یوه ته ورپه یاد کړې، تردې چې هر یو ددې قبیلو څخه، د خپلې قبیلې په ننګه را پاڅیدل او خبرې یې سره توندې او غږونه یې جګ شول. تردې چې دا خبره رسول الله (ص)ته ورسیده، هغه ورته راغی او دوی ته یې وویل (آیا تاسو د جاهلیت د زمانې نارې وهئ او زه ستاسو تر منځ )؟ پریږدئ دا خبره (دتوکم پالنې او تعصب خبره) دا غوښتنه بد بویه ده..دوی پوه شول چې دا غوښتنه د شیطان وه، په دې سره ټول په ژړا شول له سترګو یې اوښکې تویې شوې، داوس کسانو د خزرج کسان په غیږ کې ونیول. محمد بن اسحاق په خپل کتاب مغازی کې لیکلي چې په همدې هکله دا آیت نازل شو (یا ایها الذین آمنوا ان تطیعوا فریقاً من الذین اوتوا الکتاب یردوکم بعد ایمانکم کافرین …… )ددې آیت معنی داده چې :ای مؤمنانو ! که تاسو د اهل کتاب د یوې ډلې پیروي وکړئ نو تاسوبه وګرځوي له ایمان وروسته کافران، یعنې له یوالی او ورورولۍ وروسته به مو دښمنۍ ته وروګرځوي، او همدا د بعد ایمانکم مطلب دی اویا دا چې ( و کیف تکفرون و انتم تتلی علیکم آیات الله وفیکم رسوله ومن یعتصم بالله فقد هدی الی صراط المستقیم .) بیا بل آیت راغلی (واعتصموا بحبل الله جمیعاً ولاتفرقوا واذکروا نعمت الله علیکم اذ کنتم اعداء فالف بین قلوبکم فاصبحتم بنعمته اخواناً …. ) وروسته فرمایي (ولتکن منکم امة یدعون…. )یعنې : ځانونه په دې کارونومشغول کړئ، په لوی هدف، لکه د الله دین ته بلنه، او د اسلام ددین په خپرولو ځانونه مشغول کړئ. داوسنۍ فتنې د راولاړیدلو لومړی لامل همدادی چې اسلامي امت د ځان لپاره لویه پروژه نه لري، مهم اهداف نلري، امت د خپلې مهمې دندې په ترسره کولو لګیا ندی، نو ددې بېکاری له امله دې ته ورسیده چې ومو لیده، که وګورو په دواړو هیوادوکې ډیرې لویې ستونځې پرتې دي، ای کاش چې دا خلک د هغو په حلولو مشغول وای. دوی ددې قهرمانی په عوض د خپلو بې کاره وګړو لپاره په کار پیداکولو مشغول وای، ترڅویې دژوند کچه لوړه شوې وای، د لویو اهدافو په لاس ته راوړلو لګیا وای. ما دهمدې موضوع په اړوند په خپل بیان کې چې صادر مې کړ هم خبرې کړېدي، زما هدف داؤ ترڅو دا اور مړ کړم، ځکه یوازینی څوک چې دا ستونځه لویوي هغه رسنی دي، هغوی دادنده نیولې ترڅو اور ته لمن ووهي، دفتنې اور بل کړي اوخبره پراخه کړي، داکار د هیچا په ګټه ندی، ما غوښتل ترڅو آرامي راولم، متأسفانه چې دالجزایر ځینورسنیو ته مې لیک واستاوه، غوښتل مې چې خپور یې کړي، خو هغوی دا کار ونه کړ، ولې؟ ځکه زمالیک دجګړې په خلاف ؤ، د اور د بلیدو په خلاف، او دا اور پرته له موږ بل څوک نه خوري، زموږ دښمن به ونه خوري، دا اور وچ او لوند، سړی او تیږې خوري، ددې خبرې لویول د هیچا په ګټه نه ؤ، عجیبه خو داده چې په دې مسله کې واکمن او عوام ټول راګډ شول …….قرآن کله چې وایي ( قل انما اعظم بواحدة ان تقوموا لله مثنی وفرادی ثم تتفکروا … )ولې دوه دوه او تنها ؟ له ټولنیز فکر پرته ؟یعنې ته دې دخپل ملګري سره فکر وکړه، له نوروسره، یا دا چې ته تنها وې د ځان سره ښه فکر وکړه، د ډله ایز تفکر په حالت کې انسان د بل په اراده کار کوي، هغه څه کوي چې نور خلک یې کوي، له بده مرغه خاصو د عامو لاره غوره کړه، پوهانو د عوامو لاره اختیار کړه ټول د جګړې په لړه کې ورګډ شول، عجیبه داده که چیرې مصر او الجزایر له کوریا سره مسابقه درلودای یاهم دچین، هند، فرانسې، بریتانیا، ایټالیا، او یا هسپانیا سره. هغه هیوادونو سره چې موږ یې اشغال کړي ؤ، پرموږ باندې یې حکومت کړی ؤ اوذلیل کړي یې ؤ، زموږ پر تګلارو یې داسې اثر غورځاوه لکه چې اوس ېې وینو …. ته او ورور دې کله چې دفوټبال مسابقه کوی نو آیا دا به توکم پالنه وي؟ نو څه به پیښ شي؟ کله یو غالب اوبل مغلوب شي؟ داخو یوازې دتوپ مسابقه ده .. وروسته به څوک بریالي وي؟ عثمان عثمان:-عرب به تمثیل کړي. قرضاوي:- سبا به ناکام وي .او څوک چې نن ناکامیږي صبا به بریالي کیږي .الله تعالی فرمایي(وتلک الایام نداولها بین الناس .. ) اوس زه ددواړو هیوادو حاکمو او عاقلو وروڼو ته وایم :څه چې پیښ شول پیښ شول .لاکن لازمه نده چې دې کار ته تسلیم شو ‍،لازمه ده چې د حکمت، اوعقل څښتنان پرې نږدې حالت له دې خراب شي . لازمه ده چې عاقل کسان خپله رایه څرګنده کړي، دادواړه وروڼه هیوادونه دي، دوی دواړو په سختو حالاتو، جګړو، او ستونځو کې یو دبل ترڅنګ ولاړ ؤ، مصر دالجزایر په آزادی کې برخخه واخیسته، همداشان الجزایر د مصر سره د اسرایلو خلاف جګړه ې برخه واخیسته ،دادواړه هیوادونه داسې ګډې ګټې او اهداف لري چې ددوی تر منځ هره جګړه او هره نزاع له منځه وړي… لازمه نده چې دا حالت دوام ومومي اوزه ددواړو هیوادو عاقلانو اوهوښیاروته وایم: ترڅو …..دا اورمړکړي .ځینو خلکو راته وویل :ولې دې له الجزایر څخه غوښتنه وکړه اوله حسن مبارک څخه نه؟ ما ورته وویل : زمااود بوتفلیقه ترمنځ نیژدې اړیکې دي، هغه ما پیژني او زه هغه، هغه مهال چې دوه کاله وړاندې ماته په الجزایر کې پیښ شول، اوهلته ناروغ شوم، هغه سړي امر وکړ چې ما عسکري شفاخانې ته انتقال کړي، طبي ډلې ته یې امر وکړ چې زما معالجه وکړي، هغه په شفاخانه کې زماپوښتنه کوله. کله چې روغ شوم امر یې وکړ چې د الجزایر په خاصه الوتکه کې مې قاهرې ته انتقال کړي، له دې کبله مې له هغه غوښتنه وکړه، زه پوهیږم چې هغه دلومړیتوب سړی دی، هغه هغه څوک دی چې دملي وحدت غږ یې اوچت کړ …… زه دهغه خبرې خوشاله کړم چې ویې ویل:لازمه ده چې ددې فتنې دروازه بنده کړو، اودا اور مړکړو ځینو بیا د الجزایر په خلاف د مصر په پلوۍ تورن کړم، خو الحمدلله ما په خپل ژوند کې توکم پلنه ( تعصب) ندی پیژندلې، نه مې دفقهي تعصب پلوي کړې، زه پخپله حنفي یم، خو کله چې څوک له ما پوښتنه وکړي هغو ته وایم چې زه حنفشعي یم یعنې دیوه مذهب پر خلاف هم تعصب نه لرم .الحمدلله ما په خپل ژوند کې توکم پلنه ( تعصب) ندی پیژندلې، نه مې دفقهي تعصب پلوي کړې، زه پخپله حنفي یم، خو کله چې څوک له ما پوښتنه وکړي هغو ته وایم چې زه حنفشعي یم یعنې دیوه مذهب پر خلاف هم تعصب نه لرم . دعقیدې په برخه کې مې اشعري مذهب په ازهر کې لوستی خو زه د اشعري عقیدې پلوی نه یم، زه د سلفیانو په خلاف اشعري یم خو په حقیقت کې نه اشعري یم اونه سلفي . د تصوف په برخه کې ځینې فکر کوي چې زه د تصوف په خلاف یم د روحي ژوند پهاړوند مې په الجزایر کې اوږده محاضره وکړه، خوځینو صوفیانو وروڼو،بیا ویلي ؤ چې اوس موږ پوه شوو چې قرضاوي په تصوف باندې قانع دی. زه هڅه کوم ترڅوسلفیت په صوفیت او صوفیت په سلفیت وپوښم، زه د اصولو پیرو یم او همدا د وسط لاره ده، دا ممکنه نده چې زه دې د یوه هیواد په خلاف د بل ملاتړ وکړم زما تصور دادی چې دا ټول مسلمان هیوادونه دي، لازمه نده چې یو هیواد د بل په خلاف ودریږي، په تآ سف باید ووایم چې اسرایلو دواړو خواوو ته د نصیحت کولو غږ وکړ ….