کارن:جمشيد ساپی

د ويکيپېډيا، وړیا پوهنغونډ له خوا

کاپيسا

کاپيسا د افغانستان له مرکزي ولايتونو څخه دی، چې د پنجشير ، پروان، کابل او لغمان تر منځ موقعيت لري. کاپيسا د هيواد په تاريخ کې ځانګړي بانونه لري، خو تر هر څه وړاندې د کاپيسا له نوم څخه يې پيلو:

د کاپيسا نومد چين تاريخ ليکونو د «کې پن» يا د «کې پيش»، د يونان او روم جغرافيه ليکونو د کاپيسا په نوم ياد کړی دی. په پخوانيو متونو زند او اوستا کې د «کاپسين، کياپسې او کافو» په نومونو هم ياده شوې ده، خو بطليموس پخپلو ليکنو کې د کاپيسا نوم ليکلی دی.

اولين سړی چې کاپيسا نوم يې د خلکو تر غوږونو ورسوه هغه د سانسګريټ د ژبې د صرف او نحوې عالم پاڼيڼي و. په پخوانيو ليکوالو کې ابو ريحان البيروني وروستنی شخص وو، چې ډ کاپيسا د نوم يادونه يې کړې ده.

کاپيسا د هيواد يوه تاريخي سيمه ده، چې د کوشانیانو د سترواکۍځانګړی مرکز وو. د تاريخ په اوږدو کې نوموړې سيمې د خپل ستراتيژيک موقعيت په اساس د باختر، هند، اراکوزيا او د روم د بحېرې تر منځ ځانګړی رول درلوده، چې د يادو سيمو څخه به تجارتي کاروانونو پر همدې سيمې باندې تګ او راتګ کاوه.

کاپيسا يو اوسنی شکل لري او بل پخوانی، په لرغونې کاپيسا کې د کابل او پروان سيمې لکه، کوهدامن، بګرام، چاريکار، جبل السراج، او د اوسنی کاپيسا سيمې لکه کوهستان، نجراب او تګاب هم د کاپيسا په نوم يادېده او بګرام يې مرکز وو، چې د تاريخ مهمو پاچاهانو په کې هستوګنه کړې ده. ياده سيمه د يوناني او باختري پاچاهانو په واکمنيو کې هم ځانګړي ارزښت درلوده، چې د هغه مهال يو شمېر تاريخي اثار اوسمهال هم د کاپيسا په بېلابېلو برخو کې موجود دي.