کارن:نجی الله سمون
ژوندليک نجي الله «ســمــــون» په اصــــل کرلاڼي پښتون او په وردګ قوم پورې تړلي ديٍ ، د مبــــارز جــهــادي شخصيت او قـــومـــي مشــــر الحـاج داکتر فضل کريم«مســلم» زوي او دعـــلم خـــان لمسي دي نوموړي دنجيب دواکمنۍ پرمهال په ۱۳۶۹ کال کې دعقرب دمياشتې په ۱۵ نيټه په داسې حال کې چې دهيواد په بيلا بيلو برخو کې الې ګولې او دکمونستي نظــام پر ضدمبارز جهــــاد روان وو دوردګ ولايت سيـــدابــــاد ولســـــوالۍ د اونخــــي درې د حکيم خيلو دکلي په يوه دينداره ، مبارزه او علمي کورنۍ کې سترګې نړۍ ته پرانيستې. دصبغت الله مجديدي او رباني ترحکومت وروسته کله چې طالبانو کابل ونيوو دکورنۍ ځينې غړي يې پيښور ته مهاجــر او نومړي دخپلې پاتې کورنۍ سره پاته او دامـــام ابوحنيفه رح په ښونځي کې شامل شو. په څـــلورم ټولګي کې يې دجمـال الدين وردګ او په اووم ټولګي کې يې دسيــــداباد عــالي ليسې ته د غوره زده کړو دتر سره کولو په خاطر تبيديلي وکړه او ۱۲ ټولګــــي يې د حــامد کرزي دواکمنۍ پر مهال په۱۳۸۷ کال کې دکابل دابوذرغفاري رح په ليسه کې ولوست نوموړي ترفراغت وروسته دخوست پوهنتون دشرعياتو پوهنځي ته کامياب شو،مګر ســمــون دپرمختګاو تکنالوژي سره په ځانګړي علاقه چې درلوده يې ددوهم ځل لپاره امتحان ورکړ چـې په پايله کـې دننګرهار پوهنتون دکمپيوتر پوهنې پوهنځي ته دلوړو زده کړو په موخه بريالي شو، په همدې تړاو نوموړي وايي په پوهنځيو کې مې د حقوق، ادبيات او نوې تکنالوژۍ سره ډېره مينه وه. دخپلـــې ادبـــي مينې دتندې مــاتولو په موخه يې دهيواد په بيلا بيلو برخوکې په ګڼ شمير علمـــي،ادبي او کلتوري سيمينارونو کــې ګډون کـړي او دکمپيوتر پوهنې دپوهنځي ترڅنګ يې دسيدجمالدين افغان انسټييټوټ کې د دوه کالونو لپاره د ژورناليزم په برخه کې هم زده کړې کړيدي.
داچې سمون په يوه ملت پاله او خدمتګاره کورنۍ کې زيږدلي ځـــکه نو نومـــوړي هم د خپل پـــــلار په شان ډيري وخت دخلکو دخدمت لپاره ورکړي او دهيوادوالو له خواپه بيلو بيلو وختونوکې دښه خــــدمت کولو په نــامه ستاينليکونه ورکـــړل شويدي، ټولنيز، کلتوري اوسوله غوښتونکي شخص دي چې تل يي له جنګ څخه کرکه او نفرت ښودلي.