هغوی په موږ ملنډې وهي ……… د جاهلیت د اصطلاح معنی او د عصبیت ډولونه عثمان عثمان :محترم دوکتور صاحب:د جاهلیت تعبیر د قرآنکریم په ډیرو آیتونو کې په مختلفو معناګانو او مفاهیمو سره راغلي لکه دا قول د الله تعالی چې فرمایې:( و طایفة قد اهمتهم انفسهم یظنون بالله غیرالحق ظن الجاهلیة) همدا ډول لکه په دې ایت کې ( ولاتبرجن تبرج الجاهلیة الأولی) ددې آیتونو په رڼا کې څه ډول کولای شو د جاهلیت په اصلي مفهوم پوه شو؟ قرضاوي:جاهلیت یوه جاهلي کلمه ده عثمان عثمان :جاهلیت ددې آیتونو په رڼا کې؟ قرضاوي: قرآنکریم څلور ځایه د جاهلیت خبره کوي : ۱- د عقیدې جاهلیت :لکه چې فرمایې:( یظنون بالله غیرالحق ظن الجاهلیة)دا د عقیدې جاهلیت دی، چې په الله تعالی بد ګمانه وي، د الله تعالی حق ونه پیژني او د هغه اندازه ونه شي ټاکلی ۲- سیاسي جاهلیت : لکه په دې آیت کې چې الله تعالی فرمایې: ( افحکم الجاهلیة یبغون …) د جاهلیت په آساس فیصلي او حکم کول، هغه دا چې د خلکو ترمنځ د نسب، مال، ځواک او نورو توپیرونو په بنسټ فیصلې وکړي، د اسلام حکومت د عدل حکومت دی، مطلق د عدل، که له چاسره مینه لري او که ترې کرکه لري! قرآنکریم فرمایې ( یا ایها الذین آمنوا کونو قوامین باالقسط شهداء لله ولو علی انفسکم … …) بل ځای هم فرمایې (یا ایها الذین آمنوا کونو قوامین لله شهداءبالقسط ولایجرمنکم شنآن قوم علی الا تعدلوا…) یعنی ای مومنانو په عدل سره ټینګ ودریږﺉ، یعنی تاسو باید د چاسره کینه او نفرت له دې څخه منع نه کړي چې د هغه سره دې عدل ونه کړئ که هرډول وي، دا روا نده …. د انسان کینه د هغه عاطفه ده، د کرکې عاطفه انسان له دې راګرځوي چې د حق خبره وکړي، او دا چې په عدل پریکړه وکړي، اسلام د مطلق عدل غوښتنه کوي داسې عدل چې د مینې اوکرکې عاطفه پرې اثر ونه لري، تر دې چې پردښمن هم … (وعدلواهواقرب للتقوی)که داسې نه وي بیا دا واکمني دجاهلیت واکمني ده، حسن بصري ته یوتن راغي او هغه ته یې وویل : زه غواړم دزامنو ترمنځ مې یوه ته په بل غوره والی ور کړم، یعنې یوه ته له بل څخه زیات مال ورکړم. هغه ته یې دا آیت تلاوت کړ : (افحکم الجاهلیة یبغون.. ) آیا دجاهلیت حکم غواړې . ځکه اسلام د مساوات څخه عبارت دی. اسلام پرته له کومه سببه هیڅ غوره والی نه مني، اوهمدا دجاهلیت واکمني ګڼی، دادسیاست جاهلیت دی. ۳-دریم ډول جاهلیت د سلوک جاهلیت دی دا خاص تر کورنۍ پورې اړه لري الله تعالی فرمایې: (ولاتبرجن تبرج الجاهلیة الأولی) دښځې د بربنډ توب جاهلیت، خپله سینه لوڅه کړي تر څو داډول ولیدل شي، ویښتان یې لوڅ کړي داسې کار کوي ….. د اوسنۍ زمانې جاهلیت له پخواني جاهلیت څخه ډیر تند اوسخت دی، ځکه اوسني بربنډ توب مطلق ته وتلی دا بربنډ توب پورې، اوسنی زمانه کې دبربنډونارینه ؤ اوښځو کلوپونه وجود لري، موږ چې د کوم بربنډوب څخه خبره کوو هغه دوهمه درجه بربنډتوب دی. ۴-څلورم ډول جاهلیت دټولنې جاهلیت دی. هغه چې قرآن کریم په سورة فتح کې ذکر کړی (اذا جعل الذین کفروفي قلوبهم الحمیة حمیة الجاهلیة … )دا هم یوډول جاهلي تعصب اوتوکم پالنه ده، ځکه دجاهلي ټولنې آساس په تعصب اوتوکم پالنه ایښودل شوی ؤ، لکه څنګه مو چې مخکې وویل اسلام راغی اودا لړۍ یې ختمه کړه، ددې پر ځای یې اسلامي عقیده اواسلامي ورورولي دټولنې بنسټ وټاکل،هلته نور د عرب او عجم خبره نشته، هلته ټولوته یوه ناره کیږيٍ، یاایهاالذین آمنو، ای مؤمنانو ! داغږ دعربي جزیرې اودټولی نړي لپاره بو شعار وکرځید ،داول ځل لپاره دااعلان شوه چې نور به چاته دتوکم، رنګ،اقلیم پرآساس ناره نه کیږي .