کارن:Ahmad ahmadzai
{ میرمن او خاوند } د خاوند په سپرم کي د X او Y په نوم او د میرمني په تخمه کي X او X په نوم کروموزومونه chromosome وجود لري ، چه د کروموزومونو له یو ځاي کیدو څخه د میرمني په رحم کي جنس ( نر او ښځه ) تعینیږي ، یعني کله چه د خاوند X کروموزوم د میرمني له X کروموزوم سره یو ځاي شي ، په نتیجه کي XX ( جینئ ) مینځ ته راځي او کله چه د خاوند Y کروموزوم د میرمني له X کروموزوم سره یو ځاي شي ، نو بیا په نتیجه کي XY ( هلک ) مینځ ته راځي ، یعني د هلک او جینئ په مینځ ته راتلو کي 100 ٪ د خاوند رول وي ، ځکه چه د Y کروموزوم چه هلک ترینه مینځ ته راځي د خاوند په سپرم کي موجود وي ، نه د ښځي په تخمه کي . د بعضو کسانو چه لور پیدا شي په نتیجه هم خپلي میرمني ته په غصه وي او هم د خداي په رحمت سترګي پټوي . لکه څو ورځي مخکي چه په شمال کي یو نفر خپله میرمن ته د دریمي لور په پیدا کیدو باندي د مرګ سزا ورکړي وه . که خبره د سزا وي نو خاوند باید ځان ته سزا ورکړي ، نه خپلي میرمني ته !