Jump to content

کارن:سبحان الله ذکي/تمرین مخ

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

زموږ بدن په ورځ کې څومره اوبو ته اړتیا لري؟[سمول]

د انسان بدن ۶۰ سلنه له اوبو څخه جوړ شوی دی. زموږ بدن په پرلپسي توګه د متیازو او خولې په ډول اوبه له لاسه ورکوي. دا چې یو انسان په ورځ کې څومره اوبو ته اړتیا لري بیلا بیلې نظریې شتون لري، چې تر ټولو عامه او منل شوي نظریه دا ده چې یو انسان باید په ورځ کې اته (۸) ګیلاسه چې دوه (۲) لیتره اوبه کېږي وڅښي.

خو ځینې نور روغتیا پالان وایي، دا چې زموږ بدن په دوامداره توګه اوبه له لاسه ورکوي نو موږ باید د ورځې په اوږدو کې تل اوبه وڅښو که تږي هم نه یو.

خو دا په اشخاصو پورې هم اړه لري او زیات داخلي او خارجي لاملونه هم شته چې په دې اړه مهم دي.

په وجود باندې د اوبو اغیزه:[سمول]

1.      زیاتو څیړنو ثابته کړي ده چې په بدن کې د اوبو کموالی د انرژۍ کچه کموي او د انسان په اعصابو بده اغیزه کوي.

2.      د زیاتو اوبو څښل په بدن کې د میتابولیزم عملیه چټکوي او د وزن له بایللو سره مرسته کوي.

3.  د زیاتو اوبو څښل د ځینو ناروغیو لکه سرطان، د سږو تیګي او د مخ د دانو په مخنیوي کې هم اغیز لرلای شي.