یوازې په دې ناره به ورته آواز کیږي چې یاایهاالذین آمنو، ای مؤمنانو !اویا داچې ای دآدم زامنو !… اسلام عصبت له منځه یوړ او مسلمان داسې حالت غوره کړ چې په خپل ځان یې خپل دیني ورور ته په اصلي ورور غوره والی ورکاوه ،وینو چې دبدر په غزاکې مصعب بن عمیر (رض) درسول الله سره ولاړ ؤ، او ورور یې ابوعزیز بن عمیر له ابوجهل سره، په همدې جګړه کې ابو عزیز دیوه انصاري ابو السیر په لاس اسیر شو، ورور یې له څنګه تیریده ابوالسیر ته یې وویل، ټینګ یې کړه چې مور یې ښه مالداره ده، یعنې په فدیه کې یې راټینګ کړه، مور یې ښه مالداره ده ښې پیسې به درکړي، ابوعزیز ورته وویل :ای مصعبه آیا د خپل ورور په حق کې دې داوصیت وکړ؟ مصعب بن عمیر ورته وویل : نن ستا پرته زما بل ورور دی .هغه ترتا راته نیژدې دی . عثمان عثمان:-محترم دوکتورصاحب ! آیاکولای شې دایماني تعصب، دیني تعصب، اواسلامي تعصب په هکله هم څه وینا وکړې ؟ یوسف قرضاوي : داتعصب نه دی، دادحق په پلوی تعصب دی .اوهمدالازمه ده. انسان ته ښايي چې دسرچینې او رسالت په اړوند تعصب ولري، نه داچې داشخاصو، قومونو، اوقبیلو پر بنسټ تعصب ولري، دا دامعنی لري چې ته به دحق سره وې که حق هرلورته روان ؤ، حق به وایې، دالله(ج)په ننګه به دملامت کوونکي له ملامتۍ ویره نه لري، همدا دمؤمن له شان سره ښایي ،زه به مصري اوالجزایري وروڼو ته یوه بله بیلګه وړاندې کړم . اسلام مسلمان ته امر کوي ترڅوپر خپل ایمان فخر وکړي ( ولله العزة ولرسوله وللمؤمنین ). الله لره عزت دی، رسول لره یی اومؤمنانو ته . ذلت اوسرټیټي یی دوه ځایه ستایلې ده ،انسان خپل مور اوپلارته دذلت سرټیټ کړي لکه چې الله تعالی فرمایيی( واخفض لهما جناح الذل من الرحمة) همداشان دذلت سرټیټي خپلومؤمنانو وروڼوته لکه چې الله تعالی فرمايي (اذلةعلی المؤمنین اعزة علی الکافرین) داچې یو انسان خپل مسلمان اومؤمن ورورته دذلت غاړه کیږدي، لکه چې یو بل ته ووایي :ای منافقه ای فلانیه، اوهغه دوهم ورته ووايي : که ته ریښتینی وې نو الله د ماته بښنه وکړي، اوکه ته دروغجن وې نو الله د تاته بښنه وکړي، دا دذلت غاړه ایښودل دي، مؤمن ورور ته دمؤمن غاړه ایښودل . عثمان عثمان:-محترم دوکتور صاحب ! په حديث کې راځي چې اباذر یو صحابي ته دمور پیغور ورکړی ؤ، رسول الله (ص)ورته وویل : ای اباذره ته داسې څوک یې چې دجاهلیت عادات درکې دي نو سوال دلته دادی چې آیا جاهلیت اواسلام سره یو ځای ګډیدای شي؟ اودا چې څه ډول ممکنه داجاهلیت د مؤمن له اسلام سره یوځای شي ؟ قرضاوي:- دا جزیې جاهلیت دی یعنې کله چې اباذر وویل: ای دتورې زویه، اودا دتورپوستې زویه خبر، یوه غیر اسلامي خبره ده اودا جاهلي خبره ده، ځکه ته یو چاته دهغه دمور په رنګ پیغور ورکوې، یاد بل څه، دا په اسلام کې نشته. نبي کریم (ص)په خپلو خبرو کې ورته وویل : الله تعالی د ستاسو څخه جاهلیت لرې کړ، اوداچې تاسو پرخپلو پلرونوفخر وکړي. هغه به یا پرهیزکاره مؤمن وي اویا بدبخته بدکاره. خلک ټول دآدم اولاد دی اوآدم له خاوروپیدا دی. نوپه پلرونو فخرکول، اویاپه پلرونو لویي کول اسلام له منځه وړي . نوله دې امله کله چې اباذر یو چاته دتورې دزوی نوم ووایه ،نبي کریم (ص) ورته وویل: ای اباذره آیا دمور پیغور دې ورکړ؟ ته داسې څوک یې چې په تاکې دجاهلیت نښې شته ) یعنې په تاکې دجاهلیت بقایا لاشته ځکه تراوسه هم خلکو ته دنسب او رنګ پیغور ورکوې، اسلام راغی، ویل یې (فاذا نفخ في الصور فلا انساب بینهم…) نسب څه ګټه لري؟ میزان د الله دادی چې د فمن ثقلت موازینه فاولئک هم المفلحون…) ( من بطاء به عمله لم یسرع به نسبه) څوک چې دعمل په واسطه پاتې راشي نو نسب نشي کولای هغه مخکې کړي. (ای بني هاشمو خامخا به خلک په اعمالو سره ماته راځي اوتاسو به په نسب؟ ) (ای فاطمې دمحمد لورې عمل وکړه زه دالله تعالی امرله تا څخه هم نشم ګرځولای) .له همدې امله یې اباذرته وویل : ته هغه ته وایې چې دتور پوستې زویه ! په تاکې اوس هم دجاهلیت آثارشته، ددې معنی داده چې ممکن په یوه چا کې دجاهلیت اوایمان ځینې برخې یو ځای شي تردې چې یوه برخه پربله غالبه شي، دې خبرو اباذر وهڅاوه چې هغه سړي ته ورشي، دهغه پر وړاندې خپل سر پرځمکه کیږدي اوهغه ته ووایي خپله پښه دې زماپرمخ کیږده، په دې ډول یې خپل ځان ته سزاورکوله، مسلمان وروریې ورته وویل:نه،نه دانشم کولای، هغه ته اباذر قسم ورکوي چې پښه یې زما پرمخ کیږدي،ترڅود مؤمن پروړاندې د ذلت احساس ورته پیداشي، اودا هغه څه دي چې اسلام پرې امر کوي . عثمان عثمان :محترم دوکتورصاحب دجاهلیت مفهوم دسیدقطب دفکر دمرکزي مفاهمیو څخه ؤ. قرضاوي : داخبره پریږده. عثمان عثمان:ته نه غواړي په دې هکله څه ووایې؟ قرضاوي: نه! زه نه غواړم په دې موضوع کې ورداخل شم . عثمان: محترم دوکتورصاحب: کله چې دټولنې څخه خبره کووممکن داخبره هم وکړو : لکه تاسوچې وویل:ممکن ټولنه جاهلي وي خو په عین حال کې التزام هم وي. یعنې آیا دا ګناه ده چې څوک په داسې جاهلي ټولنه کې ژوند کوي ؟ قرضاوي :هلته به څه وي؟ عثمان عثمان:ګناه، یعنی څوک چې د جاهلي کارونو څخه یو کار کوي، په داسي حال کې چې هغه ملتزم هم وي، دده په غاړه دومره ګناه ده لکه د هغو په غاړه چې دا عمل کوي؟ د هر څه لپاره ټاکلې اندازه ده، ځینې د جاهلیت تل ته وردننه شي او ځینې بیا د جاهلیت په لومړي پړاو کې وي، ده لپاره په جاهلیت کې د ننوتو په اندازه ګناه ده لکه موږ چې وویل، یوکس د جاهلیت عقیده لري، بل د جاهلیت بربند توب، نو هغه چې د جاهلیت به عقیده وړاندې ولاړ شي هغه د تبرج له جاهلیت څخه ډیر ناوړه دی، د بربنډ توب جاهلیت هم مرتبې لري، لازمه خو داده چې مومن د ټولو ډولونو څخه ځان وساتي، د جاهلیت له عقایدو، له ارزښتونو، له افکارو، له سلوکو، داد مومن انسان صفت دی، هغه به د اسلام په ټولو برخو خپلې منګولې ټینګې لګوي، که هغه عقیده وی، که فکر او که شعور او که سلوک … د تعصبي لانجو لاملونه او د هغو د علاج لارې : عثمان:محترم دوکتور صاحب:د جاهلی نښو او کرنلاړو څخه یو هم هغه حساسیتونه دی چې ښاري او سیدونکي یې له کلیوالو سره لري، همداشان، سیمیز، طبقاتي، حزبې، مذهبې، …یعنی څه ډول کولای شو دا ډول توکمیزې لانجې چې په اسلامې ټولنو کې وجود لري تفسیر او تحلیل کړو ؟ قرضاوي : د ریښتینې اسلامې روزنې وجود حتمی خبره ده، په اسلام کې د خلکو د اندازې معیار ایمان، علم او عمل دی، نه منصب، نسب او مال . نه په قومي جوړښت کې د یو چا وجود او مقام، په اسلام کې څوک پر دې نومونو نه تلل کیږي . یوه ورځ ابن مسعود په ونه کې وخوت ،دده ډنګر لنګي او نرۍ پښې نورو ولیدې، ځینو صحابه کرامو پرې وخندل، نبي کریم (ص) ورته وویل:آیا تاسو دده په نریو او ډنګرو لنګیو پورې خاندئ ؟