کارن:محمد اسمعیل څپه

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

محمد اسمعاعیل څپه د حاجي محمد عمر ( گلون ) زوی د لوگر ولایت د محمداغې د ولسوالۍ د قلعه ملک په کلي کې زېږدیدلی.

زدکړې یې د هجرت په وخت د پاکستان د هنگو په ښارگوټ کې د عبدالله بن مسعود په لیسه کړي دی شاعر او د طنز لیکوال دی یوه مشهور ډرامه د ABc په نوم چې روزنیزه کامیډي ډرامه ده او د لمر تلویزون څخه خپریږي .د دې تر څنگ د ماشومانو لپاره هم کیسې لیکي .

د شعر يوه بېلگه[سمول]

خدایه !
خدایه ! ستا خداي دومره لویه
او زما صبر دومره لنډ
لکه لنډه ساه.

خدایه ستا قدرتونه دومره لوی
او زما عقل دومره کم
لکه شنډه څاه
نفس زما زړه زما
درد او شیطان هم پکې اوسي
په درد کې اوسي څړیکه
په څړیکه کې بیا ته یې .
نو زه! څه شومه خدایه ؟!
او کنه!
تش کالبوت راباندې پلورې
پکار مې نه دی جهنم ته یې غوزار کړه .
چې اور ورباندې بل شي
له دې اوره بیا پیدا شیطان کړه
چې زه د شیطان وجود کې شم دننه
نور څه نه
چې داخپل غچ خو ترینه واخلم
http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=6372

چاپ شوي اثار[سمول]

کوکوکو ، وق وق وق ( د ماشومانو انځوریز کتاب )

http://www.baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=10168 http://baheer.com/baher/modules.php?name=News&file=article&sid=10138

ناچاپه آثار[سمول]

  1. ډرامه به څنگه لیکو؟
  2. په څړیکه کې ته یې .
  3. یو د لنډو کیسو ټولگه .