کارن:فیضان الله نظرخیل

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

د سید جمال الدین افغان په هکله معلومات هر هغه ځوان چې غواړی په خپل ژوند کې علمې او سیاسی مبارزه وکړي نو د سید جمال الدین افغان ژوند او مبارزې د مطالعه کړئ. سيد جمال الدين افغان په افغانستان او اسلامي نړۍ کې د ژورناليزم بنسټګر بلل کيږي. سید د ژورنالیزم اصلاحي پورګرامونو پیل له افغانستان څخه کړ، سید د کابل په نامه یو نشریه چاپ کړه خو ځیني محققین دا نشریه تصدیقوي ځیني بیا نه تصدیقوي. د سید په ابتکار د لومړی ځل لپاره د شمس النهار جریده په افغانستان کې۱۸۷۳ م کال کې د سید د یو شاګرد مولوی عبدالرؤف په مدیریت چاپ شوه. سید جمال الدین افغان د امیر له خوا تبعید شوه خو د ده شاګردانو او لارویانو خپلې مبارزه ته ادامه ورکړه. سید د هیواد څخه تر وتلو ورسته په هند کې میشت شو. سید ۱۸۷۰ کال کې مصر ته ولاړ. هلته یې یو نیمې میاشتې اقامت اجازه تر لاسه کړه. په کم وخت کې ډیر شمیر ځوانان او همفکران د مطبوعاتو ډکر ته را وبلل . له مصر ترکیه ته ولاړ د ترکیې دارالفنون کې د تدریس حق وموند. سید د دوهم ځل لپاره قاهرې ته ولاړ قاهرې ته په تللو سره یې په اسلامي نړۍ او مطبوعاتو مثبتې اغیزې پریښودې او د مصر د الازهر پوهنتون کې د تدریس حق تر لاسه کړو. سید خپل لومړنی کتاب ( تاریخ الا افغان) په عربې ژبه ولیکه. سید پاک نفسه ، مجرد، متواضع، د لمانځه پابند، ډیر کم ویده کیده، او د غښتلې حافظې خاوند و او خبرې به يې په استدلال سره کولې. سید له مصر نه هند ته ولاړ هلته یې د مسلمانانو د او هندوانو ترمنځ د اختلافاتو کمولو هڅه وکړه . سید لندن ته لاړ انکلیسانو د سوډان د سپارلو وویل خو سید دا وړاندیز ونه منو. سید فرانسه ته ولاړ هلته یې ۱۸۸۴ کال کې د العروة الوثقی لومړۍ کڼه په عربې او فرانسوې ژبو خپره کړه. سيد په روسيه کې هم د روسي ميشتو پنځوسو ميليونو مسلمانانو له حقوقو څخه دفاع وکړه او روسي قيصر يې په دې قانع کړ چې هغوی ته د قرانکريم زده کړې او مسجد ته د تلو اجازه ورکړي.د سید عمر ډیره برخه د انکلیسانو ( انګریزانو) سره په مبارزه کې تیر شول بلآخره په ۱۸۹۷ م کال کې د اکټوبر به لسمه د ژامې د سرطان له امله د پنځوسو کلنو په عمر د ترکیه په اسلامبول ښار کې ومړ او د مشایخو په هدیره کې خاورو ته وسپارل شو. ۱۹۴۸ کال کې افغانستان ته را انتقال شو. تاسي د سید جمال الدین افغان په هکله زیاته مطالعه وکړئ

لیکنه فیضان الله نظرخیل