، زما د قسم په الله وي چې د هغه همدا لنګي به د میزان په تله کې د احد له غره هم درانه وي . مسله داسی نده لکه چې خلک فکر کوي … الله تعالی د منافقینو په هکله فرمایې و اذا رءیتهم تعجبک اجسامهم ..) کله چې دوی وویني ددوی جسمونو ته به تعجب وکړي .. د نبې کریم (ص) له څنګه یو بډای سړی تیریده، له ځینو حاضرو صحابه کرامو یې و پوښتل:ددې سړي په هکله څه نظر لرئ ؟هغوی وویل :داسړی په قوم کې لوی مقام لري که له چا واده وغواړي، حتماً به یې ورکړي، کله چې خبرې کوي خلک غوږ ورته نیسي، کله چې د چا شفاعت کوي نو شفاعت یې منل کیږي، کله چې اجازه وغواړي، اجازه ورکول کیږي . لږ وروسته یو بې وزله مسکین سړی له دې ځایه تیریده ،له دوی یې بیا پوښتنه وکړه : ددې سړي په هکه څه نظر لرئ ؟دوی ورته وویل :دا فقیر سړی دی، که خبره کوي نو څوک به یې وانه وري، که له چا واده وغواړي ،نو وربه یې نه کړي، که اجازه وغواړي اجازه به ورنه کړي . رسول الله (ص) ځواب ورکړ دا سړی تر هغه بل که ځمکه هم پرې ډکه شي ښه دی . همدا ارزښتونه ؤ ،خلک باید تغیر ومومي ،او معیارونه بیل شي، ځینې خلک د علم څښتن دي، لکه چې الله تعالی فرمایې ( هل یستوی الذین یعلمون والذین لا یعلمون ).. ( وما یستوی الاعمی والبصیر..)… لازمه ده چې خلک د خلکو ریښتینې موازین او معیارونه وپیژني . په همدې هکله رسول الله (ص) فرمایې کله چې تاسوته د واده غوښتلو لپاره داسي کس راغی چې د هغه دین او اخلاق مو خوښ ؤ نو واده ورسره وکړئ، که دا کار مو ونه کړ په ځمکه به لویه فتنه او فساد خپور شي ) . ځینې داسي قبیلې شته چې خپلو زامنو ته یواځې د خپلې قبیلې نجونې په نکاح کول غواړي ……ځینې بیا په مقام او رتبه پسې ګرځې که د پوهنتون استاذ او یا هم د وزارت وکیل نه وی، نه یې ورکوي، داسي متل هم لرو چې وایې ( تمساح یې د وخوري خو دهقان نه ) تردې چې دهقان هم د خپلې قبیلې نه نه ګڼی ،داسي کسان هم شته چې خپلې لوڼې د بل رنګ انسان ته نه ورکوي، سره ددې چې هغوی دواړه به سره خوښ وي، هغوی به په پوهنتون، د کار په ځای کې.. سره پیژندلي وي دا کار ممکن ندی، په خلکو کې هم دا پولې نه ورانیږي، لازمه ده ترڅو خلک دا عادتونه او رواجونه د اسلام د قوانینو له مخې ترک کړي . عثمان عثمان:دا جاهلیت خو په ټولنه کې د یوه مرض په بڼه خپور شوي، نو اسلام څه ډول ددی توکم پالنې او تعصب سره معامله کوي او څه ډول ددې ناروغتیا مخه نیسي ؟ یوسف قرضاوي:جاهلیت ډیر امراض لري، اسلام د هر مرض لپاره په خپله ناسبه طریقه د علاج لاره لري، مثلاً : ددې امراضو څخه یو هم په اقتصاد کې سود دی، جاهلي سود ډیر مشهور ؤ هغه د اوسني سود څو چنده ؤ، دا ستونځه یې د سود په مطلق حرمت حل کړه، همدا شان د احتکار حرمت، د زکات په ورکړه، او د ټوږلنیز تکافل په فریضه سره یې علاج وکړ، همداشان د یولړ قوانینو تصویب کول ؤ چې د متوازن تکامل، تعاوني اقتصاد د راتګ لامل شول، چې دې ته اسلامي اقتصاد وایې، دې اقتصاد هڅه کړې تر څو د فقر د له منځه وړلو سطحه را ټیټه، او د ثروت د طغیان مخه ونیسي، په دې سره هغه فاصله چې د ثروتمندو د طغیان او د فقر او د سختې لویدنې تر منځ رامنخ ته شوې را لنډه کړي. د جاهلیت د ډولونو څخه یو هم طبقاتي نظام ؤ، دا په ټوله نړۍ کې خپور ؤ، یواځې په عربو کې نه ؤ د هندوانو تر منځ له ډیرې پخوا دا نظام روان دی، هلته هیڅ طبقه نشې کولای د بلې طبقې سره د خپلوۍ اړیکې ټینګې کړي، هلته د براهمه ؤ، تجارانو، کاریګرو، کروندګرو، طبقې دي هره طبقه به د قیامت تر ورځې یواځې د خپلې طبقې وارثه وي، دا حالت په فارس او روم کې هم روان ؤ.