کارن:Armal larwin

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

پر پښتو او پښتنو باندې ظلمونه

پښتو چې د افغانستان رسمي ژبه ده، او د افغانستان ډېرې اوسيدونکي پښتانه دي، خو ددې سره بیا هم پښتو ژبه دومره ټوليزه(عامه) نه ده، لکه څنګې چې فارسي ژبه ده.

د امير شېر علي خان له وخته څخه چې پښتو ژبه د افغانستان رسمي ژبه شوه، خو يو افغان واکمن هم د پښتنو له ويلو ډډه کوله او يا يې غوره بلله چې په فارسي ژبه باندې خبرې وکړي. امان الله خان د افغانستان د حريت (آزادۍ) اخيستونکي هم په پښتو ژبه خبرې نشوې کولای. له هغې وروسته ټولو افغان واکمنانو په پښتو ژبه خبرې او ويناوې نه کولې، او ټولو واکمنانو غوره بلله چې فارسي خبرې وکړي.

لومړنی افغان کمونيست واکمن، نور محمد تره کی وو، چې په پښتو ژبه يې خبرې کولې او آن د هغه د کورنۍ ژبه هم پښتو وه، او د هغه د کورنۍ ټول غړي په پښتو غږېدل چې دا د افغانستان کې د امان الله خان څخه ورسته يوه حيرانوونکې خبر وه.

له هغې څخه ورسته ډاکټر نجیب چې په ټبر پښتون او د پښتانو له آرټاټوبي يغنې پکتیا ولایت څخه وو، نوموړی هم د کمونستي آند خاوند وو، خو هغه ډېر په خپل هېواد مین، او تل يې د افغانستان د خپلواکۍ لپاره د مجاهدينو تر نامه لاندې له يوې ترهګرې او د پاکستان له ملاتړې ډلې سره وجنګېد. نوموړي هم په پښتو ژبه خبرې نه کولې، او تل يې په فارسي ژبه خبرې کولې او په پښتو يوه وينا هم شتون نلري. ورسته له هغې د افغانستان د تورتم پېر پيل او افغانستان ننۍ جګړې ته د ننه شو، چې پايله يې د ميليونونو افغانانو وژل او ټپي کېدل، او د ميليونونو افغانانو ګډوال کېدل نورو هېوادونو ته چې ډېری يې د افغانستان ګاونډي هېوادونه وو.

په هغه وخت په افغانستان کې د واک په سر د اوو ګوندونو ترمنځ درنه جګړه روانه وه. په دغه اوو ګوندونو کې يو يې حزب اسلامي ګوند چې ډیری يې پښتانه وو، او د جميعت اسلامي ګوند چې ډیری یې تاجیکان وو. جميعت اسلامي ګوند چې په راس کې يې برهان الدين رباني وو، تل د پښتنو پر ضد خبرې کولې او پښتانه يې بې تمدنه او بې کلتوره بلل، آخوا د جميعت اسلامي په منځ يو بل نامتو قوماندان احمد شاه مسعود، چې تازه يې د افشار ټول وژنه هم ترسره کړې وه، د پښتنو سره يې د جګړې اعلان وکړ‌‌. هغه د شورويانو سره پروتوکول لاسليک کړ، او افغانستان يې د شا څخه په چاړه وواهه.

عبدالله مزاری چې د اوو ګوندونو یا تنظيمونو څخه يوه د شيعه ګانو ګوند مشري په غاړه درلوده، په پښتانه يې خپل وحشت او ببريت پيل کړ،په زرګونه پښتانه يې ووژل او په زرګونه يې د خپلو ټاټوبيو څخه وشړل، او تېښتې ته اړ کړل.

نوموړي پښتانه ذبحه کول، او د ښځو جنسي غړي به يې پرې کول او هغه به يې په اور سوځل.

د نوموړي د وحشت بل مېتود دا وو چې کوم کس په يې وژلو، نو لومړی به يې سر ترې پرې کړ او ورسته به يې په اور سره شوي غوړي پرې تويې کړل، په دغه حال کې به جسد د ښورېدلو په حال کې وو، چې دغه عمل ته به يې (رقص مرده) یا د مړي نڅا ويل.