کارن:ډاکتر محمد الله ولید/تمرین مخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

خـــــیر کــــه تا وړاندې غــــورځولی تصویر

ستا حافظې مې څو ځلې در سپارلی تصویر

د شلګر ادبي بهیر اومه پرلپسې غونډه

نېټه: ۱۴۰۱/۷/۲۲

راپور: ډاکتر محمد الله ولید

ستېج چارې: عبدالولي بيدار

د تېر په څېر شلګر ادبي بهیر دناستو په لړۍ کې خپله اومه ناسته نن د جمعې ورځ د ماسپښین دوه نیمې بجې د غزني ولایت اندړو ولسوالۍ په سلطان شهاب الدین لېسه کې ترسره کړه، چې پکې ګڼ شمېر ادیبپالو، استادانو، زده کوونکو او د ادب مینه والو ونډه درلوده، غونډې درې برخې درلودې چې لمړۍ برخه یې قاري صیب مینپال د سپېڅلي کتاب الله د مبارکو ایاتونو په تلاوت سره پیل کړه، وروسته ډاکتر ولید د تېرې اونۍ د غونډې لنډ راپور ولوست، او بیا د انانسر له لوري استاد حمدالله اندړ راوببل شو چې (د شعر او اسلام په اړیکو، او د شعر ارزښت د اسلام له نظره) یې اوږد او هر اړخیز سیمنار وړاندې کړ، چې پیل یې د ادبیاتو په بېلابېلو تعریفونو او د ادب په شالید و، استاد زياته کړه کله چې په عربو کې د اسلام په راتګ شاعري خپل اوج ته رسېدلې وه، نو همدا علت و چې الله "ج" خپل کتاب الله(قران کریم) په داسي ادبي او شعري الفاظو او سورتونو نازل کړ چې ټول د عربو شاعران یې مات او ګوته په غاښ کړل، چې همدا هماهنګي او د شاعرانو ماتي د قران مقابل، پخپله د قران معجزه، او د اسلام د بریا یو دلیل و.

استاد زیاته کړه چې یو څوک په یوه برخه کې ښه مهارت ولري د هغې برخې په اړوند پرمختګ، ښه والي او بد والي ښه پوهېږي، د استاد په وینا هغه وخت چې د عربو شاعرانو د قران معجزه (شاعرانه منظم الفاظ) په ډېر پرمختللي بڼه ولیدل، او  قران هغوی ته داسي ثابت شو چې ګنې دې کتاب کې هیڅ لفضي او بدیعي یا صنعتي نیمګړتیا نه وه موجوده او په ځانګړو زیاتو لحنونو صحیح روان او همغږی تلاوت کېده، او یوه اغېزنانه وینا وه(ځکه اغېزناکې وینا ته ادبیات ویل کېده)، او د عربو شاعري د قران مقابل هیڅ ثابته شوه نو د عربو شاعرانو تر ډېرو مخکي خپل ایمان په اسلام راووړ او غاړه یې کېښووده.

همدا رنګه استاد حمدالله د محمد مطفی "ص" د ځانګړي شاعر حسام بن ثابت "رض" د شاعري یادونه وکړه چې رسول الله "ص"به ورته فرمایل چې د مشریکو شاعرانو ماتي دې د اسلام له اړخه په اسلامي شاعري وکړي(نو ځکه شاعري او ادب په اسلام کې ځانګړی ځای لري).

همدارنګه د عقره بنی حبیث چې د تمیم قبیلي د مشریکو مشر او شاعر و، د اسلام له شاعرانو سره په مقابله کې کې ماتي او د محمد رسول الله "ص"وینا یې ادبي اغېزمنه او د اسلام شاعرانو شعرونه یې تر خپلو ښه وبلل او د ځان په شمول یې ټول قوم ایمان راوو.

استاد دبل حدیث ژباړه داسي وکړه چې: ( ښه وینا د سحر په څېر اثر لري، او ځیني شعرونه له حکمته خالي نه وي)

استاد په اخیر کې د افغان انګلیس جګړې چې د میوند د تاریخي ماتې سبب یې یو پښتو شعري بیت و، اشاره وکړه او خپل سیمنار يې په نوموړې تاریخي لنډۍ پای ته ورسول:

خال به د یار په وینو کېږدم

چې شینکي باغ کې ګل ګلان وشرموینه

که په میوند کې شهید نه شوې

خدایږو لالیه بې ننګۍ ته دې ساتینه

د دې برخې په پای کې څو تنو ګډونوالو پوښتنې وکړې او استاد یې ځوابونه وویل.

د غونډې وروستۍ برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړي شوي وه چې ګڼ شمېر شاعرانو او ادیبانو خپل او یا انتخابي شعرونه ولوستل چې په پیل کې یارمحمد زیارمل راوغوښتل شو او په خواږه غږ یې د مبین صیب خوږ غزل چې لاندي مطلع یې درلوده وړاندې کړ:

زه چې روان ومه تر ډېرو دې کتل راپـــسې

په زړه دې څه و چې په شونډې ویل راپسې

دا چې په هرې بلا بر یمه دغه تاثــــــــیر دی

څه ښه سپېڅلې ایاتونه دې لوستل راپــسې

یارمحمد زیارمل یو خپل خوندور غزل هم وړاندې کړ چې د ګډونوالو له لورې ښه تشویق او په غونډه کې د تل ګډون سپارښتنه یې ورته ورکړه.

وروسته په ترتیب سره لاندې ګډونوالو شعرونه وویل: نبی الله ننګ ، خیال محمد انګار، ډاکتر ولید، محمدخان ویاړ، حمدالله اندړ، او عبدالقدیر وطنپال، بیا خپل غزل زمزمه کړ.

او په اخېر کې عبدالقدیر وطنپال د ددې غونډې د ارزیابي په پار خبرې وکړې چې مجموعا یې غونډه ښه ارزیابي او شاعري یې یوازي عشقي شعرونه، مينه او شوخې غزلې  ونه وبلل او زیاته یې کړه که ګلان ټول یو ډول وي هم ښه بوی او مزه ناک به ونه اوسې، (هر اړخ به په شعرو کې پالو)، او په ادبي بهیر کې یې د نویو لیکوالو او شاعرانو تشویق او هڅونه ضروري وبلله، او زیاته یې کړه چې نویو کسانو ته وخت ورکول او غوږ ورته نیول یې له متنفري او پټېدونکې حالته ژغوري.

د غونډې په اخېرو شیبو کې د راتلونکې اونیزې غونډې د لمړۍ برخې لپاره د موضوع په خاطر جروبحث وشو موافقه په دې وشوه چې محمد الله ولید به د (شلګر) لفظ اړوند شالید، تاریخي مسیر او پس منظر باندي لکچر ورکوي.

غونډه مازدیګر ته نږدې مهال استاد حمدالله اندړ د دوعایې په لوستلو پای ته ورسوله.

درنښت

م.ا ولید