اسلام دخلکو ترمځ دمساوات اعلان وکړ. اودا یوازی نظری اعلان نه ؤبلکه دا نظریه عملا په عبادت کې عملې شوه . خلک په لمانځه کې په یوه صف کې سره دریږي . داسی نه ده چی لومړی صف د فلانی قبیلی اویا د وزیرانو ،او دوهم صف د وکیلانو د وزارت، دریم صف دعمومی مدیرانو . دلته دا خبره نده، اوس به حج ته راشو، هلته تر دې هم زیات مساوا ت قایم دي په روژه کې وینو چې ټول خلک باید روژه ونیسی، زکات په ټولو فرض دی. هغوی دفضلاؤ اوتورزنو طبقې درلودې، یونانیان اونورهم همدا ډول ؤ. اسلا م څه وکړل؟ اسلام دخلکو ترمځ دمساوات اعلان وکړ. اودا یوازی نظری اعلان نه ؤبلکه دا نظریه عملا په عبادت کې عملې شوه . خلک په لمانځه کې په یوه صف کې سره دریږي . داسی نه ده چی لومړی صف د فلانی قبیلی اویا د وزیرانو ،او دوهم صف د وکیلانو د وزارت، دریم صف دعمومی مدیرانو . دلته دا خبره نده، اوس به حج ته راشو، هلته تر دې هم زیات مساوا ت قایم دي په روژه کې وینو چې ټول خلک باید روژه ونیسی، زکات په ټولو فرض دی. په یهودانو کې ځینی بنی اسرایل له زکات ورکولو معاف دی، خو په اسلا م کې داډول څه نشته ،فرایض مساوات حتمی کوي. همدا شان عقوبات هم په ټولو مساوی دي، کله چې دبنی مخزوم دقبیلې یوې ښځې غلا و کړه قریش راغلل، په دې لړکې اسامه بن زید یې وا سطه کړ ترڅو یې رسول الله (ص) ته د شفاعت لپاره ورواستوي او رسول الله (ص) د هغې قریشي شریفې ښځې لاس پرې نه کړي، رسول الله (ص) په قهر شو او ویی ویل: ای اسامه! آیا د الله(ج) په حدودو کې شفاعت کوی ؟ ترتا سو مخکې قومونه په دې هلاک شول چې کله به کوم شریف سړي غلا وکړه هغه به یې پریښود، اوکله به چې کوم ضعیف سړي غلا وکړه په هغه به یی حد جارې کاوه، قسم په خدای! که فاطمه دمحمد لور غلا وکړي زه به یې لاس ور پرې کړم. دا ډول اسلام دهرډول مرض اعلاج په خپل لازم اسلوب سره وکړ، دعصبیت رنځ یې داسلا مي ورور ولی په ټینګولو معالجه کړ، چې همدا دخلکو تر منځ د روابطو بنسټ جوړشو. عثمان عثمان:- محترم ډا کتر صاحب:په حدیث کې راځې چې څلور خا صیتونه زما په امت کې دجاهلیت خواص دي. دوی یی نه پریږدی، په حسب باندی فخر کول او په نسب طعن واردول…. آیا ددې معنا دا ده چې داجاهلی ناری به دژوند تر پایه روانې وي؟ یوسف القرضاوې- ځینې کسان به دا کار کوي، خو کله چې د اسلام دایره لویه او اسلام قوت مومي، نو د جاهلیت ددورې را پاتې عادتونو دایره به تنګیږي، د ایمان د قوت په اندازه به خلک بیا په خپل حسب فخر کوي، د خپلو صالحو اعمالو په اندازه به په نسب فخر کوي، په هغه ،چې امت ته پرې ګټه رسیږي، دا چې څوک په خپل پلار فخر کوي دا به نه وي . لکه چې شاعر وایې: ځوان هغه ندی چې وایې زما پلار فلانی ؤ ځوان هغه دی چې ووایې دادي زه یم عثمان عثمان: د عصبیت (توکم پالني) لهنښو څخه دا هم دي چې یو تن په دفتر کې خپل خپلوان مقرروي، خپل ملګري، خپل هیواد وال او وطنوال، دې ډول عصبیت د کفایت په نامه شرعي او فقهي بڼه غوره کړي، او یا داچې وایې ( هر چاته خپل مقام ورکړئ) .. آیا دا کار صحي دی؟ یوسف القرضاوې :نه نه !