او دګران هيواد دناخوالو داحساس او درد له وجي په خپله کورني کي لومړني کس دي چي شاعرۍ ته يي مخه کړې «سمون» چي دهيواد دتور تاريخ په ډګر او دسياسي کړکيچونو په منځ کي راټوکيدلي دي تل يي دځوانۍ ګلابي پاڼي دخزان بادونو وهلې دي ، دردونکي شاعري يي کړي او لويه هيله يي هم دهيواد څخه ددي ناخوالو ورکول او سمسورول دي ځکه خو يي دځان لپاره دسمون تخلص هم غوره کړيدي. لکه چي وايي: زه«سمون»بس ستا سمون له خدايه غواړم اې زما ويجـــاړ، ويجــــاړ، ړنګ ويــران کليه دندې: نجي الله سمون په کال ۱۳۹۰ کي دلمړي ځل لپاره د يوالي غږ محلي او چين نړيوالي راديو سره دپشتو ژبې ادبي او فرهنګي خپرونو په جوړولو کي همکاري کوله او په کال ۱۳۹۲ کي يي دسيداباد غږ راديو دريس په دنده درلوده چي اوس مهال هم د ورته نورو نړيوالو او مهلي راديوګانو سره دهمکار په شکل دخپرونو په جوړولو زياتره وخت مصروف وي دوه کاله هم دځلا مجلي سره کومه چې د نوموړي او د ملګرو له خوايې خپريده کتونکي پلاوي ووچې ياده مجله اوس هم خپريږي ددي ترڅنګ سمون دګڼ شمير فرهنګي ټولنو سره د فرهنګي مسئول او مشاور په توګه همکاري کړيده. اوس مهال ښاغلي سمون د بغلان ولايت د نالوستو لپاره د پوهنې دبهير مخکښ سرلاري دي او ديونسکو موسيسي له خوا په بغلان ولايت کې د سوآد زده کړې کچې دلوړاوي(ELA) د پروګرام د ولايتي مسئول په حيث دنده اجرا کوي، چې د پوهنې رياست د مناسبتي غوڼدو لپاره يې اکثرا پښتو تراني ترتيبوي چې له همدي امله د پوهنې رياست کې دپښتو د تکړه شاعر په نوم پيژندل شويدي. آثار: نجي الله سمون چې لا دشاعرۍ او ليکوالۍ د زلميتوب په دور کې قرار لري په ټوله کې درۍ آثار لري چې د (اوښکه) په نوم يوه شعري ټولګه ېې چاپ او د هديرې په نوم د مستندو کيسو يوه ټولګه او دشعرونو يوه بله ټولګه ېې لا دچاپ په ګآڼه ندي سمباله شوي. شعرونه: ښاغلي سمون په مختلفو کالمونو کې شعرونه ويلي چې په هره برخه کې يې دمينې، جنګ نه دکرکې او پوهنې په اړه ښکاره پيغامون پراته دي مونږ يې ځينې نمونې يې دلته را اخلو! لمړي: نيمه ازاد نظمونه! (مينه، آرمان) وړه سپينه مي پګړي واي کنجور اوږده کالي اوږد خيرن وسکټ په غاړه جنډه يي خلته په لاس کي وړکي تنګ خولي ديګ واي زړه شنه غوندي کوزه -- ستادکلي په کوڅوکي وظيفه مي ټولولي طالبګي ته ډوډي راوړي دغه چيغي مي وهلي -- ته راتلاي دجومات درس ته هرسحر دګلو وني د نغندو په ويشو کي مازيګرد ګلووني -- آ سمون ليوني څه دي هغه ستاسي مولوي واي زه هم اي دګلو لښتي ستاسي کلي کي چړي وي (مينه، درد) شپه پخه شوه ، شپه ترخه شوه ، شپه سړه شوه ځه خوب نه درځي بي رحمه دجانان دميني غمه ستمګره ، جادوګره . سحر ګره رنګ دي ورک شه ژوند دي سپک شه چار چاپير له ما تاويږي ، به کتو مي نه مړيږي اي بي کاره بي روزګاره نور ورځه دخداي لپاره شپه پخه شوه ، شپه ترخه شوه ، شپه سړه شوه ځه خوب نه درځي بي رحمه!؟ (مينه، وصل) وخت! هغه وختت مي هم په ياد دي چي به ستا اوربل را خور شو په ټول کلي به بل اور شو ........ دغه وخت ته هم ښه ګورم چي دستا اوربل راخور شي بل زما په رړګي اور شي ........ دا په څه ده دا په دا ده داپه تا ده دا په ماده ........ چي اوس دلته بل څوک نشته بس يو زه يم او يو ته يي زه دي وينه ته مي زړه يي!
