کارن:Azizahmadfazli

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

(ځيرک اقتصاد پوه بريالى مدير) کتاب چاپ شو د تکړه او ځوان ليکوال عزيز احمد فضلي "ځيرک اقتصاد پوه بريالى مدير" سياسي اثر په 202 مخونو او اته فصلونو کې په رنګه پښتۍ او ښه کیفیت، د نوي فکر خپرندویه ټولنې لخوا د 1000 ټوکه په شمېر چاپ شو، دا اثر سياسى دى نو ځکه پرې سريزې نه دي ليکل شوې خو له چاپ وړاندې د پکتيا والي محمد حليم فدايي، د کوچيانو رييس استاد حبيب الرحمن، پکتیا پوهنتون رييس پوهندوي سيدولي جلالزي، د پکتیا پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي رییس انور فاروقي او د پارلماني چارو وزیر ګل بادشاه مجیدي کتلئ او له نظر تير کړئ ددې کتاب د بحث موضوعات د ولسمشر تېر پنځه کلن ماموريت, کورنى او بهرنی سیاست, امنیتي او اقتصادي وضعیت، د فساد په وړاندې مبارزه, د اسیا په څلور لارې د افغانستان بدلولو لپاره سترې پروژې, ځوانه اداره, الکترونيکي حکومتولي, ټاکنې, اپوزیسون, د اوبو مهارول, هوايي دهلیزونه, ترانزیټ, خصوصي سکتور څخه ملاتړ او داسې نور مسایل په کې را اخيستل شوي.