کارن:Asad salarzai

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

اسدالله سالارزی

اسد الله سالارزی (Asadullah Salarzai) چي په 1365/6/24 نټه د افغانستان د کونړ ولایت د اسمار ولسوالی د شنګر کلی په یو دینداره او روشنفکره کورنې کې سترګی دې نړۍ ته غړولی دی. ښاغلی سالارزی په خټه پښتون دی او پښتو یې مورنی ژبه، خو په دری او انګریزی ژبو روانی خبری کوی. یو مدنی فعال دی او هرکله یې د اولس حقونو لپاره غږ پورته کړی دی. نوموړې دمګړی د کابل میشتو سالارزی ځوانانو ټولنه کې د سلاکار په توګه دنده مخ ته وړی. ښاغلی سالارزی د ځوانانو د ویختابه لپاره ټولنیزې پوهاوی لپاره خپل رغنده او مثبت رول ادا کړی دی. دې ځوان په ډیرو مناسبتی غونډو کې، لکه د ټولنیز سیمینارونه، د ځوانانو جرګه، د سولې جرګه او نورو غونډو کې په خپل ګډون ثابته کړی ده چې د ځوانانو ستونزی د مشرانو او نړیوالو غوږونو ته ورسوی او د هغو د حل په موخه د حل لارې چارې وړاندی کړی. همدارنګه د ښاغلی سالارزی، دا ټولنیز مزل د ډیرو ټولنو: لکه د ځوانانو جرګې، د کابل کانفرانس ، د سولې جرګې مشرتابه او د جمهوری ریاست د مقام دفتر او د جلالتماب جمهور رئیس لخوا مثبت ارزول شوی دی او په ستاینلیکونو نازول شوی او د فعال ځوان لقب یې هم خپل کړی دی.

1 زده کړې[سمول]

ښاغلی سالارزی خپلی لومړنې زده کې په خپل پلرنی کلی (شنګر) کې کړی دی او د ليسی دوره یې د کابل ښار د حضرت ابراهیم خلیل الله عالی لیسه کې په کال 1385 هجری لمریز کې بشپړی کړی دی. همدارنګه نوموړی په خپل لوړې زده کړې / تحصیلات په کاردان خصوصی پوهنتون کې پرمخ بیولی او یاد پوهنتون څخه یې په کال ۱۳۸۹ کې د معلوماتی ټکلنالوژی په برخه کې د DIT دیپلوم، په کال ۱۳۹۳ هـ ل کې د اقتصاد په برخه کي د لیسانس په کچه د BBA دیپلوم، او په کال ۱۴۰۰ هـ ل کې د مدیریت برخه کې دماسترۍ په کچه د MBA دیپلوم ترلاسه کړی دی. همدارنګه، نوموړي د بشری سرچینو پراختیا په برخه په کال ۱۳۹۵ هـ ل کې د هندوستان هیواد د شری رام بزنس اند تکنالوژی پوهنتون څخه د پرمختللی تصدیق پاڼې بریالیک ترلاسه کړی دی.

2 رسمی دندې[سمول]

1- د ملي تدارکاتو ادارې د بشری سرچینو کارپوه

2- د جمهوری ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د ګمارنې لوی مدیر

3- د جمهوری ریاست د ستر سلاکار ښاغلی داکتر عبدالقادر ودان د دفتر مشر

4- د جمهوری ریاست د دفتر د بشری سرچینو ریاست کارکوونکی

5- د جمهوری ریاست د دفتر ریاست اړیکو جوړونې استازی

6- د کابل میشتو سالارزی ځوانانو شورا غړی او سلاکار

3 مهارتونه[سمول]

  1. · ښه مدیر
  2. ښه اوریدونکی
  3. ښه لیکوال
  4. د اړیکو مدیریت برخه
  5. د وخت مدیریت

4 تالیفات / لیکنې[سمول]

  1. د خدماتي رهبریت او سازمانی اخلاق پر اړیکو د رواني اختلال تاثیر
  2. د افغانستان د خصوصی بانکونو د کړنو ارزونه
  3. په ټولنیزو او اقتصادی برخو کې مقالی