کارن:روح الله وفا

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

'د روح الله وفا لنډه پېژندنه

له نن څخه ۲۰ کاله د مخه د کابل او کندهار ترمنځ د وردګو ولایت جغتو ولسوالۍ د شنې درې د سنځلې كلي په یوه روڼ انده کورنۍ کې یو ماشوم نړۍ ته سترګې پرانيستې او هغه يې روح الله ونوماوه. د طبيعت روزنه او پالنه يې وليده، د وخت له دود سره سم یې د کلي له ملا څخه ديني زده کړه پیل کړه، د اړینو دیني زده کړو له بشپړولو وروسته یې د امام ابوحنيفه ګوربټ په نامه د سیمې یو ښوونځی له څلورم ټولګي پیل کړ، له ټولنیزو او ادبي کتابونو سره بې کچې مینې دې ته وهڅاوه چې له وړوکوالي د ښوونځي له لوستونو سره سره نور ټولنیز کتابونه، مجلې او اخبارونه هم مطالعه کړي، هماغه وو چې د ښوونځي د لسم ټولګي له پیله یې د ادبي نثر او شعر ډوله لیکنو ته مټ ورکړ، تنكى احساس شعر يې په ۲۰۰۵ د ژمي رخصتۍ تېرولو په وخت د كابل كارته پروان مېنه كې وليكه چې ډېر وستايل شو.

لېسه او ځینې نور لوستونه یې په پېښور او خپله سیمه کې بشپړ کړل. په ۲۰۰۶ کال له ښوونځي فارغ او په همدې کال یې د کانکور له لارې د ادارې او محاسبې مسلکي انسټیټیوت لاړ، په ۲۰۰۸ کال کې یې نوموړی انسټیټیوت په لوړه درجه بشپړ، د ښو نومرو په ترلاسه کولو یې د کانکور په اختصاصي ازموینه کې ګډون وکړ، چې د کابل پوهنتون اقتصاد پوهنځي ته بریالی شو او نوموړی پوهنځی یې د دویم ټولګي له نيمايي پیل کړ، اوس مهال د څلورم ټولګي د دویم سمستر محصل دی، ددې تر څنګ یې د وخت په استفادي د امریکايي پوهنتون ۴ پیپرې اې سي سي اې هم پوره کړې، د زده کړو ترڅنګ یې په کورسونو کې د تدریس چارې مخ ته وړې او هم یې په خصوصي او دولتي ادارو کې دندې ترسره کړې: په القلم اداره کې د مطبوعاتي چارو مرستیال، PSEH اداره کې د ژورنالیست، په ډبلیو سي او اداره کې د ژورنالېست او مطبوعاتو چارو مسؤل، د سولې د ملي مشورتي جرګې د تیارۍ په کمیسیون کې د عامه پوهاوي، فرهنګي او مطبوعاتو د کمېټې د مرستیال، د پوهنې وزارت کې د مطبوعاتو او ویاند مرستیال په توګه دندې ترسره کړې.

د پام، آذان، مڼې او جغتو جریدو او مجلو د لیکوالې ډلې غړی، له هېواد او باختر ورځپاڼو او ځینو اونیزو سره لیکنۍ اړیکې لري، اوس مهال د ”مشورې“په نامه د میدان ورګو د ولایتي شورا د اونیزې مسؤول مدېر دی. ددې ترڅنګ د (حبیبي د څېړنې او ژباړې) په نوم کمپنۍ لري، چې څېړنیز او ژباړنیز خدمتونه وړاندې کوي. د روان کال له پیله تراوسه د لوړو زده وزارت کې د سي ای اېم متخصص د همکار په توګه کار کوي.

وفا سره له دې چې مسلکي زده کړو ته يې مخه کړې خو د نوموړي له ادبي او سیاسي مطالعې سره ژوره مینه د دې سبب شوې، چې په شخصیت یې اغېزه وکړي او په مسلکيتوب یې نور اړخونه هم ورزیات شي، د غوړیدلي او تاند فکر دا نوی زلمی تر اوسه د ډېرو ښکلو او شوخو شعرونو، سیاسي مقالو، ټولنیزو لیکنو او پراخو ژباړو لرونکی دی، چې لیکنې او ژباړې یې له خوږې او معیاري پښتو برخمنې دي. په پښتو، انګلیسي او دري ژبو روانه لیکنه کولای شي.

د (اداره او اړیکې څېړنیزه لیکنه او راټولونه) په نوم کتاب، دوه ژباړې (تنکي ځوانان کومو نوښتونو ته اړتیا لري، محاسبه د ژوند لپاره) او یوه شعري ټولګه، کتابونه یې چاپ ته تیار دي.

په لسګونو ملي او نړیوالو کنفرانسونو، سمینارونو او ورکشاپونو کې یې په رسمي او غیررسمي توګه برخه اخستې. اړیکې او ارتباطات د ژوند د دویم اصل په توګه پېژني، په ژمنه وفا یې له ځانګړتیاوو څخه ده او رښتنولي خوښوي. فکر يې ژور او د ځیرکۍ لمن یې پراخه ده او په چال چلند کې سوچه کلیوالي ‌طبیعت لري. چې هره خبره او کار یې ژر زړه ته لار مومي. څرنګه چې د ښاغلي ترڅنګ ډېر پاتې شوی یم، د پرمختګ اوسني بهیر ته په کتو سره نوموړی د ډېرو پرمختګونو جوګه بولم او ورته په راتلونکي کې د بریاوو تمه لرم. په همدې هیله.

ډاکټر محمد نسیم کریمي د میدان وردګو ولایت د ولایتي شورا مشاور