کارن:Abdul Qayoom Ayoobi

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

لاندي عادتونه مو پښتورګي(ګردې) خرابوې

لیکوال:ډاکټر عبدالقیوم ایوبي

پښتورګي د انسان په روغتیا او سلامتۍ کي ډېر مهم رول لوبوې. د ویني فشار تنظیموي او د بدن څخه زهرې مواد دفعه کوي, همدا راز د بدن اضافي اوبه له منځه وړي او د ټولو معدني موادو تنظیم په وېنه کي کانټرولوي. نو په همدي خاطر باید د لاندي خرابو عادتونو څخه ځان وساتو تر څو د سالمو پښتورګو خاوندان او د ښه روغتیایی حالت څخه برخمن شو.

1- د ادرارو ډېر وخت ساتل: د مساني پر وخت نه خالي کول د پښتورګو د ناروغیو اصلي لامل بلل کيږي. د ادرارو ډېر وخت ساتل په مساني کي د مکروبونو د تکثیر سرعت ډېروې او بلآخره د ګردې د مکروبي کیدو او د بی اختیاره ادرار تللو سبب ګرځیدلای شي.

2- د ورزش نکول او بی حرکته ژوند: منظمه فزیکی حرکت مو د وینی فشار او دبدن ګلوکوز(شکر) نورمال ساتي, چی دا هردواړه موارد د ګردې په روغتیا کي مهم رول لوبوې.

3- د درد د دواوو ډېر مصرف: که څه هم د درد د ګولیو لکه پاراسټامول او ایبوپرفن په متعادل ډول استعمال ډېر تاواني ندي, افراط او ډېر استعمال یې وه ګردو ته خطرناک دي. دلیل یې دادی چی د درد ګولی د ویني جریان و ګردو ته کموې او د ګردو د خرابوالی سبب ګرځي. بنأ که مو درد ډېر شدید نوې د درد د ګولیو څخه ځان وساتئ.

4- د لږ اوبو څښل: په پوره اندازه اوبه مو د ګردو سره د ادرارو په تولید کي مرسته کوي, چی پدي ترتیب سره اضافه سودیم او زهرې مواد د بدن څخه دفعه کیږي. کمې اوبه د ګردو د ډبرې ستونځي راته پیداکولای شي, بنآ هره ورځ باید دوه لیټره اوبه چې اته ګيلاسه کیږي وڅښو تر څو مو ګردې سالمي پاته شي.

5- لږ خوب کول: په پوره اندازه خوب نه یوازي د ټول بدن د سلامتۍ لپاره بلکې د ګردو لپاره هم ډېر اهمیت لري, ولي چې ګردي د خوب پر وخت ځان ترمیم او رغوې,همدا راز لږ خوب د شراینو د تنګوالی سبب ګرځي,چی دا دوینې لوړ فشار منځته راوړي او پر ګردو ډېر فشار واریدیږي چی په پای کي د ګردو د خرابوالی سبب کیدلای شي .

6- د زیاتو غوښو استعمالول: د ډېرو غوښو استعمال مو ویني ته زیات حیواني پروتین ورکوي چی د زیاتو تیزابو د تولید سبب ګرځي او بلآخره اسیدوز منځته راځي او د ګردې د پي اچ(ph) د تعادل مخه نیسي, چی دا حالت وه ګردو ته ډېري ستونځي را ولاړوې, حتا د ګردې د ډبري سبب هم ګرځیدلای شي.

7- د ډېري مالګي استعمال: د مالګی ۹۵ فیصده سودیم د ګردو پواسطه د بدن څخه وزي, نو د ډېري مالګي استعمال مو ګردې د فعالیت څخه اچوې او حتا امکان لري چی د بدن ټوله اضافه اوبه د وجود څخه خارج نسې چی دا بیا د لوړ فشار سبب ګرځي او ګردو ته ضرر رسوي. ستاسي د ښې روغتیا په هیله, لیکنه درسره شئر کړی مننه