دوهم: غزلونه! (جنګ، کرکه) وير! صبر،صبر چي څپاري مي تر غوږ شو د کوم چا دپښو ترپاري مي تر غوږ شو زړه مې ډب، ډب کوي ريږدي په سينه کې د روسي کپاک خرکاري مي تر غوږ شو خدايه نه! چي بيا د چا دمرګي غږ شي د شهيد بيرغ ترکاري مي تر غوږ شو اخ شيلک شو اخ په چا يي پير وکړ اخ دسرو ګولو شرکاري مي تر غوږ شو وخ شهيد شو وخ «سمونه» وير را جوړ شو د زخمي سيني خرپاري مي مې تر غوږ شو (جنګ، کرکه) پـابنــدي دلته دلمــــرپه راختــــو،پــابنــــــــدي ولګــيـدده سپوږمي دې هم نه وي په دو،پــــابندي ولـګيده چې دشپوغله موبيا په کورچاپه راجوړه نـکړي ګل کــــــړي چــــراغ په چراغو،پابندي ولګيده بيايې لـــــوي قلـــف د ښونځي په دروازه وهلي بيــــــا په مکــتب اوپـــــه درسو،پابندي ولـګيده پيغلکـو کيني بې سينـــګاره نور په دې کلي کې په سرونـــــکريزو او خــــــالو،پابندي ولـــګيده بس کــــــړه داکــــــلي داګـدر ددې خبرونه دي «ســــمـــونه» نوردې په شعـرو،پابندي ولګيده
(مينه، وصل)
باران
باران وريږي چي ناروغــــه نشـي
ساړه دي کيږي چي ناروغه نشي
زلـــفوته څنډ ورکړه مغروري ليلا
ځان دي لنديږي چي ناروغه نشي
راشه څادر کي مي دي پټه کړمـه
شمال لګيږي چــي ناروغه نشـي
که اسمان درز وهـل راغــاړي وزه
سړي ويريږي چـي ناروغــه نشي
راشه ترڅنګ دسمون غلــي کينه
خوله دي رپيږي چي ناروغه نشي
(مينه، هجر)
دبنګړوخبرې
نن مــې غــــوږونـــوته راتلې ستا دبنکړوخبرې
څومــــره خـوږې را لګیـدې ستادبنګړوخبرې
دزړګــــي بڼ مــــې راسپــــړلي ووتــــازه ګـلونه
لکــــه شبنم پـــرې وریدې ستـادبنګړوخبرې
لکه ذاهد تمـامه شپه ورته په ویښه ناست وم
ترشنــــه سحــاره چې راتلې ستا دبنګړوخبرې
زه به پرې داسې شوم تازه لکه سپرلی په باران
چې به مې کـــلـــه اورېـدې ستــــادبنګړوخبرې
دخوب ټالونوکې چې زانګم زه«سمون»جـانانه
وې مـــې کرۍ شپه مېــلمنې ستــادبنګړوخبرې
څلور بيتي او دوه بيتي! اوس په ګـــــودر بــــاندې هيڅ نـکوي بنډار جينکي
اوس لري زړونو کي له هر وحشت نه ډار جينکۍ
سترګــي ختلي ، رنګ زبېښلي د ګـــــودر په غــــاړه
داســــې رپيږي لــــكه پــــاڼي دچينــــار جينــــکـۍ
زه د ټوپــــــک له شــر او شــــوره څخه کــــرکه لرم چې څـــــوک ېې ســـاتي له دې کوره څخه کرکه لرم چې ټوپک لاس کې ګـــــرځوي په مــاشه ګوتې وهي که ورور مې هـــم وي له دې وروره څخه کــرکه لرم
پيغله د کلي غنم رنګه تور لوګي خوړلـــــې پيغلې دکلي د غرمې تنور ته ژوند تېر کـړي
ماخذ: اوښکه شعري ټولګه شميره: 0770980090,0789979800,07075165516