دا کار صحي ندی، ځکه یو انسان بل هغه انسان ته داسي دنده ورکوي چې وړتیا یې نه لري، او نه ېې حق وي، دا ځکه چې هغه یې دوست، نسب او وطنوال دی، دا ظلم دی، دا د نورو ظلمونو لپاره لاره ده، دا په خلکو د مصیبتونو د راوستو لامل دی، لازمه داده ترڅو خلکو ته خپل حق ورکړل شي . کفایت څه ته وایې؟هغه دا معنی لکه چې قرآنکریم فرمایې:(ان خیر من استآجرت القوی الامین) له هغو خلکو چې ته یې اجیر ټاکې هغه قوی او امین دي . قوت یعنې د مسولیت د پورته کولو توان ولري، لکه چې یوسف (ع) د مصر پاچا ته وویل اجعلني علی خزاین الارض اني حفیظ علیم )ما د ځمکې په خزانو مقرر کړه زه ښه ساتونکی او عالم یم .داچې ښه امانت وساتلی شي، په دې هکله له هیچا ویره ونه لري، عالم او خبیر وي . د کفایت خبره حتمي ده، لاکن داسي نه چې ته خپلو انډوالانو ته منصب ورکوي او نور خلک ترې محروم وي دا کفیت ندی ،همدا ډول فرمایې : (انزلو الناس منازلهم ) او لکه چې پیغمبر (ص) فرمایلي :هغه څوک چې زموږ په کوچنیانو رحم نه کوي، او زموږ د مشرانو احترام نه کوي او زموږ د علماؤ په حق قایل نه وي، هغه زموږ څخه (له ډلې) نه دی . خلکو ته ددوی د مستوی او مقام سره سم مقام ورکوی ،مشرتوب که په عمر کې وی او که په علم کې، ځکه رسول الله (ص) فرماېې (ستاسو بهتر هغه څوک دی چې عمر یې اوږد وي او عمل یې نیک ) ددې څخه هغه مشر مطلب ندی چې دینداري ونه لري، لمونځ نه کوي، شراب خوري، نه نه! دا ډول مشران مطلب ندي لکه چې فرمایې :چاچې زموږ د مشرانو شرف وساته، نو د شرف څښتن اوسه، د مقام څښتن، څوک چې زموږ د مشرانو قدر نه کوي هغه زموږ څخه ندي، که په عمر کې لوی وي اوکه په مقام او منزلت کې ( فاذا اتاکم کریم قوم فاکرموه) کله چې تاسو ته د کوم قوم د عزت څښتن مشر راغی، د هغه عزت وکړئ، د علماو باید چې احترام وشي، هغه امت چې د خپلو علماو قدر او احترام نه کوي، ددې معنی داده چې دوی د خپلو علماو پروانه لري او هغوی ورته بې اهمیته دي. عثمان عثمان :محترم دوکتور صاحب :ځینې کسان یوې خاصې سیمې او یا یوه ځای او هیواد، ته منسوب وي، نو آیا مذهب، منطًًقې، او هیواد ته منسوب کیدل هم په عصبیت کې راځي؟ یوسف قرضاوي:نه نه! یواځې مجرد انتساب عصبت نه ګڼل کیږي، کیدای شي یوڅوک د یوه خاص مذهب پیرو وي، خو کله چې په بل مذهب کې هغه ته حق څرګند شي نوبیا د حق پیروي کوي، لکه چې قاضي ابی بکر ابن العربی په خپل وخت کې د مالکي مذهب مشر ؤ، خو کله چې ددې آیت د تفسیر سره مخ شو چې فرمایې(وآتوا حقه یوم حصاده) نوهغه وروسته له دې چې د نورو مذاهبو نظرونه څرګندوي بیا د ابوحنیفه (رح) په اړوند وایې: امام ابو حنیفه ددې آیت تفسیر د حق په رڼو سترګو کړی. هغه د مالکي مذهب پیرو ؤ خو په دي ځای کې یې د حنفي مذهب ننګه وګړه، دا کومه بده نده چې یو څوک دې د کوم مذهب پیرو وي او نه دا بده ده چې څوک دې د طریقې پیرو وي لکه چې شیخ الاسلام ابن تیمیه وایې: کیدای شي یو څوک دې د قادریې او یا هم شاذلیې پیرو وي، همدا ډول د شافعي، مالکي، حنفي … مذاهبو پیرو، او دا هم کومه ګناه نده چې یو څوک د یوه هیواد ته منتصب وي لکه مصري، شامي عراقي، .. دا کومه بده نده خو مهمه داده چې څه ته چې ځان منصوب ګڼی، په هغه تعصب ونه لري، په داسي توګه چې حق پریږدي او د باطل پیروي وکړي، دا هغه تعصب دی چې موږ پرې خبرې وکړي، دا ګناه نده چې یو څوک دې د خپل قوم په طرفدارۍ د خپل قوم په خوشالۍ کې برخه واخلي ……. عثمان عثمان:محترم دوکتور صاحب !ستاسو له دې فیض او کرم حخه ډېره مننه کوم