Jump to content

کارن:Aziz Hamnawa

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

مغزي عصاب

مغزی عصاب هغه عصاب دي چي له دماغ (د دماغي ساقې په شمول) څخه مستقیمأ راوځی او دوولس جوړې دي. مغزی عصاب د دماغ او د بدن د نورو لکه د سر او غاړي د برخو څخه او ورته د لید, خوند, بوی او اوریدو د ځانګړو حسونو په شمول, تر منځ معلومات تبادله کوي.

مغزي عصاب د مرکزي عصبی سیستم څخه تر د ستون فقرات د اولي رقبی فقرې پورته راوځی. هر مغزي عصب جوړه دي چی په دواړو طرفو کي سته. دوولس جوړې مغزي عصاب شتون لري چي د صفری عصب په شمول, په رومی عددونو (I–XII) سره ښودل کیږي. دغه نمبر وهنه له دماغ او دماغی ساقې څخه د دوی د راوتلو د ترتیب (له قدام څخه خلف ته) په نظر کی نیولو سره سوېده.

نهایی عصب(0), بویایی عصب(I) او باصره عصب (II) د مخ (اکبر دماغ) څخه راوځی او پاته لس جوړې عصاب د دماغی ساقې څخه چی د دماغ کښتنی برخه ده, منشا اخلي.

مغزي عصاب د محیطی عصبی سیستم د اجزاو په توګه ګڼل کیدای سی خو بیا هم بویایی (I), باصره (II) او توام الثلاثه (V) عصاب په جوړښتیز ډول دقیقا د مرکزی عصبی سیستم برخي دي.

مغزي عصاب د نخاعی عصابو سره چی د شوکی نخاع څخه راوځي فرق لري.