کارن:مقالې

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د فکري یرغل اثر! اسلام هر چاته خپل خپل ځای په ډیر دقیق ډول په نښه کړې او ورښودلې ده، چې دا ښودنه څوارلس سوه کاله مخکې ترسره شوې او دا بې سارې ښودنه د نړۍ په تاریخ کې هیڅ سارۍ نه لري او اوس هم د تطبیق وړ ده او په راتلونکې کې به هم د تطبیق وړ وي. ددې لامل دادی چې اسلام د الله تعالی له لوري د جبراییل علیه السلام په واسطه په نبي علیه السلام یو اخري نازل شوی دین دی، چې د بشر په تاریخ کې تر ټولو ادیانو په لومړي مقام کې ځای لري او حتی هغه پوهان چې له اسلام څخه منکر دي هم ددې دین برتري پر نورو ټولو ادیانو باندې مني، ددې خبرې د ثبوت لپاره تاسې د فرانسې او جرمني قوانین وګورۍ چې یویې له حنفي فقهې څخه استفاده کړې او بل یې له مالکي فقهې څخه استفاده کړې ده. اوس راځو اصلي مطلب ته چې هغه د ښځو لپاره د اوسنیو دیموکراتانو او فیمینسټانو خچن او تیر ایستونکي تبلیغات تر بحث لاندې نیسو. همدا د بشر د حقوقو دعوه کونکي دلالان چې یو د بحث وړ موضوع یې د ښځو د حقوقو تأمینول دي او په اصل کې یې ددې څخه هدف داده چې خپلې پلیتې ښځې زموږ د پاکو ښځو رهبارانې وټاکي او د هغوي لارې تعقیب کړي او داسلام هغه غوره مصلحتونو ته د تشدد نوم ورکړي چې د بشر د بقا او سوکالۍ سبب کیږي. دلته د سلطان صلاح الدین ایوبي د وخت حالات بیانووم چې دې وخت کې صلیبیانو د خپلو ښایسته نجونو څخه په استفادې د مسلمانو امراوو او د هغوي په کور دننه د ښځو او نجونو د اخلاقو د خرابولو هڅې کولې او چې هغه هڅې اوس د بشر دحقوقو او د ښځو د حقوقو په نامه لا چټکې روانې دي. خو اوس یو توپیر د هغه وخت پر پرتله رامنځته شوی چې دا توپیر د هغوي د فکري جګړې د اور په زیاتوالي کې مؤثر ثابت شوی دی، چې هغه د مسلمانانو د ایمان کمزوري ګڼلۍ شو چې اوس خپله مسلمانان د هغوي تر څنګ وګه په وګه د هغوي د مبارزې د رنګونو د ښکلا لپاره کار کوي او مسلمانې نجونې هم په دې مبارزه کې تر بل هر چا اوس ښې د هغوي د غربي دیموکراسۍ د تاثیر لاندې راغلي دي. د انسانیت رهبري باید هغه څوک په غاړه واخلي چې د نورو په پرتله د قوانینو منطقي بیلګې ولري مګر د افسوس ځای داده چې د انسانیت رهبري د اقتصاد په برترۍ، د اتومي وسلو په درلودلو او د انسانیت په قتلولو کې موجوده ده. د بشر د حقوقو د ټیکه دارانو هڅې تل دا وي چې زموږ د ټولنې نجونې په خپله عقیده باندې بیا کتنې ته وهڅوي او ددوي ټول عقیدوي ارزښتونه ورته د پوښتنې لاندې راولي، چې اوس یې زه په خپله ټولنه کې ددوي ددې کارونو ډیر ژور تاثیرات احساسوم. د حل لارو په توګه به ووایم چې ددې فکري تهجماتو په وړاندې باید رسنیز مدرکونه اصلاح کړو، د فکر د ثبات او استحکام لپاره په اسلام ولاړې ټولنې رامنځته کړو، د ځوانانو لپاره څه چې حتی د ټولنې ټولو برخو ته د اسلامي عقیدې کتابونه په غږیز او لیکنیز ډول چمتو کړو، د مسجدونو، مدرسو، ښوونځیو او پوهنتونو په ماحول کې د عقیدې او فکري ثبات لپاره عملي زده کړې پیل کړو... نو انشاءالله ټولنه به مو د عقیدوي استحکام څخه برخورداره شي، او اوس د مسلمانانو ایمان د ایرو په شان ده چې یوه سکروټه غواړي چې بیرته تازه شي او خپل پخواني حالت ته راوګرځي. غربیانو خو اته نیم سوه کاله کوښښ وکړ چې موږ د عقیدوي ګډوډیو سره مخامخ کړي خو موږ بیا د څو کلونو په جریان کې د مسلسل کار له وجې کولۍ شو چې پخواني حالت ته راوګرځو. لیکوال: محمد نثار ”انصاري“